نیوزیلنډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نیوزیلنډ
بە ئینگلیزی: New Zealand
برخه دAustralasia، Australia and New Zealand، Realm of New Zealand
بنسټ ايښودنه۱۳ی ډيسمبر ۱۹۸۶
Native labelAotearoa
Short name🇳🇿
قومي ډلېEuropean New Zealanders، Māori، Asian New Zealanders، Pacific Islanders
Named afterځیلاند
Official languageMāori، New Zealand Sign Language، انگليسي
AnthemGod Defend New Zealand
Cultureculture of New Zealand
Motto text100% Pure
لووچهاقيانوسيه
هېوادنیوزیلنډ
پلازمینهولینګتون
Located in time zoneUTC+13:00، نړيوال همغږی وخت + 12:00
کوارډينېټي موقعيت۴۱°۱۲′۰″S ۱۷۴°۰′۰″E
Coordinates of easternmost point۳۷°۴۱′۳۲″S ۱۷۸°۳۳′۲″E
Coordinates of northernmost point۸°۳۱′۴۸″S ۱۷۲°۳۱′۱۲″W
Coordinates of southernmost point۴۷°۱۷′۲۴″S ۱۶۷°۳۲′۱۳″E
Coordinates of westernmost point۴۵°۵۴′۱۷″S ۱۶۶°۲۵′۳۴″E
ترټولو لوړه څوکهAoraki / Mount Cook
Lowest pointTaieri Plain
Basic form of governmentparliamentary monarchy
Office held by head of statemonarch of New Zealand
هېوادمشرچارلېس، د ويلز شهزاده
Office held by head of governmentPrime Minister of New Zealand
د حکومت مشرChristopher Luxon
Executive bodyGovernment of New Zealand
Legislative bodyNew Zealand Parliament
Highest judicial authoritySupreme Court of New Zealand
Central bankReserve Bank of New Zealand
د وگړو شمېر۵٬۱۱۸٬۷۰۰
Currencyد نوی ځیلاند ډالر
Shares border withآسټراليا
Driving sideکيڼ
Electrical plug typeAS/NZS 3112
FollowsColony of New Zealand
واک ورپاته کيدنه لهColony of New Zealand، Dominion of New Zealand
Language usedانگليسي، انگليسي، New Zealand Sign Language، Māori
Significant eventStatute of Westminster 1931
سيمه۲۶۸٬۰۲۱٫۰ کیلومتره مربع
رسمي وېبځیhttps://www.govt.nz/
HashtagNewZealand
Top-level Internet domain.nz
Flagflag of New Zealand
Coat of armsCoat of arms of New Zealand
Has seal, badge, or sigilSeal of New Zealand
Geography of topicgeography of New Zealand
Railway traffic sideکيڼ
Economy of topicد نیوزیلنډ اقتصاد
Demographics of topicdemographics of New Zealand
Mobile country code530
Country calling code+64
Trunk prefix0
Emergency phone number111
GS1 country code940-949
Licence plate codeNZ
Maritime identification digits512
Map

نوی زیلانډ یا نیوزیلنډ د ارام سمندر په سویل لویدیځه کې له دوو ټاپوګانو جوړ هېواد دی، چې یوې ته یې شمالي ټاپو او بلې ته یې سویلي ټاپو وايي او همداشان ۷۰۰ نور واړه ټاپوګان لري چې ټولټال ۲۶۸۰۲۱ کیلومترمربع مساحت لري. نوی زیلانډ له اسټرالیا نه په ختیځ کې ۲۰۰۰ کیلومتره د تاسمان سمندر په خوا کې واټن لري او په سویل کې بیا له نوي کالډونیا، في جي، او ټونګا نه ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري. د دې هېواد ډول ډول توپوګرافي او د سویلي الپ په ګډون د غرونو لوړ څوکو یې زیاتره تکتونیکي پړاونه او د اورغورځوونکو غرونو تجربې درلودلې دي. د نوي زیلانډ پلازمېنه د ویلینګټون ښار دی، خو اوکلنډ یې بیا ګڼ وګړنیز ښار دی.

