محمد قسيم فهيم
| محمد قسيم فهيم | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| د افغان ولسمشر مرستيال | |||||||
| د واکمنۍ دوران د نومبر په ۱۹ د ۲۰۰۹ – ۹مارچ ۲۰۱۴ | |||||||
| ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
| |||||||
| د دفاع وزیر | |||||||
| د واکمنۍ دوران سپتمبر۲۰۰۱ – ډسمبر ۲۰۰۴ | |||||||
| ولسمشر | برهان الدين رباني حامد کرزی | ||||||
| |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| اصلي نوم | محمد فهیم | ||||||
| پيدايښت | 1957 پنجشېر , افغانستان |
||||||
| مړینه | ۹ مارچ ۲۰۱۴ (۵۶ کال کلن) کابل, افغانستان |
||||||
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) | ||||||
| تابعیت | |||||||
| لقب | مارشال فهیم | ||||||
| مذهب | سنی اسلام | ||||||
| ګوند | جمعیت اسلامي (افغانستان) | ||||||
| اولاد | ۱۲ | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال ، پوځي ځواک | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| وفاداري | |||||||
| برخه | افغان ملي پوځ | ||||||
| مقام | |||||||
| مشرتوب | شمالي اتحاد د بهرنیو چارو د امنیت اداره |
||||||
| جګړه/جګړې | د افغانستان او روس جګړه د افغانستان داخلی جګړه (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د طالبانو په وړاندې جګړه |
||||||
| سمول |
|||||||
محمد قسيم فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله يې عمر ۵۳ کاله و. وېل کېږي چې فهیم قسیم د پخواني کمونستي رژيم د(خلق او پرچم) په څانگه کې د خاد استخباراتي غړی هم پاتې شوی چې وروسته د کمونيستي حکومت د ړنگېدو څخه ېې د جميعت او بيا ېې د شورای نظار سره کار پیل کړ. نوموړی د بون د تړون له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا له ۲۰۰۲ ز. تر ۲۰۰۴ ز. پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جگړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جگړه کې د رول له امله په جنگي جنايتونو هم تورن و.
قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جگړه وکړه او په افغانستان يې د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملگری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرگ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.
نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسگونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توگه دی او ملگري يې د سلگونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.
د نوموړي ورور په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه یې د عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرگند فساد دی.
