Jump to content

جمعیت اسلامي (افغانستان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامي جمعیت یا جمعیت اسلامي چي کله ناکله جمعیت هم یادیږي، د تاجک سیاسي ګوند او په افغانستان کي پخوانی نیمه نظامي سازمان دی. دا په افغانستان کي تر ټولو زوړ او فعال سیاسي ګوند بلل کېدی، چي په اصل کي د کابل پوهنتون د محصلینو د سیاسي ټولني په توګه جوړ سوی وو. جمعیت د اسلامي قانون پر بنسټ کمونیستي نظریه لري. د شوروي – افغان جګړې او د کمونستي حکومت پر وړاندي د افغانستان د کورنۍ جګړې په ترڅ کي جمعيت اسلامي د افغان مجاهدينو يوه له مشهوره ډلو څخه وه. برهان الدین رباني له ۱۹۶۸ څخه تر ۲۰۱۱ پوري ددې ګوند مشري کوله، او له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۱ پوري یې د افغانستان د اسلامي دولت د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړل. خو داسي یو ولسمشر چي نه د افغانستان لوی اکثریت ته د منلو وو او نه یې هم په هیواد کي ژوند کاوه، بلکي له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوري په جلاوطنۍ کي پاته سو. [۱]

د ګوند مرام[سمول]

اسلامي جمعیت ګوند په ۱۹۷۰ لسیزه کي په ظاهره د یو اسلامپال ګوند په حیث راڅرګند سو، خو وروسته کله چي ددغه ګوند مشران (احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني) پاکستان ته وتښتېدل او هلته یې د پاکستاني استخباراتو په مرسته د افغانستان د رسمي حکومت په وړاندي توطیې پیل کړې، خلکو ته معلومه سول چي د ګوند اصلي مرام د واک نیول او د بهرنیو استخباراتو راتګ ته زمینه برابرول دي. د جمعیت ګوند اړیکي په ۱۹۷۰ لسیزه کي یوازي له پاکستاني استخباراتو او امریکا سره وې، او د ۱۹۷۹ کال را وروسته یې پر افغانستان د شوروي د یرغل سره سم د فرانسې او شوروي استخباراتو سره هم تار وغځاوه.

تاریخ[سمول]

لمړي کلونه[سمول]

جمعیت په ۱۹۷۲ کال کې د «غیر رسمي اسلامپالو ډلو له جملې څخه چي له ۱۹۶۰ کلونو راهیسي موجود وه» راڅرګند سو. یاد ګوند د کابل پوهنتون د اسلامي علومو د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د ابو الاعلی مودودي او د هغه د پاکستان د جماعت اسلامي څخه الهام اخیستی وو. [۲] کله چې په ۱۹۷۳ کال کي د محمد داوود خان له خوا د رباني د نیولو امر وسو، نو رباني پاکستان ته وتښتېدی او جماعت اسلامي اسلامي پاکستان کوربه سو، چي ترڅنګ یې ددغه هیواد له استخباراتو سره اړیکي هم ټینګي کړې. [۲]

په پاکستان کي د استاد رباني مهم کسان راټول او د ګوند جوړولو ته یې دوام ورکړ. برهان الدین رباني د خپل ګوند لپاره احمدشاه مسعود د نظامي څانګي مشر وټاکی.

د مسعود-حکمتیار جلاوالی[سمول]

احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار دواړه د رباني لومړني پلویان وه، چي هغه مهال د کابل پوهنتون محصلین بلل کېدل. حکمتیار په ۱۹۷۶ کال کي له جمعیت څخه جلا او خپل ګوند : حزب اسلامي یې جوړ کړ. [۳]

دواړي ډلي په افغانستان کي د ۱۹۷۸ کال د اپرېل له کودتا او د شوروي د يرغلګر پوځ له وحشت وروسته په ۱۹۸۰ لسيزه کي د افغان مجاهدينو دوه مهم ښاخونه بلل کېده. [۴]

جمعیت[سمول]

رباني او جمعیت د پراخ بنسټه غورځنګ د جوړولو او د دولتي دستګاه د تدریجي تګلاري پلوي کوله. د نوموړي دا خبره یوازي تر شعار پوري محدوده وه، ځکه جمعیت د تاجکانو تر ولکې لاندي وو،[۴] او له غیر اسلاميانو سره د "ګډ واک" هڅه یې کول. [۵]

