د ننگرهار پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ننګرهار پوهنتون
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
د ودانۍ لوړوالی
تر سمندر لوړوالی
۵۹۵ متر Edit the value on ویکي‌ډېټا
نور معلومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۸′۲۱″شمال ۷۰°۲۲′۰۹″ختیځ / 34.4725°شمال 70.36917°ختيځ / 34.4725; 70.36917 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

ننگرهار پوهنتون د ملي او نړيوالو شرايطو له مخې د هيواد د دويم پوهنتون په حيث د لوړوزده کړو وزارت له خواپه کال ۱۳۴۲ يا 1963 ميلادي کې تاسيس شو. په لومړي سر کې ددې پوهنتون یواځې د طب پوهنځي په توگه منځ ته راغی. دا پوهنتون د ننگرهار ولايت، جلال آباد څخه بهر د سره رود درونټی کلي ته څېرمه رغول شوی.[۱] ددې پوهنتون په یوولسو پوهنځيوکې ټول (۸۲۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۴۰) تنه ښځينه او (۷۹۲۰) تنه يې نارينه دي. همدارنگه په دوي کې (۶۷) تنه ښځينه او (۲۹۲۶) نارينه زده کړیالان په شپه ځای (ليليو) کې اوسيږي.

پوهنځي

نوموړی پوهنتون یوولس پوهنځي لری چی عبارت دی له (شرعیات، حقوق ،انجنیری، زراعت، اقتصاد، طب، وترنری،ادبیات، کمپیوټر ساینس، تعلیم اوتربیه او ساینس). د طب، کمپیوټر ساینس او تعلیم او تربیی پوهنځي د جلال آباد په ښار کی موقعیت لری او باقی پاتی اته پوهنځي د درونټی په ساحه کی موقعیت لری چی د جلال آباد ښارڅخه د یوولس کیلو مترو په فاصله کی واقع دی. ددې پوهنتو ۶۰٪ سلنه زده کړیالان له نورو ولایتونو او یو څه هم له گاونډي پاکستان څخه دې پوهنتون کې گډون لري.

د پوهنځیو پېښلیک

د طب پوهنځی د ننگرهار پوهنتون لومړنی پوهنځی وو چی تاسیس شو او بیا وروسته په کال (۱۳۵۷ ه ش) کی د انجنیری ،تعلیم او تربیی او زراعت پوهنځي جوړی شوی او بیا وروسته په کال (۱۳۶۳ ه ش) کی د ادبیاتو پوهنځی جوړ شو او په کال (۱۳۷۱ ه ش) کی د اقتصاد،حقوق،شرعیات او وترنری پوهنځي تاسیس شوي او په کال (۱۳۹۰ ه ش) کی د کمپیوټر ساینس او ساینس پوهنځي هم تاسیس شو چه اوس مهال د ننگرهار پوهنتون د یوولسو پوهنځيو لرونکی دی .

علمی اواکادميک اړخ

د طب په پوهنځي کې (۱۴) بيلابيلې څانگې، د انجينري په پوهنځي کې (۴) څانگې، د کرنې په پوهنځي کې (۵)څانگې، ‎دژبوادبياتو په پوهنځي کې (۵) څانگې، د اقتصاد په پوهنځي کې (۳) څانگې، دحقوقو په پوهنځي کې (۲) څانگې، د وترنرۍ په پوهنځي کې (۳) څانگې او د شرعياتو په پوهنځي کې (۳) شته دی.

په دې څانگو يا ديپارتمنتونو کې د تشکيل له مخې ټول (۳۲۶) تنه استادان په علمی فعايتونوبوخت دي چې له دې جملې څخه

(۸) تنه اناث اونوريې نارینه دي .په دې جمله کې (۱۵) تنه ددکتورا،(۱۳۱) تنه دماسترۍ اونوريې (۱۶۸) تنه دليانس په کچه تحصيلات لري .

همدارنگه په دوې کې (۱۱) تنه دپوهاند، (۱۵) دپوهنتوال، (۵۱) تنه د پوهندوۍ، (۸۵) تنه پوهنمل، (۸۵) پوهنيار، ( - ) تنه د پوهنيار نامزد، (۴۶) تنه پوهيالي او (۱۷) تنه د پوهيالي نامزد علمی نومونه لري.

