شمالي اتحاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شمالي اتحاد
د افغانستان جگړه کې شريک
Flag of Afghanistan (1992-1996, 2001)
Flag flown by the United Islamic Front
فعالستمبر 1996 – ډيسمبر 2001
مشرانبرهان الدين رباني
احمد شاه مسعود
عبدالرشيد دوستم
Asif Mohseni
محمد محقق
عبدالقدير
د کاروايانو ځاينهافغانستان
اتحادیکينډۍ:Islamic Republic of Iran
کينډۍ:ترکي
تاجکستان تاجيکستان
کينډۍ:روسيه
کينډۍ:Country data Uzbekistan اوزبکستان
هند هند[۱]
کينډۍ:People's Republic of China
کينډۍ:United States of America (after September 11, 2001)
ترکمنستان تورکمنستان
مخالفین د طالبانو اسلامي غورځنگ
القاعده
پاکستان پاکستان

شمالي ټلواله، چې په رسمي ډول د افغانستان د ژغورنې لپاره د متحدې اسلامي جبهې (دري: جبهه متحد اسلامی ملی برای نجات افغانستان) په نوم پېژندل کېږي، د هغو ډلو نه جوړه پوځي ټلواله وه چې له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې یې، وروسته له هغه په عملیاتو پیل وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو) په کابل واک ترلاسه کړ. دغه متحده جبهه په پیل کې د افغانستان د اسلامي دولت د کلیدي رهبرانو په ځانګړې توګه د ولسمشر برهان الدین رباني او پخواني دفاع وزیر احمدشاه مسعود له خوا جوړه شوه. په پیل کې په شمالي ټلواله کې تر ډېره د تاجیک قوم وګړي شامل و، خو تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د نورو قومي ډلو مشران هم ورسره مل شول. په دغو کسانو کې کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، عبدالله عبدالله، محمد محقق، حاجي عبدالقدیر، آصف محسني، امرالله صالح او نور په کې شامل وو.[۲][۳][۴]

شمالي ټلوالې د طالبانو د رژیم پر وړاندې دفاعي جګړه وکړه. دوی له هند، ایران، روسیې، تاجیکستان، اسرائیلو، ترکمنستان، متحده ایالاتو او اوزبیکستان نه ملاتړ ترلاسه کاوه، په داسې حال کې چې پاکستاني پوځ او د پاکستان استخباراتي ادارې بیا په کلکه سره د طالبانو ملاتړ کاوه. په ۲۰۰۱ ز کال کې شمالي ټلوالې د دغه هېواد په څه کم ۱۰٪ برخې واک درلود او مرکزونه یې په شمال ختیځ او بدخشان ولایت کې و. متحده ایالاتو په افغانستان برید وکړ او د طالبانو پر وړاندې یې په دوه میاشتنۍ ځمکنۍ جګړه کې د شمالي ټلوالې د ځواکونو ملاتړ وکړ، چې د ۲۰۰۱ ز کال په ډسمبر کې د دوی د بریا لامل وګرځېد. د طالبانو له ولکې نه د هېواد د کنټرول له لاسه وتلو وروسته شمالي ټلواله وشیندل شوه او د دغې ټلوالې غړو او ډلو له نوې افغان منځ مهالې ادارې نه ملاتړ وکړ، چې یو شمېر غړي یې وروسته د کرزي د ادارې برخه وګرځېدل.[۵][۶][۷]

په ۲۰۲۱ ز کال کې د کابل د سقوط پر مهال، د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشران [څوک؟] او نوریې له طالبان ضد څېرې سره یوځای شوي او د افغانستان د ملي مقاومت جبهه یې جوړه کړه.

قوماندانان او ډلې[سمول]

شمالي ټلواله د ۱۹۹۶ ز کال په وروستیو کې د طالبانو د دولت د مخالفو ډلو له خوا جوړه شوه. د ۱۹۹۹ ز کال په لومړیو کې احمدشاه مسعود د دغې ټلوالې یو له هغو اصلي مشرانو نه و چې ویې کولای شول، د طالبانو پر وړاندې له خپل قلمرو نه دفاع وکړي او له همدې امله د شمالي ټلوالې د باالفعله اصلي سیاسي او نظامي مشر په توګه پېژندل کېده، چې د دغې ټلوالې د ټولو غړو او بېلابېلو قومي ډلو له خوا په رسمیت پېژندل کېده. مسعود د دغې ټلوالې د اصلي سیاسي لیدلوري او ټولیزې پوځي ستراتیژي اړوند پریکړه کوله، خو له دې سره د شمالي ټلوالې اړوند یو شمېر ډلې، لکه: ملي جنبش او وحدت ګوند (حزب وحدت) د مسعود تر مستقیم کنټرول لاندې نه وې او د خپلو سیمه ییزو یا قومي مشرانو تر کنټرول لاندې پاتې شوې.

