Jump to content

د ثور انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ثور انقلاب د ثور (غويي) مياشتې په اوږدو کې پر سردار محمد داوود خان باندې د خلق ډيموکراټيک ګوند پلويانو له خوا يوه کودتاه وه، چې په پایله کې د داوود خان جمهوريت له مېنځه لاړ او په افغانستان کې يو نوی کمونيسټ پلوه نظام رامېنځته شو.

د ثور انقلاب
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۲۷ اپرېل ۱۹۷۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲۸ اپرېل ۱۹۷۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۳۱″شمال ۶۹°۱۰′۴۲″ختیځ / 34.5253°شمال 69.1783°ختيځ / 34.5253; 69.1783 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر اوومه سهار وختي کابل ښار پوځي بڼه غوره کړه، د راپورونو له مخې لومړي مرمۍ د ورځې په ۱۱ بجو د دفاع وزارت پر ودانۍ ولګېده او د ارګ او د قول اردو ترمنځ اړیکې یې پرې کړې، وروسته کودتاچیانو د هوایي ځواکونو قومنداني، د کابل هوايي ډګر او د مخابراتو وزارتونه ونیول. ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړو وسله‌والو ځواکونو مقاومت کاوه او داوود خان لاژوندی وو چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ چې د نادر خان د واکمنۍ وروستی څلی ونړېد.

د خلق ډیموکراتیک ګوند مخکښ غړي او د وسله‌وال پوځ د زرهي دارو قواو جګړن اسلم وطن‌جار د افغانستان د ملي ټلوېزيون له لارې وویل: "د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، استبداد وروستۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېد او ټول دولتي قدرت د ولس لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپر توګه د انقلابي شورا په واک کې دی."

ريښه او تاریخ

[سمول]

د ثور د انقلاب اصلي ريښه ورګرځي د خلق ډيموکراټيک ګوند ته چې د ۱۳۴۳ لمريز کال د جدې پر يوولسمه نېټه په کابل کې د نور محمد تره کي په کور کې کېښودل شو. دا يې په ښکاره ډول د راټولېدو لومړنی ځای وو.

د خلق ډيموکراټيک ګوند

[سمول]

د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ چې د ۱۳۴۳ لمريز کال سره سمون خوري د ګوند لومړنۍ غونډه جوړه شوه، چې نورمحمد تره کي پکې د ګوند د عمومي منشي او ببرک کارمل په کې دويم منشي وټاکل شو. همداسې د ګوند مرکزي کمېټه هم د اوو کسانو نه جوړه شوه. د همدې کال په وروستيو کې وه، چې د ګوند لخوا د خلق په نوم يوه جريده نشر شوه، په دې جريده کې د ګوند اساسي موخې خپرې شوې وې.

خو، د ګوند له ښکاره رامنځته کېدو نه ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې ګوند په دوه ډلو خلق او پرچم باندې ووېشل شو.

د خلق ډلې مشري تره کي او د پرچم ډلې مشري ببرک کارمل په لاس کې ونيوه. د دوی دا دوې برخې کېدلو ډېر لاملونه درلودل؛ خو د ټولو ليکوالو پر دې يوه خبره اتفاق دی، چې د ګوند دننه د ګوند د مشرۍ پر سر اختلافات موجود ول، عبدالقدوس غوربندي ليکي، چې د ګوند دننه دوه داسې کسان (امين او کارمل) ول، چې د يوه بل نه پخلا کېدونکي دښمنان ول. غوربندي په خپل کتاب کې د ګوند د وېش پړه په کارمل اچوي او هغه ځان غوښتونکی او ځای غوښتونکي بولي، چې د ده دغه خبره يو شمېر نور ليکوالان هم تأييدوي.

د دوی تر منځ دغه اختلاف نږدې لس کاله دوام وکړ، د ۱۹۷۷م ز کال په اوږدو کې دواړه ډلې بيا د محمد داود پر ضد سره يو ځای شوې. د ثور له کودتا وروسته، چې واک د خلق ډلې په لاس کې وه؛ نو د خلق ډلې مشرانو په حکومت کې د پرچم ډلې ته ځای نه ورکاوه. اقبال وزيري ليکي، چې د شوروي مشرانو په غوښتنه او ټينګار سره پرچميانو ته په حکومت کې ځای ورکړل شو. د دواړو تر منځ بيا هم اختلافات رامنځته شول، چې پايله له واکه د پرچميانو لرې کول شول.

لرې کړای شوي غړي نورو هېوادونو ته د سفيرانو په توګه واستول شول، د نيولو او له واکه لرې کولو کې يې د امين رول ډېر زيات وه. کارمل په کې چکسلواکيا ته ولېږل شول، جنرال لياخوفسکي ليکي، چې کارمل خپلو ملګرو ته ويلي ول، چې (حتماً هېواد ته راستېږم او له سره بېرغ سره يو ځای). له دې وروسته د پرچم د ډلې ځينې غړي نيول کيږي. جنرال عمرزی، چې د پرچم د ګوند پټ غړی وه، هغه په خپل کتاب کې د خپلو نيولو په اړه ښه وضاحت ورکړی دی.

کله، چې تره کی په امين باندې بد ګمانه کيږي او اقبال وزيري د دغو ټولو پلان شويو پېښو پړه په کې،جي،بي ور اچوي؛ نو تره کی د مسکو له راتګ نه وروسته غواړي، چې امين ووژني؛ خو امين تښتي او امين په دې بريالی کيږي، چې تره کی ووژني او واک په خپل لاس کې واخلي. امين درې مياشتې واکمني کوي او لکه څرنګه چې کارمل ويلي، چې بيا به د سره بېرغ سره هېواد ته راځي، هماغسې وشي او د ۱۹۷۹م ز کال د دېسمبر په ۲۷ مه د روسانو په ټانک سپور کابل ته راشي، شوروي کوماندويان توانېږي، چې امين د تاج بېګ په ماڼې کې ووژني.

په دې ډول واک د پرچم ډلې ته انتقاليږي. په ۱۹۸۶م ز کال کې کارمل په زور سره د شورويانو لخوا ګوښه کيږي او نجيب چې دی هم د پرچم د ډلې غړی وه، د حکومت واګې ور سپارل کيږي. درې کاله وروسته شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي. نجيب د ګوند نوم بدلوي او د (وطن ګوند) نوم پرې ږدي، د ملي روغې جوړې سياست پېلوي او هغه خلقيان، چې د پرچم لخوا بنديان شوي ول، له زندانه راخلاصوي، دواړه ډلې سره بېرته يو ځای کيږي؛ خو د کارمل پلويان، بيا د نجيب سره مخالفت کوي او مزدک، کاوياني، بريالی، نادري او يو شمېر مجاهدين سره يو ځای کيږي. د غوربندي له مخې، چې همدوی د نجيب د حکومت د ړنګېدو اصلي لامل شو. نجيب استعفاء کوي او په دې سره د خلق ديموکراتيک ګوند د دوو ډلو (خلق او پرچم) حکومتونه پای ته رسيږي.

پر ظاهرشاه باندې د داوود خان کودتا

[سمول]

د ثور انقلاب اصلي ريښه د ظاهرشاه د واکمنۍ اوښتون ته هم ورګرځي، کله چې د افغانستان پادشاه محمد ظاهرشاه ايټاليې ته تللی وو، د نوموړي وراره سردار محمد داوود خان پر حکومت باندې د وينې توييدنې پرته کودتا وکړه چې په پايله کې يې شاهي واکمني ړنګه د افغانستان جمهوريت یې رامېنځته کړ.

