د استوا کرښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د استوا کرښه (Equator) د عرض البلد دایره چې شاوخوا ۴۰۰۷۵ کیلومټره (۲۴۹۰۱ مایله) محیط لري او ځمکه پر دوو شمالي نیمکرو وېشي. دا یوه فرضي کرښه ده چې صفر (0) درجې عرض البلد لري او د شمالي او سویلي قطبونو تر منځ پرته ده. [۱]

په فضايي (درې بُعدي) هندسه کې چې په ستورپېژندنه کې کارول کېږي، د یوې دوراني کُرې (لکه: یوه سیارې) استوا (د عرض البلد هغه دایرې) سره چې عرض البلد يې صفر درجې دی، موازي ده. دا د کُرې پر مخ یوه فرضي کرښه ده، چې له قطبونو نه مساوي واټن لري او په شمالي او سویلي نیمکرو يې وېشي. دا د کُرې د غوڅونې ټکی دی چې د دوراني پر محور عموده مستوي ده او جغرافیوي قطبونو تر منځ هر قطب ته په مساوي واټن کې پرته ده.

د استوا پر کرښه او ورنږدې، هره ورځ ټول کال د ماسپښین له خوا لمرنږدې په سر باندې (د سمت الرأس نه کابو۲۳ درجې) نېغ ولاړ وي. په پایله کې، د استوا کرښه د کال په اوږدو کې د ورځې له خوا د تودوخې یو څه ثابته کچه لري. په اعتدال کې (د مارچ ۲۰ او سپټمبر ۲۳) د لمرلاندې نقطه په کمه زاویه د ځمکې له استوا نه تېرېږي، د لمررڼا د ځمکې پر دوراني محور عمودي ځلېږي او ټول عرض البلدونه نږدې ۱۲ ساعته ورځ او ۱۲ ساعته شپه لري. [۲]

رېښه[سمول]

دا نوم د منځنیو پېړیو له لاتیني کلیمې aequator نه په دې عبارت کې اخیستل شوی circulus aequator diei et noctis او معا يې ده 'هغه دایره چې شپه او ورځ سره مساوي کوي'، د لاتینې ژبې aequare کلیمه د "مساوي کولو" په معنا ده. [۳]

د سړک غاړې نښه، چې د کینیا هېواد له نانیوکي سیمې سره نږدې د استوا کرښه په نښه کوي.

عمومي کتنه[سمول]

د ځمکې د استوا عرض البلد د [دایرې د] قوس په 0° (صفر درجه) سره پېژندل کېږي. استوا د ځمکې د پنځو مهمو د عرض البلد دایرو نه یوه ده، څلور نورې یې دوه قطبي دایرې (د شمال قطب دایره او د سویل قطب دایره) او دوه استوايي دایرې دي (د سرطان حاره او د جدی حاره). د استوا کرښه، د عرض البلد یوازینی کرښه او ستره دایره ده – په دې معنا چې مستوي يې د ځمکې کُرې له مرکز نه تېرېږي. د ځمکې د استوا مستوي، چې کله بهر لوري ته افلاکي کُرې ته مرتسم شي، افلاکي استوا راپېژني. 

د ځمکې د موسمونو په څرخ کې، استوايي مستوی په کال کې دوه ځله له لمر نه تېرېږي: په اعتدال کې په مارچ او سپتمبر میاشتو کې. یوه کس ته چې په ځمکه کې دي، لمر داسې برېښي چې په یادو وختونو کې يې د استوا کرښې په اوږدو (یا د افلاکي استوا په اوږدو) کې حرکت کوي.

له الهیو داس رولاس (Ilhéu das Rolas) نه تېرېدونکې په نښه شوې استوا کرښه، ساو تومې او پرینسیپ (São Tomé and Príncipe)

د استوا کرښې په نښه کوونکې د مارکو زیرو یادڅلی، ماکاپا، برازیل

پر استوا کرښه پرتې سیمې ترټولو لنډ لمرخاته او ترټولو لنډ لمرپرېواته تجربه کوي، ځکه د لمر ورځنی مسیر د کال په ډېری وختونو کې د اسمان څنډې (افق) سره نږدې عمود دی. د ورځې اوږدوالی (له لمرخاته نه تر لمرپرېواته) د کال په اوږدو کې نږدې یو شان ثابت دی، خو شپه ۱۴ دقیقې د اتموسفیري انکسار او د دې حقیقت له امله اوږده وي چې، د لمرخاته پیل (یا د لمرپرېواته پای) د لمر سترګه له افق سره په مرکز کې نه، بلکې په بره برخه کې له مماس سره کېږي.

ځمکه په استوا کې لږه راوتلې ده او منځنی قطر یې ۱۲۷۴۲ کیلومټره (۷۹۱۸ مایله) دی، خو په استوا کې قطر د قطبونو له قطر نه نږدې ۴۳ کیلومټره (۲۷ مایله) ستر دی.[۴]

له استوا کرښې سره نږدې سیمې، لکه: د فرانسوۍ ګېنا هېواد په کورو سیمه کې د ګینا فضايي مرکز، د فضايي بندرونو لپاره ښه ځایونه دي، ځکه دوی د هر عرض البلد تر منځ تر ټولو چټک دوراني سرعت لري، ۴۶۰متره (۱۵۰۹ فوټه) پر ثانیه. اضافي شوی سرعت پر ختیځ (د ځمکې د دوران پر لور) د ځمکې مدار ته د فضايي بېړیو د توغولو د سون توکو اړتیا راکموي او په هممهاله ډول د اپولو سپوږمۍ په څېر ماموریتونو پر مهال د میلان د صافولو لپاره د ګرانبیه تمریناتو مخه نیسي. [۵]

جیوډیزی[سمول]

کره موقعیت[سمول]

د استوا کره ځای دقیقاً ثابت نه دی، سمه استوايي مستوي د ځمکې پر دوراني محور عمود ده او د یوه کال په اوږدو کې ۹ مټره (۳۰ فوټه) خوځښت لري. دا اغېز باید په تفصیلي جیوفزیکي کچه اخیستنو کې په پام کې ونیول شي.

