احمد شاه مسعود

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احمد شاه مسعود
(فارسی: احمد شاه مسعود)
(فارسی: أحمد شاه مسعود د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
احمدشاه مسعود
احمدشاه مسعود
احمدشاه مسعود

د مجاهدینو د دولت ددفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
اپریل ۱۹۹۲ – سپټمبر۲۰۰۱
محمد اسلم وطنجار
محمد قسيم فهيم
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ (د سپتمبر) ۱۳۳۲
خواجه بهاوالدين، تخار، افغانستان
مړینه ۹ سپټمبر ۲۰۰۹ (۵۶ کال کلنۍ کي)
تخار ولايت  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت  افغانستان
لقب د پنجشیر زمری
مذهب اسلام سني
ګوند جمعيت اسلامي افغانستان
اولاد احمد، مریم، فاطمه، عایشه، نسرین، زهره
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
تعلیم د کابل پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک نظامی، سیاستمدار
تحریک نظار شورا
پوځي خدمت
وفاداري مجاهدین
افغان پوځ
شمالي اتحاد
مقام د پوځي قوماندانانو مشر  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتوب د مجاهدینو قوماندان د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د نجات د متحدې جبهې مشر قوماندان
جګړه/جګړې د شوروی جنګ په افغانستان کی
د افغانستان کورنۍ جګړه
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كې زوكړې دى. له اره د تاجکستان د کولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت پنجشير درې ته راوكوچېدلې. مسعود، د پلار د دولتي دندې له له امله پدې و نه تواندې چې سمې زده کړې وکړي، ځکه چې کال به یې په یو ولایت کې وو، نو بل کال به په بل ولایت ته د بدلون له لامله تلو. منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لېسه کې ترسره کړي. دا وخت د استقلال لېسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، چې په همدغه لېسه کې د لومړي ځل لپاره مسعود د فرانسوي څارگرو په لومه کې پرېوځي، او د لوړو زده کړو لپاره د کاپل پولې تخنیک د پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل کېږي.

د مسعود په اړه د تاريخپوهانو ليكنې

جنرال رحمت الله ساپې د (مسعود پېژنئ) كتاب دده په اړه داسې ليكي

مسعود او قاضي حسين احمد په يوه خوشگوار موډ كې

د روس پر خلاف د افغان جهاد يو نامتو څېرې، جنرال رحمت الله ساپی چې د مسعود له نږدې ملگرو څخه ؤ، دده په اړه په خپل ليكل شوي كتاب (مسعود پېژنئ) كتاب كې داسې ليكي:

په افغانستان کې چه د کمونستانو او شوروی ځواکونو پر ضد جهاد پيل شو ورسره سم د احمدشاه مسعود نوم رااوچت او خپور شو. په پاکستان کې د مسعود رنگين عکسونه پر دوکانونو ، د مهاجرو پر کمپونو ښاری ترانسپورت لکه رکشا ، تکسي موټرو او ښاری بسونو او لاريو باندې وزړول شول. چا (شير پنجشير) او چا هم (عقاب پنجشير) ياداوه.B.B.C تر دي د مسعود لپاره ډنډوري ووهلي چه نړيوالو ته يي داسې وښودله چه د مجاهدينو معني مسعود او د پنجشير معني افغانستان دی . که مسعود نه وي نو جهاد او مجاهدين او که پنجشير نه وي نو افغانستان نشته. ما په همغه مهال لهB.B.C سره په يوه مرکه کې ويلی وو چه زمونږ هندوکش او سپين غر پوځي اکاډمي دي چه د مسعود په شان جنرالان يي روزلي دي . احمدشاه مسعود افغان دی ، زموږ ورور دی خو موږ د مسعود په شان په سلگونو قومندانان لرو او پنجشير هم په لوی افغانستان کې يوه غرنی ولسوالی ده چه د ټول افغانستان معنی نه ورکوی. تاسي ته ښايي چه د مجاهدينو نورو قومندانانو او د افغانستان نورو سيمو ته هم پاملرنه وکړئ. پنجشير د هندوکش سهيل او د پروان په ولايت پوري اړوند دی . د احمدشاه مسعود د أر سيمه د کابل- سالنگ لويه لار او بيا د بگرام هوايي ډگر وو.... مياشتې او کلونه تير شول ، د سالنگ لويه لاره بنده نشوه ، پر بگرام جگړه ونشوه او أن د يوځل لپاره هم مسعود گلبهار ته چه د پنجشير ور دی خپل سر راښکاره نه کړ. نومونه ډير وو، ستايني او تبليغات ډير وو ، خو د بري څرک نه لگيده .د انگريزانو او فرانسويانو مرستي مسعود ته رواني وې.


