د ګلبدین اسلامي حزب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب په نامه ګوند په افغانستان کې یو له سیاسي ګوندونو څخه دی چې په ۱۹۷۶ زکال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ تاسیس شو. په ۱۹۷۹ زکال کې مولوي خالص له حکمتیار څخه جلا شو او ځانته یې خپله ډله جوړه کړه چې د مولوي خالص د اسلامي حزب په نوم پېژندل کېږي؛ د دغه ګوند پاتې برخه چې تر اوسه پورې یې حکمتیار مشري کوي د ګلبدین د اسلامي حزب په نامه پېژندل کېږي. دغه ګوند د اخوان المسلمین له مفکورې څخه په تقلید د افغانستان له مختلفو قومونو څخه غړي لري او د متحد اسلامي دولت د جوړېدو موخه لري. دغه چاره لامل ګرځي چې دغه ډله د طالبانو له قبیلې محوره ډلې (ډېری غړي یې کندهاري پښتانه دي) څخه توپیر لرونکې وګڼل شي. [۱][۲][۳]

د افغان – شوروي د جګړې پر مهال (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) د ګلبدین اسلامي حزب د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په مرسته د شوروي ضد هېوادونو څخه پریمانه مالي مرستې ترلاسه کولې. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې دغه ګوند د طالبانو په واک ته رسېدو سره «د افغانستان د سیاست له صحنې څخه ځان ګوښه کړ». په افغانستان کې د ۲۰۰۱ زکال راوروسته جګړې په پیلېدو سره «دغه ګوند بیاځلي د تیري کوونکې ملیشه ډلې په توګه را څرګند شو او په افغانستان کې یې د ائتلافي ځواکونو او د ولسمشر حامد کرزي د دولت پر ضد د پریمانه خونړیو بریدونو مسئولیت پرغاړه واخیست». د دغې ډلې جنګي ځواک «ځینې مهالونه په زرګونو تنه اټکل شوی». دغې ډلې په ۲۰۱۶ زکال کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ. [۴][۵]

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پاشل کېدو وروسته حکمتیار د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د شورا له مشر او پخواني اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله سره د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۷مه په دوحه کې ولیدل او د یو دولت په جوړولو یې خبرې وکړې. (په داسې حال کې چې دا ناڅرګنده ده چې کرزی یا عبدالله دې په مستقیم ډول په دغه ډول حکومت کې ونډه ولري). وروسته له هغه چې ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان او بیا له هغه ځایه عربي متحده اماراتو ته ولاړ، هغه له دغه ډول خبرو څخه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې که چېرې شرایط برابر شي جلا وطني به پرېږدي او هېواد ته به وګرځي.[۶][۷][۸][۹]

تاریخچه[سمول]

مخینه: د اسلامي حزب وېشل کېدل[سمول]

د اسلامي حزب په نامه سیاسي ګوند د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۶ زکال په جون میاشت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ تاسیس شو.[۱۰]

په ۱۹۷۹ زکال کې، مولوي یونس خالص له حکمتیار څخه جلا شو او د اسلامي حزب جلا ډله یې د خپل نفوذ په ساحه یا ننګرهار ولایت کې تاسیس کړه چې د خالص په اسلامي حزب یې شهرت وموند. د دغه ګوند پاتې برخه چې اوس هم د حکمتیار له خوا اداره کېږي له دغه مهال را وروسته د «ګلبدین اسلامي حزب» بلل کېږي.

د شورویانو او افغان دولت پر وړاندې جګړه[سمول]

د افغان – شوروي د جګړې پر مهال (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) د ګلبدین اسلامي حزب د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په مرسته د شوروي ضد هېوادونو څخه پریمانه مالي مرستې ترلاسه کولې. سربېره پر دې یې د بریتانیا له استخباراتي ادارې (MI6) سره اړیکې لرلې هغوی ورته پوځي روزنې او تجهیزات وړاندې کول او همدارنګه یې تبلیغاتي ملاتړ ترې کاوه؛ د دې ټولو په خوا کې د دغه ګوند مشر، حکمتیار په ۱۹۸۶ زکال کې له مارګاریت تارچر سره په ډاونېنګ سټریټ کې ملاقات وکړ. [۱۱]

له ۱۹۸۱ زکال څخه تر ۱۹۸۵ زکال پورې د ګلبدین اسلامي حزب په پېښور کې د سني مجاهدینو د اووه ګوني هغه ائتلاف برخه جوړوله چې د شوروي پر وړاندې یې جګړه کوله.