د عمومي تشکيل په جمله کې (۳۴) تنه د تحصيل له پاره بهر ته ليږل شوي چې (۱۴) يې بېرته راستانه شوي او (۲۰) تنه يې لا اوس هم په بهرکې په تحصيل بوخت دي .

ددې پوهنتون زياتره استاذان د معلوماتي تيکنالوژۍ څخه برخه من نه دي اواوس په پوهنتون کې د فايبر نوري سيستم فعال شوى دى هیله ده چې ددې پوهنتون استاذان به ترينه بشپړه گټه واخلي.

ددې پوهنتون داستاذانوله خوا ځينې علمي سيمينارونه، ورکشاپونونه او سمپوزيمونه جوړيږي چې استاذان او محصلان ورڅخه په زړه پورې گټه اخلي. د محصلينو د ښې ښوونې او روزنې په خاطر د ځينو پوهنځيو له پاره د علمي مصروفیتونو زمينه برابريږي.

د ننگرهار پوهنتون په یوولسو پوهنځيوکې ټول (۸۲۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۴۰) تنه ښځينه او (۷۹۲۰) تنه يې نارينه دي. همدارنگه په دوي کې (۶۷) تنه ښځينه او (۲۹۲۶) نارينه محصلين په ليليو کې اوسيږي.

سږکال (۸۳۲) تنه زده کړیالان ۶۵٪ نمرې نه دي بشپړې کړې نو ځکه د شپه ځای د مقررې له مخې د شپه ځای (ليليې) مستحق نه گنل کيږي او همدارنگه (۱۲۸) تنه چې د نورو پوهنتونو څخه راتبديل شوي دي دوې هم د تبديلۍ د لايحې له مخې د ليليې مستحق گڼل شوي دي.

اداري اړخ

په لنډه توگه په څلورگونو شپه ځایونو کې د زده کړیالانو حالت په لاندې توگه دی:

په مرکزي ليليه کې (۱۸۳۱) تنه همدارنگه (۴۰۷) تنو۶۵٪ نه دی بشپړکړی او(۱۰۷) تبديلي دي ، دښوونې اوروزنې په ليليه کې ( ۶۰۳)همدارنگه (۲۵۲) تنو۶۵٪ نه دی بشپړکړی او(۸) تنه تبديلي دي ،دطب پوهنځي په ليليه کې (۲۹۰) تنه چې (۳۶) اناث او(۲۵۶) نارينه دي . په کمپيوترسيانس کې (۲۰۲) تنه لیلیه دي .

همدارنگه ددې پوهنتون په بېلابېلوسرويسونوکې ددې منطقې ډېر ناروغان زمونږ دمجربواستاذانواوداکترانوله خوا تداوي اواباته اعاشه کيږي .

ددې پوهنتون اداري چارې دڅلورولويومديريتونو: دبشري منابعولوی مديريت ، دمحاسبې لوی مديريت ،خدماتو لوی مديريت ،دساتنې اوڅارنې لوی مديريت ،دليليې لوی مديريت ،داستاذانواومحصلانولوی مديريت په مخ وړي چې ددې ټول په سرکې دپوهنتون لوی ريس اودعلمی ،ادراې اومحصلانوچارودرې مرستيالان اویوولس دپوهنځيو ريسان واقع دي . چې علمي چارې علمی مرستيال ،اداري چارې اداري مرستيال اودمحصلانوچارې دمحصلانومرستيال ترسره کوي .

داپوهنتون ديوماسترپلان له مخې (۱۱۶) هکټاره ځمکه لري چې همدااوس (۴۵) هکټاره یې د پوهنتون په واک اونوره يې دځينولاملونوله مخې خلکونيولې ده .اوس پوهنتون يوستراتيژيک پلان لري چې ورپه کې ددې پوهنتون معرفي ،لېرې ليد،هدفونه ،نيمگړتياوي ،ظرفيتونه ،گواښونه اوځينې نورمفاهيم ځای پرځای شوي دي .

په پوهنتون کې بهرنيو موسسو پروژې

۱- دUSIDA ددوه لکه اوپنځه اتيا زرو(۲۸۵۰۰۰)امريکايی ډالرو په مالي لگښت دوترنرۍ دوه پوړيزه ودانۍ .