مسعود او (دويمه سقاوي)

د ځيني شواهدو له مخي احمد شاه مسعود په استقلال ليسه کي د تعليم پر وخت لومړي د فرانسي د استخباراتو سره تړاو وموند ، وروسته هغوي د انگلستان (M 1-6) ته معرفي کړ. دغي شبکي د هغه هيواد د تجارتي ټلويزيون زوړ چلونکي (سنديگال) ته وظيفه ورکړه چه پنجشير ته لاړ شي او هلته يو ځوان قومندان چې دويم ټيټو دي، وويني او پر هغه باندي د ټلويزيون لپاره يو فلم ډک کړي. د همدي (سنډيگال) په مرسته د احمدشاه مسعود ورور احمدولي د انگريزي ژبي زده کړي لپاره لندن ته ليږل کيږي... دغه يو ساعته فلم وروسته (CIA) ته وسپارل شو او له ځينو انگيرنو سره سره ډاگيزه شوي نده چه(سي أی اې )هم پټه معامله ورسره پيل کړه که څنگه؟ د انگلستان له استخباراتو سره د مسعود اړيکي له يوي گډي تاريخي سرچيني څخه الهام اخلي ، هغه داچې انگريزان داسي فکر کوي او حقيقت هم همداسي دی چې دافغان-انگليس په دريو سختو جگړو کې دانگريزانو د ماتې اصلي وجه د پښتنو جگړه ايزه مبارزه وه. انگريزانو ته خپل تير تاريخ داسي معلوم دی لکه د پرون ورځې پيښې ، څرنگه چه د پښتنو سره د مسعود کينه او دښمني هم ټولو ته څرگنده ده نو انگريزان هم له دغه گډ ټکي څخه په استفادې ، غواړي په دي ډول له پښتنو څخه د خپلو تاريخي ماتو دغچ د اخستلو لپاره گټه پورته کړي، ځکه نو انگريزانو هم لکه د روسانو په شان د مسعود د شخصيت په تبارز کې فعاله ونډه واخيسته.


د بي بي سي خپلواكي د مسعود ته په هوا وركولو كې

د مسعود قبر
د مسعود قبر

د بي بي سي ديو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي دانگلستان د استخباراتو او او مسعود داړيکو په باب داسې څرگندونې کوي:

په هغو شپو ورځو کي چې دافغان ولس او روسانو تر منځ ښه گرمه جگړه روانه وه د( بي بي سي ) راډيو نړيوال سرويس ته د انگلستان دبهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د بي بي سي راډيو دخپلې خپلواکۍ او أزادۍ تر څنگ د بهرنۍ پاليسی په برخه کي د بهرنيو چارو دوزارت د پاليسی تابع ده او دا وزارت بيا په خپل وار دخپل هيواد له استخباراتي سرچينو څخه الهام اخلي. دبهرنيو چارو وزارت په مکتوب کي لارښوونه شوې وه چې په يو نه يو ډول بايد د افغانستان په هر گوټ کې د روسانو پر ضد دجگړې رابطه دمسعود سره وصل شي. او دلارښوونې لپاره يي ان بيلگې هم راوړې وې ، مثلاْ په لغمان کي د روسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده، ددې جگړې خبر بايد داسي راوړل شي :نن په لغمان کې دروسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده چې په نتيجه کي روسانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده ،په دې جگړه کې دلغمان ولايت گن شمير کلي اوکورونه وران شوي دي، د يادونې وړ ده چې دلغمان ولايت پنجشير ته ورڅيرمه پروت دی، چې د افغانستان دجهاد دنامتو قومندان احمدشاه مسعود مرکز دی،روسانو تراوسه پورې څو ځله پر پنجشير حملې کړي خو دهغه پر نيولو ندي بريلي شوي. يا به هم په کونړکې کې جگړه و،نو دهغه ربط به هم له پنجشير سره تړل کيده. داسې چې : نن دکونړ په ولايت کې د مجاهدينو لخوا دروسانو پر يو قطار بريد وشو او دروسانو زيات ټانکونه او زغروالې واسطې وسوځول شوې ،کونړ له پنجشير نه( څو) کيلو متره لرې پروت دی، کوم چه د افغانستان دجهاد نامتو قوماندان احمدشاه مسعود هلته اوسيږي او تر اوسه يي روسانو ته څو ځله ماته ورکړې ده


د مسعود په اړه دافغانستان د تاريخ حکم

د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې څېره د احمد شاه مسعود ده.