له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۸۱ زکال پورې دغه ډله د پېښور په ډلو کې تر ټولو پیاوړې مقاومت کوونکې بلل کېده. د حکمتیار د خپل شخصیت له امله د دغې ډلې نفوذ را کم شو او په ۱۹۸۳ زکال کې یې د نورو افغان مجاهدینو ترمنځ خپل ځانګړی ځایګی له لاسه ورکړ. [۱۲]

حکمتیار او د هغه ډلې د پاکستان پولې ته څېرمه د شوروي د ملاتړ لرونکي افغان دولت پر وړاندې جګړه کوله. دوی په کنړ، لغمان، جلال آباد او پکتیا کې پیاوړي سنګرونه لرل. دغه ګوند په پیاوړې کچه د حکمتیار تر مرکزي قوماندې لاندې و او تر ۱۹۹۴ زکال پورې یې له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې.

کورنۍ جګړه (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال)[سمول]

د ۱۹۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې د حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان د کورنۍ جګړې په پیل کې اصلي ونډه لرله.

د هغه ډلې په ۱۹۹۴ زکال کې پلازمېنه کابل ښار بمبارد کړ؛ د راپورونو له مخې په دغه بمبارد کې «له ۲۵۰۰۰ څخه زیات ملکي وګړي ووژل شول». د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) وروسته له هغه چې له دغه ویجاړونکي جنګ سالار څخه نوره ستړې شوې وه په ۱۹۹۴ زکال کې یې نوموړي ته شا کړه او له طالبانو یې ملاتړ وکړ. [۱۳]

د ۱۹۹۶ زکال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو د دغه ګوند ګڼ شمېر غړي له کابل څخه تېښتې ته اړ کړل، یو شمېر سیمه ییز قوماندانان یې «د ایډیالوژیکې همدردۍ او قبیلوۍ اړیکو» له امله له طالبانو سره یوځای شول. په پاکستان کې د اسلامي حزب روزنیز مرکزونه طالبانو ته وسپارل شول او هغوی بیا د پاکستان د سپاه صحابه ډلې په څېر د جمیعت علمای اسلام اړوندو ډلو ته ورکړل. [۱۴][۱۵]

له ۲۰۰۱ زکال وروسته[سمول]

د اسلامېزم اړونده د کلمبیا نړیواله ډیکشنري (The Columbia World Dictionary of Islamism) څرګندوي چې اسلامي حزب په ۱۹۹۰ زکال کې وروسته له هغه د عربستان ملاتړ له لاسه ورکړ چې د صدام حسین چارې یې تائید کړې، خو وروسته له هغه چې په ۱۹۹۴ زکال کې یې د پاکستان ملاتړ له لاسه ورکړ، «ډیر غړي یې له القاعدې او طالبانو سره مل شول». د جیمز ټاون بنسټ څرګندوي چې دغه ګوند په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د څه باندې یوې لسیزې لپاره سیاست ته شا کړه. حکمتیار په ۲۰۰۱ زکال کې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید مخالفت وکړ او له هغه وروسته یې خپله ډله د طالبانو او القاعدې له پاتې غړو سره مل او د افغان دولت پر وړاندې یې جګړې ته مخه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

د ګلبدین اسلامي حزب له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګریزو ډلو په نوملړ کې شامل نه و. خو په ۲۰۰۷ زکال کې د «شکمنو ډلو» په اضافي نوملړ کې ځای پرځای شو. [۱۹][۲۰]

