ماوريان
| ژبې |
|---|
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وګړو شمېر | |
| ځايي ژبې | |
| ځانګړې وېشنيزه | |
| هېواد | |
| دین |
| برخه د |
|---|
ماوري يا ماوريان انګليسي ژبه: Māori people د پولینیشیايي نسل خلک دي چې په لسمه مېلادي پېړۍ کې د آرام سمندر له تودو او استوایي ټاپوګانو څخه د نیوزیلینډ معتدله ټاپوګانو ته مهاجر شوي او د ماوري تمدن بنسټ يې ايښی دی. په ۲۰۰۷ کال کې د دغې قبیلې نفوس شاوخوا ۶۰۰ زرو تنو ته ورسېد. د دې خلکو اصلي ژبه ماوري ژبه ده.
تاریخ
[سمول]ځینې سرچینې راپور ورکوي چې ماوريان د منځنۍ پېړۍ په لومړیو کې نیوزیلینډ ته راغلي. ماوريان خپله وايي چې دوی په اصل کې د هاوایی ټاپو اوسیدونکي وو او د "واکا" په نوم په لویو کښتیو کې د خوړو او نوې ځمکې په لټه کې دې ځای ته راغلي دي. دوی په لرې واټن کې د اوبو پر سر د ځمکې یوه ټوټه ولیده چې یوه اوږده سپینه ورېځ پرې ولاړه وه، دوی دې ځمکې " آوتاروا " نوم ورکړ، چې مانا یې د "سپینېو ورېځو ځمکه" ده چې وروسته په نيوزيلينډ ونومول شو. د ماوري قومونو په خپل منځ کې ډېرې شخړې او جګړې رامنځته شوي، مګر آوتاروا دومره لویه ځمکه وه چې د هرچا لپاره يې ځای درلود، او هره ډله په یوه سیمه کې میشته وه. [۴]
د ۱۸ مې پېړۍ په منځ کې، نور اروپایان نیوزیلینډ ته راغلل او ماوريان یې ډېر اغېزمن کړل. نويو راغلو اروپايانو پرمختللي اوزار لرل چې مايوريان يې دوی ته مايله کول، خو له بلې خوا د مالګې په بدل کې د ماوريانو د ځمکو اخيستل د ماوريانو غوسه راوپاروله. د ځمکو پرسر د اروپايانو او مايوريانو شخړې په جنجال واوښتې بلاخره مايوري مشرانو او برېتانوي استازو د ۱۸۴۰ز کال د فبرورۍ په ۶مه د وایتانګي تړون په نوم یو تړون لاسلیک کړ. [۵]
په ۱۸۵۶ز کال کې، ماوريان د لومړي ځل لپاره د "لومړي پوتاتاوی پاچا" په نوم یو پاچا وټاکه. د یو لړ جنګونو په تعقیب چې د ماوريانو او اروپایي استعمارګرو ترمنځ تسره شول چې په تاريخ کې د ماوري جګړو په نوم پېژندل کيږي ، د ماوريانو ځمکه یوه ضعیفه او ځپل شوې ځمکه شوه ، او دې خاورې خپله زرغونتیا له لاسه ورکړه. د اروپايي کډوالو سره راغلې ناروغۍ او د جګړې دوام د ډېرو ماوريانو د مړينې سبب وګرځېدې. په ۱۷۶۹ز کال کې، یوازې ۱۲۰,۰۰۰ ماوريان ژوندي پاتې شول، او دا شمېر په ۱۸۹۶ز کې ۴۲,۰۰۰ تنو ته راټیټ شو. په شلمه پېړۍ کې، د ماوري نفوس لږ څه زیات شو او شاوخوا ۵۰,۰۰۰ تنو ته ورسېد. دا شمېره د نیوزیلینډ د اوسني نفوس شاوخوا ۱۲.۲٪ جوړوي. [۶]
ماوري دودونه
[سمول]ماوري دودونه عبارت له هغه افسانو، عقايدو، کيسو او رواجونو څخه دي چې د نیوزیلینډ د ماوري ټولنې ترمنځ يې د تاريخ په اوږدو کې دوام موندلی دی. د ماوري ټولنې دودونه ، عقیدې او د نړۍ لید د یوې مفصلې افسانې پراساس دی چې د دوی د ټاټوبي پولینیشیا څخه سرچينه اخلي او د نويو شرایطو سره سمه پرمخ تللی دی.
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ سرچينې تړی: https://teara.govt.nz/en/religion-and-society/page-4. بياځلي سمون: ۲۱ جون ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://teara.govt.nz/en/ratana-church-te-haahi-ratana. بياځلي سمون: ۲۱ جون ۲۰۲۰.
- ↑ ويل شوي په: Academia.edu. Academia.edu publication ID: 20725187/Islam_and_Indigenous_Populations_in_Australia_and_New_Zealand.
- ↑ A. H. McLintock's 1966 Encyclopaedia of New Zealand
- ↑ A. H. McLintock's 1966 Encyclopaedia of New Zealand
- ↑ A. H. McLintock's 1966 Encyclopaedia of New Zealand
- هغه پاڼې چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