افغان مجاهدین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


افغان مجاهدین هغو اسلام پاله ملیشه ډلو ته ویل کېږي چې د افغان – شوروي جګړې او ورپسې یې د افغانستان د لومړنۍ کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت او شوروي اتحاد سره جګړه وکړه. په افغان مجاهدینو کې بېلابېلې ډلې شاملې و چې د قومي جوړښتونو او /یا آیډیالوژیو له مخې یې له یو بل سره توپیر درلود، خو کمونېزم ضد او اسلام ملاتړو موخو سره یو موټې کړې وې. دغه جوړښت د هغو د لویدځو ملاتړ کوونکو له خوا په پراخه کچه د افغان مقاومت په نوم یادېږي، په داسې حال کې چې لویدیځې رسنۍ بیا تر ډېره هغوی د مسلمانو یاغیانو، ملیشه ډلو یا «غرنیو نارینه و» په نوم یادوي. هغوی د شوروي سرتېرو له خوا د دوخي (په روسي: дýхи؛ معنی یې ارواه ده) په توګه یادېدل چې د هغو د دري کلمې یا دښمن له اختصار اخیستل شوی و او تر ډېره د هغوی د چریکي جګړې له تاکتیک سره مناسب نوم و. افغان ملکي وګړو ورته جهادي تنظیمونه ویل، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت هغوی دښمنان بلل او له دغه اصطلاح څخه شورویانو هم ګټنه کوله.

د افغان مجاهدینو جنګیالي په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له برید وروسته په پیل کې دافغان عادي وګړو له ټولنو او د افغانستان له پوځ څخه په جلا کېدو د خلق دیموکراتیک کمونیستي دولت سره چې د ۱۹۷۸ زکال د ثور د انقلاب په پایله واک ته ورسېد او همدارنګه د شوروي اتحاد سره د وسله والې مبارزې په موخه جذب او تنظیم شول. د مجاهدینو ترمنځ له ایډیالوژیک پلوه بېلابېلو ډلو شتون درلود چې تر ټولو مخکښې ډلې یې اسلامي جمیعت او د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب و. افغان مجاهدین په ټولیزه بڼه په دوه جلا ډلو ویشل کېدل؛ د مجاهدینو لویه او مهمه د سني مسلمانانو اتحادیه چې د «پېښور د اووه ګوني اتحاد» په نوم یادېده او مرکزونه یې په پاکستان کې و، کوچنۍ اتحادیه یې هم د شیعه مسلمانانو اړوند وه چې د «تهران د اته ګوني اتحاد» په نوم یادېده او مرکزونه یې په ایران کې و؛ له دې سره دغه ډلو څخه هرې یوې ځانونه په خپلواکه بڼه «مجاهدین» بلل. د پېښور اووه ګوني اتحاد له متحده ایالاتو (د طوفان عملیات)، بریتانیا، پاکستان، سعودي عربستان، چین او همدارنګه نورو نړیوالو خصوصي ډونرانوڅخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې.

د مجاهدینو دغه اساسي واحدونو د افغانستان د غیرمتمرکزې ټولنې د ماهیت او په هغو کې د پښتون قوم د پیاوړي ځایګي څرګندویي کوله چې د امریکا، سعودي عربستان او پاکستان تر شدید فشار لاندې یې له نورو افغان ډلو سره اتحاد رامنځته کړی و. دغه اتحاد د دې په لټه کې و چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د واحدې دیپلماتیکې جبهې په توګه عمل وکړي او هڅه یې کوله چې د ملګرو ملتونو په سازمان او د اسلامي کنفرانس په سازمان کې ځای ولري. له دې سره د افغان مجاهدینو لیکې له بېلابېلو مسلمانو هېوادونو څخه د زرګونو داوطلبه جنګیالیو د حضور شاهدې وې، چې غوښتل یې د افغانستان په مقاومت کې مرسته وکړي. ډېری نړیوال جنګیالي عربي نړۍ ته اړوند و چې وروسته په افغان عربانو مشهور شول. په دغه دوره کې تر ټولو مشهور او بډایه عرب مبارز اسامه بن لادن و چې وروسته یې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه طراحي کړل. د هند له نیمه لویې وچې څخه راغلي نور نړیوال جنګیالي بیا په ۱۹۹۰مه لسیزه کې په کشمیر او همدارنګه د بنګلادېش او میانمار د دولتونو پر ضد په ترهګریزو چارو کې ښکېل شول. [۱][۲][۳][۴][۵]

