محمد ضیا الحق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنرال محمد ضیاءالحق ( زیږېنه ۱۹۲۴ (میلادی)– مړېنه ۱۹۸۸ (میلادی)) د پاکستان نظامی ولسمشر وو چې د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۸ پوری یې پر دندی پاتی شوی دی.

ژوندلېک[سمول]

جنرال محمد ضياء الحق د ١٩٢٤م.کال د اگست پر ١٢مه د پنجاب په جالندر کي وزېږېد. پلار يې محمد اکرم نومي د انگرېزانو په وسله وال پوځ کي د ښوونکي په توگه دنده تر سره کول. ضياء الحق لومړنۍ زده کړي د شملې له ښوونځي څخه ترلاسه کړې. وروسته يې په ډيلي کي د انگرېزانوله سنټ سټيفن کالج څخه ليسانس ترلاسه کړ. په ١٩٤٣م.کال د انگرېزانوپوځ ته شامل سو. په دوهمه نړيواله جگړه کي يې د انگرېزانو په پوځ کي په برما، ملايا او اندونيزيا کي دندي تر سره کړې. کله چي پاکستان جوړ سو پاکستاني پوځ ته شامل سو. بيا يې په ١٩٦٣ او ١٩٦٤ کلونو کي د امريکې د لوړو پوځي زده کړو( ارکان حربۍ) په پوهنځي کي لوړي زده کړي ترلاسه کړې. د ١٩٧٦کال د اپريل په لومړۍ نېټه د پاکستان پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو د پوځ د رئيس ارکان په توگه وټاکى. ( په داسي حال کي چي د پاکستان په پوځ کي پنځه تنه داسي جنرالان وه چي په رتبه او سابقه تر ده دمخه وه). بيا هغه وو چي په ١٩٧٧م.کال يې منتخب لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو له واکه راوپرځاوه، خپل پوځي حکومت يې رامنځ ته او بوټو يې اعدام کړ. بيا تر يوولسو کالو واکمنۍ وروسته په ١٩٨٨کال په هواکي د الوتکي د چاودني په پېښه کي ووژل سو.

فلسطینیانو پر ضد عملیات[سمول]

يومهال د اردن امريکا پلوي پاچا ملک حسين ته اندېښنه پيدا سوه چي کېداى سي وسله وال فلسطيني گوريلاگان د ده واکمنۍ ته خطره سي او په دې کار کي ښايي د سوريې حکومت ( چي د شوروي ملاتړ ورسره وو) د دوى مرسته وکړي. نو هغه وو چي اردن د فلسطيني مهاجرو او گوريلاوو څخه د بېغمه کېدو په موخه، د ١٩٧٠م.کال په ستمبر کي د هغو په خلاف په عملياتو گوتي پوري کړې. دغه عمليات د ” تور ستمبر د عملياتو“ په نامه مشهور سول. د دې عملياتو په بهير کي د اردن سره د اسرائيلو جاسوسانو مرسته کول. په داسي حال کي چي د دې عملياتو څارنه او مشري د پاکستان د پلاوي په مشري ورغلي يوه پوځي افسر برېگډېر ضياء الحق کول. د دې عملياتو په پايله کي تر پنځه دېرشو زرو زيات فلسطينيان شهيدان سول. دغه پوځي افسر تر دې وروسته بېرته خپل هيواد ته ستون سو. بيا په ډېره لږ موده کي جنرال سو. بيا د پوځ رئيس ارکان وټاکل سو. بيا يې ملکي حکومت راوپرځاوه او په خپله مشري يې مارشلايي حکومت رامنځ ته کړ. ورپسې يې لومړى وزير د قتل په يوه دروغجنه دوسيه متهم او اعدام کړ.[۱] په ۱۹۷۰ کې د فلسطینیانو پر ضد له بریالیو عملیاتو څخه وروسته پاکستاني جنرال ضیاءالحق ته د هغه د ترسره کړیو خدمتونو په ویاړ د اردن ترټولو لوړ مډال ورکول شو.

جنرال ضیاءالحق هغه څوک وو چې هغه عملیات یې په هغه وخت کې په اردن کې رهبري کړي ول. ویل کېدل چې په هغه جنگ کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې فلسطینیان وژل شوي ول،‌ په داسې حال کې چې یاسرعرفات ادعا وکړه چې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۵۰۰۰ کسانو پورې رسېدلی وو. هغه عملیات د اردن د پاچا حسین په مستقیم امر ترسره شوي ول. اسراییلي جنرال موشي دایان د پاچا حسین په هکله وویل، «حسین په یوولسو ورځو کې هومره فلسطینیان ووژل چې اسراییلو به په شلو کالونو کې وژلي وای.»

