د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، په رسمي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله جګړه (GWOT)، د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ترهګرۍ ضد نړیوال پوځي خوځښت دی چې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته پیل شو او همدارنګه دا تر ټولو وروستۍ نړیواله جګړه  ده چې د څو نورو جګړو لامل شوې هم ده. د دې خوځښت اصلي موخې د وسله والو اسلامپاله او سلفي جهادي وسله والو سازمانونو لکه القاعده، اسلامي دولت او د هغوی نړیوال ملګرو په نښه کول وو، چې د بېلابېلو مسلمانو هېوادونو د حکومتونو د نسکورېدو لپاره یې پوځي بغاوتونه را منځ ته کړل. د دې جګړې د نور لویو اهدافو په لړ کې یو د عراق بعثي و، چې په ۲۰۰۳ کال کې د یوه یرغل په پایله کې نسکور شو، او نور یې بېلابېلې وسله والې ډلې وې چې د عراق د بلو په اوږدو کی جنګېدلې.  [۱][۲][۳][۴][۵]

د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه"، جګړه د یوې استعارې په توګه کاروي ترڅو بېلابېلې کړنې چې د جګړې له دودیز تعریف څخه بهر دي، تشریح کړي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۶نېټه  د متحده ایالاتو ۴۳م ولسمشر جورج ډبلیو بوش په لومړي ځل د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" اصطلاح وکاروله، او څو ورځې وروسته یې دا اصطلاح کانګرس ته په یوه رسمي وینا کې بیا وکاروله. بوش د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې دښمن " او هر هغه دولت چې د دوی ملاتړ کوي، د ترهګرو د یوې سخت دريځه شبکې په توګه " یاد کړ.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د لومړیو جګړو موخه القاعده وه، د افغانستان او پاکستان یې د جګړې اصلي ډګر و. دا سیمه به وروستهد  "افغان­ـ پاک په نوم یاده شي. د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" اصطلاح سمدلاسه د ځینو کسانو له خوا، لکه ریچارډ مایرز چې هغه وخت د ګډ ځواک لوی درستیز و، تر نیوکې لاندې راغله، او په پايله کې د بوش د ادارې له خوا د دې جګړې د تعریف په اړه یو څه متفاوت اصطلاحات وکارول شول. په داسې حال کې چې "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" اصطلاح هېڅکله د متحده ایالاتو په عملیاتو کې په رسمي توګه نه وه کارول شوې، د ترهګرۍ پروړاندې د نړیوالې جګړې د خدمت مډال د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لخوا رامنځ ته شو.   [۱۲][۱۳][۱۴]

د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت او بیا د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې په رسمي توګه اعلان شوه. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې په ۲۳ نېټه د "ترهګرۍ په وړاندې جګړه" پای ته رسیدلې اعلان کړه.  او څرګنده یې کړه چې متحده ایالات به د یو تاکتیک په وړاندې جګړه ونه کړي خو  پرځای به یې د ترهګريزو شبکو پر یوې ځانګړې ډلې تمرکز وکړي. د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د امریکا نور پوځي کمپاینونه هم د ولس او رسنیو له خوا د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" برخه ګڼل شوي دي.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په عراق او سوریه کې د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې د اسلامي دولت راڅرګندېدل، د نړیوال کلک هوډ عملیاتو، او د ترهګریز سازمان د له منځه وړلو لپاره د نړیوالې جګړې لامل شو، چې د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" یو بل عملیات ګڼل کېږي. په ځینو ځایونو کې د لویو جګړو پای او یوازې د ټیټې کچې جنګي عملیاتو پاتې کېدو، د زیاتره لوېديځوالو لپاره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې په څرګند ډول د جګړې پای، یا لږ تر لږه د هغې د اصلي پړاو پای په نښه کړ. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه د متحده ایالاتو پوځ، د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې جګړې لپاره د ملي دفاع خدمت مډال ورکول بند کړل. له ۲۰۲۳ کال راهيسې ، په سومالیا کې د بلوا ضد روانې جګړې په ګډون بېلابېل محاربوي عملیات روان دي. [۲۲][۲۳]