د سردار محمد داوود خان په بريا کې د خلقيانو ونډه هم پراخه وه، خلقيانو چې ايډيالوژي يې کمونيسټي وه تر ډېره د شوروي کمونيسټي حکومت همفکران وه، داوود خان خلقيانو ته په خپل حکومت کې هغسې ځای ورنکړ څنګه چې دوی يې تمه درلوده.

د شورویانو لاسوهنې

[سمول]

د داوود خان واکمنۍ په اوږدېدو سره شوروي اتحاد ډاډمن شوی وو چې افغانستان به هیڅکله د داوود خان په واکمنۍ کې د دوی د هدفونو لپاره ونه کارول شي نو په دې هیواد کې يې د خپلو همفکرو ملګرو يعنې د خلق ډيموکراټيک ګوند پلويانو سره همکاري پيل کړه.

داوود خان چې د خلق ګوند په موخو پوهېده نو سمدستي يې د خپل حکومت لپاره يو ګوند اعلان کړ او دا قانون يې رامېنځ ته کړ چې يوازې يو ګوند به په هېواد کې فعاليت کوي، دا کار د خلق ډيموکراتيک ګوند د شړلو او له مینځه وړلو په مانا وو، چې دا وو د خلق ګوند پلويانو مخالفتونه راوپارېدل. داوود خان د خلق ګوند یوشمېر غړي بنديان هم کړل.

داود خان د ۱۹۷۷ زېږديز کال د اپریل په میاشت کې دویم ځل شوروي ته سفر وکړ او غوښتل یې، چې بريژنیف ته د خلقیانو د ګوند د خپلسریو څخه شکایت وکړي، ځکه هغه پوهېده چې د کمونیستانو اصلي رهبري چیرته ده. کچیرته د شکایت څخه وروسته د خلقیانو په کړنو کې کوم بدلون رانه غلی، نو هغه به د جمال عبدالناصر په څېر د کمونیستانو ګوند منحل او له منځه یوسي.

په دې لیدنه کې روسانو هم شکایتونه درلودل او افغانانو هم. مثلا روسانو لومړني شکایتونه دا وه: چې د ناپېیلو هيوادونو د سازمان څخه د کیوبا د وتلو اړوند د افغانستان پرېکړه، افغانستان ورځ تر بلې د روسانو په پرتله د امریکایانو پلوي هيوادونو (ایران، سعودي او پاکستان) ته نږدې کيږي او د افغانستان د حکومت څخه په وروستيو کې د ځينو چپګرایانو وتل وه.

په دوهمه غونډه کې چې کله د خبرو وار بريژنیف ته ورسېد نو هغه په ډېره تنده لهجه خبرې پيل کړې او د افغانستان په شمال کې د غربي متخصصینو د شتون په اړه یې اندېښنه وښوده. روسي هییت د بريژنیف توندو خبرو نا ارامه کړ. داود خان یادې خبرې وه نه زغملې او بريژنیف ته یې په ځواب کې وویل: زه به هیڅکله تاسو ته دا حق در نه کړم، چې پر ما امر وکړئ چې، د خپل هيواد چارې څه ډول پر مخ یوسم او یا څوک په افغانستان کې وګمارم. دا زموږ پرېکړه ده چې د هيواد په کومه برخه کې څوک وګمارو. افغانستان کې غریب هيواد دی، مګر په پرېکړو او کړنو کې به خپلواک پاتې شي. د خبرو د پای ته رسولو سره سم د خبرو له مېزه پورته شو، خو د وحید عبدالله په خوله یوه لحظه د بريژنیف سره د مخه ښې لپاره ودرېد، بريژنیف داود خان د ځانګړي لیدنې وویل، خو هغه ورته وویل چې دداسې ډول لیدنې اړتیا نشته.

داود خان د کرملین په شوم پلان پوه شو او په مسکو سفارت کې پوځي اتشه ډګروال عبدالعظیم محمود غازي یې راوغښت او هغه، چې د داود خان د اکا زوی او د زیاتې پوځي پوهې او تجربې خاوند او د بشپړ باور وړ کس و، ژمنه ورکړه چې دی به کابل ته راغواړي او د مرکزي قواوو قوماندان به یې ګماري. خو ښاغلی غازي د کور څخه د راکښته کېدو سره سم چې کله په موټر کې کښېناست، نو په ډېر مرموز ډول ووژل شو او څو ساعته وروسته یې بې روحه جسد وموندل شو.

د بريژنیف سره د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته هغه په دې فکر کې شو، چې د خپل اوه کلن پلان د پلې کېدو لپاره لېبیا، کویټ، یوګوسلاویا او هندوستان ته سفرونه وکړي او هغوی هم د ملاتړ ډاډ ورکړ. د افغانستان ورځ تر بلې امریکا ته نږدې کېدلو روسان وارخطا کړه، او په ۱۹۷۷ ز کال د جولای پر ۳ مه نېټه یې د خلق او پرچم ګوندونه بیرته سره یو کړه. د ماسکو د کي جي بي د آرشیف یو پخوانی مامور په کابل کې د روسیې سفارت ته د تره کي او کارمل په باب د هغه ارشیف یو راپور داسې رانقلوي: مرکز ( کي جي بي- ماسکو) د تره کي او ببرک سره د کار مفکوره کابل ته د ۱۹۷۴ د اکتوبر پر ۲۵ مه د یو عملیاتي ليک په لېږلو سره راونښلوله. تاسو باید د مارید (ببرک) او نور (تره کي) سره د خپلو منظمو لیدنو کتنو او خبرو اترو په جریان کې په احتیاط سره د یو دوستانه هدایت له مخې او بېله دې چې د ماسکو لارښوونو ته راجع شئ، هغوی ته ووایاست، چې بېله زموږ د مخکني قرارداد څخه کوم داسې ګام وانه خلي چې ښايي غلیمان یې استعمال کړي... هغوی سره پخلا کړئ. مارید او نور ته باید یو ځل بیا خبرداری ورکړل شي، چې هغوی باید یو پر بل د حملو څخه ځان وژغوري... چې دا کار د ارتجاعي قواوو د خوښۍ باعث ګرځي او هغه به په افغانستان کې دیموکراتیک غورځنګ دړې وړې کړي.

روسانو د خپلو همدې لاسپوڅو په مرسته کودتا په لاره واچول. د روسانو په سلا او مرسته د کودتا ترسره کېدل لوړ پوړي خلقي مشر هم تاييد کړې ده، چې په راتلونکو بحثونو کې به ستاسو درنو لوستونکو مخته راشي. که څه هم د داود خان استخباراتو د کمونیستانو ډېرې پټې دولتي ضد، آن د ببرک او اناهیتا راتب زاد پټې خبرې ثبت او داود خان ته راوړې، مګر هغه به د کمونیستانو پر وړاندې سزا ځنډوله.

لاملونه

[سمول]

شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده، وايي؛ "د کودتا لپاره شرایط برابر نه‌وو، له وخته مخکې په تحمیلي ډول دا کار وشو، جمهور رئیس سردار محمد داووخان په خلک ډموکراټیک ګوند برید وکړ، د ګوند مشران ونیول شول، غوښتل یې په پوځ کې ځینې کسان هم ونیسي." [۱]

ټنی وايي چې امین له همدې فرصته په ګټې اخېستنې د پخواني چمتوالي په لرلو سره د کودتا امر ورکړ. د کودتا امر ورکړل شوی، له پلچرخي نه د اسلم وطنجار او جګړن محمد رفیع په مشرۍ د څلورمې لوا د زره دارو ټانکونو یو کاروان د ارګ پر خوا حرکت وکړ د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې لس بجې او دیرش دقیقي وې، په ارګ کې د وزیرانو شورا غونډه روانه وه او ظاهراً جمهور رئیس داوود خان د کودتاچیانو له حرکته نه و خبر.

