افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۹۲ نه تر۱۹۹۶ ز کال پورې د افغانستان کورنۍ جګړه د ۱۹۹۲ ز کال د اپريل له ۲۸ مې نېټې نه، هغه ورځ چې په پام کې وه، د افغانستان نوی لنډ مهالی انتقالي دولت، د ولسمشر محمد نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان د جمهوري دولت ځای ناستی شي، د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر تر ۲۷ مې نېټې پورې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان اسلامي امارت یې رامنځته کړ، ترسره شوه.[۱]

د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل په ۲۵ مه نېټه، هغه مهال چې د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب ګوند چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له خوا یې ملاتړ کېده، له نورو ډلو سره د ائتلافي حکومت له جوړولو نه ډډه وکړه، دغه کورنۍ جګړه لومړۍ د مجاهدینو د درېیو، وروسته د پنځو یا شپږو ډلو ترمنځ پیل شوه. له څلورو میاشتو وروسته، د کابل نیم میلیون اوسېدونکي له دغه سخت بمبارد شوي ښار نه تښتېدلي وو.

په راتلونکو کلونو کې، دغو ملیشه ډلو څو ځله ائتلاف وکړ، خو بېرته به یې مات کړ. د ۱۹۹۴ ز کال تر نیمايي پورې د کابل ښار دوه میلیوني نفوس ۵۰۰ زره وګړو ته راکم شوی و. له ۱۹۹۵ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې، د طالبانو په نوم ملیشه ډله، چې د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا یې ملاتړ کېده، په پیاوړي ځواک واوښته. د ۱۹۹۴ ز کال په وروستیو کې طالبانو کندهار، په ۱۹۹۵ ز کال کې یې هرات، د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې یې جلال آباد او په پای کې یې د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر په وروستیو کې کابل ونیو. په راتلونکو کلونو کې د واکمنو طالبانو او نورو ډلو ترمنځ جګړې دوام وکړ. 

اصلي ښکېلې ډلې[سمول]

د افغانستان اسلامي دولت[سمول]

جمیعت اسلامي[سمول]

جمیعت اسلامي د تاجک قوم د وګړو سیاسي ګوند و چې له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې یې په افغانستان کې د ملیشه ځواکونو یوه پیاوړې ډله لرله. پوځي برخه یې د احمدشاه مسعود له خوا رهبري کېده. د مجاهدینو د یوه پیاوړي قوماندان په توګه هغه د افغان – شوروي جګړې پر مهال له پنجشیر درې نه دفاع وکړه او له همدې امله یې د خپلو پیروانو ترمنځ د پنجشېر د زمري (شیر پنجشېر) لقب خپل کړ. هغه له کمونیستي دولت وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د پېښور د سولې او واک د وېش معاهده په ۱۹۹۲ ز کال کې لاسلیک کړه او په نوي دولت کې یې د د دفاع وزارت چوکۍ خپله کړه او د دولت تر ټولو مخکښ پوځي قوماندان و.[۲][۳][۴][۵]

د خالص اسلامي حزب[سمول]

د خالص اسلامي حزب د محمد یونس خالص تر مشرۍ لاندې سیاسي خوځښت و، چې په ۱۹۷۹ ز کال کې د ګلبدین حکمتیار له اسلامي حزب نه په جلا کېدو یې د مقاومت خپله ډله جوړه کړه. په ۱۹۹۲ ز کال کې د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته، خالص په لنډ مهالي اسلامي دولت کې ونډه لرله. هغه د مشرانو د شورا (شورا قیادت) غړی و، خو بله کومه رسمي چوکۍ یې وا نه خیسته. د دې پر ځای چې کابل ته ولاړ شي، هغه غوره وګڼله چې په ننګرهار کې پاتې شي. د هغه ډلې د دغه ولایت په مهمو ستراتیژیکي او سیاسي برخو کڼترول درلود. وروسته له هغې چې د ۱۹۹۶ ز کال په سپټمبر کې طالبانو د ننګرهار کنټرول ترلاسه کړ، خالص او د هغه پلویان د طالبانو د خوځښت له ملاتړو وو او له طالب قوماندانانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.

اسلامي اتحاد/سعودي عربستان[سمول]

د افغانستان د آزادۍ لپاره د عبدالرب رسول سیاف تر مشرۍ لاندې د سني پښتنو د اتحاد اسلامي ګوند چې د سعودي عربستان د سني وهابیانو له خوا یې د وهابیت د اغېز په موخه ملاتړ کېده، په ۱۹۸۹ ز کال کې په جبري ډول د کمزورو شوو شوروي ځواکونو له اېستلو او په ۱۹۹۲ ز کال کې د محمد نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته، د سیاف د بنسټ له خوا د بشري حقونو حالت په پام وړ ډول خراب شو، چې له ۱۹۹۲ ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د کابل د جګړې پر مهال د کابل په افشارو سیمه کې د هزاره وګړو په بدنامه عام وژنه او وحشيانه کړنو کې په لاس لرلو څرګندېږي. [۶][۷][۸][۹]