د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" نظر لانجمن پاتې شوی، چې د نيوکه کوونکي تور لګوي چې دا مدني آزادۍ محدودوي او د بشري حقونو څخه د سرغړونه کوي، لکه د متحده ایالاتو د لانجمنو کړنو په ګډون څارنې، شکنجې، او له محاکمې پرته توقيف، او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې د شکمنو ترهګرو تر څنګ، د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل هم شوي دي. د متحده ایالاتو زیاتره کړنې، د نورو هېودانو له خوا هم ملاتړ کېدلې، او په کې هغه ۵۴ هغو هېوادونو هم چې د CIA په تورو سایټونو کې ښکیل دي، یا هغه چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونه کې مرسته کوي.   [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې نیوکې د دې جګړې په اخلاقي دليل، ګټورتوب او لګښت تمرکز کوي. د نړیوالو او عامه چارو لپاره د واټسن انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۱ کال د یوې څېړنې پر بنسټ، متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ پېښو وروسته وروسته د ترهګرۍ ضد څو جګړو کې برخه اخیستې چې په افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه، یمن، سومالیا، فیلیپین او پاکستان کې د ۳۸ ملیونو خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوي؛ چې له دې ډلې ۱۱.۳ میلیونه لا هم بې ځایه پاتې شوي. دا جګړه  له ۱۹۰۰ کال وروسته، د دوهمې نړیوالې جګړې په استثنا، د زیات شمېر جبري بې ځایه کېدو لامل شوې ده. [۳۰][۳۱][۳۲]


دې څېړنې اټکل کړه چې دا جګړه، د ۳۶۴۰۰۰  څخه د زیاتو ملکي وګړو په کډون، د ۸۹۷۰۰۰ څخه تر ۹۲۹۰۰۰ پورې وګړو د مړینې لامل شوې ده او ۸ ټریلیونه امريکایي ډالر لګښت پې راغلی. نیوکه کوونکي په ښکېلو حکومتونو تور لګوي چې د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" د لږکیو د ځپلو یا د داخلي مخالفینو د منزوي کولو، د خلکو په ذهن کې د اسلام دین د بدنامولو لپاره کاروي او په روغتیا او چاپیریال یې د دې جګړې په منفي اغېزو یې نیوکه کړې. نیوکوونکي ټینګار کوي چې د "جګړې" اصطلاح په دې مفهوم کې (لکه د "مخدره توکو پر وړاندې د جګړې" اصطلاح) مناسبه نه ده ځکه چې ترهګري د پیژندلو وړ دښمن نه دی او دا ناشونې ده چې نړیواله ترهګري د پوځي لارې ختمه شي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ایتمولوژي (ریښه پېژندنه)[سمول]

د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې اصطلاح په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، انګلستان او د دوی د متحدینو تر مشرۍ لاندې د هغو سازمانونو او رژیمونو په وړاندې جګړې ته کارلو کېږي چې د دوی له لوري د ترهګر په توګه پېژندل شوي، او معمولا د نورو خپلواکو تروریزم ضد عملیاتو او خوځښتونو لپاره، لکه د روسیې او هند پوځي عملیات، له دې مستثنی ګڼل کېږي. دا جګړې د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې سربېره، په نورو نومونو هم يادې شوې دي. دا جګړې په لاندې نومونو هم یادې شوې دي: 

  • څلورمه نړیواله جګړه (په دې فرض چې سړه جګړه دریمه نړیواله جګړه وه)[۴۰]
  • دریمه نړیواله جګړه [۴۱]
  • د ترهګرۍ پر وړاندې د بوش جګړه[۴۲]
  • اوږده جګړه[۴۳][۴۴]
  • تلپاتې جګړې[۴۵]
  • د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله جګړه[۴۶]
  • د القاعدې پر وړاندې جګړه[۴۷]
  • د ترهګرۍ جګړه (د هغو کسانو له لیدلوري چې وایي دا جګړې د دوامداره بهرنۍ او کورنۍ لاس وهنې له امله د ترهګرۍ د سرچینې په توګه را منځ ته شوې دي؛ همدارنګه د ۲۰۰۶ کال په طنزیه فلم کې چې د «بورات! قزاقستان د ویاړلي ملت د ګټې لپاره د امریکا کلتوري زده کړې» تر سرلیک لاندې دی د "ترهګرۍ په وړاندې جګړه" د ساچا بارون کوهن له خوا په قصدي ډول ناسمه تلفظ شوې ده)  [۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. ""Countdown bin Laden": Obama's pursuit of the 9/11 mastermind". CBS. 12 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "About Us – The Global Coalition to Defeat ISIS". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eric Schmitt (په 26 July 2005 باندې). U.S. Officials Retool Slogan for Terror War.