په همدې وخت کې د داوود خان یو ځانګړی ساتونکی د کابینې غونډې ته ننوت او هغه يې د ټانګونو له حرکته خبر کړ، خو هغه په ځواب کې ویلي و چې دا ټانګونه ده نه‌دي راغوښتي.

د کابل په ښار کې د ټانګونو اوازونه اورېدل کېدل او د داوود خان د نظام پر ضد پوځي کودتا پیلېده. د افغانستان پر دفاع وزارت د توپ لومړۍ مرمۍ د ورځې ۱۱ بجې ولګېده چې د ارګ او قول اردو قوماندانۍ ترمنځ يې اړیکې پرې کړې.

شهنواز تڼی چې هغه مهال په بالاحصار کې د کومانډويي ځواکونو د لومړۍ ټولې قومانده پر غاړه درلوده وايي چې د ګوند د مشرانو له‌خوا ورته پر ارګ د حملې امر ورکړل شو.

د خلق او پرچم ګوند مشران د کابل ولایت له زندانه بهر کړل شول. کودتاچیانو د هوايي ځواوکونو قوماندانۍ، د کابل هوايي ډګر، د مخابراتو او دفاع وزارتونه ونیول.

د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړی وسله‌وال ځواک مقاومت کاوه او داوود خان هم لا ژوندی و چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ "د نادرخان د واکمنې کورنۍ وروستۍ څلۍ ونړېده."

د افغانستان راډيو له لارې د زره دارو قواوو جګړن اسلم وطنجار داسې وویل: "د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېده او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی."

له دې وروسته په پرله‌پسې ډول په ارګ هوايي او ځمکنۍ حملې پیل شوې چې د ارګ د ځانګړي ګارد له مقاومت سره مخ شوې.دغه جګړې ۱۴ ساعته یعنې د ثور اتمې د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ.

بلاخره د ثور په اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو د ارګ د یو شمېر ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له‌خوا ووژل شو.

پاچامېر چې په هغه وخت په پلچرخي کې د زره‌دارو قواوو د حفظ مراقبت رئیس و، د داوود خان او د ده د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې د پلچرخي په پيلیګون کې دفن کړل.

دغه کودتا په غافل کوونکي ډول بریاليتوب ته ورسېده او په‌دې ډول د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل شو. ترکي د خلق ډموکراټیک ګوند د عمومي منشي او د ولسمشر ته په توګه وټاکل شو.

د خلق ډموکراټیک ګوند د رهبري شورا د غړي د سلیمان لایق په خبره دغه کودتا هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سردار محمد داوود خان او د شورای اتحاد او همدا شان د ده او خلق ډموکراتیک کمونسټ ګوند ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې.

ښاغلی لایق مني چې له کودتا وروسته د واک په سر او سلیقوي برخورد له امله د خلق ډموکراټیک ګوند د غړو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول. حفیظ‌الله امین چې ځان یې د ترکي وفادار شاګرد باله، خپل استاد یې په مرموز ډول و واژه خپل یې ځان جمهور رئیس اعلان کړ.

له کودتا یو نیم کال وروسته روسانو د ببرک کارمل په هڅونه په افغانستان یرغل وکړ او ځان یې جمهور رئیس اعلان کړ.

د داوود خان وژنه

[سمول]

په افغانستان کې د جمهوريت بنسټګر او ولسمشر د شاوخوا پنځه کلنو ولسمشرۍ وروسته د ثور انقلاب د کودتا په ترڅ کې د خلقيانو لخوا په ولسمشريزې ماڼۍ کې په ډېر وحشت ووژل شو، د څیړونکو او عيني شاهدانو په وینا ارګ د خلقيانو لخوا محاصره شوی وو، چې په دې مېنځ کې له بهره ډزې راتلې، د داوود خان اولادونه او مېرمن د نوموړي د سترګو په وړاندې زخميان او بيا مړه شول.

د پخواني ولسمشر داود خان مړی څو لسیزې وروسته (په ۲۰۰۹ کې) وموندل شو.

د داوود خان او کورنۍ جنازه ورکه وه هيچاته نه معلومېده، خو د ۲۰۰۹ زېږدیز کال په اوږدو کې د حامد کرزي په حکومت کې د پراخو پلټنو په وسيله يې د داوود خان او کورنۍ مړې وموندل چې په يوه لېرې دښته کې په ډله ييز قبر کې ښخ شوي ول.

د داوود خان د ژوند وروستي 24 ساعتونه

[سمول]

د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه، تر دې عنوان لاندې داود جنبش داسې لیکي: [۲]

د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.

په تېرو څه کم څلوېښتو کلو کې هغه عوامل په پراخ ډول څېړل شوي چې د افغانستان لومړنى جمهوريت يې تر لنډ ژوندانه وروسته ونړاوه. د مشرانو غفلت، د کيڼ لاسو گوندونو بې کنټروله آزادي، د دفاع وزارت په مشرتابه کې مرگوني کمزوري او د کاري استخباراتو نشتوالى د دغه لړ څو بېلگې جوړوي.

خو په دې ټول بهير کې د ولسمشر محمد داود ځاى چېرته دى؟ هغه مهال چې مرگ يې په څو قدمۍ کې و، څه احساس يې درلود؟ آيا د ځان او خپل نظام د ژغورنې ټولې لارې پرې تړل شوې وې؟ او آيا خپل ټول امکانات يې وکارول؟

هڅه کوو ۳۹ کاله وروسته يو ځل بيا د ولسمشر محمد داود د ژوندانه پر آخري گامونو تېر شو او د وروستيو شېبو په روحي حالت يې ځان وپوهوو.


د دې موخې لپاره مو د هغه د کورنۍ له پاتو غړو، نژدې ملگرو، د کابينې له غړو، د جمهوري گارډ له افسرانو ، د کور له کارکوونکو او دغه راز له يو شمېر کودتايي افسرانو او مشرانو سره مرکې کړي او دا انځور مو چمتو کړى دى.

دا ليکنه د کرونولوژيکو يادښتونو بڼه لري چې د ١٣٥٧ کال د ثور له اوومې نه د اتمې تر سهار پورې د شاوخوا ۲۴ ساعتونو د پېښو يو لنډيز جوړوي. هغو کسانو ته چې موږ ورسره خبرې کړي، بې له شکه گرانه وه چې دومره کلونه وروسته هره شېبه په دقيق ډول راپه زړه کړي. خو بيا هم هڅه شوې چې کښل شوى انځور له اصلي حالت سره تر ډېره نژدې وي.

وروستۍ صحنه

د ثور اوومه، د سهار ۷ بجې:

ولسمشر د کور په دويم پوړ کې له خپلې کوټې لاندې راغى او سالون ته ننه وت. د چا راتگ ته سترگې په لاره دى. درې ساعته کېږي چې له خوبه جگ شوى دى.

د سهار ۷ بجې او ۱۰ دقيقې:

اماني لېسې ته مخامخ د ولسمشر د کور په وره کې يو حکومتي موټر په بيړه راتاو شو او ودرېد. يو څلوېښت کلن سړى ترې راکوز شو او وره ته ورغى.