د تور سپتمبر له عملیاتو څخه وروسته،‌ جنرال ضیاء د اسراییلو دولت ته ډېر په زړه پورې شخص وگرځېد. په هغه وخت کې، ضیاء د پاکستان په اردو کې یوازنی کس وو چې اسراییلو پرې باور کاوه او کولی یې شوای چې د هغه له هېواد سره ښې سیاسي او نظامي اړیکې جوړې کړي.‌ د افغانستان په جنگ کې،‌ اسراییل یو له هغو ډېرو مهمو هېوادونو څخه وو چې له پاکستان سره یې د وسلو او افغان مجاهدینو ته د روزنې د ورکولو مرسته وکړه. د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) له پاکستان سره مرسته وکړه چې د افغانستان له سرحد سره نژدې افغانان وروزي.[۲]

د افغانستان حکومت پرضد جنگ[سمول]

د پخواني شوروي د یرغل پر مهال (۱۹۷۹د اپریل په څلورمه)بهټو د پاکستان د نظامي چارواکو له خوا په دار وځړول شو. ددې دلیل دا گڼل کېده، چې د بهټو کمونیستي ایډیالوژي او د افغان مجاهدینو جگړه د پخواني شوروي پخلاف، چې پاکستان یې د واقع کېدو له امکانه وار دمخه خبر وو کمزوری او بې رنگه کاوه. ځکه خو د پاکستان استخباراتي او نظامي اداره چې د پاکستان اصلي پاسبانان او ساتونکې گڼل کېږي د افغانانو پنجابی دښمن نظامي جنرال(ضیاالحق) راوړاندې کړ، چې د غویي له کودتا سره سم او بیا د پخواني شوروي له یرغل سره یوځای یې افغان مجاهدینو ته نه یواځې د جهاد، مقاومت، جهادي او نظامي روزنې او کډوالۍ زمینه برابره کړه، بلکې د افغان نشنلیزم د ځپلو لپاره یې د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې یوه منظمه طرحه شوې کاري لایحه ور په لاس کړه.د نوموړيد نظامي ادارې مشر جنرال اختر عبدالرحمان نظر داو چې ( کابل باید وسوځول شي) د همدې ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره ضیا الحق افغان مجاهدین په لوی لاس په اوه ډلو ووېشل.

دغه وېش سره له دې چې د (دفاع پاکستان، جگړه په افغانستان کې باید ترسره کړي)د پاکستان په کور دننه هم باید له افغان نشنلیزم سره جگړه وکړي. مجاهدین دېته اړ کړای شوي ول، چې له خدای خدمتگارـفخر افغان پاچا خان، د پښتنو له عوامي نشل گوند او د پښتنونخوا له ملي عواميگوند سره به په هر محاذ مخالفت او سیاست کوي. د ټولو تنظیمونو لپاره تر ټولو ارزښتمن او نژدي ملگري هغه د قاضي حسین احمد جمعیت اسلامي او د مولانا فضل الرحمان جمعیت علما ډلې وگومارل شوې. قاضي حسین احمد چې د ای ایس ای لخوا د افغانستان د ایل کولو او د کابل د سوځولو لپاره له ۱۹۷۰ لسیزې گمارل شوی وو، د لرگیو د کاروباري په توگه یې له اویایمو کلونو را پدېخوا د کابل او افغانستان گڼو نورو سیمو ته سوداگریز(استخباراتي ) سفرونه وکړل، چې په پایلې کې د بهټو لپاره له افغان محصلینو څخه د چریکانو د جلب او جذب تگلاره بریالۍ په مخ بوتله. پدې توگه حسین احمد د افغان جهاد لپاره د یو مذهبي او اخلاقي ملاتړي په توگه د جمعیت اسلامي د خوځښت په مخکښ بدل شو.

د قاضی حسین احمد ټول ارزښت د کمشیر د جگړې پر مخ بیول ول او دارنگه د کابل سوځول. کله چې د ۱۹۹۱په مارچ کې خوست د مجاهدینو لخوا ونیول شو، نو قاضي حسین مجاهدینو ته پخپله وینا کې وویل، نن د ډیورنډ کرښه په امو سیند لاهوه شوه او پدې توگه یې د پاکستان پوځ ته زیری ورکړ چې موږ پخپل تاریخي شوم پلان کې بریالي شو.

د لس کلن جهاد په اوږدو کې افغان ډلو په پېښور، لاهور او کراچۍکې د دفاع پاکستان، جهاد افغانستان تر عنوان لاندې غونډې کولي ـ خو ددې شعار په مانا یوه جهادي ډله هم نه پوهېده. دا شعار تر ډیره بریده د پخواني شوروي د ماتولو په معنی نه و، بلکې د افغان نشنلیزم له منځه وړل و، چې له مخې یې دپاکستان سالمیت او سیاسي جغرافیه تر ابده خوندي ساتل کېده. پاکستان د پخواني شوروي له پرمختگ څخه وېره نلرله، یواځینۍ وېره چې پاکستان هغه وخت لرله او اوس یې هم په ټیټه کچه محسوسوي، هغه د افغانانود نشنلیزم د ایډیالوژۍ بیدارېدلدي، ځکه چېافغانان د لوی افغانستان په جوړښت سره کولایشي پاکستان یو ځل بیا د ۱۹۷۱ کال د وېش په څېر وویني.[۳]

سرچینې[سمول]

  1. نن آسیا
  2. تاند ورځپاڼه
  3. جهاد افغانستان؛ دفاع پاکستان/یاران [مړه لينکونه]