هغه د شوروي په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جگړو کې ستر خيانت وکړ او د جهاد او مقاومت په هماغو گرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ، د افغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې له نېکه مرغه ټول هغه اسناد ان چې خپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا خپاره کړي دي.

په راوروسته کې د ملگرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو او ﻻ دي. د هغه او ملگرو له برکته يې ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې پنځوس زره بې گناه افغانان ووژل شول . نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن په توگه پېژني .

دا چې سږ کال هم په کابل کې ځينو ځانگړيو ډلو او حلقو د بېلابېلو موخو او يا د مصلحتونو له مخې د هغه درواغجنې لمانځنې وکړې، زموږ د خلکو کرکه يې د هغه په وړاندې نوره هم زياته کړه . کاشکې د مسعود پېژندنې په داسې غونډو او سيمينارونو کې د وطن ريښتينو بچو او د تاريخ څېړونکو ته هم د څه ويلو موقع ورکړل شوې او د سر د امن تضمين يې شوی وای، بيا به نو زموږ خلکو ته داسې څېرې او کړه وړه يې په ښه توگه بربنډ شوي وای .

زموږ اولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دی چې خپل ريښتيني اتلان او درواغجن اتلان سره جلا نه کړای شي. که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو يادنښې ړنگې او تصويرونه به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي ، او دا به د مصلحتونو خبره نه وي ، دا د افغانستان د تاريخ حکم دی . دغسې يو حکم نن په کابل کې د افغانستان د يو گڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو. د تاريخ دغه حکم وايي : مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و .

د خاد اسنادو پلورل

په 1371لمریز کال د کابل له نیولو وروسته د پاکستان استخباراتي اداری مشر جنرال حمید گل د نظار شوری له مشر احمد شاه مسعود سره د څارگریزو اسنادو په اړه غږېږي، ددې پېښو جریان د پاکستانۍ ورځپاڼې (فرنټییر) په 1992ز د مۍ په ۲۲مه نیټه راخېستی چې جنرال حمید گل د خاد شبکی استخباراتي اسنادو ترلاسه کولو لپاره کابل ته سفرونه کړي. په اړونده ورځپاڼه کې راغلي چې « گل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي.» دا ورځپاڼه وروسته کاږي چې احمد شاه مسعود اړوند اسناد گل ته وروسپارل.

«د یادولو وړ ده چې احمد شاه مسعود د دفاع وزارت دفتر د کې جي بي او خاد په دفتر کې د همدې موخې لپاره ځای پر ځای کړ.» گل ته خاد اسنادو سپارل.[۱]

د رباني او مسعود واكمنۍ پر وخت بشري تېري

يو جگړه مار په تاوده ډگر كې خپله پيكا ماشينداره چلوي

د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملگري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو. د سپني ماڼۍ دې پخواني ملگري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود ځكه چې هغه له خپل برياليتوب وروسته زاړه ملگري هېر كړي وو. په دې وخت كي امريكا له افغانستان سره ډيپلوماتيك تعلقات نه لرل او ډېره موده شوې وه چې په ملگروملتونو كې افغانستان استازى هم نه درلود. د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هېروينو د قاچاقوړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توگه پېژانده . مرلين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توگه دنده لرله وايې:((هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرگ له گواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل. بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو. د فيض آباد له هوايي ډگر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې. د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداگري كې ښكېل وو، كه څنگه ؟ طالبان چي په همدې كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندي كړې وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك گدۍ ته رسېدلي وو. خو هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك له دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي.