د سهار ۷ بجې او ۱۵ دقيقې:

ساتونکو مېلمه وپېژانده او تر لږ ځنډ وروسته يې دننه ورپرېښود. دا د کورنيو چارو وزير عبدالقدير دى. ولسمشر او وزير دواړه يوه مېز ته کېناستل. وزير غږېږي او ولسمشر غوږ نيولى دى.

اصلي خبره د خلک ديموکراتيک گوند د مشرانو نيول دي چې تېره اوونۍ يې په کابل کې د حکومت خلاف ستره مظاهره کړې وه. غونډه اوږده نه ده.

په همدې سهار د کابینې غونډه په ارګ ماڼۍ کې روانه وه.

د سهار ۷ بجې او ۳۰ دقيقې:

وزير د لنډ رپوټ تر اورولو وروسته په بیړه ووت او د خپل موټر پر لور ولاړ.

د سهار ۸ بجې او ۱۵ دقيقې:

ولسمشر د چايو غوښتنه وکړه. څه وچه ډوډۍ، لږ کوچ او مربا وروړل شول. سبانارى يې وکړ او کار ته د تلو چمتووالى کوي.

د سهار ۹ بجې او ۱۰ دقيقې:

ولسمشر نن آبي درېشي اغوستې او همېشنى بکس يې په لاس کې دى. د ارگ لورته د کور له کوچنۍ دروازې ووت او د گارډ قوماندان او ياور يې هرکلى وکړ.

خبرې يې ونه کړې او موټر ته وخوت. هوا نن سړه ده او ولسمشر د وروستيو ورځو پر خلاف د کار ځاى ته پلى نه ولاړ. ښايي بيړه يې درلوده او غوښتل يې تر گلخانې ماڼۍ شاوخوا يو کيلومتر لاره ژر ووهل شي.

د سهار ۹ بجې او ۳۰ دقيقې:

ولسمشر د ماڼۍ په لومړي پوړ کې د کابينې د غونډو تالار ته ننه وت او پر خپلې څوکۍ کېناست. وزيران لا مخکې د مېز تر شا ټول شوي دي. خو دوه وزيران نه دي راغلي: د فوايد عامې وزير غوث الدين فايق پکتيا ته تللى او د دفاع وزير ډگرجنرال غلام حيدر رسولي په پوځي قطعاتو کې د ښاديو په سمبالولو بوخت دى. مېله د خلقي او پرچمي مشرانو د نيولو په وياړ جوړه شوې ده.

د کابينې غونډې معمولا" پر سه شنبو جوړېږي، خو وړمه ورځ ټول مسايل ونه څېړل شول او د پنجشنبې ورځې ته چې نن ده وځنډول شول. اصلي موضوع د کار او کارگر قانون دى چې خبرې پرې کېږي.

لومړى د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ته وار ورکړ شو چې د حکومتي ضد مظاهرو په تړاو د نيول شويو کسانو (خلقي او پرچمي مشرانو) د نيونې او په ښار کې د امنيتي حالت په اړه معلومات ورکړي. هغه وويل چې ډېری تورن نيول شوي او د کابل ولايت په يوه خونه کې ساتل کېږي.

د خلق دیموکراتیک ګوند ځیني مشران د حکومت پر ضد راپاڅېدلي وو.

د سهار ۱۰ بجې:

د کار او کارگر پر نوي قانون بحث پيل شو. خبره پر دې ده چې "کارگر په کومو شرايطو کې د اعتصاب حق لري". وزيران خپل نظرونه وايي.

د سهار ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې:

د دود خلاف د جمهوري گارډ قوماندان جگړن صاحبجان په بیړه غونډې ته ننه وت او د ولسمشر په غوږ کې يې يو څه وويل. جگړن بېرته ووت. غونډه ادامه لري.

"وروسته څرگنده شوه چې ولسمشر ته له څرخي پله نه د څو ټانکونو د راوتلو خبر ورکړ شوى و. ولسمشر لارښوونه کړې وه چې معلومات دې وشي چې ټانکونه چا راغوښتي دي، ځکه چې ده پخپله دغسې امر ندى کړى".

د سهار ۱۰ بجې او ۴۵ دقيقې:

بيا هم د معمول خلاف د گارډ دوه نور افسران په بيړه د ولسمشر خواته ورغلل او يو څه يې ورته وويل.

"وروسته ښکاره شوه چې افسرانو ولسمشر ته خبر ورکړى و چې ټانکونه بې له دې چې لارښوونو ته ځواب ووايي په بيړه د ښار لورته پر مخ ځي"

ولسمشر له ځايه پورته شو او د ماڼۍ په دويم پوړ کې خپل دفتر ته وخوت. د کابينې غونډه د ولسمشر په انتظار وځنډېده. د سهار ۱۱ بجې او ۴۵ دقيقې:

ارګ مانۍ ته وویل شول چې یو شمېر ټانکونه د ښار پر لور روان شوي دي.

دوه ټانکونه د راډيو افغانستان مخې ته رسېدلي او عسکرو يې د خپرونو ولکه تر گوتو کړې ده. لږ وروسته د خلق او پرچم نيول شوي مشران په زغرګاډو کې راډيو ته راغلل او دننه ودانۍ ته ننه وتل.

د غرمې ۱۲ بجې:

وزيرانو ارگ ته نژدې د چاودنې يو دروند غږ واورېده. پر غونډه چې مشري يې اوس د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د وزيرانو شورا منشي وحيد عبدالله کوي، اندېښنې سيورى غوړولى دى.

وحيد عبدالله وزيران له حالاتو خبر کړل چې له څرخي پله نه څو ټانکونه په خپل سر راوتلي او ښار ته رارسېدلي دي.

د غرمې ۱۲ بجې او ۱۵ دقيقې:

د راډيو رئيس ارگ ته ټېلېفون وکړ او د لارښوونې غوښتنه يې وکړه چې څه وکړي. ورته وويل شول چې په يکه توت کې د راډيو پر خپروونکو دستگاوو برېښنا پرې کړي.

د غرمې ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې:

ولسمشر غونډې ته راستون نه شو. د وزيرانو غونډه په خپل سر وځنډېده، د کابينې غړي په دهليزو او خونو کې ډلې ډلې شول او پر دې چې څه روان دي، ورو ورو خپلمنځي خبرې پيل شوې.

د ماسپښين ۱ بجه:

وزيرانو ته د ډوډۍ د راوړو وخت دى. خو هېڅوک د ډوډۍ په فکر کې نه دي او خواړه هم نشته. حالات شېبه په شېبه کړکېچن کېږي. د څښاک لپاره هم څه نشته.

د ارگ په خوا کې سختې ډزې روانې دي. د گارډ افسران او سرتېري پر بريد کوونکو متقابل گوزارونه کوي. د بريد کوونکو څو ټانکونه وسول او ځينې کسان يې ژوندي ونيول شول او دننه ارگ ته يوړل شول.

د ماسپښين ۱ بجه او ۱۰ دقيقې:

د بريد کوونکو يو مشر او د څرخي پله د څلورمې زغره والې لوا کنډکمشر اسلم وطنجار په بيړه خپل ټانک له ارگ نه راډيو ته په څټ کوي او خپلو مشرانو ته د حالاتو د ويجاړۍ خبر ورکوي.

هغه وايي: گارډ زموږ څو ټانکونه وويشتل، ملگري مو ووژل شول او که الوتکې هم د داودخان په پلوۍ را والوزي نو بيا ورته درېدل ناشوني دي.

د ماسپښين ۱ بجه ۳۰ دقیقې:

د ارګ ګارډ پر بریګرو ډزې کولې .