د خپل لرې والې له مخې، د نوي زیلانډ ټاپوګان تر ټولو وروستي هغه سیمې دي چې بشر په کې ژوند غوره کړی. د ۱۲۸۰ او ۱۳۵۰ ز کلونو تر منځ، پولی نیزیانو (Polynesians) په دغو ټاپوګانو کې ژوند پیل کړ او وروسته یې د ماوري کلتور رامنځته کړ. په ۱۶۴۲ ز کال کې، هالنډ کشاف، ابیل تاسمان لومړنی اروپايي وو چې نوی زیلانډ یې کشف کړ. په ۱۸۴۰ ز کال کې د بریتانیا استازو او د ماوري مشرانو د وایټانګي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر دې ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت اعلان کړ. په ۱۸۴۱ ز کال کې، نوی زیلانډ د بریتانوي سترواکۍ یوه مستعمره شوه او په ۱۹۰۷ ز کال کې پر یوه حکومت باندې بدل شو؛ خو په ۱۹۴۷ ز کال کې یې بشپړ قانوني خپلواکي تر لاسه او د بریتانیا پاچا د دولت مشر پاتې شو. نن ورځ، د نوي زیلانډ د ۵ میلیوني وګړو زیاتره یې اروپايي نژاده دي، چې بومي ماوري بیا تر ټولو ستر لږکي دي او همداشان اسیايي وګړي او د ارام سمندر وګړي په کې ترتیب سره د لږکیو په توګه پېژندل کېږي. دې حقیقت ته په کتو سره، د نوي زیلانډ کلتور په اصل کې له ماوري او لومړنیو بریتانوي مېشت شویو کسانو او همدا راز له اوسنیو پراخو کډوالو له تنوع نه جوړ شوی دی. رسمي ژبې یې ماوري او د نوي زیلانډ اشاري ژبه ده، چې انګریزې په کې حاکمه او رسمي ژبه ګڼل کېږي.[۱]

نوی زیلانډ د ملګرو ملتونو، د ټولګټو هېوادونو، ANZUS، OECD، ASEAN Plus Six، د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکارۍ، د پاسفیک ټولنې او د پاسفیک د ټاپوګانو د مجمع غړی دی.

د اصطلاح رېشه پېژندنه[سمول]

له نوي زیلانډ څخه لومړنی اروپايي لیدونکی هالنډی کاشف، ابیل ټاسمان و چې دغو جزیرو ته یې د سټاټین لنډ نوم ورکړ او پر دې باور و چې دا د سټاټین لنډ هغه برخه ده چې ژاکوب لومر د سویلي امریکا په سویلي برخه کې لیدلې وه. هنډریک براویر ثابته کړه چې د سویلي امریکا ځمکه په ۱۶۴۳ ز کال کې یو کوچنی ټاپو و، چې هالنډي نقشه رسموونکو بیا د ټاسمان دا کشف په لاتین ژبه Nova Zeelandia چې د هالنډ Zeeland ولایت دی نوم کېښود. وروسته بیا دا نو په انګریزې بڼه کې په نوي زیلانډ باندې واوښت. دا نوم د ډنمارک له Zealand سره کوم تړاو نه لري.[۲][۳][۴][۵][۶]

په ماوري ژبه کې د نو تیریني (Nu Tireni) په بڼه لیکل شوی. په ۱۸۳۴ ز کال کې، هغه سند چې په ماوري ژبه لیکل شوی عنوان یې "He Wakaputanga o te Rangatiratanga o Nu Tireni" دی په انګریزې ژبه وژباړل شو او هغه د نوي زیلانډ د خپلواکۍ اعلامیه وګرځېدله. دا سند د Te W(h)akaminenga o Nga Rangatiratanga o Nga Hapu o Nu Tireni یعنې د نوي زیلانډ د متحده قومونو له خوا چمتو شوې وه او یوه کاپي یې پنځم پاچا ویلیام ته لېږل شوې وه چا چې د نوي زیلانډ د متحده قومونو بېرغ منلی و او هغه څوک چې دا اعلامیه یې د لارډ ګلینیلګ له خوا د یوه مکتوب له لارې په رسمیت پېژندلی و.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۸]

تاریخچه[سمول]