د شمالي ټلوالې قوماندانان یا خپلواک و او یا هم له دغو سیاسي ډلو نه یوې ته اړوند وو:

  • سني تاجیکانو ته اړوند جمیعت اسلامي او شورای نظار چې برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود یې مشري کوله.
  • شیعه هزاره ګانو ته اړوند د وحدت ګوند، چې محمد محقق او کریم خلیلي له خوا یې مشري کېدله.
  • سني ازبکانو او ترکمنانو ته اړوند د ملي جنبش ګوند چې عبدالرشید دوستم یې مشري کوله.
  • سني پښتنو ته اړونده ختیځه شورا چې حاجي عبدالقدیر یې مشري کوله.
  • شیعه تاجیکانو او هزاره ګانو ته اړوند د حرکت اسلامي ګوند چې آصف محسني او سید محمد علي جاوېد یې مشري کوله.

د شمالي ټلوالې اصلي او فرعي قوماندان دغه کسان وو:

  • د افغانستان له شمال نه: بسم الله خان محمدي (جمیعت اسلامي)، عطامحمد نور (جمیعت اسلامي)، جنرال شاجهان نوري (جمیعت اسلامي)، محمد داود داود (جمیعت اسلامي)، محمد قسیم فهیم (جمیعت اسلامي)، ګل حیدر (جمیعت اسلامي)، محمد محقق (حزب وحدت)، عبدالرشید دوستم (ملي جنبش)، قاضي کبیر مرزبان؛
  • د افغانستان له ختیځ نه: حاجي عبدالقدیر (مشرقي شورا)، حضرت علي (مشرقي شورا)، جان داد خان، عبدالله وحیدي، قطره، نجم الدین.
  • د افغانستان له سویل نه: قاري بابا، محمد عارف نورزی او هوتک.
  • د افغانستان له لویدیځ نه: محمد اسماعیل خان (جمیعت اسلامي)، ډاکټر ابراهیم او فضل کریم ایماق.
  • له مرکزي افغانستان نه: سید مصطفی کاظمي (حزب وحدت) او شیرعلم ابراهیمي (اتحاد اسلامي)، سید حسین عالمي بلخی، اکبري، سید محمد علی جاوید، کریم خلیلی (حزب وحدت).

د ۲۰۰۹ ز کال افغان ولسمشریزو ټاکنو دوه هغه اصلي سیاسي نوماندان چې له شمالي ټلوالې سره یې کار کړی وو:

  • عبدالله عبدالله (د احمدشاه مسعود نږدې ملګری او د ټلوالې د بهرنیو چارو وزیر و).
  • حامد کرزی (د هغه پلار د طالبانو له خوا ووژل شو، وروسته بیا په ۲۰۰۰/۲۰۰۱ ز کال کې په یو دیپلماتیک سفر ولاړ، څو په متحده ایالاتو او اروپا کې د مسعود لپاره ملاتړ جلب کړي).

مرکزونه[سمول]

په پیل کې، د دوستم تر کنټرول لانډې د مزار شریف ښار تر هغه مهاله چې په ۱۹۹۷ ز کال کې طالبانو ونیو، د شمالي ټلوالې مرکز و. له هغې وروسته د پنجشېر شمال ته په تخار ولایت کې د تالقانو ښار د ۲۰۰۰ ز کال د سپټمبر تر ۵ مې نېټې پورې د دغې ټلوالې مرکز و، خو کله چې دغه ښار هم طالبانو ونیو، شمالي ټلوالې خپل مرکز بدخشان ولایت ته ولېږداوه. مسعود د تاجیکستان په دوشنبه کې یو شخصي هستوګن ځای هم درلود. دا هغه ځای و، چېرې چې مسعود له هغو نړیوالو دیپلماتیکو چارواکو سره ولیدل، چې د شمالي ټلوالې ملاتړ یې کاوه.[۸][۹]

تاریخچه[سمول]

د متحدې جبهې (شمالي ټلوالې) جوړېدل[سمول]