داود خان غوښتنه کوي چې د هغه د کورنۍ ټول غړي د زامنو، لوڼو لمسيانو او د ده د ورور محمد نعيم د کورنۍ د غړو په گډون گلخانې ته راوستل شي.

د ماسپښين ۲ بجې:

ولسمشر هڅه کوي چې د کابل له نورو قطعاتو نه مرسته وغواړي. د دفتر ټېلېفونونه هم پرله پسې زنگونه وهي. ولسمشر پخپله هغوى ته ځواب وايي او لارښوونې ورکوي.

د ماسپښين ۳ بجې:

په پښتونستان واټ کې د مخابراتو مرکز له ارگ سره غږېږي او په شاوخوا کې د سختو ډزو خبر ورکوي. خبرې لا روانې دي چې بريد کوونکي د مخابراتو د مرکز دروازه الوزوي او دننه ورځي. له ارگ سره د مخابراتو مرکز رابطه پرې کېږي.

د ماسپښين ۳ بجې او ۱۰ دقيقې:

شل زغرګاډي په يوه کتار د راډيو پر خوا ورځي. په راډيو کې ځاى پرځاى شويو کودتايي افسرانو ته پته لگېږي، چې دا د داودخان پلويان دي. له دې امله چې له دومره ډېر ځواک سره مقاله گرانه ده، کودتايي افسران هغوى ته وايي چې موږ هم د داود خان پلويان يو. نور مخته مه راځئ، وسايط مو همدغلته ودروئ او تاسې راکښته شئ.

تر دې وروسته هغوى نيسي او په دې ډول کودتا ته لومړنى لوى خطر لېرې کېږي.

د مازيگر ۴ بجې او ۳۰ دقيقې:

راډيو افغانستان د بريد کوونکو افسرانو لومړنۍ اعلاميه خپروي چې په کې د داود خان د رژيم د ړنگېدو خبر ورکړ شوى او له ټولو پوځي قطعاتو نه غوښتنه شوې چې له ځايه ونه خوځېږي.

د مازيگر ۵ بجې او ۱۵ دقيقې:

ولسمشر د ګلخانې له دويم پوړ نه لاندې راکوز شو چې خپل وزيران وگوري. وزيران پرې راټول شول. ولسمشر هغوى ته گوري او نرۍ موسکا يې پر شونډو ده. وزيران غلي دي.

ولسمشر وايي هېڅ تصور يې نه کاوه چې داسې يو حالت به راځي، اوس چې څه وشول نو پړه يې پر خپله غاړه اخلي.

د مازيگر ۵ بجې او ۵۰ دقيقې:

داود خان هماغسې له خپلو وزيرانو سره په خبرو بوخت دى. د پخلنځي يو کارکوونکى له يوه لوښي سره چې په ډوډۍ کې نغښتي څو ټوټې پنير "ساندويچ" ورسره دي، د داود خان لور ته ورځي.

ولسمشر يوه ټوته واخيسته او له وزيرانو يې وغوښتل چې دوى يې هم واخلي.

د مازيگر ۶ بجې:

مرستيال ولسمشر سيد عبدالاله يوه کوچنۍ راډيو په لاس کې نيولې ده. وياند د کودتا اعلاميه خپروي. ټول ورته غوږ شول. ولسمشر دواړه هغه افسران چې د اعلاميو متنونه يې په پښتو او دري لوستل وپېژندل.

يو جگړن اسلم وطنجار او بل د هوايي قواوو درستيزوال ډگروال عبدالقادر و. سيدعبدالاله په سپکاوي سره وايي: "ته اوس دې وطنجار ته وگوره!"

د ماخوستن ۸ بجې او ۴۵ دقيقې:

اسلم وطنجار پر رادیو د داود خان د نظام د ړنګېدو اعلان وکړ .

لاسي راډيو بيا هم چالان او د بي بي سي راډيو پر څپو ولاړه ده. لومړى خبر يې دا دى چې په افغانستان کې پوځي کودتا شوې، خو د ولسمشر محمد داود او د حکومت برخليک لا روښانه نه دى. يوه وزير چې له نورو لږ لېرې دى او د راډيو غږ سم نه اوري، له ولسمشر نه پوښتي چې: "بي بي سي څه وويل؟". هغه وايي:" هېڅ، کومه نوې خبره يې نه درلوده."

د ماخوستن ۹ بجې:

له ارگ نه راډيو ته زنگ وهل کيږي چې د حالاتو جاج واخلي. له هغې خوانه يو نااشنا کس وايي چې حالات سم دي او تاسې اندېښنه مه کوئ. خو ارگ ته پته لگېږي چې نور نو له پخوانيو مامورينو څخه په راډيو کې څوک نه دي پاتې.

د ماخوستن ۹ بجې او ۳۰ دقيقې:

د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ولسمشر او وزيرانو ته د حالاتو لنډ رپوټ ورکوي. وايي چې د قرغې فرقه هم له لاسه وتلې، په ريشخورو کې اوومه فرقه هم بحراني ده او د حکومت پلوي مشران د کودتا پلويانو وژلي دي.

پښتونستان واټ، د دفاع وزارت په شاوخوا، د ارگ ختيځو او شمالي برخو ته بريد کوونکي رسېدلي او سختې ډزې کوي.

د ماخوستن ۹ بجې او ۴۰ دقيقې:

وحيد عبدالله ولسمشر ته وړانديز کوي چې پلازمېنه په موقت ډول کندهار ته ولېږدوي او پخپله ژر د بهرنيو چارو وزارت له لارې د هغه ښار پر لور حرکت وکړي.

داود خان او مشر زوى يې عمر مخالفت کوي، په داسې حال کې چې ورور يې سردار محمد نعيم وايي چې دا کار بايد لا دمخه شوى واى.

پرهمدې مهال يو موټر د گلخانې وره ته را رسېږي چې ولسمشر د کندهار پر لور بوځي. ولسمشر راوځي او چې څنگه غواړي موټر ته پورته شي، د ارگ له مخامخ جومات نه پرې يو ډز کېږي. بيا بل ډز کېږي. داود خان په بيړه بېرته گلخانې ته ننه وځي او په دې ډول له ارگ نه د وتلو فکر په بشپړ ډول له سر نه وباسي.

د ماخوستن ۱۰ بجې او ۱۰ دقيقې:

په ارگ کې دننه حالات په چټکۍ خرابېږي. د کودتا مشران په جمهوري گارډ کې له خپلو پلويانو نه چې شمېر يې له لسو تر دېرشو رسېږي، غوښتنه کوي چې پر ارگ فشار ډېر کړي.

د گلخانې له مخامخ جومات نه پر ماڼۍ پرله پسې ډزې وشوې. د دهلېز قنديل ولگېده او تپه تياره شوه. د گلخانې د لويې دروازې پهره دار ولگېده او مړ شو. ډزو پنځه دقيقې دوام وکړ او بيا ودرېدې.

د ماخوستن ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې:

په گلخانه کې خورا ډېر کسان ټپيان شوي او چېغې وهي. تياره ده. څوک نه مالومېږي. چې رڼا ته راوڅکول شول نو ولسمشر وليدل چې مشر زوى يې عمر مړ دى.

هاخوا يې بل زوى خالد په خورا سخت ټپي حالت کې په وينو کې پروت دى. لور يې زرلښته هم لگېدلې خو حالت يې ظاهراً تر خالد ښه دى. ورور يې نعيم خان هم په پښه لگېدلى او د کورنيو چارو د وزير عبدالقدير له لاس نه وينې بهيږي.

