وحدت ګوند (حزب وحدت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند (دري: حزب وحدت اسلامی افغانستان) چې په لنډه بڼه د وحت ګوند یا حزب وحدت په نوم پېژندل کېږي په افغانستان کې هغه سیاسي ګوند دی چې د ۱۹۸۹ زکال پر مهال تاسیس شو. دغه ګوند هم د افغانستان د نورو معاصرو ګوندونو په څېر د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د شوروي اتحاد پر وړاندې په جګړې او بیا وروسته د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال د کابل په ویجاړۍ او د کابل د اوسېدونکو په عام وژنه کې ونډه لرله.

دغه ګوند د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د جګړې او د ویجاړیو د یو اصلي لوبغاړي په توګه راڅرګند شو. سیاسي اسلام پالنې د دغه ګوند د ډیری کلیدي رهبرانو ایډیالوژي جوړوله، خو دغه ګوند په تدریجي ډول د هزاره قومي بنسټ پر لور تمایل وموند او په ټولنه کې د هغوی د سیاسي غوښتنو په اصلي استازي واوښت. د دغه ګوند ایډیالوژیکې مخینې او قومي ملاتړیز بنسټ په دوامداره توګه د هغو د سیاسي طرحې جوړښت رامنځته کړی. یاد ګوند د شوروي پر وړاندې په جګړې او د افغانستان په کورنۍ جګړې کې د خپلې ونډې پر مټ د افغانستان د هزاره وګړو ترمنځ پام وړ سیاسي ځایګی موندلی.

ورته مهال تر ۲۰۰۹ زکال پورې دغه ګوند تر دې کچې وپاشل شو چې د خپل پخواني ډول په کچه باندې یې نه سیاسي ځایګی او نه یې هم له هغو سره چندان ورته والی درلود. تر دغه مهاله دغه ګوند په څلورو سیالو ډلو ویشل شوی و چې هرې یوې یې په جلا بڼه د وحدت ګوند د مالکیت او میراث ادعا لرله. [۱]

مخینه[سمول]

د ۱۹۷۹ زکال پر مهال په هزاره جاتو کې د شوروي تر ملاتړ لاندې افغان دولت له بې واکه کېدو وروسته دغه سیمه د انقلابي شورا تر کنټرول لاندې راغله؛ هغه جوړښت چې په ډېرې چټکتیا سره په دغه سیمه کې رامنځته شو. ډیر ژر دغه جوړښت د یو شمېر نویو راډیکال اسلام پالو ډلو له خوا چې د واک پر سر په شخړو او ایډیالوژیکو مبارزو بوختې وې وننګول شو او واک یې له لاسه ورکړ؛ په داسې حال کې چې د دوی ترمنځ کړکېچونو سوله ئیزه بڼه لرله او په یو موټي ډول یې د شوروي اتحاد ځواکونه په نښه کول. دغه مهال د شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې جګړه د یو ایډیالوژیک شور او حرارت له مخې پیل شوې وه، خو هېڅ ډلې ونشو کولای د هزاره جاتو د سیاسي کنټرول پایلې په خپلې ګټې سره تمامې کړي. د ۱۹۸۰مې لسیزې په دویمه نیمايي کې ټوله دغه سیمه په ګډوډیو کې ښکېل شوه او هر بنسټ د ځانګړې محدودې په لرلو خپل واک چلاوه. بالاخره د سیمه ییزو وګړو او د دغو ډلو د مشرانو ترمنځ د یو موټي کېدو اړتیا په پراخه کچه احساس شوه. [۲][۳][۴][۵][۶]

په سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه هڅې څو ځله ناکامې شوې. اتحادونه او ائتلافونه جوړ او بېرته وپاشل شول. په دغو کې تر ټولو پام وړ او اغېزمن ائتلاف د ائتلافي شورا په نامه و چې د ۱۹۸۵ زکال پر مهال د ایران پلوه اتو مخکښو ډلو ترمنځ د ایران په پلازمېنه تهران کې رامنځته شو. دغه چاره د دغو ډلو د رهبرانو له خوا په یو موټې بڼه د چارو د ترسره کولو په برخه کې تر ټولو اغېزمن ګام و چې د وحدت ګوند د جوړېدو بنسټ یې برابر کړ. ورته مهال دغه ائتلاف د هزاره مجاهدینو په استازولۍ د پاکستان په پېښور کې د سني مجاهدینو له اصلي ډلو سره مذاکره وکړه څو د دوی ترمنځ بې پایلې ایډیالوژیک اصکاک له منځه یوسي، خو په دغه چاره کې پاتې راغلل. له همدې امله اړتیا وه څو په سیمه کې د ثبات په موخه پام وړ راډیکال ګام واخیستل شي. [۷][۸]

وروسته له هغه چې شوروي اتحاد د ۱۹۸۸ زکال په جنوري کې د خپلو ځواکونو د ویستو اعلان وکړ، باور دا و چې د کابل دولت به ډیر ژر سقوط وکړي له همدې امله هرې ډلې لاس پورې کړ څو په سیاست کې د برخې اخیستو لپاره بیاځلي خپل جوړښتونه ترتیب او تنظیم کړي. ورته مهال د کابل حکومت او د خلق دیموکراتیک ګوند د شدیدو قومي او ډله ییزو سیالیو شاهد شو. د دولت پر راتلونکې باندې د هغوی بې باوري لامل وګرځېده د مشابه قومي ډلو ترمنځ نوي سیاسي جوړښتونه رامنځته شي او په دې سره د مجاهدینو او د خلق دیموکراتیک ګوند د چارواکو ترمنځ ایډیالوژیک درځ له منځه ولاړ. بل پلو په پېښور کې د سني مجاهدینو د ګوندونو په مشرۍ د لنډ مهالي دولت د جوړولو په اړوندو خبرو کې په تهران کې د شیعه مجاهدینو اتحاد له پامه وغورځول شو. د دغو بدلونونو ترکیبي اغېز دا شو چې د هزاره ګانو بنسټونه له خپلو سني سیالانو سره په جمعي او قاطعانه بڼه مذاکرې ته مخه کړي څو دوی هم په راتلونکي حکومت کې برخه ترلاسه کړي. همدغه چاره لامل وګرځېده څو ټولې سیاسي او نظامي ډلې د اتحاد په موخه ادغام او د یو واحد ګوند تر چتر لاندې په سیمه باندې په حاکم سیاست کې ونډه ترلاسه کړي. دغو ډلو ته په اړوندو ټولو سیمو کې ګڼ شمېر غونډې ترسره شوې څو د نوي ګوند ماهیت او ترکیب او په هغو کې د شاملو ډلو رول او ونډه وټاکي. د ۱۹۸۸ زکال په اګست میاشت کې د بامیانو ولایت مرکز د هزاره مجاهدینو لاس ته ورغی. دغې چارې د یو منطقوي بنسټ جوړښت اسانه او هغو ته یې لیوالتیا لا زیاته کړه. په ښار باندې د دولت د کنټرول د له منځه وړو عملیات د ګڼ شمېر ډلو د مجاهدینو له خوا ترسره شول. په دغو کې د نصر سازمان (سازمان النصر) مرکزي رول درلود چې د ټولو ډلو ترمنځ یې همغږي رامنځته کوله. دغه پرمختګ د هزاره جاتو په ټوله سیمه کې د کابل د دولت د کنټرول د له منځه وړو په معنی و. [۹]

