د کابل طبي پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کابل د طبي علومو پوهنتون لنډه تاریخچه

د پرمختګونو لنډیز:

  • په کال ۱۹۳۲ کې د طب پوهنځۍ د لومړنۍ لوړو زدکړو موسسې په توګه رامنځته شو.
  • په کال ۱۹۸۰ کې د ستوماتولوژې او د ماشومانو طب پوهنځۍ د طبي زدکړو په موسسه کې ور زیات شول او نوم یې د کابل دولتي طب پوهنځي ته واوښت.
  • په کال ۲۰۰۴ کې د کابل طبي پوهنتون ته لوړ شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د ماشومانو طب پوهنځۍ منحل شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د نرسنګ پوهنځۍ منځته راغله.
  • په کال ۲۰۱۰ کې د عامې روغتیا پوهنځۍ را منځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۱ کې د روغتیایی متممو زده کړو پوهنځۍ رامنځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۵ کې کمیونټي کالج رامنځته شو.

د طب پوهنځي منځ ته راتګ (۱۹۳۲- ۱۹۴۵)

پرمختللي طب ته د هیواد اړتیا او طبابت ته د پاچا محمد نادر شاه پاملرنې د ۱۹۳۱ کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ د یکشنبې په ورځ د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو په دلګشا ماڼۍ کې غونډه ترسره کړه او هوډ یی وکړ تر څو د طب پوهنځۍ په دارالامان ماڼی کې تاسیس شي.

لومړۍ پړاو: ترکیې ته اړتوب له ۱۹۳۲- ۱۹۴۵

د تاسیس له وخته ترکیې د کابل طب پوهنځي سره لاس ورکړه لرله. په لومړي سر کې د موسسې ریس ډاکټر رفقی بیګ (ترکۍ) وا او وروسته ډاکټر حسن رشاد بیګ (ترکۍ) د رییس په توګه وټاکل شو. په وروستیو کې ډاکټر زاهدي بیګ (ترکۍ) دې دندې ته وګومارل شو. د دې پړاو په لړ کې دغه علمي هیات اوه دورې فارغان لرل.

دوهم پړاو: دکابل طب پوهنځي توامیت د فرانسې سره له ۱۹۴۶- ۱۹۵۵

  • په کال ۱۹۴۵ کې پرهبولانژا د کابل طب پوهنځي د ریس په توګه وګومارل شو.
  • د دې پړاو په لړ کې دغه پوهنیز هیات لس دورې فارغان لرل.
  • دکابل طب پوهنځي د ښوونې او آزموینو قوانین او مقررات رامنځته او پلي شول.

دریم پړاو: د کابل طب پوهنۍ په ۱۹۵۶- ۱۹۷۸ کلونو کې

  • ډاکټر فقیر احمد شفا د کابل طب پوهنځي د معاون په توګه وګومارل شو او په کال ۱۹۵۶ کې ډاکټر محمد عثمان انوري د کابل طب پوهنځي د لومړني ریس په توګه وګومارل شو.
  • یو قانون د زدکړې لپاره جوړ شو.
  • د وینې بانک رامنځته شو.
  • په دې دوره کې د ښځینه زده کوونکو نوم ثبتونه شوې وه.
  • ډیرۍ افغان ښوونکي د مقرراتو پر بنسټ وګومارل شول.
  • د کابل طب پوهنځي خپرونو وده وکړه او درسي کتابونه په فارسي ژبه خپاره شول.

څلورم پړاو: د کابل طب پوهنځۍ له ۱۹۷۸ تر ۱۹۹۱ کال پوري

  • د کابل ابو علي سینای بلخي دولتي طبي موسسې ته د کابل طب پوهنخي وده.
  • د لیسانس سند د ماستړۍ سند ته لوړ شو.
  • د کابل طبي موسسه د عامې روغتیا وزارت سره ګډه شوه.
  • د موسسې کتابتون لا نور هم سمبال شو او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته پرمختللۍ او سمبال رسنیز مرکز رامنځته او سمبال شو.
  • له شپږو کلونو څخه اووو کلونو ته د زدکړو دورې بدلون PCB دوهم ځلي منځته راتګ سره.

پنځم پړاو: دکابل ابو علي سینای بلخي طبي موسسه له کال ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶

  • په ۱۹۹۳ کال کې خپلمنځۍ جګړې ته په پاملرنې سره، د عامې روغتیا او ۴۰۰ بستریز روغتون آسانتیاوو چې اداري او دعملي کار آسانتیاوې یې دې موسسې ته چمتو کړې وې.
  • په کال ۱۹۹۵ کې د کابل طبي انستیتیوت خپل اصلي ځای ته ولیږدول شو او د کابل د طبي علومو پوهنتون بیا رغونه پیل شوه.

شپږم پړاو: د کابل طبي انستیتیوت له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۱

  • د کابل طبي انستیتیوت له عامې روغتیا وزارت څخه جلا او د لوړو زدکړو وزارت ته اړوند شو.
  • په دې پړاو کې ښځینه زده کوونکي په دې پوهنځۍ کې د زدکړې اجازه نه درلوده.

اووم پړاو: د کابل طبي انستیتیوت له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه

  • په کال ۲۰۰۴ کې د کابل طبي پوهنتون ته لوړ شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د ماشومانو طب پوهنځۍ منحل شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د نرسنګ پوهنځۍ رامنځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۰ کې د عامې روغتیا پوهنځۍ را منځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۵ کې کیونټي کالج رامنځته شو. په روان کال کې دې کابل دې طبي علومو پوهنتون په رسمي بڼه د کلیفورنیا طبي بورد له خوا و پیژندل شو.
  • په کال ۲۰۱۶ کې د کابل طبي پوهنتون د کابل د طبي علومو پوهنتون ته لوړ شو.