عبدالقدير په ټپي حالت کې هم هڅه کوي له کړکۍ نه د جومات تر څنگ پټ شوي بريد کوونکي پر خپلې کوچنۍ ماشينگڼې وولي. د ولسمشر بل زوى خالد هم ساه ورکړه. لور يې زرلښته هم مړه شوه. له بهر نه لا ډزې روانې دي. ولسمشر پر څوکۍ ناست دى، د بچيانومړوته گوري خو ژاړي نه.

په سر کې يې څه ورگرځي؟ هېڅوک نه پوهېږي. سترگې يې پر يوه ټکي خښې کړي او غلى دى. وزيران هم زړه نه کوي چې خبرې ورسره وکړي. په گلخانه کې د کوچنيانو بغارو دهليزونه پر سر اخيستي دي.

د شپې ۱۱ بجې:

جنرال عبدالقادر د کودتاچیانو په ملاتړ د هوایي ځواک مشري کوله .

د خلک ديموکراتيک گوند مشر نور محمد تره کى هم د راډيو په يوه خونه کې پر کوچ غزېدلى او سوچ وهي. يو جگپوړى ملگرى يې څنگ ته په چيغو چيغو ژاړي. تره کى ترې پوښتنه کوي چې ولې؟ وارخطا يې؟ هغه وايي چې "نه، له خوښۍ ژاړي".

د دوى خبرې لا نه دي بشپړې شوي چې يو افسر په بيړه ورننه وځي او وايي چې د څرخي پله له پنځلسمې لوا نه څو ټانکونه د ښار پر خوا خوځېږي او وېره دا ده چې د داودخان پلويان به وي.

تره کى او مرسيتال يې ببرک کارمل په بيړه پورته شول او د څو افسرانو په بدرگه له راډيو نه ووتل چې له احتمالي بريد نه ځانونه خوندي کړي. د گوند يو بل جگپوړى غړى حفيظ الله امين له اسلم وطنجار سره په راډيو کې پاتې کېږي او نور مشران يې په خواجه رواش کې پوځي هوايي ډگر ته ځي چې بشپړ د هغوى د پلويانو په ولکه کې دى.

د شپې ۱۱ بجې او ۱۵ دقيقې:

له بگرام نه بم غورځوونکې الوتکې پاڅېدې چې ښار ته را روان ټانکونه له هوانه بمباري کړي. خو په مخابره کې سره پوهېږي چې دغه ټانکونه هم د کودتا ملگري دي او ځکه يې له ويشتلو نه ډډه کېږي.

د شپې ۱۲ بجې:

د مرکز په ټولو پوځي چوڼيو کې ولکه د کودتا پلويانو تر لاسه کړې او په ولايتونوکې هم د ننگرهار د فرقې د خوځېدو هڅه شنډه شوې ده. د خلک ديموکراتيک گوند مشران اوس ډاډه شوي چې پر حکومتي ځواکونو يې برى موندلى دى.

يوازې جمهوري گارډ مقاومت کوي. خو د گارډ له ١٦٠٠ افسرانو او سرتېرو نه هم ډېر لگېدلي او له پاتو سره يې مهمات په خلاصېدو دي.

د ثور اتمه، د شپې ۱ بجه - ۱ بجه او ۲۰ دقيقې:

د گارډ قوماندان جگړن صاحبجان پوځي کالي وايستل او په ملکي درېشۍ کې گلخانې ته ورغى. ولسمشر ته يې خبر ورکړ اوس چې په گارډ کې دننه خيانت پيل شوى، نور يې نو څه له لاسه پوره نه دي.

ولسمشر ورته وويل چې تمانچه دې ورکړي او پخپله دې د ځان د ژغورلو په هڅه کې شي. صاحبجان وزيرانو ته لاس ورکړ او ولاړ. د گلخانې په لوى وره کې نور څوک پهره نه کوي او ساتونکي هم هرڅوک په خپله مخه تللي دي.

وزيران يا د گلخانې په دهلېزونو کې گرځي او يا يې د خونې په کوم گوټ کې څنگ وهلى دى. ولسمشر له خپلو پاتو بچپانو سره د لانديني پوړ په خونه کې ناست دى او وزيران نه ورځي.

د جمهوري گارډ پاتې قطعاتو په خپل نوښت د راډيو افغانستان ودانۍ چې د ارگ له شمال ختيځو څنډو شاوخو يو کيلومتر واټن لري، په درنو ماشينگڼو وويشته او ښيښې يې ورماتې کړې. حفيظ الله امين په هوايي ډگر کې ډگروال عبدالقادر ته وويل چې له بگرام نه الوتکو ته د ارگ د ويشتلو امر وکړي.

ارگ تر هوايي بريد لاندې راغى. د دلکشا ماڼۍ برج ولگېده او نيم ويجاړ شو. په دغو بمباريو سره د ولسمشر د پلويانو دا هيله هم ورژېده چې ښايي له بگرام، کندهار يا شينډنډ نه يې د مرستې لپاره الوتکې راپورته شي.

ټولو ته جوته شوې وه چې ځمکني او هوايي ځواکونه بشپړ کودتا کوونکو ته اوښتي دي. تر هوايي بمباريو وروسته په ارگ کې بشپړه چوپتيا خپره شوه.

د ثور اتمه، د سهار ۴ بجې:

د بګرام هوايي ډګر څخه پورته کېدونکو جنګي الوتکو هم پر ارګ بمبارۍ وکړې .

د خلک ديموکراتيک گوند پټ شوي مشران بېرته د راډيو افغانستان ودانۍ ته راغلل. د هغوى له راستنېدو سره سم د گارډ پاتې سرتېرو بيا پر راډيو د مشينگڼو بريد وکړ او هلته ناست کسان يې و ترهول.

د دې بمباريو په ځواب کې بيا الوتکې راغلې او ارگ يې وويشته. دا ځل د گلخانې ماڼۍ يو گوټ ولگېده او اور يې واخيست. اوس نو يوازې د سوځېدو غږ و او ډزې بشپړې درېدلې وي.

پر ارگ يوه مرگوني چوپتيا خپره شوې وه. ولسمشر پاتو عسکرو ته وويل چې ده "خپله پرېکړه کړې، تاسې ورشئ او سپينې جنډې پورته کړئ".

د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې:

د گارډ پاتې افسران او سرتېري بريد کوونکو ته تسليم شول. دوى يې په داسې حال کې چې لاسونه يې پورته نيولي وو، د پښتونستان څلور لارې ته ورسول.

ولسمشر په راډيو کې کودتايي افسرانو ته خبر واستاوه چې اسلم وطنجار او عبدالقادر د خبرو لپاره ور ولېږي. نورمحد تره کي دا وړانديز رد کړ او د بالاحصار له ٤٤٤ کوماندو قطعې نه يې وغوښتل چې ارگ ته ورشي او داود خان ونيسي.

د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې - ۶ بجې او ۱۵ دقيقې:

د کوماندو قطعې يو بلوک افسران گلخانې ته راورسېدل. يوه تن يې په وره کې پرله پسې يو جاغور تش کړ. بيا دننه ورغلل.

وزيران په دهلېزونو کې وو. يوه افسر امر وکړ: "څوک چې وسله نه لري دې خوا دې راشي." بې وسلې وزيران د دوى خواته ورغلل او يو يو له گلخانې نه و ايستل شول او څنگ ته د ټېلېفون په خونه کې بنديان شول.

د ماليې وزير او د ولسمشر مرسيتال سيد عبدالاله او د کورنيو چارو وزير عبدالقدير چې دواړو وسلې درلودې له ولسمشر محمد داود سره پاتې شول.