حرکت انقلاب اسلامي[سمول]

د حرکت انقلاب اسلامي مشر محمد نبي محمدي د مجاهدینو په دولت کې د ولسمشر مرستیال شو. هغه مهال چې د مجاهدینو مشرانو یوبل ته وسلې ونیولې او د افغانستان کورنۍ جګړه پیل شوه، هغه له خپلې دندې استعفا ورکړه او له خپلو پلویانو ځواکونو یې وغوښتل، څو په جګړه کې له برخې اخیستو ډډه وکړي. هغه په پاکستان کې پاتې شو او هڅه یې وکړه چې د ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف ترمنځ جګړه ودروي. په ۱۹۹۶ ز کال کې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ. د طالبانو ګڼ شمېر مشران د مولوي محمد نبي محمدي زده کوونکي وو. له همدې امله محمدي له طالبانو سره ښې اړیکې وساتلې.[۱۰][۱۱][۱۲]

حزب وحدت/ ایران[سمول]

د عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې د افغانستان د شیعه ګانو د وحدت اسلامي ګوند په کلکه سره د شیعه ایران هېواد له خوا ملاتړ ترلاسه کاوه. د بشري حقونو د څار ډلې پر باور د ایران د ملي امنیت او استخباراتو وزارت چارواکو ورته مستقیم امر ورکاوه. د کابل له سقوط وروسته، افغان سیاسي ډلو د پېښور په معاهده کې په سولې او د واک پر وېش هوکړه وکړه. د پېښور د معاهدې له مخې لنډ مهالی انتقالي دولت رامنځته شو چې د عمومي ټاکنو له مخې به اسلامي دولت جوړېږي.[۱۳]

د وحدت ګوند په پیل کې په اسلامي دولت کې برخه واخیسته او یو شمېر دولتي چوکۍ یې خپلې کړې، خو ډېر ژر د هزاره وحدت ګوند او د جنګسالار سیاف تر مشرۍ لاندې د وهابي پښتنو د اسلامي اتحاد ګوند ترمنځ چې سعودي عربستان یې ملاتړ کاوه، جګړه پیل شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د سیاف ځواکونو په مکرر ډول د کابل په لوېدیځو څنډو بریدونه کول، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي تلفات رامنځته شول، په همدې ترتیب د مزاري ځواکونو په لوېدیځ کې ملکي هدفونه په نښه کول. مزاري د پښتنو یرغمل کول منل، خو هغه له خپلې دغې چارې دفاع کوله او ویل به یې یې چې لومړی سیاف هزاره ګان نیولي. د ۱۹۹۳ ز کال له جنوري میاشتې وروسته د مزاري ډله د حکمتیار له ډلې سره مل شوه.[۱۸][۱۹]

ملي جنبش/ اوزبیکستان[سمول]

د افغانستان ملي اسلامي جنبش (د افغانستان ملي اسلامي خوځښت) د ازبک قوم د پخواني کمونیست جنرال عبدالرشید دوستم ډله وه چې د اوزبیکستان له خوا یې ملاتړ کېده. ازبک ولسمشر اسلام کریموف لېوالتیا لرله، څو تر کومې کچې چې کېدلای شي دوستم په افغانستان، په ځانګړې توګه په شمال کې د اوزبیکستان سره د پولې په اوږدو کې سیمو باندې کنټرول ولري. مسعود او دوستم په ګډه سره له کابل نه د دفاع په جګړه کې د حکمتیار پر وړاندې ودرېدل. د هغه له ۴۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ ځواکونو د بالاحصار قلعه، مرنجان تپه او خواجه رواش (کابل) هوايي ډګر په واک کې لرل، چېرې چې هغه پرېنښود ، ولسمشر نجیب الله له هېواد نه بهر لاړ شي.[۲۰][۲۱][۲۲]

وروسته دوستم کابل د خپل شمالي مرکز، مزارشریف په قصد پرېښود، چېرې چې هغه په یوه خپلواکه سیمه، چې تر ډېره د خپلواک شمالي زون په توګه یادېده واک وچلاوه. هغه خپل د افغانۍ پولي واحد چاپ کړ، د بلخ ایر په نامه یو کوچنی هوايي شرکت یې وچلاوه او د اوزبیکستان په ګډون یې له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې. په ۱۹۹۴ ز کال کې دوستم د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود د دولت پر خلاف له ګلبدین حکمتیار سره یوځای شو، خو په ۱۹۹۵ ز کال کې یې بېرته د دولت لوری ونیو.[۲۳][۲۴]

د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب / د پاکستان استخبارات ISI[سمول]

له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي پیټر ټامسون په خبره، په ۱۹۹۰ ز کال کې ګلبدین حکمتیار د پاکستان د استخباراتي سازمان (ISI) له خوا د پاکستان د ګټو په موخه د افغانستان د نیولو او په هغه د حکومت کولو لپاره استخدام کړی و، هغه پلان چې تر ۱۹۹۲ ز کال پورې وځنډول شو او د متحده ایالاتو د فشار له امله بالاخره لغوه شو. د ۱۹۹۲ ز کال په جون میاشت کې حکمتیار او د هغه تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب ګوند ځواکونو په کابل بمبارد پیل کړ.[۲۵][۲۶]

