د بست پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بست پوهنتون د افغانستان د سوېلي ولايت هلمند په لشکرگاه ښار کې موقعيت لري. د دې پوهنتون بنسټ په ۱۶ د سېپتمبر، ۲۰۰۹ ز. کال کې ايښودل شوی.[۱]

د بست پوهنتون له ۴۰ نه ډېر زده کوونکي لري او تر اوسه پورې يوازځينۍ د کرهڼې فاکولته لري چې په فعاله توگه خپلې چارې پرمخ بيايي.[۲]

سرچينې