دغو چریکي جګړه کوونکو مجاهدینو د شوروي د پوځ پر وړاندې اوږده او لګښتمنه جګړه وکړه چې له امله یې شوروي اتحاد او افغانستان ته درانه مالي زیانونه واوښتل او همدارنګه یې شوروي اتحاد اړ کړ چې په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د ځواکونو له وتلو وروسته دغه ملیشه ډلو د ډاکټر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان له دولت سره جګړې ته دوام ورکړ. په ۱۹۹۲ زکال کې هغه مهال چې د مسکو تر ملاتړ لاندې د افغانستان دولت سقوط وکړ، مجاهدین د یو کمزوري مدیریت په لرلو پلازمېنې کابل ښار ته دننه شول. ورته مهال د مجاهدینو دولت چې د پېښور د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی و؛ د سیالو ډلو د هڅو له امله له ماتې سره مخ شو او د افغانستان د ښې راتلونکې په درد یې نه خوړل. دغه کړکېچونه ډېر ژر په دویمې کورنۍ جګړې واوښتل چې له امله یې مجاهدین په پراخه کچه وپاشل شول او طالبانو ترې واک خپل کړ. طالبانو په ۱۹۹۶ زکال کې د افغانستان د ګڼ شمېر برخو له نیولو ډېر ژر وروسته د افغانستان د اسلامي امارت تر نامه لاندې دولت جوړ کړ. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ډیرو برخو کې د مجاهدینو له یو شمېر دغو ډلو سره جګړه وکړه، خو په ۲۰۰۱ زکال کې د امریکایي ځواکونو د مداخلې پر مټ هغوی وتوانېدل د طالبانو حکومت راوپرځوي. ورته مهال طالبانو هم تر ۲۰۲۱ زکال پورې د هېواد په یو شمېر برخو کې جګړې ته دوام ورکړ، هغوی خپلې لیکې تنظیم کړې او بالاخره په ۲۰۲۱ زکال کې له امریکا سره د یوې پټې معاملې په ترڅ کې بېرته واک ته ورسېدل. [۶]

ریښه او تنظیم[سمول]