  4. ""Progress Report on the Global War on Terrorism"" (PDF). White House. September 2003. د کتاب پاڼې 2. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۰۹ باندې. Iraq is now the central front for the war on terror. While the United States and its partners have defeated Saddam Hussein’s regime of terror, enemies of freedom -- both members of the old regime and foreign terrorists who have come to Iraq -- are making a desperate stance to reclaim this liberated nation for tyranny. They will be defeated. In the past, terrorists have cited Beirut and Somalia as examples of America fleeing from challenge when harmed. In this, the President has affirmed, they are mistaken. We are resolved to win the global war on terrorism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Anghie, Antony (2005). "The War on Terror and Iraq in Historical Perspective". Osgoode Hall Law Journal. 43 (1/2): 45–66 – عبر Osgoode. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 17 September 2001 باندې). Kenneth R. Bazinet, "A Fight Vs. Evil, Bush And Cabinet Tell U.S.". Daily News.
  7. "President: Today We Mourned, Tomorrow We Work". georgewbush-whitehouse.archives.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "President Declares 'Freedom at War with Fear'". georgewbush-whitehouse.archives.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 20 September 2001 باندې). Transcript of President Bush's address. CNN
  10. (په 20 September 2001 باندې). Transcript of President Bush's address. CNN
  11. (په 20 September 2001 باندې). Text: President Bush Addresses the Nation.
  12. "Stabilising AfPak theatre". Financialexpress.com. 2009-04-06. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Marc Ambinder (په 20 May 2010 باندې). The New Term for the War on Terror.
  14. Eric Schmitt (په 26 July 2005 باندې). U.S. Officials Retool Slogan for Terror War.
  15. Barack Obama declares the 'War on Terror' is over: President Barack Obama has rejected George W. Bush's doctrine that placed the "war on terror" at the center of American foreign policy The Telegraph, 27 May 2010.
  16. Remarks by the President at the National Defense University The White House, 23 May 2013.
  17. . White House: 'War on terrorism' is over.
  18. "Barack Obama declares the 'War on Terror' is over". The Daily Telegraph. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Obama: 'Global War on Terror' Is Over". U.S. News & World Report. 23 May 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Remarks by the President at the National Defense University" (په انګلیسي ژبه کي). White House. 23 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 2015-06-03 باندې). Now the truth emerges: how the US fuelled the rise of Isis in Syria and Iraq. The Guardian.
  22. (په 9 May 2023 باندې). The US war on terror continues. We just don't talk about it. Chicago Tribune.
