افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د (۱۹۸۹-۱۹۹۲) افغان کورنۍ جګړه د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري پر ۱۵ مه نېټه له افغانستان څخه د شوروي د وتلو او د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل د ۲۷ می نېټې تر منځ پېښه شوه. جګړه د پېښور تړون له اعلان څخه يوه ورځ وروسته پای ته ورسېده، چې يو نوی لنډ مهالی يا ليږديز افغان حکومت يې اعلان کړ چې ټاکل شوې وه د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل پر ۲۸ مه نېټه کار پيل کړي.

د مجاهدينو ډلو چې ځيني يې د افغانستان مجاهدين په اسلامي يووالي (Islamic Unity of Afghanistan Mujahideen) سره لږ يا ډېر يو ځای وې، په (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲) کالونو کې د خپل باور يا عقيدې په توګه څرګنده کړه، چې دوی په کابل کې د افغانستان د جمهوريت له دښمن «ګوډاګي نظام» سره جګړه کوله. د ۱۹۸۹ ز کال په مارچ کې د مجاهدينو د حزب اسلامي ګلبدين او اتحاد اسلامي ډلو د پاکستان د کورنيو خدمتونو استخباراتو (Pakistani Inter-Services Intelligence (ISI)) سره په ګډه پر جلال اباد بريد وکړ، مګر په جون کې يې ماته وخوړه.

د ۱۹۹۱ ز کال په مارچ کې د مجاهدينو يووالي په چټکۍ سره د خوست ښار ونيو. د ۱۹۹۲ ز کال په مارچ کې د شوروي د وروستي پاتې ملاتړ له لاسه ورکولو سره، ولسمشر محمد نجيب د واک د پرېښودلو او د مجاهدينو د يووالي حکومت ته د لارې جوړولو هوکړه وکړه. د ګلبدين په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د پاکستان په ملاتړ د پيښور د سولې تړونونو له مخې د يووالي يا ائتلافي حکومت په اړه سلا او بحث ونه مانه او پر کابل يې بريد وکړ. همدا په لومړيو کې د درېو مګر په څو اونيو کې دننه د مجاهدينو د پينځو يا شپږو ډلو يا پوځونو تر منځ د يوې کورنۍ جګړې لامل شول، چې د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل پر ۲۵ مه  پيل شوه.

د ۱۹۷۸ ز کال په اکتوبر کې[سمول]

د ۱۹۷۸ ز کال په اکتوبر کې، د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند (People's Democratic Party of Afghanistan (PDPA)) حکومت د سمونونو مخالفانو،  په زور سره د دوديزو اسلامي مدني او د واده د قوانينو د عصري کولو، شوروي ډول سور بېرغ ته د ملي بېرغ د بدلون او د ځمکې د اصلاحاتو په ګډون، يو پاڅون پيل کړ او ځانونه يې «مجاهدين» وګڼل.

شوروي اتحاد چې له ۱۹۱۹ او د ۱۹۷۹ له لومړيو راهيسې يې په اقتصادي او فوځي برخو کې د افغانستان ملاتړ کاوه، د ولسمشر نورمحمد تره کي له غوښتنې څخه وروسته افغانستان ته په سلګونو فوځي او ملکي سلاکاران استولي وو، چې د ۱۹۷۹ په ډسمبر کې يې په خپل ۴۰ لښکر سره نږدې ۷۵۰۰۰ پياوړو سرتېرو سره پر افغانستان باندې بريد وکړ، نوی ولسمشر حفيظ الله امين يې وواژه او شوري ته ژمن ببرک کارمل يې د شوروي له لورې د رامنځته شوي او ملاتړ شوي (PADA) نظام د ولسمشر په توګه وګوماره.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه ليک له لورې د ۱۹۷۹ ز کال شوري بريد د غندنې او د اسلامي مرستې سازمان له لورې له افغانستان څخه د شوري د ژر تر ژره شاتګ له غوښتنې سره سره، روسان د ۱۹۸۹ ز کال تر لومړيو پورې سيمه کې پاتې شول. دوی د سترو ښارونو او مهمو دولتي ادارو د واک تر لاسه کولو هڅې وکړې، چې پر همدې بنسټ يې د هغو سرکښانو تر منځ د ملت پالنې احساسات وپارول، چې له کليوالي پاڅون کوونکو او قبيلوي ځواکونو سره يې شوروي ځواکونو په جګړه کې ښکېل کړل. شورويانو کلي هوار کړل، د اوبه رسونې څاه ګانې يې ويجاړې کړې او د مجاهدينو د له منځه وړلو په موخه هڅه کې په ميليونونه ماينونه ښخ کړل. په يادو نهه کالونو کې د نيم او دوه ميليون تر منځ افغانان ووژل او ميليونونه نور بې ځايه شول او زيات شمېر يې ګاونډيو هېوادونو ته وتښتېدل.

