پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search
د کارل پوهنتون په پراگ کی

پوهنتون (په انگرېزي: University) د لوړو زده کړو او څېړنو يو داسې انستيتوت دی چې د بېلابېلو پوهو او علومو د څانگو اکادميک بريليکونه د پوهنتون زده کوونکو ته ورکوي. پوهنتون داسې يو ځای دی چې د فارغېدو او د فارغېدو پورته زده کوونکو ته زده کړې ورکوي. د پوهنتون څانگو ته پوهنځي وايي.

پېښليک

لومړنى پوهنتون

لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ م کال کي د يوې مسلماني ښځي له خوا د تونس په فېز ښار کي تأسيس سو.

د علم او پوهي د پراختيا له پاره کوښښ او تلاښ د مسلمانانو په نزد د زړه له کومي ارزښت درلود. په دې ملحوظ مسلمانه پېغله فاطمه فهري د اسلامي امت له پاره د يو تعليمي مرکز په تأسس پسې سوه.

هغې یو تعليمي مرکز د القراوين تر عنوان لاندي د تونس هيواد په فېز ښار کښي تأسيس کړ او په ډېر لنډ وخت کي ئې دا مرکز د سياسي بحثونو په یو محل او یو ديني تعليمي مرکز بدل کړ.

وروسته دغه مرکز پراختيا وموندله او د نورو مختلفو مضامينو په خاص ډول د طبعي علومو زده کړه ئې خپله کړه، چي دا مرکز په تاريخ کي لومړنی پوهنتون ګڼل کېږي.


په دغه مرکز کي قرآن کريم، الهيات، فقه او قانون، د نثر او شعر زده کړه، د حساب علم، جغرافيه او طب تدریسېدل، اضافه پر دې، په دغه مرکز کي نور مضامين لکه، د ژبي قانون، د اسلام تاريخ، د کيميا اساسات او رياضیات هم ښودل کېدل.

د تدريس لوړ کيفيت د زرګونو شاګردانو، محصلينو او عالمانو پښې د ټولي نړۍ څخه همدغه مرکز ته را کش کړې.

په تېرو  وختونو کي اسلامي نړۍ د موډرن او پرمختللي علم او دانش زانګو پېژندل کېدله، چي بې مثاله لاسته راوړني او اثار ئې له ځانه پرېئښي دي.