پخوانیو دښمنانو، احمدشاه مسعود او عبدالرشید دوستم متحده جبهه (شمالي ټلواله) د طالبانو پر ضد جوړه کړه، څو د مسعود او دوستم تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو پر ضد دفاعي عملیات طراحي کړي. په شمالي ټلواله کې د مسعود ځواکونه چې ډېری تاجیک قوم ته اړوند و، د دوستم ازبک ځواکونه، د حاجي محمد محقق تر مشرۍ لاندې هزاره ځواکونه او د حاجي عبدالحق او حاجي عبدالقدیر تر مشرۍ لاندې پښتانه ځواکونه شامل کېدل. د شمالي ټلوالې په مخکښو سیاستوالو کې عبدالرحیم غفورزی، عبدالله عبدالله او مسعود خلیلي شامل وو. د ۱۹۹۶ ز کال په سمپټمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د ۲۰۰۱ ز کال تر نومبر میاشتې پورې شمالي ټلوالې په یو شمېر ولایتونو، لکه: بدخشان، کاپیسا، تخار، د پروان په یو شمېر برخو، کونړ، لغمان، سمنګان، کندز، غور او بامیان ولایتونو کې د افغانستان په نږدې ۳۰ سلنه وګړو کنټرول درلود.

د پاکستان پوځي لاسوهنه[سمول]

له شمالي ټلوالې نه د ملاتړ په موخه د هند د استخباراتي ادارې (RAW) د مداخلې له امله، پاکستان د طالبانو په روزنې سره د دغو ګواښونو د له منځه وړو په هڅه کې و. د هند له خوا وړاندې کېدونکې مرستې پراخې وې، چې په کې یونیفورمونه، مهمات، هاوانونه، کوچنۍ وسلې، بېرته جوړ شوي کلاشینکوفونه، جنګي او ژمنۍ جامې او مالي مرسته (بودیجه) په کې شاملېدل. یوازې په ۲۰۰۱ ز کال کې د یو شمېر نړیوالو منابعو له مخې، له ۲۸۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰۰ هغه افغان کډوال چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان ته کډه شوي و، له ۱۴۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ افغان طالبان او له ۲۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ د القاعدې ډلې جنګیالیو چې نږدې ۴۵ زره کسیز پیاوړی ځواک یې جوړ کړی و، د طالب ضد ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله. پاکستاني ولسمشر پرویز مشرف چې هغه مهال د پوځ مشر و، د مسعود د ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د طالبانو او د بن لادن په خوا کې د زرګونو پاکستاني ځواکونو د لېږلو مسئول و. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۹۹۷ ز کال د اګست په لومړۍ نېټه، طالبانو په شبرغان ښار چې د عبدالرشید دوستم یو له اصلي پوځي مرکزونو نه و، برید پیل کړ. دوستم په دغه برید کې د طالبانو بریا په دغه جګړه کې د ۱۵۰۰ کمانډويي پاکستاني ځواکونو د برخې اخیستو او د پاکستاني هوايي ځواک د ملاتړ له امله وبلله.[۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. "India-Pakistan Rivalry in Afghanistan - JIA SIPA". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Northern Alliance". fas.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2001-11-13 باندې). Who are the Northern Alliance?.
  4. (په 13 November 2001 باندې). Who are the Northern Alliance?. BBC News.
  5. (په 19 September 2001 باندې). Afghanistan's Northern Alliance. BBC News.
  6. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. د کتاب پاڼي 289–297. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594200076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "USATODAY.com - Taliban flees Kandahar". usatoday30.usatoday.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Anderson, Jon Lee (2 December 2001). "The Surrender". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sudarshan, V. (1 September 2019). "How India secretly armed Afghanistan's Northern Alliance". The Hindu. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. AFP, Dawn com | (2015-02-13). "ISI cultivated Taliban to counter Indian action against Pakistan: Musharraf". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Marcela Grad (March 1, 2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب پاڼې 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په September 11, 2001 باندې). Afghanistan resistance leader feared dead in blast.
  13. Edward Girardet. Killing the Cranes: A Reporter's Journey Through Three Decades of War in Afghanistan (الطبعة August 3, 2011). Chelsea Green Publishing. د کتاب پاڼې 416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rashid 2000, p. 91
  15. Sudharshan, V (1 September 2021). "How India secretly armed Afghanistan's Northern Alliance". www.thehindu.com/news. The Hindu. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په September 11, 2001 باندې). Afghanistan resistance leader feared dead in blast.
  17. "Inside the Taliban". National Geographic Society. 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Clements, Frank (2003). Conflict in Afghanistan: a historical encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)