اسټرالیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اسټرالیا همګټې سیمې
آسټراليا
بيرغ نښان
د اسټرالیا
نخشه
موقعيت
پلازمېنهکانبیرا
لوی ښار سیډني
حکومت د اسټرالیا پارلمان پارلماني ډېموکراسي او د اسټرالیا حکومت هم وگورۍ
 -  لومړی وزیر مالکولم تورنبول
 -  د اسټرالیا تړون ۳ مارچ ۱۹۸۶ 
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۸ اټکل
 -  ټولټال $۷۹۹.۰۵۴ میلیارده[۱] (۱۸th)
 -  پر کس $۳۶,۹۱۸[۱] (۱۵th)
GDP (nominal)  اټکل
 -  ټولټال ۱.۰۱۳ تریلیونه[۱] (۱۴th)
 -  پر کس $۴۶,۸۲۴[۱] (۱۳th)
بشري پرمختيا (۲۰۰۷) ۰.۹۷۰[۲] (very high) (۲nd)
د وخت سيمه د اسټرالیا وخت[۱] (UTC+۸ to +۱۰.۵)
 -  اوړی (DST) د اسټرالیا وخت[۲] (UTC+۸ to +۱۱.۵)
د موټر چلولو لوری چپ لاس
د انټرنټ مخکښ شپول .au
پيل ګڼ +۶۱

د آسټراليا (استرالیا) همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې گڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي گاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختیځ تیمور، نوې پاپوا ګینه دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې سولومون ټاپوګان، وانواتو او په فرانسې پورې تړلې نوې کالدونیا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نیوزیلنډ هېواد پروت دی

د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداگرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورگډه کړه، او په رسمي توگه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه. څنگه چې د وگړو شمېر مخ په ډېرېدو وه او نوي ځايونه هم موندل کېدل، نو تر ۱۹ مې پېړۍ پورې برطانيې د هېواد نه دباندې په دغې لويې وچې پينځه نورې سلطنتي مستعمرې په کاميابۍ سره جوړې کړې.

په 1 د جنوري 1901 شپږ کالونۍ سره يوځای شوې او همگټې آسټراليا يې جوړه کړه. د اتحاديې د جوړېدو وروسته، آسټراليا د يوه باثباته لېبرال ډيموکراټيک سياسي نظام خپل کړی او تر دم مهال د همگټې هوادونه|همگټې دولتونو غړی هېواد دی. آسټراليا نژدې 20.4 ميليونه وگړي لري چې د همدغو وگړو ډېره برخه په ساحلي ښارونو لکه سیډني، ملبورن، بریزبن، پرت، او ایډلایډ کې مېشت دي.


ایداري وېش[سمول]

  • د اسټرالیا لوی ښارونه:

اسټرالیا ګڼ شمیر لوی او واړه ښارونه لري چې لاندی جدول کې یې څلور لوی ښارونه ښودل شوي.

  • د آسټرالیا هېواد ایالتونه:

د استرالیا هیواد د آیالاتونو نوملړ اسټرالیا له مرکزي سیمې سره په اته ایداري برخو (آیالاتونو ویشل شوې ده.

  1. نیو ساوټ ولز مرکز سیډني
  2. کوینزلنډ مرکز بریزبن
  3. سویلي اسټرالیا آیالات مرکز ایډلایډ
  4. تاسماني آیالات مرکز هوبارټ
  5. ویکتوریا آیالات مرکز ملبورن
  6. لویدیځه اسټرالیا مرکز پرت
  7. د اسټرالیا شمالي سیمه مرکز داروین
  8. د اسټرالیا مرکزي سیمه مرکز کانبیرا
  • د آسټرالیا ټاپوګانې:

د آسټرالیا هېواد ۸۲۲۲ ټاپوګانې لري چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې موقعیت لري، که چېرې یو کس وغواړي ترڅو هره د دغه هېواد له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړي نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي. د آسټرالیا یو شمېر ټاپوګانې له ۱۰۰۰ کیلومتره مربع زیات مساحت لري لکه د تزمانا، فریز او کنګ ټاپوګانې.[۳] د آسټرالیا د ټاپوګانو لیست دلته لیدلی شئ:

آرپوهه[سمول]