نوی زیلانډ یو له هغو ټاپوګانو دی چې په وروستیو کې انسانان هلته په کې مېشت شوي دي. د راډیوکاربون تاریخ او د ځنګل وهلو شواهد او په ماوري وګړو کې د میټوکنډري د DNA تنوع ښیي چې ختیځ پلي نیسیان د لومړي ځل لپاره د ۱۲۵۰ او ۱۳۰۰ ز کلونو په منځ کې د نوي زیلانډ په ټاپوګانو کې مېشت شول. که څه هم د لرغون پېژندنې او جینیتیکي څېړنو له مخې له ۱۲۸۰ ز کال وړاندې هلته د مېشت کېدو کوم شواهد هم نشته خو هغه څه چې شته هغه د ۱۳۲۰ او ۱۳۵۰ ز کلونو تر منځ هغه مېشتېدل دي چې د نسب پېژندنې د دودونو له مخې رامنځته شوي دي. دا د ارام سمندر د ټاپوګانو له لارې د اوږدو سفرونو د لړۍ د اوج ښکارندوی ده. په راوروستیو کلونو کې، پلی نیسي کډوالو یو بېل کلتور ته پراختیا ورکړه چې اوسمهال د ماوري کلتور په نوم یادیږي. دغو وګړو دوه بېلې قبیلې iwi او hapū رامنځته کړي چې کله نا کله به یې یوه بل سره مرسته کوله، سیالي به یې کوله او همداشان د یوه بل پر وړاندې به یې جګړې کولي. په ځینو وختونو کې، یوه ډله ماوري خلک Rēkohu ته کډه شول، چې اوس د چتام ټاپوګانو په نوم پېژندل کېږي، چېرې چې هغوی خپل ځانګړی ماوروري کلتور رامنځته کړ. د ماوروري نفوس د ۱۸۳۵ او ۱۸۶۲ ز کلونو تر منځ د ماوروري د نسل وژنې له امله چې په ۱۸۳۰ لسیزه کې د تاراناکي ماوري له خوا تر سره شو له منځه ولاړ، که څه هم اروپايي ناروغیو هم په دې نسل وژنه کې خپل رول درلود. په ۱۸۶۲ ز کال کې، یوازې ۱۰۱ ژوندي پاتې شوي کسان په ۱۹۳۳ ز کال کې ووژل شول.[۱۷][۱۸][۱۴][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نګاتي توماتاکوکیري او هالنډي کاشف ابیل ټاسمان د کارکوونکو تر منځ د ۱۶۴۲ کال په دښمنۍ کې، د ټاسمان څلور کارګر ووژل شول او لږ تر لږه یو ماوري کس په کنیسټر ډز سره ووژل شو. اروپایانو بیا تر ۱۷۶۹ ز کال پورې نوي زیلانډ ته را نه غلل، تر څو چې بریتانوی کاشف جیمز کاک د نوي زیلانډ ټولې څنډې نقشه برداري کړي. له کاک وورسته، نوي زیلانډ ته بې شمېره اروپايي او د شمالي امریکا کښتۍ راغلې. هغوی به اروپايي خواړه، فلزي توکي، وسلې او نور مواد له لرګیو، ماوري خوړو، لرغونو اثارو او اوبو سره مبادله کول. پټاټو او پتیله اي توپکو د ماوريانو کرهڼه او جکړه بدله کړه. پټاټې د دې لامل وګرځېدې چې هغوی ته ښه پریمانه خواړه ورکړي او هغوی د دې جوګه وګرځوي تر څو پراخ او اوږده پوځي کمپاینونه پر مخ یوسي. د قبیلو تر منځ د همدې پتیله اي جګړو له امله له ۱۸۰۱ څخه تر ۱۸۴۰ ز کال پورې څه باندې ۶۰۰ جګړې رامنځته شوې چې له امله یې له ۳۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ پورې ماوري خلک ووژل شول. د ۱۹مې پېړۍ له لومړیو، مسیحي مبلغانو په نوي زیلانډ کې پر مېشت کېدو پیل وکړ، چې په پای کې یې زیاتره ماوري وګړي مسیحیت ته ور واړول. په ۱۹مه پېړۍ کې د ماوري وګړو شمېر د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ته را کم شو، چې د دوی د وګړو د همدې کمښت اصلي علت د اروپایانو له خوا ورپېژندل شوې ناروغۍ وي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

حکومت او سیاست[سمول]