له دې وروسته بامیان د مهمو سیاسي بدلونونو په مرکز واوښت. دغې چارې په سیمه کې د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د اتحاد په موخه یو نوی محرک رامنځته کړ. د بامیانو د ښار له نیول کېدو نږدې یو کال وروسته د ۱۹۸۹ زکال په جولای میاشت کې دغه ښار د هزاره ګانو د ډلو ترمنځ د وحدت د میثاق یا د یووالي د وروستۍ هوکړې د لاسلیک کېدو کوربه توب وکړ. دغه چاره د داسې مرکزي سیاسي رهبرۍ د جوړېدو لامل وګرځېده چې د سیمه ییزو قوماندانو ترمنځ ډله ییزو یا شخصي سیالیو په کې چندان رول نه درلود. د یووالي د رامنځته کولو لپاره د دغه بهیر توپیر له نورو پخوانیو سره په دې کې و چې دغه بهیر د هزاره جاتو د سیمې له دننه څخه را پیل شو. دغه بهیر د جګړې د واقعیتونو، د بېلابېلو ډلو د رامنځته کېدو او همدارنګه په سیمه کې په پوځي قومندانانو باندې د سیاسي رهبرۍ د کنټرول د له منځته تلو له امله پیل شو. دا د پخوانیو ائتلافونو پر خلاف و ځکه چې هغو په ایران تمرکز درلود او د ایراني چارواکو تر مستقیم نفوذ لاندې وو. ایرانیان له دې ویریدل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو د واحد ګوند شتون په دې معنی دی چې دوی به پر هغو خپل کنټرول له لاسه ورکړي. ویل کېږي چې د افغانستان په چارو کې د ایران د عالي رهبر علي خمیني استازي حسین ابراهیمي دغه مهال هڅې وکړې څو د ایران د نفوذ ساتلو په موخه د یو واحد ګوند له جوړېدو مخه ونیسي. بالاخره د دغه ګوند له جوړېدو وروسته ایرانیانو له هغوی سره د کار کولو پرېکړه وکړه او د تاسیس په لومړیو کې یې هغوی ته د مرستې لاس ورکړ. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Ibrahimi, Niamatullah. 2009. "The Dissipation of Political Capital among Afghanistan’s Hazaras: 2001-2009", Crisis States Working Papers (Working Paper no.51) page 1, London: Crisis States Research Centre, LSE Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine.
  2. Farr, Grant M. 1988. "The Rise and Fall of an Indigenous Group: The Shura of the Hazarajat", Afghanistan Studies Journal No.1: pp. 48-61
  3. Dawlatabadi, Basir Ahmed. 1992. "Shenasnameh ahzab we Haryana-e Casey-e Afghanistan" ("An Introduction to Political Parties and Currents in Afghanistan)." Qom, Iran
  4. Ibrahimi, Niamatullah. 2009. "At the Sources of Factionalism and Civil in Hazarajat", Crisis States Working Papers (Series 2) 41, London: Crisis States Research Centre, LSE
  5. Samangani, M. Hussain Safarzadah. 2001. Salami-e Jihad Dar Afghanistan (Years of Jihad in Afghanistan), Volume 2 Qom, Iran
  6. Ibrahimi, Niamatullah. 2006. "The Failure of a Clerical Proto-State: Hazarajat, 1979-1984", Crisis States Working Papers (Series 2) 6, London: Crisis States Research Centre, LSE Archived 2007-06-26 at the Wayback Machine.
  7. Dawlatabadi, Basir Ahmed. 1999. Shura-e Eatelaf, (The Council of Alliance). Tehran: Thaqalain Cultural Organisation
  8. Yakawlangi, Qorban Ali Earfani. 1993. Hezb-e Wahdat-e Islami Afghanistan: Az kongara ta Kogarah (Hezb-e Wahdat: from Congress to Congress). Qom, Iran: Afghanistan Authors Cultural Centre.
  9. Ibrahimi, Niamatullah. 2009. "The Dissipation of Political Capital among Afghanistan’s Hazaras: 2001-2009", Crisis States Working Papers (Working Paper no.51) page 2, London: Crisis States Research Centre, LSE
  10. Ibrahimi, Niamatullah. 2009. "The Dissipation of Political Capital among Afghanistan’s Hazaras: 2001-2009", Crisis States Working Papers (Working Paper no.51) page 2-3, London: Crisis States Research Centre, LSE