د شوروی نوی مشر ميخايل ګوربچوف چې په ۱۹۸۵ ز کال کې يې واک تر لاسه کړ او د چين د خلکو جمهوريت تر اغېز يا فشار لاندې و، په ۱۹۸۷ ز کال کې له افغانستان څخه د خپل شاتګ اراده اعلان کړه، او د ۱۹۸۸ ز کال د می او ۱۹۸۹ ز کال فبروري تر له افغانستان څخه بېرته ووتل.

د مجاهدينو د ټينګار خوځښت په ګډوډ ډول ۱۹۷۸ ز کال کې پيل کړی و او د سيمه ايز، توکميز، قبيلوي او مذهبي ليکو تر څنګ تل ستره کړۍ يا برخه پاتې شوې وه. له څلورو کالونو څخه وروسته مجاهدينو د اټکل له مخې له ۴۰۰۰ هډو څخه عمليات پيل کړل، چې يو نمونه يې قوماندان د څو سوه تنو مشري کوله. په ۱۹۸۵ ز کال کې اوه سترو سوني اسلامي ياغي ډلو د شوروي پر وړاندې خپله جګړه کې يو له بل سره مرسته وکړه، چې د پاکستان په ملاتړ د مجاهدينو د اوه ډلو د پېښور اتحاد (Peshawar 7 Mujahideen Alliance) په نوم هم پېژندل کېږي. وروسته له هغې چې د ۱۹۸۹ ز کال په فبروري کې شوروي افغانستان پرېښود، د مجاهدينو شته کړيو د افغانستان د خلکو ديموکراتيک جمهوريت د ولسمشر نجيب الله پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. نوموړي تر اوسه د شوروي اتحاد پياوړی ملاتړ درلود او د همدې له امله فکر کېده، چې د يو دښمن «لاسپوڅي نظام» مشري کوي. [۱][۲]

د مجاهدينو د ډلو تر منځ بريدونه (۱۹۸۹ – ۱۹۸۷)[سمول]

د ۱۹۸۰ لسيزې پر مهال د خپرو شويو راپورونو له مخې د ګلبدين حکمتيار حزب اسلامي ډله د ټينګار پر نورو، په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود پر ځواکونو باندې د بريد او د هغوی د خواړو او فوځي اکمال او همدرانګه د هوساينې سازمانونو پر کاروانونو باندې د بريد يا مخنيوي له امله نامتو شوه. د ليکوال سيټو کول “Steve Coll” په اند حکمتيار پر احمد شاه مسعود باندې دومره زيات بريدونه وکړل، چې واشنګټن (چي د پاکستان له لاري يي ملاتړ کاوه) وډار شو چې ښايي نوموړی د کی جي بي پټ غړی وي او د کمونيست ضد ټينګار دننه د پرېکون يا بېلوالي رامنځته کولو دنده لري. راپورونه وړانديز کوي چې د حکمتيار قوماندانانو خپل ځواکونه او ټوپکونه د دې لپاره خوندي کول، چې د شوروي له تګ څخه وروسته حزب اسلامي ګلبدين د حاکمې ادارې يا سازمان په توګه رامنځته کړي. [۳][۴]