حزب اسلامي[سمول]

د جمعیت د تعصبي نظریې خلاف حزب اسلامي په پراخه کچه یو افغان شموله ګوند وو، او د پاکستان د ولسمشر ضیاالحق له خوا یې ملاتړ کېدی. [۴] د دې ګوند مشر، حکمتیار، "د هر ډول جوړجاړي سره په ښکاره ډول دښمن" [۵] او د تاوتریخوالي او وسله والي جګړې پلوی وو. [۶]

د شوروي یرغل[سمول]

په ۱۹۷۹ کال کي پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته مسعود په پروان ولایت کي د مجاهدینو یوه ډله جوړه کړه چي د کمونیستي حکومت او د هغوی د شوروي متحدینو پر ضد جګړه وکړي. دې ډلې د څو ولایتونو د کنټرول لپاره وده وکړه او په زرګونو جنګیالي پکښي شامل سول. شوروي پوځ په لمړي سر کي د خپلو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یو لړ لوی بریدونه پیل کړل، خو په وروسته کي یې دغه تکتیک بدل کړ او د احمدشاه مسعود سره د پروتوکول پر اساس یې جمعیت ګوند له سیاسي او استخباراتي پلوه راخپل کړ. د پروتوکول پر اساس د احمدشاه مسعود پلویان تردې وروسته د شورویانو له ځواکونو سره په یوه افسانوي جګړه کي ښکېل سوه او ددوی عمومي کاروانونه یې تر برید لاندي نه نیول، بلکي یوازي یې د خپلي جهادي داعیې د اثبات او پاکستان او امریکا ته د وفادارۍ لپاره یونیم یا بیخي کم بریدونه کول.[۷]

د جمعیت او حزب اسلامي تر منځ جګړه[سمول]

په 1989 کي د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د مجاهدینو ډلو د حکومتي ځواکونو ماتولو ته دوام ورکړ. د حکومتي ځواکونو.تر ماتولو وروسته د 1990 کال د جون په میاشت کي په لوګر او پروان کي د جمعیت او ګلبدین حزب تر منځ جګړو دواړو خواوو ته په سلګونه کسان مرګ ژوبله واړوله. [۴]

1991-2001[سمول]

په 1991 کي د جمعیت ځواکونو د عربي هیوادونو او امریکا په ملاتړ د خلیج په جګړه کي چي د بعثي عراق په وړاندي یې جګړه کول برخه واخیسته.

په 1992 کي د افغانستان کمونیست حکومت په بشپړه توګه ړنګ سو، او د جمعیت ځواکونه د لومړي ځل لپاره کابل ته ننوتل. په همدې حال کي د افغانستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ د سولې او واک د ویش پر سر د موقت ولسمشر په توګه د برهان الدین رباني ټاکنه ترسره سول. یاد تړون د پېښور تړون په نوم یاد سو.

ګلبدین حکمتیار سره له دې چي په وار وار ورته د لومړي وزیر د چوکۍ وړاندیز سوی وو، د سولي د هوکړي ملاتړ یې ونه کړ. د هغه حزب اسلامي نوی موقت حکومت او پلازمینه کابل په لسګونو راکټونه وویشتل، او له جمعیت سره په جګړه کي ښکیل سو. په 1992 کي د حزب وحدت او اتحاد اسلامي دویمه جګړه پیل سوه او د دوستم جنبش ملی په 1994 کي د حکمتیار سره یوځای سو، چي ددې پیښي له امله کابل د پراخو ملکي تلفاتو او د ښار ډیره برخه د ویجاړولو سره د یوې خونړۍ جګړې شاهده وه. په ۱۹۹۵ کال کي د افغانستان اسلامي دولت د جمعیت په مشري د کابل کنټرول په لاس کي واخیست، او د حکمتیار د حزب اسلامي ، حزب وحدت او د عبدالرشید دوستم د جمعیت ملي اسلامي ایتلاف یې شاته وغورځاوه.

په 1995 کي طالبانو چي د تیر کال په پرتله یې په اسانۍ سره د افغانستان د ډیرو جنوبي برخو.کنټرول ترلاسه کړی وو د کابل په لور پرمختګ وکړ. د ۱۹۹۵ کال د مارچ په میاشت کي مسعود د طالبانو مخه تر یو اندازې ډپ کړه خو وروسته طالبان بیرته ورباندي زور سول.