طالبان/پاکستان[سمول]

دغه خوځښت د ۱۹۹۴ ز کال په سپټمبر میاشت کې رامنځته شو، ژمنه یې وکړه چې «افغانستان به د جنګ سالارانو او مجرمینو له شر نه خلاصوي». ګڼ شمېر څېړونکي څرګندوي چې:  د ۱۹۹۴ ز کال له اکتوبر میاشتې وروسته پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد استخباراتي ادارې له طالبانو کلک ملاتړ کاوه. د جورج واشنګټن پوهنتون په یوه نشریه کې راغلي: هغه مهال چې په ۱۹۹۴ ز کال کې حکمتیار ونه شو کولای، «د پاکستان موخې پوره کړي»، پاکستان نوي ځواک ته مخه کړه: طالبانو ته.[۲۷]

په داسې حال کې چې پاکستان په پیل کې له طالبانو ملاتړ رد کړ، خو په ۱۹۹۹ ز کال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر (۱۹۹۳-۱۹۹۶ز) څرګنده کړه چې:«موږ طالبان جوړ کړل»، له ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۰۸ ز کال پورې پاکستاني ولسمشر پرویز مشرف، چې له ۱۹۹۸ ز کال راهیسې د هغه هېواد د پوځ مشر هم و، په ۲۰۰۶ ز کال کې داسې لیکلي: موږ له طالبانو سره «ودرېدو» څو د طالبانو ضد ځواکونه «مات» کړو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite report
  2. Clements, Frank (2003). "[[[:کينډۍ:Google books]] Civil War]". Conflict in Afghanistan: A Historical Encyclopedia Roots of Modern Conflict. ABC-CLIO. 49. ISBN 9781851094028. 
  3. "A Decade Ago, Massoud's Killing Preceded Sept. 11". NPR.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Mujahedin Victory Event Falls Flat". Danish Karokhel. 5 April 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Kabul at War (1992–1996) : State, Ethnicity and Social Classes". Gilles Dorronsoro. 14 October 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite report
  7. "Ittihad". Blood-Stained Hands: Past Atrocities in Kabul and Afghanistan's Legacy of Impunity. Human Rights Watch. 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Anderson, John Lee (2002). The Lion's Grave (الطبعة 26 November 2002). Atlantic Books. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84354-118-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2 December 2001 باندې). A personal account. BBC News.
  10. (په 1992-08-27 باندې). Pakistan Pleads for Cease-Fire in Afghanistan. The New York Times.
  11. (په 1992-08-26 باندې). Afghan Peace Mission. The Independent UK.
  12. Marsden, Peter (15 September 1998). The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781856495226. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite report
  14. "Blood-Stained Hands, Past Atrocities in Kabul and Afghanistan's Legacy of Impunity". Human Rights Watch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Amin Saikal (2006). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (الطبعة 1st). London New York: I.B. Tauris & Co. د کتاب پاڼې 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85043-437-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gutman, Roy (2008): How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan, Endowment of the United States Institute of Peace, 1st ed., Washington DC.
  17. "Afghanistan: Blood-Stained Hands: III. The Battle for Kabul: April 1992-March 1993". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Afghanistan: Blood-Stained Hands: III. The Battle for Kabul: April 1992-March 1993". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Afghanistan: Blood-Stained Hands: III. The Battle for Kabul: April 1992-March 1993". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Vogelsang (2002), p. 324.
  21. "Abdul Rashid Dostum". Islamic Republic of Afghanistan. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Anthony Davis, 'The Battlegrounds of Northern Afghanistan,' Jane's Intelligence Review, July 1994, p.323-4
  23. Vogelsang (2002), p. 232.
  24. The Last Warlord: The Life and Legend of Dostum, the Afghan Warrior Who Led US Special Forces to Topple the Taliban Regime by Brian Glyn Williams, 2013
  25. 'The Rise of the Taliban' (etc.). Amazon.com. Retrieved 14 January 2018. N.B.: The relevance of this web page lies in the two 'Editorial Reviews' which suggest that mr. Nojumi is not held in great respect among acknowledged historians.
  26. کينډۍ:Cite report
  27. 'The Taliban'. Mapping Militant Organizations. Stanford University. Updated 15 July 2016. Retrieved 24 September 2017.
  28. Gandhi, Sajit, المحرر (11 September 2003). "The September 11th Sourcebooks, Volume VII: The Taliban File". National Security Archive. George Washington University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. 'The Taliban'. Mapping Militant Organizations. Stanford University. Updated 15 July 2016. Retrieved 24 September 2017.
  30. Shaffer, Brenda (2006). The Limits of Culture: Islam and Foreign Policy. MIT Press. د کتاب پاڼې 267. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-19529-4. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۷. Pakistani involvement in creating the movement is seen as central الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. See further references in Taliban#Role of the Pakistani military and Taliban#Pakistan