د ۱۹۷۸ زکال تر مني پورې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر کوچنۍ مقاومت کوونکې ډلې رامنځته شوې، خو د ۱۹۷۹ زکال په لومړیو کې دغه وضعیت په یو ښکاره بغاوت واوښت. د ۱۹۷۹ زکال د فبروري له ۲مې نېټې وړاندې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان د دیموکراتیک دولت مخالفینو ته د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا په پاکستاني لوري کې د چریکي جګړې روزنې ورکول کېږي. دغه کړکېچ په مارچ میاشت کې هغه مهال خپل اوج ته ورسېد چې په هرات ښار کې د یو شمېر پوځیانو او ملکي وګړو نه تنظیم شوې ډلې پاڅون وکړ او په ښار کې یې د دولتي ځواکونو مرکزونه ونړول. دغه پېښې او له هغو وروسته د هرات ښار بمبارد د یوې کورنۍ جګړې د پیل نښې څرګندې کړې. صبغت الله مجددي چې د افغانستان د صوفیانو له کورنۍ او حضراتو څه و د حکومت پر ضد یې د ملي نجات تر نامه لاندې یوه منظمه جبهه رامنځته کړه او د ۱۹۷۹ زکال د مۍ په ۲۵ مه یې په نیویارک ښار کې له متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. پیر سید احمد ګیلاني هم چې یو مذهبي مشر و د ملي اسلامي مهاذ په نامه ډله یې جوړه کړه. دیني عالم او د پخواني شاهي پارلمان غړي مولوي محمد نبي محمدي هم د حرکت انقلاب اسلامي په نامه ډله جوړه کړه؛ محمد نبي په ۱۹۶۶ زکال کې د پارلمان دننه په کیڼ اړخي غړي ببرک کارمل باندې د ګذار کولو له امله شهرت درلود. د ۱۹۷۹ زکال د اګست په ۱۱ مه د ملي نجات جبهې له دریو نورو ډلو (اسلامي جمیعت، د مولوي خالص له اسلامي ګوند او حرکت انقلاب اسلامي) سره د پاکستان په پېښور ښار کې نوي تشکیلات رامنځته کړل چې موخه یې د یو اسلامي جمهوریت رامنځته کول و. له دې سره په هېواد کې یو شمېر نورو یاغي ډلو هم فعالیت درلود چې هزاره ګانو ته اړوندې ډلې هم په کې شاملې وې چې د ۱۹۷۹ زکال تر اګست میاشتې پورې یې د جنګیالیو شمېر ۵۰۰۰ تنو ته رسېده. [۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د شوروي عملیاتو، کورنۍ جګړه د آزادۍ په جګړې واړوه او په دې سره دغه جګړه (جهاد) د افغانستان له هغو جګړو څخه هم پیاوړې شوه چې د افغانستان پخوانیو سترواکیو د بریتانیا او سکانو پر وړاندې کړې وې. نږدې ټولو مذهبي او قومي ټولنیزو ډلو یوازې له هغو پرته چې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت پلویان و، د شوروي پر وړاندې یې پاڅون وکړ (په داسې حال کې چې خلقي دیکتاتوري نظام هم له منځه تللی و)؛ آن افغان سکانو او هندوانو هم په پټه له مجاهدینو سره مرستې کولې. وروسته له هغه چې ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول، د ۱۹۸۰ زکال پر مهال ۸۴ مقاومت کوونکې ډلې په پېښور کې جوړې شوې. په ۱۹۸۰ زکال کې د مقاومت کوونکو ائتلاف له متحدې جبهې سره یوځای د افغان کډوالو د پوځي فعالیتونو په موخه په پېښور کې د یوې غونډې جوړولو غوښتنه وکړه. قومي مشران، د پارلمان پخواني غړي او د مجاهدینو قوماندان په څو جرګو کې سره راغونډ شول. دوی د مقاومت په پیاوړتیا، له شوروي اتحاد څخه د افغانستان په آزادۍ، د افغان دولت د راپرځولو او د یو واحد سیاسي اړخ د جوړولو پرېکړه وکړه. [۱۱][۱۲]

ډلې[سمول]

د مجاهدینو اووه اصلي ډلو شتون درلود چې د پاکستان او د هغو د متحدینو له خوا په رسمیت پېژندل شوې وې او مرکزونه یې په پېښور کې و؛ دغو ډلو ته ځینې مهالونه د پېښور اووه ګونی اتحاد (Peshawar Seven) هم ویل کېده. دوی تر ډېره پورې د بنسټ پالونکو او سنت پالونکو په توګه ډلبندي کېدل؛ چې بنسټ پالونکي له پوځي پلوه په جګړه کې مخکښ و. [۱۳][۱۴]

سیاسي اسلام پالونکي (بنسټ پالونکي)

  • جمیعت اسلامي، تر ډېره پورې تاجک قوم ته اړوند مجاهدین په کې شامل و او مشري یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي ښوونکي برهان الدین رباني کوله.[۱۵]
  • اسلامي حزب (د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب)، دا په مجاهدینو کې اپوزیسیون ډلې ته اړونده راډیکال ډله وه چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوله او په پریمانه کچه یې د پاکستان، سعودي عربستان او امریکا له استخباراتي ادارو څخه بودیجه ترلاسه کوله. [۱۶]
  • اسلامي حزب (د مولوي خالص اسلامي حزب)؛ د دغې ډلې مشر مولوي خالص و او جلال الدین حقاني یې یو له مخکښو قوماندانو څخه و.[۱۷]
  • اسلامي اتحاد (د افغانستان د آزادۍ لپاره اسلامي اتحاد)، د وهابیت مدافع ډله چې مشري یې بنسټ پالي عبدالرسول سیاف کوله او سعودي عربستان ورته مالي امکانات برابرول، دا له نورو ډلو څخه کوچنۍ وه خو د نړیوالو جنګیالیو په استخدام کې یې مهمه ونډه لرله. [۱۸][۱۹]

