عبدالله عبدالله

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ سپټمبر ۱۹۶۰[۱]
کابل  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 4   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د افغانستان اجرایوي رییس   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۹ سپټمبر ۲۰۱۴  – ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱ 
عبدالکبير 
ملا عبدالغني برادر 
عملي ژوند
تعلیم د کابل طبي پوهنتون
د کابل پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پارسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
انگليسي[۲]
فرانسوي[۲][۳]
پارسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې
مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عبدالله عبدالله

ډاکټر عبدالله عبدالله (زېږېدنه: ۵ د سېپتمبر، ۱۹۶۰ ز. -) (په انگرېزي: Dr. Abdullah Abdullah) د افغانستان په اوسني سياست کې يوه ښکېله څېره ده چې د شمال ټلوالې له منځي څخه راولاړ شوی . هغه د افغانستان د جبهه ملي په نوم يو نوي گوند مشر دی او د ۱۳۸۸ ل. کال د ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ خپلواکه کانديد ؤ. تر دې وړاندې هغه د افغانستان په لنډمهاله دولت کې د باندنيو چارو وزير پاتې شوی او د وزارت د مودې څخه وړاندې د شمالي ټلوالې او د نظار شوروا قومندان احمد شاه مسعود پخوانی وياند و . د نظار شورا فعاله غړی دی چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې د جنگسالار احمد شاه مسعود د وژل کېدو وروسته وغوړيد. د حامدکرزي د حکومت په پای کې او د ۲۰۱۴م ز. کال ټولټاکنو ته د خپل سیال نوماند اشرف غني احمدزي په مقابل ونوماوه او د ټولټاکنو په بهیر کې یې په ډول ډول ولسي بلواؤ لاس پورې کړ چې د ټولټاکنو د بهیر نامنلې رايې ومنل شي خو بيا هم بريالی نشو او اشرف غني په پراخ ډول ټولټاکنې وگټلې ، دا چې ده نه منلې او د افغانستان ثبات یې گواښه نو اشرف غني احمدزي ده ته په ح‍کومت کې برخه ورکړه . دغه برخه يې د نوي قانون په رامنځته کولو سره د افغانستان اساسي قانون هم وگواښه او د ملي يووالي حکومت په نوم یې دوه مشریزه دولت رامنځته کړ . دې ته په کتلو سره افغانان ناهیلې ښکاري چې دا حکومت وکولای شي د ولس حقوقي بې پرېوالی خوندي کړي .

مخينه

د نامتو افغان تاریخپوه پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مرکې پر بنسټ د ډاکتر عبدالله عبدالله مور او پلار دواړه د پنجشېر دری تاجیکان ول. کله چې دده پلار ومړ نو عبدالله عبدالله د دوه یا دوه نیمو کلونو و. دده مور د یوه رسمي کار په باره کې رسمي دفترونو ته تللې وه چې دغلام محي الدين زمريالي نظر پری غورځېدلی و. زمریالي په هغه وخت سره له ما (پوهاند رشاد) د مرستې غوښتنه وکړه چې له دې ښځې سره یې د واده مسئله جوړه کړم. هماغه و چې د ښځې کور ته ورغلو او د زمریالي لپاره مو په شرعي نکاح ور واده کړه. په دې توگه عبدالله عبدالله هم د نوي پښتون پلار څښتن شو، چې اوس د ماشوم ذهنیت له لامله عبدالله عبدالله خپل پلار زمریالی گڼي. عبدالله د 1339 لمرېز (د1960 ز) د تلې پر 15 مه نېټه په کابل کې زېږېدلی دی. د ډاکټر عبدالله له خولې د هغه پلار د کندهار و. عبداله د افغانستان په تېر څوارلس کلنې دورې کې د ببرک کارمل پشان د پردیو په مالي ملاتړ او د تېرمهال ۱۹۹۲جنگي جرمونو کې ښکېلې جمعیت او نظار شورا په چوکاټ کې رامنځته شو، او د همدغو ناجوړه سياستونو په وجې نن افغانستان کې سوله او ثبات ټکنی دی . د دوی ډله ییزه سیاست د مافيايي کړیو په لاس کې جوړ شوی چې د عامو افغانانو ورځيني بیت المال، دولتي پوستونو باندې یې د لوېدیځو هېوادنو او د سیمې د دؤو گاونډيو لکه ایران او پاکستان په پوځي او اقتصادي ملاتړ خېټې اچولي. دغو کړنو هېواد کې په سياسي سطحه فساد رامنځته کړی ، چې يوه بېلگه یې د دوی په لاس چوړ شوي اساسي قانون نقض دی ، چې له مخې یې په ح‍کومتي صلاحيت باندې گوندي وېش او خپلسري ټاکنې او روابط په ضوابط ولاړ دي .