نوی زیلانډ مشروطه شاهي او پارلماني دیموکراسي لري، که څه هم اساسي قانون یې مدون نه دی. دویمه الیزابیت د نوي زیلانډ ملکه او د دولت مشره ده. د ملکې استازیتوب بیا عمومي والي کوي چې نوموړې یې د لومړي وزیر به مشوره ټاکي. عمومي والي بیا کولای شي د ولیعهد له انحصاري اختیارونو څخه برخمن واوسي لکه د بې عدالتیو د مواردو څېړنه او د وزیرانو، سفیرانو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو انتصاف او هان په ځینو نادرو مواردو کې کولای شي پارلمان منحل کړي. د پاچاهي او د عمومي والي واکونه د اساسي قانون د محدودیتونو له مخې محدود دي، چې له دې امله هغوی نه شي کولای هغه د وزیرانو له مشورې پرته تر سره کړي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

جغرافیه[سمول]

  1. "English language in New Zealand - Characteristics of New Zealand English". Te Ara - the Encyclopedia of New Zealand. (7 October 2018). 
  2. Wilson, John (March 2009). "European discovery of New Zealand – Tasman's achievement". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bathgate, John. "The Pamphlet Collection of Sir Robert Stout: Volume 44. Chapter 1, Discovery and Settlement". NZETC. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۸. He named the country Staaten Land, in honour of the States-General of Holland, in the belief that it was part of the great southern continent. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mackay, Duncan (1986). "The Search for the Southern Land". In Fraser, B. (المحرر). The New Zealand Book of Events. Auckland: Reed Methuen. د کتاب پاڼي 52–54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wood, James (1900). The Nuttall Encyclopaedia: Being a Concise and Comprehensive Dictionary of General Knowledge. London and New York: Frederick Warne & Co. د کتاب پاڼې iii. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. McKinnon, Malcolm (November 2009). "Place names – Naming the country and the main islands". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Grant (Lord Glenelg), Charles (1836). "Extract of a Despatch from Lord Glenelg to Major-General Sir Richard Bourke, New South Wales". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۲۱ – عبر Waitangi Associates. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Palmer 2008، ص. 41.
  9. Ministry of Health (24 June 2021). "COVID-19: Elimination strategy for Aotearoa New Zealand". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Larner, Wendy (31 May 2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "COVID-19 in Aotearoa New Zealand"]. Journal of the Royal Society of New Zealand 51 (sup1): S1–S3. doi:10.1080/03036758.2021.1908208. 
  11. (په 17 December 2019 باندې). Using 'Aotearoa' and 'New Zealand' together 'as it should be' - Jacinda Ardern. Newshub.
  12. Williamson, Maurice (10 October 2013). "Names of NZ's two main islands formalised" (Press release). New Zealand Government. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Brunner, Thomas (1851). The Great Journey: An expedition to explore the interior of the Middle Island, New Zealand, 1846-8. Royal Geographical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Mein Smith 2005، ص. 6.
  15. King 2003، ص. 41.
  16. Hay، Maclagan او Gordon 2008، ص. 72.
  17. Murray-McIntosh, Rosalind P.; Scrimshaw, Brian J.; Hatfield, Peter J.; Penny, David (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Testing migration patterns and estimating founding population size in Polynesia by using human mtDNA sequences"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 95 (15): 9047–52. doi:10.1073/pnas.95.15.9047. PMID 9671802. Bibcode1998PNAS...95.9047M. 
  18. McGlone, M.; Wilmshurst, J. M. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dating initial Maori environmental impact in New Zealand"]. Quaternary International 59 (1): 5–16. doi:10.1016/S1040-6182(98)00067-6. Bibcode1999QuInt..59....5M. 
  19. Wilmshurst, J. M.; Anderson, A. J.; Higham, T. F. G.; Worthy, T. H. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dating the late prehistoric dispersal of Polynesians to New Zealand using the commensal Pacific rat"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 105 (22): 7676–80. doi:10.1073/pnas.0801507105. PMID 18523023. Bibcode2008PNAS..105.7676W. 
  20. Jacomb, Chris; Holdaway, Richard N.; Allentoft, Morten E.; Bunce, Michael; Oskam, Charlotte L.; Walter, Richard; Brooks, Emma (2014). "High-precision dating and ancient DNA profiling of moa (Aves: Dinornithiformes) eggshell documents a complex feature at Wairau Bar and refines the chronology of New Zealand settlement by Polynesians". Journal of Archaeological Science 50: 24–30. doi:10.1016/j.jas.2014.05.023. http://researchrepository.murdoch.edu.au/id/eprint/23310/. 