د Australia نوم د لاطيني کلمې australis نه راوتلی چې د سوېل يا جنوب مانا لري. په تاريخي لاسوندونو کې د "سوېل ناپېژندلې سيمه" يا (terra australis incognita) هغه افسانه ده چې د آسټراليس نوم پکې راڅرگند شوی. د دې افسانې نېټه د روم د سلطنت وخت ته ورگرځي او د منځني پېر په جغرافيه کې يو عام ځای گڼل کېده، خو د يوې ځانته وچې په اړه د بنسټيزو مالوماتو په توگه دا نوم نه ؤ رابرسېره شوی. د هالنډي ژبې صفتي نوم Australische ("آسټراليايي", چې د "سوېلي" په مفهوم کارېدلی) د هالنډي چارواکو لخوا په باټاويا کې کارېدلی چې د همدې نوم اشاره هغې وچې لور ته شوې چې په ۱۶۳۸ ز. کال کې سوېلي لور ته نوې موندل شوې وه. د لومړي ځل لپاره په انگرېزي د "Australia" لغت، په 1693 ز. کال کې د Les Aventures de Jacques Sadeur dans la Découverte et le Voyage de la Terre Australe په ژباړه کې راښکاره شوی، دا د 1692 ز. کال د يوه فرانسوي ناول دی چې ليکوال يې Gabriel de Foigny دی او د همدې ليکوال قلمي نوم جېکس ساديور [۳] ؤ. الېکساندر دالرېمپل بيا په ۱۷۷۱ ز. کال کې همدا نوم د خپل اثر An Historical Collection of Voyages and Discoveries in the South Pacific Ocean (په سوېلي آرام سمندر کې د سمندري سفرونو او موندنو يوه تاريخي ټولگه)، کې وکاراوه. نوموړي همدا اصطلاح، په ځانگړي توگه د آسټراليا لپاره نه بلکه، د آرام سمندر ټولې سوېلي سيمې لپاره کارولی. په 1793, جيورج شا او سر جېمز سمېت خپل اثر Zoology and Botany of New Holland خپور کړ چې په همدې اثر کې داسې ليکلي ؤ "the vast island, or rather continent, of Australia, Australasia or New Holland" ("د يوه ستر ټاپو، يا د آسټراليا، آسټرال آسيا او يا هم نوي هالنډ د لويه وچه).


د اسټرالیا تاریخ[سمول]

شاوخوا ۵۰ زره کاله وړاندې انسانانو په اسټرالیا کې استوګنه پیل کړې. تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل بوميان د افریقا له لویې وچې څخه اسیا ته ګډه شوي او له هغې وروسته اسټرالیا ته کډوال شي. ځینې ساینسپوهان لیکي چې شاوخوا ۶۵ او د ځینو نورو په باور ۸۰ زره کاله وړاندې انسانانو د اسټرالیا په خاوره کې استوګنه پیل کړې.

بومیان د اسټرالیا هېواد اصلي اوسیدونکي دي چې د اروپایانو له راتګ لسګونه زره کاله وړاندې په اسټرالیا کې اوسېدل. بومي اسټرالیایان په دوو لویو ډلو وېشل شوي چې یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ته ټوریسټریټ ایلنډرز وايي. [۴]اسټرالیا ته د اروپایانو له راتګ مخکې بومي اسټرالیایانو په شاوخوا ۷۰۰ ژبو خبرې کولې خو د وخت په تېرېدلو سره د بومیانو یو شمېر ژبې له مېنځه تللي او اوسمهال شاوخوا ۱۵۰ بومي ژبې کارول کېږي.[۵]

په اسټرالیا کې د افغانانو تاریخ[سمول]

افغانان په اسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. یو شمېر تاریخ پوهان پدې باور دي چې افغانان په اسټرالیا له ۱۸۰ کلونو هم اوږد تاریخ لري او لومړی ځل په ۱۸۳۸ م کال کې ۱۸ افغانان اسټرالیا ته تللي خو یو زیات شمېر لیکل شوي اثار ښیي چې افغانانو لومړی ځل په ۱۸۶۰ کال کې اسټرالیا ته تللي او د اسټرالیا د ټرانسپورټ سیستم او پرمختیا په برخه کې یې مهمه رول لوبولی دی. اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی.[۶][۷] [۸] په ۱۹۷۹میلادي کال کې یواځې ۱۴۹ افغانانو په اسټرالیا کې ژوند کاوه خو د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال یو ځل بیا زرګونه افغانان اسټرالیا ته کډه شوي. د اسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې اوسمهال په اسټرالیا کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان ژوند کوي چې په پښتو،دري او هزارګي ژبو خبرې کوي. د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنه ښيي چې په یاد کال کې تر ټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې کې اوسېدل چې شمېر یې کسانو ته رسیده.[۹]

یو شمېر پدې باور دي چې اوښبه افغانان په هغو سفري اسنادو سره آسترليا ته راننوتل چي په بريتانوي هند كې یې تر لاسه كړي وو. هغوى د اكتشافاتو، كانونو او شخصي كروندو ته د تداركاتو د رسولو په گډون تقريبا" په ټولو ټرانسپورتي ساحو كې كار كاوه• ډير كم شمير ئې په ويكتوريا كې ميشته شول: په ١٩٠١ كال كې په ويكتوريا كې د افغانانو نفوس يوازې اته تنه نارينه له ښځو پرته وو•

د ١٩٢٠ لسيزې په اوږدو كې په آسترليا كې د موټرو او لاريو له رامينځ ته كيدو سره افغاني اوښ واله بيكاره شول• ځيني ئې افغانستان ته ستانه شول، او نورئې د وړو ملكيتونو خاوندان شول•