د آزادې اروپا د راډیو (آزادي راډیو) د راپور پر بنسټ «حکمتیار په ۲۰۰۶ زکال کې له الجزیرې ټلویزیون څخه په خپره شوې یوه ویډیو کې په را څرګندېدو اعلان وکړ چې غواړي ځواکونه یې د القاعدې سره څنګ په څنګ جګړه وکړي». د لو مونډ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۷ زکال کې د هغه ځواکونه مزارشریف ښار ته څېرمه او همدارنګه په جلال اباد ښار کې فعال و. د ګلبدین اسلامي حزب د ۲۰۰۸ زکال پر مهال په هغه پوځي جشن باندې د برید مسئولیت پر غاړه واخیست چې نږدې و ولسمشر کرزی په کې ووژل شي، د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې کابل ته څېرمه هغه ته د اړوندو وسله والو په یوه کمین کې اته فرانسوي سرتېري ووژل شول، همدارنګه یې د ۲۰۰۹ زکال د اکتوبر په ۳مه په نورستان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په یوې لرې پرتې اډې برید وکړ چې له امله یې اته امریکايي سرتېري ووژل شول او ۲۴تنه نور ټپیان شول. [۲۱][۲۲][۲۳]

همدارنګه د اسلامي حزب د لوړ پوړو چارواکو او طالبانو ترمنځ د شخړو او د افغان دولت لوري ته د هغوی د تېښتې راپورونه ورکړل شول. د دغه ګوند د رهبري لسګونو لوړ پوړو غړو د ۲۰۰۴ زکال په مۍ میاشت کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او «په څرګنده بڼه یې له القاعدې او طالبانو سره د اسلامي حزب له اتحاد سره مخالفت اعلان کړ». ویل کېږي چې د ۲۰۰۴ زکال له ټاکنو وړاندې د ګلبدین د اسلامي حزب ۱۵۰ تنه غړي د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې دولت سره یوځای شول. په ۲۰۰۴ زکال کې د جیمز ټاون بنسټ د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال رحمان اوغلو د خبرو پر بنسټ راپور خپور کړ چې د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب غړي «د کابینې د وزارتونو له څوکیو رانیولې تر ټیټو پوړیو پورې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه دولتي څوکۍ په واک کې لري». په ۲۰۱۰ زکال کې خبریال مایکل کرولي ولیکل چې د ګلبدین د اسلامي حزب سیاسي مټ (د ارغندیوال اسلامي حزب) د افغانستان د پارلمان له ۲۴۶ څوکیو څخه ۱۹ څوکۍ په واک کې لري په داسې حال کې چې «ادعا کوي حکمتیار ته نه اړوندېږي، خو ډیر کم شمېر یې بیا پر دې باور لري».[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۰۸ زکال کې ایساف ځواکونو اټکل وکړ چې د اسلامي حزب پوځي برخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه جنګیالي لري چې په دغو کې نیم مهاله جنګیالي هم شاملېږي.[۲۸]

په ۲۰۰۹ زکال کې د اسلامي حزب جګړه نه کوونکې ډلې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند ثبت کړ. [۲۹]

د ۲۰۱۰ زکال د مارچ په لومړیو کې راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو او د ګلبدین د اسلامي حزب وسله وال په ګډه سره په بغلان ولایت کې جګړه کوي. [۳۰]

په ۲۰۱۶ زکال کې د سولې هوکړه[سمول]

د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر په ۲۲مه د افغانستان دولت له اسلامی حزب سره د سولې د هوکړې مسوده لاسلیک کړه. د دغې هوکړې د مسودې پر بنسټ اسلامي حزب هوکړه وکړه چې له جګړې به لاس اخلي، له افراطي ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کوي؛ افغان دولت هم ژمنه وکړه چې ګوند به یې په رسمیت وپېژني او پر هغو باندې به د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو د بندیزونو په لغو کولو کې ګام واخلي. همدارنګه یې ګلبدین ته په دولت کې د یوې افتخاري څوکۍ ژمنه هم ورکړه.