د طالبانو د ړنگ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرمان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په۱۰۰ كې د كوكنارو كروندې محوه شوې او د رسمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس. خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتي شوې. د شمالي ټلوالي له وتلي مشر احمدشاه مسعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى.مسعود دا څرگندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې. د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه لرله. د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندگرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلى وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل خو طالبانو د خپلي ولكې لاندي سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د سروزرو انعام ايښى وو. دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنگيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرگ له سزا سره به مخامخ كېدل. د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه مستند اسناد هم نه لرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څنگه؟

د شمال ټلوالې جنگيالې له موقع څخه په گټې اخيستنې خپل ډوډۍ خوري

په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملگرو ملتونو استازي اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبري اتري لرلې نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولې نه ده اورېدلې چې گواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجي نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو. د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي ولايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه گته اخلې او كه څنگه. د سپټمبر د ۹\۱۱نېټې په اړه د ځانگړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ميلادي كلونو ترمنځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لگښتونو لپاره د بوديجې د برابرولو په منظور له هغوى سره د هېروينو معاملې ته ورگډ شي. د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي: د مسعود ټول پوځي لگښتونه د همدې كلونو ترمنځ د هېروينو د قاچاق له پيسو برابر شوي وو. د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغلي كلرك په قلم ليكل شوي: مسعود او د هغه ملگري داسي خلگ نه دي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوى د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملگري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوى سره دولت جوړ كړي. د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې مسعود يو محتاط او ځيرك سړى وو او د هغه ډله له يو څخه په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه. د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالي د ملگرو ډېر لگښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل. د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده. د راپور پر بنسټ نوموړي په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارگان په ډلييزه توگه ووژل. دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره ملېشو په وړاندي د هغه پياوړي عمليات په گوتو شوي دي. د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د گوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د گوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخالف مشر گلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.


په داسي حال كې چي د وحدت گوند په روان حال كې له جمعيت گوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يوځاى كېدو پټ پلانونه جوړول ترڅو په گډه د جميعت گوند په وړاندي ودرېږي. د عبدالعلي مزاري او گلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف لاسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ميلادي كال د اكتوبر د ۱۱ مي نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت گوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت گوند مشران له سيمي تښتېدلي وو. د وحدت گوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اسلامي جميعت گوند د چريكانو لاس ته ورغى. د همدي ورځي د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكې عمليات پيل كړل. د ورځي په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت گوند په مركزي دفتر كې خلگ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېرى هم شوى وو. د كابل د ټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بې شمېره غړي تر لاسه شول او كېداى شي دا غړي د مستندو شواهدو په توگه ياد كړو. عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندني په پروژه كې گمارل شوي وو وويل: چي په همدې ورځ د اتحاد اسلامي گوند كسانو د هزارگانو په سيمو يرغل وكړ، گڼ شمېر ملكي كسان يې ووژل او د هغوى په ښځو او نجونو يې جنسي تېرى وكړ.


عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنگيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت اعلان كړ، په داسي حال كې چې احمد شاه مسعود ټولو متحدو جنگيالو ته مخكې تر عملياتو خبر وركړى وو چې د عملياتو پر مهال دي د ملكي وگړو خيال وساتي. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو پكې ونډه لرله. خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړي خاطرې هم لري نكړاى شوې او سربېره پر دې د سياف د جنگالو جنايتونو دوام وموند.

دا هم وگورﺉ

  1. مسعود به مراتب بیشتر از طالبان کمک خارجی دریافت میکرد
  2. چرا ربانی - مسعود در آغاز از طالبان پشتیبانی کردند؟

د افغانستان د ملي سرچینو پلورونکي خاینان خپله اعتراف کوي!!

باندنۍ تړنې

د مسعود رسمي ويبپاڼه

اخځليكونه

    • دويمه سقاوي، ليكوال: سمسور افغان، چاپځاى، پېښور، قصه خواني بازار
    • مسعود پېژنئ، ليكوال: جنرال رحمت الله ساپې.
    • بينوا خبري ويبپاڼه، (( مسعود ))د افغانستان د معاصر تاريخ تر ټولو بدنامه څېره، د اسد الله جلال ليكنه.
    • بشري سرغړوني د مسعود او طالبانو په وخت کي، په بېنوا بلوگ كې د ميرويس جلالزي ليكنه،
  1. د گل او احمد شاه مسعود.