افغان سنت پالونکي

  • حرکت انقلاب اسلامي افغانستان، د دیني عالم او د پارلمان د پخواني غړي محمد نبي محمدي تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو ډله وه چې اکثریت غړي یې پښتانه و.[۲۰]
  • د ملي نجات جبهه، چې د صوفیانو د پلوي صبغت الله مجددي له خوا جوړه شوې وه، دوی سلطنت غوښتونکي و او د پارلماني دیموکراسي لرونکي اسلامي دولت په چوکاټ کې یې د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د بېرته واکمنۍ فکر درلود.[۲۱]
  • ملي مهاذ، د مجاهدینو تر ټولو سیکولر، لویدیځ پلوه او لیبرال ډله وه چې هم یې کمونېزم او هم اسلامي بنسټ پالنه رده کوله او پر ځای یې په ملت پالنې، دیموکراسۍ او د سلطنت په رامنځته کولو ټینګار درلود؛ د دغې ډلې مشر پیر سید احمد ګیلاني و.[۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Rohan Gunaratna (2002). Inside Al Qaeda: Global Network of Terror. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 254. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-12692-2. Union of Mujahidin OR Union of Mujahideen. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tom Lansford (2003). A Bitter Harvest: US Foreign Policy and Afghanistan. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-3615-1. Under pressure from the United States, Pakistan and Saudi Arabia, the main mujahideen parties joined together to form the Islamic Union of Mujahideen of Afghanistan in May 1985. The alliance was led by a general council which included Hekmatyr, Rabbani, and Abd-ur-Rabb-ur-Rasul Sayyaf, the leader of the Islamic Union for the Liberation of Afghanistan which was established and funded by the Saudis. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Collins, George W. (March–April 1986). "The War in Afghanistan". Air University Review. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Layekuzzaman (2021-09-02). "WILL THE ERA OF AFGHAN MUJAHIDEEN RETURN TO BANGLADESH AGAIN?". The Daily Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Ours Not To Question Why". www.outlookindia.com/ (په انګلیسي ژبه کي). 2022-02-03. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Taliban forces rapidly gaining ground in Afghanistan as U.S. leaves". NBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Intervention in Afghanistan and the Fall of Detente. A Chronology" (PDF). nsarchive2.gwu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 26 May 1979 باندې). Afghan Rebel Group Appeals in New York For Aid for Its Forces.
  9. "Afghanistan". publishing.cdlib.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Intensification of Warfare between Government Forces and Moslem Rebels - Government Changes - Alleged Involvement of Foreign Powers" (PDF). stanford.edu. 12 October 1979. د کتاب پاڼې 29878. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ruttig, Thomas. Islamists, Leftists – and a Void in the Center. Afghanistan's Political Parties and where they come from (1902-2006) (PDF). Konrad Adenauer Stiftung. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Afghanistan". publishing.cdlib.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Background Paper. Afghanistan: Political Parties and Insurgent Groups 1978-2001" (PDF). Australian Refugee Review Tribunal. 7 March 2013. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Special report: The Afghan Peace Process". د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  15. (Pashto/Dari: جمعیت اسلامی)
  16. (Pashto/Dari: حزب اسلامی گلبدین)
  17. (Pashto/Dari: حزب اسلامی خالص)
  18. (Pashto/Dari: اتحاد اسلامی برای آزادی افغانستان)
  19. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594200076. The CIA's Islamabad station estimated in a 1989 cable to Langley that there were probably about four thousand Arab volunteers in Afghanistan, mainly organized under Sayyaf's leadership. He was in turn heavily supported by Saudi intelligence and Gulf charities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (Pashto/Dari: حرکت انقلاب اسلامی افغانستان)
  21. (Pashto/Dari: جبه نجات ملی)
  22. (Pashto/Dari: حمحاذ ملی اسلامی افغانستان)