دغې هوکړې د سپټمبر په ۲۹مه وروسته له هغه رسمیت وموند چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار د یوې ویډیويي اړیکې په ترڅ کې هغه لاسلیک کړه. افغان دولت د ۲۰۱۶ زکال په ډسمبر میاشت کې په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغوښتل د دغې ډلې په مشرانو باندې بندیزونه لغو کړي، همدا و چې ملګرو ملتونو دغه بندیزونه د ۲۰۱۷ زکال د فبروي په ۳مه نېټه لغو کړل. [۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split, David C. Isby, June 2, 2004
  2. Muhammad Tahir (په June 29, 2008 باندې). Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency. Jamestown Foundation
  3. Seth Jones, "The Rise of Afghanistan's Insurgency: State Failure and Jihad", International Security, vol 32, no. 4 (2008) pages 28–29
  4. Muhammad Tahir (په June 29, 2008 باندې). Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency. Jamestown Foundation
  5. Our Man in Kabul?, Michael Crowley, The New Republic, March 9, 2010
  6. "Afghanistan's Hekmatyar says heading for Doha with Karzai, Abdullah Abdullah to meet Taliban - Al Jazeera". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-16. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. AFP (2021-08-18). "Taliban met ex-Afghan leader Karzai, Abdullah Abdullah". Brecorder (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Macias, Natasha Turak,Amanda (2021-08-18). "Ousted Afghan President Ashraf Ghani resurfaces in UAE after fleeing Kabul, Emirati government says". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Ghani says he backs talks as Taliban meet with Karzai, Abdullah. New Age.
  10. Sands, Chris; Fazelminallah, Qazizai (2019). Night Letters: Gulbuddin Hekmatyar and the Afghan Islamists Who Changed the World. London: Hurst & Company. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-199-32798-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "DECLASSIFIED UK: How MI6 backed 'right-wing religious fanatics' in Afghanistan". 4 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Amstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. Diane Publishing. OCLC 948347893. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7881-1111-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Muhammad Tahir (په June 29, 2008 باندې). Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency. Jamestown Foundation
  14. Rashid, Taliban, (2000), p.92
  15. The Columbia World Dictionary of Islamism, Olivier Roy, Antoine Sfeir, editors, (2007), p.133
  16. The Columbia World Dictionary of Islamism, Olivier Roy, Antoine Sfeir, editors, (2007), p.133
  17. Muhammad Tahir (په June 29, 2008 باندې). Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency. Jamestown Foundation
  18. Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split, David C. Isby, June 2, 2004
  19. "2001 Report on Foreign Terrorist Organizations", "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organizations List" October 23, 2002, "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organizations List" January 30, 2003, "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organization Designations Table" December 30, 2004, "Fact Sheet:Foreign Terrorist Organizations (FTOs)" October 11, 2005, "Country Reports on Terrorism: Chapter 8 -- Foreign Terrorist Organizations" April 28, 2006
  20. "U.S. Designates Foreign Terrorist Organizations: List includes 42 groups, 43 others deemed “of concern”" April 30, 2007
  21. Afghanistan: Skeptics Urge Caution Over Purported Hekmatyar Cease-Fire Archived 2007-08-14 at the Wayback Machine. July 19, 2007
  22. "Les zones d'influence talibanes en Afghanistan". Le Monde. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Our Man in Kabul?, Michael Crowley, The New Republic, March 9, 2010
  24. Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split, David C. Isby, June 2, 2004
  25. "Commanders Line Up Behind Karzai". Institute for War & Peace Reporting. September 14, 2004. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Our Man in Kabul?, Michael Crowley, The New Republic, March 9, 2010
  27. Muhammad Tahir (په June 29, 2008 باندې). Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency. Jamestown Foundation
  28. Tyson, Ann Scott (په June 15, 2008 باندې). A Sober Assessment of Afghanistan.
  29. "Political parties/groups and leaders in Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Hizb-e-Islami militants fight Taliban, defect to Afghan govt", Daily Times, 8 March 2010.
  31. "Afghanistan Signs Draft Peace Deal With Faction Led by Gulbuddin Hekmatyar". The New York Times. 23 September 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Afghanistan takes a step toward peace with notorious ex-warlord". Los Angeles Times. 22 September 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)