٢- دامريکا دخېريه روټري کلپ ديولک څلورزره اودوه سوو(۱۴۲۰۰) امريکايي ډالروپه مالی لگښت سره دبهرنيوميلمانوله پاره يوه پوړيزه عصري ميلمستون اودکمپيوټراوانگليسي ژبې نړيوال اموزشي مرکز جوړشوی دی چې په کې يولوي ميټنگ هال دفتري خونه اودانتطارخونه تشناب اوچاى خونه شته دى.

دروټری کلپ په مرسته دانگليسی ژبې اوکمپيوټر دزده کړې مرکز

٣- دنړيوال بانگ په (دوه لکه پنځه اويازرو(۲۷۵۰۰۰) امريکايي ډالروپه لگښت سره دپوهنتون کتابتون جوړشوی دی دغه ودانۍ دوه پوړيزه ده چې په کې ٦ سترې خونې او

٤- ديوې جاپانۍ ميرمنې په شخصی لکښت دجونوله پاره ليليه .

٥- دUSIDA په مالی لگښت دطب ليليې بيا روغونه شوې ده. چې په کې دډوډۍ خوړولولوي هال اودوه دليليې دمديريت له پاره خونې په کې شته دى .

٦- دنړيوال بانک په ( ۷۰۰۰۰۰) اوه لکه امريکايي ډالروپه لگښت سره دانجينري پوهنځی ودانۍ چې په کې دپنځه گونوڅانگودفترونه دريس له پاره لوى دفتر اودتدريسي مديريت اودريس دمرستيال له پاره دوه بېلابېل دفترونه

٧- دامريکادخېريه موسيسې روټري کلپ په (۱۶۳۰۰) امریکایی ډالرمالي لگښت سره په مرکز ي پوهنتون دجونوله پاره مجهزه ليليه .

۸- دنړيوال بانگ په مرسته دبرق دشبکې بيا روغونه .

۹- دنړيوال بانگ په يوديرش اعشاريه اوه (۳۱۷۰۰۰۰۰) افغانيو په مالی لگښت سره دپوهنتون داحاطوي ديوال جوړښت .

۱۰- دامريکايي خيريه موسيسې روټري کلپ په 234000 لکه امريکايي ډالرولگښت دښوونې اوروزنې پوهنځي کې دښوونيزمرکز جوړيدل .

په دې ودانۍکې دوه ميټنگ هالونه چې هريويې ٢١٠ او٨٨ تنوځاى لري اوپه کې ٣ دفتري خونې او١١ تشنابونه په پام نيول شوې

١٠- دددوست هيوادپاکستان په 6.5 نيم مليونه ډالروپه لگښت سره دسيانس دمجهزې ودانۍ کارد٢٠٠٦ ميلادي کال داپريل په مياشت کې پيل اود٢٠٠٩ ميلادي کال دديسامبر په مياشت کې سرته ورسيد مگر دفرنيچر دنه رارسيدوله کبله يې دتسليميدوکار تردې دمه وځنډيده اوبل اخره دروان ميلادي ٢٠١٠ کال دديسامبر په مياشت کې تسليميدوته تيارشو.

داودانۍ په دريوپوړونوکې په اساسي ډول د١٠٠٠٠ مترمربع مساحت په لرلوسره جوړه شويده په دې ودانۍ کي دپروفيسرانوله پاره ١٦ خونې ،داسيستانت پروفيسرانوله پاره ٢٤ خونې ،دوه کنفرانس هالونه چې هريويې د١٥٠ تنوگنجايش لري ،يوه کتابخانه ،٤ لاربراتوارونه ،٢٤ درسي خونې اودسکتريت سره يوځاي دريس له پاره خونه شته دي .

کومې پروژې چې دجوړيدوپه حال کې دي

١- د زراعت د پوهنځی ودانی چی د امریکا د برولاک انستیتوت لخوا جوړیږی .

کومې پروژې چې په پام کې دي

۱- دپوهنتون اداري ودانۍ

۲- دحقوقواوشرعياتوپوهنځيوودانۍ

۳- جمنازيوم ودانۍ

۴- اديتوريم ودانۍ

۵- دادبياتوله پاره ودانۍ

دا هم وگورې

سرچینې

  1. "Nangarhar University: Reconstructing the Classroom (NURC)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

[ننگرهار پوهنتون ویب سایټ]