د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وروسته، د مجاهدينو سترو ډلو خپل منځي دښمني يو طرفه کړه او د افغانستان د نجات لپاره متحده اسلامي جبهه (متحده جبهه) په نامه يې دشمالي ټلوالي یوه نوې جبهه د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندي جوړه کړه. د متحدي جبهې په ډله کي یونس قانوني د کورنیو چارو وزیر او ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزیر سو.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په نهمه په متحده ایالاتو کي د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوې ورځي مخکي مسعود د دوو ځانمرګو بریدګرو له خوا چي غالباً د القاعدې اړوند وه، ووژل سو. تردې پیښي وروسته محمد قسیم فهیم د مسعود پر ځای د جمعیت د نظامي څانګي مشر وټاکل سو او له طالبانو سره یې جګړه پیل کړه. څرنګه چي نوموړی یو توپکی او معمولي جنګسالار وو د طالبانو په وړاندي یې نور هم مورال بایلاوه او د بدخشان ماسېوا ټولي سيمي طالب ځواکونو ونیولې. د 2001 کال په اکتوبر او نومبر کي جمعیت د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د پراخي مرستي سره او خپله د متحده ایالاتو ځواکونو د افغانستان ډیری برخه بیرته ونیوله.

د جمعیت بنسټ ایښودونکی او مشر برهان الدین رباني وروسته د افغانستان په شل کلنه جګړه کي په ۲۰۱۱ کال کي ووژل سو. [۸] د رباني تر وژني وروسته د هغه زوی صلاح الدین رباني د ګوند مشري پر غاړه واخیستل، خو د ګوند په دننه کي ځانځاني او اختلافات ددې لامل سوه چي یوشمېر غړي يې د صلاح الدین خلاف او عطامحمد نور یې خپل مشر وټاکه.

په ۲۰۲۱ کال کي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته صلاح الدین رباني له افغانستانه وتښتېدی.

جنایات[سمول]

د جمعیت ګوند په افغانستان کي د یو شمېر سترو جنایتونو لکه ډله ییزو وژنو، تاریخي اثارو لوټ او تالان او له بهرنیو هیوادونو سره استخبارتي اړیکو باندي تورن دی. دلته یې ځیني مشهوره جنایات په لاندي ډول دي:

1 : په 1993 کال کي د احمد شاه مسعود په مشرۍ د جمعیت وسله والو د کابل په لویدیځ کي د هزاره ګانو یوه ستره وژنه ترسره کړه او د عبدالرب رسول سیاف د ځواکونو سره په ګډه یې د هزاره قوم اړوند زرګونه عوام په ډله ییزه توګه قتل او پر لوی شمېر مېرمنو یې جنسي تیرئ وکړ. ددې پیښي له امله د کابل لویدیځ دومره وران سو چي خلک یې په وحشت کي واچول او یاده فاجعه د افشارو په نوم ونومول سوه. په افغانستان کي د جمهوریت تر راتګ وروسته نه داچي د یادي فاجعې خلک محاکمه نسول، بلکي مشر (احمدشاه مسعود) ته يې د ملي اتل لقب ورکړل سو او پاته ژوندي کسان یې لویو چوکیو ته ورسېدل.[۹]

2 : د 90 یمو کلونو په جګړو کي د جمعیت پلویان چي لویه برخه یې د سبحان قول اردو اړوند وه، د افغانستان په شمال کي د آی خانم تاریخي ښار لوټ او تاریخي اثار یې بهرنیو هیوادونو ته وتښتول. ددې قول اردو مشر د احمدشاه مسعود خاص نفر وو او په جمهوریت کي یې د خپلو ملګرو په ډول د محاکمې پرځای ستري چوکۍ ترلاسه کړې.

  1. Abasin Zaheer (په 20 January 2011 باندې). JIA to see leadership changes: Faqiri. Pajhwork Afghan News[مړه لينکونه]mirror
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 2005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  3. . 2005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ . 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ . 2002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  6. . Cambridge. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  7. تشه سرچينه (لارښود)
  8. . 20 September 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  9. https://fa.wikishia.net/view/%D9%81%D8%A7%D8%AC%D8%B9%D9%87_%D8%A7%D9%81%D8%B4%D8%A7%D8%B1