د افغاني مهاجرينو دوهمه ډله په ١٩٧٩ كال كې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له تيري وروسته آسترليا ته راغله• پر روغتونونو، ښونځيو او جوماتونو باندې د شورويانو د يرغلونو په اثر څه د پاسه دوه ميليونو افغانانو كډې وكړې• آسترليا د هغوى يو كوچنۍ شمير د پناه وړونكو په توگه ومنل چې په دې توگه په افغانستان كې د زيږيدل شوو كسانو شمير د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو كلو كې نږدې ١٠٠٠ تنو ته ورسيد• گڼ شمير ئې په ويكتوريا او نيو سوت ويلز كې ميشته شول•

د شورويانو له وتلو وروسته فرقوي جگړې د طالبانو د راپيدا كيدو سبب شوې چې هغوى بيا په خلكو باندې سخت مذهبې ضوابط تحميل كړل• د بهرنيو هيوادونو په لاسوهنه دوامدارې كورنى جگړې سبب شوې چې لا زيات افغانان له ملك نه كډې وكړې• ځينې ئې آسترليا د پناه وړونكو په توگه ومنل• په ٢٠٠٠ كال كې سختې وچكالۍ څو سوه افغان پناه غوښتونكي آسترليا ته د بيړيو په وسيله راتگ ته وهڅول• په افغانستان كې د زيږيدل شوو شمير په ويكتوريا كې له ٧٦٤ تنو نه په ١٩٩١ كال كې ٥٢٤٦ تنو ته په ٢٠٠٦ كال كى لوړ شو•

ويكتوريا اوس په ټوله آسترليا كې له نيو سوت ويلز وروسته د افغانانو د دوهمې لوئي ټولنې استوگنځۍ دى• زياتره ئې په كارگري، توليدې او ټرانسپورتي دندو بوخت دي• د ٢٠٠٦ كال د سرشميرنې په وخت كې، گڼ شمير ئې د ٣٤ كلونو نه د ټيټ عمر لرونكي مسلمانان وو او د دنديناگ په سيمه كې اوسيدل• د افغانانو له ټولنې سره د افغان آسترليا د هوساينې انجمن په شان سازمانونه مرستې كوي او نوو راغلو كسانو ته د كار، استوگنځې او د استوگنې د نورو مسائيلو په برخه كې مرسته برابروې•


په آسټرالیا کې د افغانانو ټولنې[سمول]

  • د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو ټولنه [۴]
  • په آډېلېډ ښار کې د‌پښتنو ټولنه [۵]
  • په ملبورن ښار کې د افغانانو ټولنه [۶]
  • په برزبن کې د افغانانو ټولنه [۷]

د اسټرالیا جغرافیه[سمول]

د اسټرالیا هېواد شپږ ایالتونه لري چې د نیو سوت وېلر، وېکټوریا، کوینزلنډ، سویلي اسټرالیا، تزمانیا او لویدېځې اسټرالیا په نومونو یادېږي. دغه هېواد همدا راز دوه سیمي هم لري چې د شمالي او د اسټرالیا د مرکزي سیمو نومونه ورکړل شوي. [۸]

نیوساوت وېلز د اسټرالیا تر ټولو لوی او ډېر نفوس لرونکی ایالت دی. په دغه ایالت کې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه کسان ژوند کوي. له نیو سوت وېلز وروسته تر ټولو زیات خلک په وېکټوریا ایالت کې ژوند کوي ۶ اعشاریه ۳ میلیونه کسانو ته رسېږي. ویکټوریا د مساحت له پلوه د اسټرالیا د اصلي وچې ترټولو کوچنی ایالت دی.[۹]

د پورټ جکسن يو منظر، د ساوت هېډ له A Voyage to Terra Australis نه اخيستل شوی. د سيډني ښار د بنسټ ډبره په همدې ځای ايښودل شوې.


پښتو رسنۍ[سمول]

  • اس بي اس پښتو راډیو [۱۰]
  • د افغانانو راډیو
  • شمله راډیو

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ "Australia". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۹-۱۰-۰۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  2. Human Development Report 2009. The United Nations. Retrieved ۵ October ۲۰۰۹.
  3. https://www.sbs.com.au/language/pashto/audio/interesting-facts-about-australian-islands. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. https://www.britannica.com/topic/Australian-Aboriginal
  5. https://www.sbs.com.au/language/pashto/audio/indigenous-conversations-rebuilding-identity-and-culture-through-languages
  6. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/06/160625_gn_afghan_cameleers_australia
  7. https://origins.museumsvictoria.com.au/countries/afghanistan
  8. https://www.sbs.com.au/language/pashto/audio/history-of-afghans-in-australia
  9. https://culturalatlas.sbs.com.au/afghan-culture/afghan-culture-afghans-in-australia