  21. Walters, Richard; Buckley, Hallie; Jacomb, Chris; Matisoo-Smith, Elizabeth (7 October 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mass Migration and the Polynesian Settlement of New Zealand"]. Journal of World Prehistory 30 (4): 351–376. doi:10.1007/s10963-017-9110-y. 
  22. Roberton, J. B. W. (1956). "Genealogies as a basis for Maori chronology". Journal of the Polynesian Society 65 (1): 45–54. Archived from the original on 2020-03-10. https://web.archive.org/web/20200310165840/http://www.jps.auckland.ac.nz/document/Volume_65_1956/Volume_65%2C_No._1/Genealogies_as_a_basis_for_Maori_chronology%2C_by_J._B._W._Roberton%2C_p_45%EF%BF%BD54/p1. Retrieved 2022-02-02. 
  23. Te Hurinui, Pei (1958). "Maori genealogies". Journal of the Polynesian Society 67 (2): 162–165. Archived from the original on 2018-02-12. https://web.archive.org/web/20180212111816/http://www.jps.auckland.ac.nz/document//Volume_67_1958/Volume_67,_No._2/Maori_genealogies,_by_Pei_Te_Hurinui,_p_162-165/p1. Retrieved 2022-02-02. 
  24. Moodley, Y.; Linz, B.; Yamaoka, Y. et al. (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Peopling of the Pacific from a Bacterial Perspective"]. Science 323 (5913): 527–530. doi:10.1126/science.1166083. PMID 19164753. Bibcode2009Sci...323..527M. 
  25. Ballara, Angela (1998). Iwi: The Dynamics of Māori Tribal Organisation from c. 1769 to c. 1945 (الطبعة 1st). Wellington: Victoria University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780864733283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Clark, Ross (1994). "Moriori and Māori: The Linguistic Evidence". In Sutton, Douglas (المحرر). The Origins of the First New Zealanders. Auckland: Auckland University Press. د کتاب پاڼي 123–135. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Davis, Denise (September 2007). "The impact of new arrivals". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Davis, Denise; Solomon, Māui (March 2009). "Moriori – The impact of new arrivals". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Mitchell, Hillary (10 February 2015). "Te Tau Ihu". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. Ministry for Culture and Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Salmond, Anne (1991). Two Worlds: First Meetings Between Maori and Europeans 1642–1772. Auckland: Penguin Books. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-670-83298-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Fitzpatrick, John (2004). "Food, warfare and the impact of Atlantic capitalism in Aotearo/New Zealand". Australasian Political Studies Association Conference: APSA 2004 Conference Papers. Archived from the original on 11 May 2011. https://web.archive.org/web/20110511142553/https://www.adelaide.edu.au/apsa/docs_papers/Others/Fitzpatrick.pdf. Retrieved 2 February 2022. 
  32. Brailsford, Barry (1972). Arrows of Plague. Wellington: Hick Smith and Sons. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-456-01060-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Wagstrom, Thor (2005). "Broken Tongues and Foreign Hearts". In Brock, Peggy (المحرر). Indigenous Peoples and Religious Change. Boston: Brill Academic Publishers. د کتاب پاڼي 71 and 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-13899-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lange, Raeburn (1999). May the people live: a history of Māori health development 1900–1920. Auckland University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86940-214-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. King 2003، ص. 122.
  36. Mein Smith 2005، ص. 23.
  37. "New Zealand's Constitution". Office of the Governor-General of New Zealand of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 15 February 2005 باندې). Factsheet – New Zealand – Political Forces.
  39. کينډۍ:Cite work
  40. "The Role of the Governor-General". Office of the Governor-General of New Zealand of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Harris, Bruce (2009). "Replacement of the Royal Prerogative in New Zealand". New Zealand Universities Law Review 23: 285–314. http://www.britannica.com/bps/additionalcontent/18/41876855/REPLACEMENT-OF-THE-ROYAL-PREROGATIVE-IN-NEW-ZEALAND. Retrieved 28 August 2016. 
  42. "The Reserve Powers". Office of the Governor-General of New Zealand of New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

سرچینې[سمول]