د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې ۳۰ دقیقې - ۷ بجې:

د کوماندو بلوک په ولسمشر پسې ورغى...د تسليمۍ غوښتنه ترې کېږي... انتظار اوږد شو... او د گلخانې د دهليزونو چوپتيا درندو پرله پسې ډزو چې له يوې خونې نه واورېدل شوې، ماته کړه.

د ثور اتمه، د سهار ۷ بجې او ۳۰ دقيقې:

راډيو افغانستان بيړنى خبر لري: "سردار محمد داود... د ليوني مقاومت په نتيجه کې...."

او په دې ډول د ۲۴ کړکېچنو ساعتونو په پاى کې، د افغانستان د تاريخ يو باب واوښت. پر نوې پاڼه د وينو سور داغ پورې شوى و...

له کودتا وروسته

[سمول]
د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت ولسمشریزه ماڼۍ.

د ثور بریالۍ کودتا چې په پايله کې يې د سردار محمد داود خان جمهوريت ړنګ شو، په لومړي پړاو کې نور محمد تره‌کی د افغانستان د ولسمشر او د خلق ډيموکراتيک ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. چې يو کال وروسته د خلقيانو او پرچميانو په مېنځ کې مخالفتونه خورا پراخ شول تر دې چې د ټول هېواد برخليک او ثبات هم ډېر زیان وويني.

ولسمشران

[سمول]

که څه هم د حکومت د جوړېدو په لومړي سر کې د ګوند مشر نورمحمد تره کی ولسمشر شو خو د يو کال په تېرېدو وروسته د ځينو داخلي مخالفتونو له امله ووژل شو او پرځای يې حفيظ الله امين ولسمشر شو.

حفيظ الله امين چې د ولسمشرۍ درې مياشتې يې تېرې شوي وې، د دوی بل ملګری ببرک کارمل د روسانو پر ټانګونو سپور افغانستان ته راغی، روسانو افغانستان اشغال کړ، حفيظ الله امين يې وواژه، او ورپسې يې ببرک کارمل د هېواد ولسمشر کړ. ببرک کارمل هم د خلق ګوند يو مخکښ غړی وو چې وروسته د پرچم په ګوند له خلقيانو څخه بېل شوی وو.

د نور محمد تره‌کي وژنه

[سمول]

تر کودتا وروسته په خپله د خلق دیموکراتیک ګوند په منځ کې د ځینو مشرانو د ځان غوښتنو او تربګنۍ له امله د اختلاف ژور درزونه راپیدا شول په لومړي سر کې تړون وویشتل شو او د حفظ الله امین د نیولو او ترور لړۍ هم پیل شوه دا چې ددغو اختلافاتو تر شا څه لاملونه وو دا یو لوی پېچلی او ناراسپړل شوی تاریخي بحث دی چې تر اوسه د حلق د دیموکراتیک ګوند د غړو او مشرانو له خوا نه دی سپین شوی او څېړل غواړي.

دا دی کلونه وروسته ورو ورو ځینې حقیقتونه رابرسیره کیږي. که څه هم په څرګند ډول د خلق د دیموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان د انقلابي دولت ریس او عمومي منشي نور محمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د وږي پر ۲۵ نېټه د یوې غلې او ارامې سپینې کودتا په ترڅ کې له مخې لېرې کړل شو او د کورنۍ ټول غړي یې چې مېرمن ' وروڼه او ورېرونه یې وو ټول د ارګ له حرمسرای نه د کوټې کول په نوم د صدارت ماڼۍ نظارت خونې ته ولېږدول شول د کور نرس یا نرسه یې ونیول شوه / شو. او دوه ځانګړي ټوپکوال ساتونکي ( یاوران) یې چې ببرک او قاسم نومېدل هم په دې پلمه چې ګوندې پر تړون د ډزو په تور تاسو محکمې ته بیول کېږئ ونیول شول او بیا د وروستیو شاهدانو په تور ژر تر ژر تړلي لاسونه او سترګې پلګون ته یوړل شول او د ښایسته خان نومي صاحبمنصب چې د مخابرې امر و پر سر وویشتل او دواړه یې ووژل.

خو په همدې ورځ د انس ورځپاڼې په ګڼه ( ۱۴۸۶۶) کال ( ۱۳۵۸ / وږې /۲۵) خبر خپور شو چې ( پلنیوم د خلق دیموکراتیک ګوند د مرکزي کویټې غړو او کومیټې د سیاسي منشي ډاکټر شاولي تر مشرۍ لاندې د سهار له نهو د غرمې تر یوې نیمې بجې پورې ځانګړې فوق العاده غونډه وکړه او د خلق د دیموکراتیک ګوند او د انقلابي شورا د مشر نور محمد تره کي په هغه غوښتنه ( استعفاء) یې بحث وکړ چې د صحت د خرابوالي له امله نه شي کولای چې د خلق دیموکراتیک ګوند رهبري وکړي نو پر همدې بنسټ تر غور او بحث وروسته د تره کي غوښتنه په اتفاق سره ومنل شوه او پر ځای یې د مرکزي کومیټې سیاسي مشر او لومړی وزیر حفظ الله آمین د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

خو بیا د وږې له ۲۵ نېټې د تلې تر ۱۸ نېټې کابو ۲۳ ورځې د نور محمد تره کي خبر او ذکر چېرته ونه شو خو بیا هم د تلې پر اتلسمه نېټه د انیس د دولتي ورځپاڼې په اتم مخ کې یو ډېر عادي او کوچنی خبر خپور شو چې ګوند نور محمد تره کی د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن ومړ او جنازه یې په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.. پورتني مستند فلم کې تاسو هغه جریان ګورئ چې پر کال ۱۳۵۸ د سلواغې پر ۲۴ شتمه نېټه د حفیظ الله آمین تر ترور وروسته د تره کي د قتل په تور د نور محمد تره کي له دریو قاتلانو نه یو قاتل چې د دفاا وزارت د مخابرې آمر و د عبدالودود په نوم د تره کي د وژل کېدو جریان د څارنوالۍ مستنطقینو ته وایي: هغه وایي چې موږ درې کسان تره کي ته واستول شو چې یو زه بل روزي او دریم اقبال و.

ودود وایي چې د شپې اونيمې یا اته بجې به وې چې د ګارد قومندان جانداد وغوښتل او د تره کي د ترور او وژل کېدو پلان یې راکړ او ویل یې چې دا د سیاسي بیرو د مشرانو پرېکړه ده او موږ یې باید عملي کړو ' ودود وایي چې ما وړاندیز وکړ چې تره کی د وژلو پر ځای ولې روسې ته نه لېږو خو وایي چې جانداد جواب راکړ چې روسانو ته ویل شوي دي او هغوی رد کړی دی له اوږدې کیسې او جریان نه وروسته وایي چې موږ کوتي باغچې ته ولاړو تره کی په دویم پوړ کې و ودود وایي چې زه او اقبال لاندې ودرېدو او روزې پورته ورغلو او تره کي ته یې وویل چې ورسره لاندې راښکته شي ودود وایي چې تره کې لاندې راغلو او هلته د زینو سره څنګ کې د یوه نفر خدمت وړه کوټه یوه چې یو وړوکی چپرکټ په کې پروت و وایي زوري ورته وویل چې دلته څمله ودود وایي تره کي خپل جب نه د ګوند کارت راوویست او روزي ته یې وویل چې زما دا کارت ملګري آمین ته ورکړه.