  23. Rosen, Tess Bridgeman, Brianna (2022-03-24). "Introduction to Symposium: Still at War – Where and Why the United States is Fighting the "War on Terror"". Just Security (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "FBI Tried to Cover Patriot Act Abuses With Flawed, Retroactive Subpoenas, Audit Finds". Wired (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 1059-1028. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ball, James (22 May 2013). "US rendition: every suspected flight mapped". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "CIA photographed detainees naked before sending them to be tortured". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 28 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Drone Warfare". The Bureau of Investigative Journalism (en-GB) (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Fisher, Max (9 December 2014). "Map: The 54 countries that helped the CIA with its torture-linked rendition program". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Opinion: US drone complex bureaucratizes murder". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Human Cost of Post-9/11 Wars: Direct War Deaths in Major War Zones, Afghanistan & Pakistan (Oct. 2001 – Aug. 2021); Iraq (March 2003 – Aug. 2021); Syria (Sept. 2014 – May 2021); Yemen (Oct. 2002–Aug. 2021) and Other Post-9/11 War Zones". The Costs of War (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Latest Figures | Costs of War". The Costs of War (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Millions displaced by U.S. post 9/11 wars" (PDF). The Costs of War (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "9/11 Legacies │ Assimilation or Islamophobia?: Uyghurs and China's Counter–Terrorist Discourse after 2001". 911legacies.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "9/11 Legacies │ US Pressure for Democratization and Political Opportunity Structures in Egypt since 9/11". 911legacies.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Abbas, Tahir (24 September 2021). "Reflection: the "war on terror", Islamophobia and radicalisation twenty years on". Critical Studies on Terrorism. 14 (4): 402–404. doi:10.1080/17539153.2021.1980182. S2CID 244221750 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Birth Defects and the Toxic Legacy of War in Iraq". MERIP (په انګلیسي ژبه کي). 22 September 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Administration, US Department of Veterans Affairs, Veterans Health. "Airborne Hazards and Burn Pit Exposures – Public Health". publichealth.va.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Ameem Lutfi, and Kevin L. Schwartz (8 September 2021). "20 years later, the legacies of 9/11 and the war on terror have just begun". The Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 2 September 2004 باندې). "War on terror" difficult to define. The Baltimore Sun.
  40. (په 3 April 2003 باندې). Ex-CIA director: U.S. faces 'World War IV'. CNN (په 13 April 2003 باندې). 'We want them to be nervous' (That means you Ali, Bashar and Kim). The Daily Telegraph.کينډۍ:CbignoreElio A. Cohen (20 November 2001). "World War IV". The Wall Street Journal. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Bush likens 'war on terror' to WWIII". ABC News (Australia). 6 May 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Thomas L. Friedman (په 13 September 2009 باندې). Foreign Affairs; World War III. The New York Times. (په 12 March 2004 باندې). World War II Strikes Spain. Daily News.
  42. Thompson, Mark (26 December 2008). "The $1 Trillion Bill for Bush's War on Terror". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په 23 January 2009 باندې). Bush's 'War' On Terror Comes to a Sudden End. (په 28 January 2008 باندې). Bush's War On Terror Shifting Targets. CBS News
  43. "The Long War Against Terrorism". 9 September 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Brownstein, Ronald (6 March 2015). "The Long War". National Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Abizaid Credited With Popularizing the Term 'Long War,'" 3 February 2006: The Washington Post traces history of the phrase "Long War" [۱]
  45. Elizabeth D. Samet, "Literature of the Forever War", The New York Times, 14 August 2016, p. BR29.
  46. "Joint Forces Intelligence Command". 4 February 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Eric L. Bradley, Deputy Commander". 8tharmy.korea.army.mil. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Compensation Package for Bomb Blast Victims". Bisp.gov.pk. 1 January 1970. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 20 February 2007 باندې). A new look for the war on al Qaeda. The San Francisco Chronicle.
  48. Qureshi, Asim (2020). "Experiencing the war 'of' terror: A call to the critical terrorism studies community". Critical Studies on Terrorism. tandfonline.com. 13 (3): 485–499. doi:10.1080/17539153.2020.1746564. S2CID 216220912. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)