په ۱۹۸۹ ز کال کې د حکمتيار ځواکونو يو ځل بيا د احمد شاه مسعود پر ځواکونو باندې بريد وکړ، چې دا ځل يې مسعود او د نظار شورا لوړ پوړې مشري په نښه کړه، چې د مسعود د ۱۳۰ شمالي قوماندانانو فوځي او سياسي يووالی و. د حکمتيار ځواکونو چې د مسعود د وژلو يا ټپي کولو وړتيا نه درلوده، د مسعود ۳۰ تنه يې د مرګ تر کچې وځورول چې ځيني يې د مسعود نږدې ملګري هم وو. له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي د ځورنې بڼې د هغوی سترګې ويستل، د غوږونو او پوزې پرې کول او د ګېډو څيرل يادوي. په پای کې مسعود د قاتلينو د نيولو په موخه د عملياتو امر وکړ. د نظار شورا د قاتلينو د نيونې وړتيا درلوده، مګر د وژنو د غچ پر ځای مسعود نيول شوي قاتلين محکمې ته د وړاندې کولو په پار پېښور ته ولېږل. محکمې دوی ته د مرګ سزا ورکړه. [۵]

احمد شاه مسعود د افغان يووالي په موخه اعلان وکړ: «د حکمتيار خلکو ته زما پيغام دا دی، چې له يوې جبهې څخه پرته نه شو بريالي کېدلی او افغانستان کې هېڅ شی هم لاسته نه شو راوړلی». د متحده ايالتونو د سولې انسټيتيوټ [غړی] روی ګوتمېن “Roy Gutman” مسعود يوازينی افغان مشر وباله، چې د يووالي ليد لري. [۶]

په (۱۹۸۹ – ۱۹۸۷) دوره کې مسعود او حکمتيار دواړو يو له بل سره په پرله پسې ډول جګړې کړې دي او د يو بل مامورين يې وژلې دي او د مسعود وينا له عمل سره ډېره لږه د پرتلنې وړ (ورته) وه. د بېلګې په ډول په ۱۹۸۸ ز کال کې د مسعود ځواکونو په بدخشان ولايت کې د حکمتيار پر پلويانو باندې بريد وکړ. په ۱۹۸۹ ز کال کې مسعود د جمال اغا په نوم د حکمتيار يو سيمه ايز مامور ونيو او ويې واژه، چې د جمعيت اسلامي د قوماندانانو محمد عزت الله، محمد اسلام الدين، ملا عبدالودود او پاينده محمد په وژلو تورن و.

که څه هم د حکمتيار پلويانو مسعود د يادو قوماندانانو په وژنه تورن کړ، چې د جمعيت په ليکو کې خپل واک متمرکز کړي او وروسته يې تور پر جمال پورې کړ، چې د دوی د ادعا له مخې جمال له وژل شويو قوماندانانو سره ښې اړيکې درلودې. دا ادعا د حزب اسلامي د ملاتړ غړي محمد تنوير حليم په کتاب کې بيان شوې ده، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې چاپ شو. که څه هم د قيصې ياد متن کره يا تاييد شوی نه دی او حکمتيار د خپلو ناوړه وژنو له امله په هر حالت ډېر نامتو نه و، سره له دې چې دا [وينا] په اړين ډول د نوموړي قوماندانانو په اړه سم نه و. د نوموړي ځيني قوماندانانو لکه عبدالروف صافي، عبدالصبور فريد او ښايي جمال له نورو ډلو سره ښې اړيکې پاللې. مسعود وروسته عبدالروف صافی د کابل د قوماندان په توګه وټاکه.

سرچينې[سمول]

  1. 'Mujahidin vs. Communists: Revisiting the battles of Jalalabad and Khost Archived 2018-08-02 at the Wayback Machine.. By Anne Stenersen: a Paper presented at the conference COIN in Afghanistan: From Mughals to the Americans, Peace Research Institute Oslo (PRIO), 12–13 February 2012. Retrieved 1 February 2018.
  2. Marshall, A. (2006). "Phased Withdrawal, Conflict Resolution and State Reconstruction" (PDF). د کتاب نړيواله کره شمېره 1-905058-74-8. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په April 5, 2010 باندې). Gulbuddin Hekmatyar – The Master of Darkness. Huffington Post
  4. (په April 5, 2010 باندې). Gulbuddin Hekmatyar – The Master of Darkness. Huffington Post
  5. [مړه لينکونه] "Afghanistan – the Squandered Victory". BBC. 1989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roy Gutman (2008). How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan. United States Institute of Peace Press. د کتاب پاڼې 304. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60127-024-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)