ودود وايي تره کی پو شو چې دوی مې وژني نو وایي شونډې او حلق یې وچ شو نو غږ یې وکړ چې لږې اوبه راکړئ ودود وایي زه په اوبو پسې بیرون ووتم خو کلاس مې نږدې چیرې پیدا نه کړ چې بېرته راغلم ګورم چې تره کی پر چپرکټ پروت دی روزي یې لاسونه پر روجایي تر شا کلک تړلي دي او بالښت یې ورته پر خوله یښی او دپاسه پرې پروت دی اقبال یې پښې کلکې کړې وې ودود وایي چې تر لس پینځلس دقیقو وروسته تره کي نه سا ووته او موږ په هماغه موټر کې چې موږ ته راکړل شوی و د تره کي جسد وواچولو او د جنګي دروازې له لورې د کابل ولایت پر لاره د سالنګ واټ پر لورې ولاړو او په قول آبچکان کې چې وار دمخه قبر کیندل شوی و او پهره دار پرې ولاړ و هملته مو خښ کړ او اړوندو څانګو ته مو د خپلو اجرأتو ډاډ او خبر ورکړ. ودود دا هم وایی چې کله تره کي اوبه وغوښتلې نو ما اقبال ته وویل چې اوبه ورته راوړي خو روزي وویل چې اوبه ورته مه راوړئ نو ځکه زه ولاړم او فکر کوم چې دلته ځان بې ګنا ښودل غواړي. روزي د ګارد سیاسي امر و او رتبه یې لومړی بریدمن و او اقبال د ګارد د کشف امر و چې بیا وایی د ګارد د کام امر شو او رتبه یې لومړی بریدمن وه".

پر افغانستان د روسانو يرغل او د حفيظ الله امين وژنه

[سمول]

د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ درې مياشتې لا تېرې شوي نه وې چې د دې ګوند بل ياغي شوی غړی ببرک کارمل د روسانو پر ټانکونو سپور افغانستان ته راغی، حفيظ الله امين يې له سلګونو نورو چارواکو او پوځیانو سره وواژه، او ببرک کارمل رسماً د شورويانو په مرسته د افغانستان ولسمشر شو.

حفيظ الله امين د خپلو هم گونديانو سره

د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي.

پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانگړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل. د دې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ.

د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلازمېنه کېناوه .

د سي آی اې CIA د جاسوسۍ تور د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې.

د ببرک کارمل ګوښه کېدل

[سمول]

کله چې د ۱۹۸۵ ز کال د مارچ پر ۱۱ ميخايل سيرگېويچ گورباچوف د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي شو ، نو د افغانستان په تړاو سياست ته يې هم بدلون ورکړ . هغوی وليدل چې دا شپږم کال دی چې هره ورځ په افغانستان کې شوروي پوځيان وژل کيږي ، خو د کارمل واکمني د افغانستان لپاره کوم گټور بدلون رامنځته نه کړي ، نو یې وپتېيله چې د افغانستان په سیاسي مشرتابه کې هم بدلون راولي . په همدې توگه د ١٩٨٦ ز کال د می پر ۴ کارمل د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د عمومي منشي له څوکۍ او دندې څخه گوښه او پر ځای کې يې ډاکټر نجيب الله ځایناستی شو. ببرک کارمل وروسته د همدغه کال د نوامبر پر ۲۱ د جمهوري رياست له څوکۍ څخه هم گوښه شو . وروسته له دې چې له ولسمشرۍ دندې نه گوښه شو نو مسکو ته واستول شو. بيا پر ١٩٨٩ کال يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په شوروي اتحاد کې تېرې کړې او د سرطان په ناروغۍ مړ شو.

د ډاکټر نجيب لخوا د شورويانو شړل

[سمول]

د ډاکټر نجيب حکومت له درې کلونو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې شورویان د ډاکټر نجيب په خوښه له افغانستان څخه وايستل شول.

کله چې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت هېوادمشر ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او ژوند نه ناهیلی شو نو د هغه حکومت استخباراتو رييس ډاکتر نجيب الله احمدزی يې د خپل ځايناستي په توګه انتخاب يې کړ او واک يې وروسپاره.

ډاکټر نجيب الله احمدزي د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان هېوادمشر په توګه پاتې شو، په دې مېنځ کې يعنې د ۱۹۹۰ کال په اوږدو کې ډاکټر نجيب الله احمدزي د خلقيانو او پرچميانو ځينو تېروتنو له امله د افغانستان اساسي قانون بدل کړ چې په ترڅ کې يې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت د افغانستان جمهوريت ته بدل کړ، د پرچم ګوند ته يې د وطن ګوند نوم ورکړ ترڅو د يوه ملي او اصلاح راوستونکي ګوند په توګه فعاليت وکړي.

د اساسي قانون بدلون اصلي لامل دا وو چې ډاکټر نجيب غوښتل د خلقيانو او پرچميانو پر نوم خاورې واچوي او تېر هېر کړي يو نوی ولسي جمهوريت رامنځته شي او دا کار يې د اصلاح راوستنې په پار وکړ، ځکه په هېواد‌ دننه د خلقيانو او پرچميانو نوم ډېر بد خلکو ته معرفي شوی وو، همداراز د دولت مخالفو جنګسالارانو لکه احمدشاه مسعود، ګلبدين حکمتيار او ځينې نورو هم له حکومت سره سولې ته نه حاضرېدل.

ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي غوښتل له مخالفانو سره سوله وکړي ځکه يې په خپل حکومت کې بېساري بدلونونه راوستل، خو د هغوی ستونزه بدلونونه نه بلکې واک وو، هغوی غوښتل د واک پر چوکۍ کېني. چې ترپایه يې د حکومت د کمزوري کولو لپاره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ او اخیر په پایله کې د ډاکتر نجيب الله مډرن جمهویت او پرمختللی حکومت له مېنځه لاړ، په ترڅ کې ډاکټر نجيب اعدام شو، طالبان او رباني د جنګ ګټونکي شول، په هېواد دننه جګړې پېل شوې.

پر هېواد اغېزې

[سمول]

د ثور انقلاب اغېزې پر افغانانو خورا درنې او ژورې وې، دا چې د خلقيانو په خپل مېنځ کې د واک پر سر مخالفتونو زور واخيست نو د هېواد اقتصاد ورسره کمزوری شو او ناامنيو زور واخيست. په زرګونو افغانان نورو هېوادونو ته ګډول شول، په افغانستان کې مذهبي افراطيت وده وکړه چې تر ننه پورې دا هېواد ثبات او امن ته نه پرېږدي.

شورويان چې هغه مهال د عربو تودو اوبو ته ډېر تږي وه غوښتل يې د افغانستان له لارې پاکستان ونيسي ترڅو له هغو اوبو سره وصل شي، نو شورويان هم د پاکستان لوی دوښمنان ول، دغه دليل وو چې پاکستان د دوی پر ضد جنګيالي وروزل لکه احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتيار او داسې نور... چې دغه جنګونو هم ناامني پراخه کړه.

شورويانو له افغانستان څخه هيڅ نه غوښتل د يرغل موخه يې هم نه درلودل، يوازينۍ موخه يې د پاکستان نيول وو او د افغانستان متحدوالی وو. ترڅو په دې توګه د عربو تودو اوبو ته لاره ومومي‌، خو پاکستان په سيمه کې مذهبي افراطيت ته وده ورکړل چې ګواکې افغانستان یو کفري هېواد دی بايد ورباندې جنګ وي. دې ايډيالوژۍ تر ننه پورې افغانستان ارامۍ ته پرېنښود.

ورته ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. https://pa.azadiradio.com/a/29902491.html
  2. د ولسمشر داود خان د ژوند وروستي 24 ساعتونه - BBC Pashto