زده کړې

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي محمد ايوب خان ښوونځي کې تر لاسه کړي دي، او په 1976 ز کې په کابل کې له نادريې لېسې څخه فارغ شوی دی او خپله ادعا لري چې په 1978 ز کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شوی او په 1984 ز کې له طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی . د ځينو افغانانو له آنده چې د نظار شورا ډلگیو په کتار کې د دولسم ټولگي څخه فارغینو کچه لا ټيټه گڼي خو د لوړو سندونو مدعيانو یې سندونه په جعلي توگه يا هم د برهان الدین رباني د حکومت پرمهال جوړ کړي دي ښايي يو له دغو مدعيانو ځخه ښاغلی عبدالله عبدالله هم وي ، ځکه چې هم جگړه او هم په لوړو درجو زده کړه يوځای ناشونې ده.

دندې

په 1985 ز کې په نور روغتون کې پر دنده وگومارل شو په روغتون کې يې خپله دنده په نيمايي کې پرېښوده او په همدغه کال پېښور ته ولېږدېده. ډاکتر عبدالله پر کال 1986 ز د پېښور د سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د ډاکتر په توگه دنده تر لاسه کړه او د پنجشېر د جبهې سرپرست په توگه يې هم کار کاوه له دې وروسته بيا له قومندان احمد شاه مسعود سره د وياند اوسلاکار په توگه گرځيده .

عبدالله د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنگېدو وروسته د 1996-1992 ز تر منځ د دفاع وزارت د وياند او د مسعود د دفتر د رئيس دنده تر سره کړه او په 1997 ز کې د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو په وزارت کې مرستيال شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې د برهان الدين رباني حکومت په پنجشېر او خواجه بهاء الدين کې را ايسار شوی و، ډاکتر عبدالله د بهرنيو چارو سرپرست وزير و. په 2001 ز کې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو ورسره جوخت د شمال ټلوالې په مړژواندي بدن کې هم سېک را پيدا شو او نوموړی د بون په تړون کې د بهرنيو چارو د وزير په توگه پر دنده وگومارل شو. او په انتقالي حکومت کې هم د بهرنيو چارو وزير و، چې له ټاکنو وروسته يې دغه څوکۍ، بيا سپنتا ته ورپاتې شوه.

  1. د ۱۹۹۲م تر ۲۰۰۱م زېږديزو کالونو کورنیو جگړو کې ښ‍ېل او د قوماندان احمدشامسعود د ډلې استازی .
  • ۲۰۰۱م زېږدیز کې تر ۲۰۰۴م زېږديز پورې د موقتې ادارې د بهرنیو چارو وزیر .
  • ۲۰۰۹م زېږديزکال ټولټاکنو ته د حامد کرزي په مقابل نوماندېدل او بايلل.
  • د جبهه ملي متحد په نوم سياسي گوند جوړول او دی یې مشر کېدل .
  • د ۲۰۱۴م زېږديزو کالونو ټولټاکنو ته د اشرف غني احمدزي پر مقابل نوماندېدل او له ۴۰٪ څخه لږې رايې ترلاسه کول . د اساسي قانون پر خلاف د ۲۰۱۴م زېږديز کال د يووالی حکومت تر نوم لاندې د اشرف غني احمدزي سره سم دوهم دولتي مشر کېدل .

ډاکتر عبدالله درې لوڼې او يو زوی لري او پر دري سربېره په پښتو ، انگرېزي او اوردو هم بلديت لري او ویل کيږي، چې يو څه فرانسوي يې هم زده ده.

سرچینې

بهرنۍ تړنې

http://en.wikipedia.org/wiki/Abdullah_(Afghanistan)*

  1. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023975 — subject named as: Abdullah Abdullah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Conflict in Afghanistan: A Historical Encyclopedia — پاڼه: 1 — خپرونکی: ABC-CLIO — د خپرولو نیټه: ۲۰۰۳ — ISBN 978-1-85109-402-8
  3. Abdullah Abdullah – Der afghanische Alternative — خپرونکی: Die Welt — د خپرولو نیټه: ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