جیولوجیکي نمونې ښيي چې، استوا کرښې د ۱۲ میلیونه نه ۴۸ میلیونه کلونو مخکې موقعیتونه په پام وړ کچه بدل کړي دي، ځکه هغه رسوبي مواد چې د سمندر حرارتي جریانونو په وسیله تل ته شوي دي، په استوا کې ځای پرځای شوي دي. د حرارتي جریانونه په وسیله رسوبات د ځمکې د محور په وسیله معلومېږي، چې د ځمکې د سطحې لمریز پوښښ ټاکي. کولای شو د اورغورځونکو ټاپوګانو لړۍ په جغرافيوي نقشه کې، چې د ځمکې د قشر لاندې ګرمو نقاطو کې د محور او قشر د خوځښت له امله رامنځته شوي دي، د ځمکې په محور کې بدلونونه وګورو. دا چاره د هندی ټکټونیک پوښ چې د اوراسیا ټکټونیک پوښ سره متصادم شوی او د همالیا لوړې یې رامنځ ته کړې دي، اړیکه لري. [۶]

کره اوږدوالی[سمول]

د جیوډیزی نړیوال انجمن (IAG) او د اسټرونومي نړیواله اتحادیه (IAU) یوه استوايي شعاع کاروي چې ۶۳۷۸,۱۳۶۶ کیلومټره یا ۳۹۶۳,۱۹۰۳ مایله ده (چې د AIU 2009 کمیت کې تدوین شوې ده). دا استوايي شعاع د IERS د  او ۲۰۱۰ز کال په کنوانسیونونو کې راغلې ده. همدا استوايي شعاع د IERS د ۲۰۰۳ز کال د بیضوي لپاره هم کارول شوې ده. که په رښتیا دایروي وای، د استوا اوږدوالی به په دقیقه توګه 2π چنده د شعاع وو، چې بیا کېږي ۴۰۰۷۵,۰۱۴۲ کیلومټره یا ۲۴۹۰۱,۴۵۹۴ مایله. GRS 80 (جیوډیټیک مرجع سیسټم ۱۹۸۰) چې د ۱۹۷۹ز کال د استرالیا په کانبیرا کې د IUGG په ناسته کې تایید او ومنل شو هم د ۶۳۷۸,۱۳۷ کیلومټره یا ۳۹۶۳,۱۹۱ مایله استوايي شعاع بیانوي. WGS 84 (نړیوال جیوډیټیک سیسټم ۱۹۸۴ز) چې د کارتوګرافۍ، جیوډيزي او د جی پي اېس په شمول د سټلایټ لارموندنې کې کارېدونکی معیاري سیسټم دی هم استوايي شعاع داسې بیانوي: ۶۳۷۸,۱۳۷ کیلومټره (۳۹۶۳,۱۹۱ مایله). هم د GRS 80 او هم د WGS 84 سیسټمونه د استوا اوږدوالی ۴۰۰۷۴,۰۱۶۷ کیلومټره (۲۴۹۰۱,۴۶۰۹ مایله) بولي. [۷][۸]

جغرافیوي مایل د استوا کرښې د یوې قوس-دقیقې په توګه تعریف کېږي. له همدې کبله دا چې کومه شعاع په پام کې نیولې شوې ده، کمیتونه توپیر لري. د بېلګې په توګه، په WSG-84 کې واټن 1,855.3248 متره (6,087.024 فوټه) دی، خو په  IAU-2000 کې بیا 1,855.3257 متره (6,087.027 فوټه) دی. دلته په ټول واټن کې توپیر له یو ملي متر نه کم (۰,۰۳۹) دی (نږدې ۱,۸۶ کیلومتره یا ۱,۱۶ مایله).

د ځمکې ماډل به عمومي توګه د داسې کُرې په بڼه جوړېږي، چې د خپل محور په اوږدو کې ٪۰,۳۳۶ مستوی شوې ده. دا د دې لامل کېږي چې د نصف النهار (یو ستره دایره چې د دواړو قطبونو نه تېرېږي) په پرتله چې د استوا کرښه ٪۰,۱۶ اوږده وي. د IUGG معیاري نصف النهار، تر ټولو نږدې ملي متر ته، 40,007.862917 کیلومټره (24,859.733480 مایله) دی، یو قوس-دقیقه چې 1,852.216 متره (6,076.82 فوټه) ده، ښيي چې SI معیاري سمندري مایل 1,852 متره (6,076 فوټه او له ۳ مترو (۹,۸ فوټه) نه ډېر د جغرافیوي مایل په پرتله اوږد دی.

سرچینې[سمول]

  1. "Equator". National Geographic - Education. 6 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Equinox: Almost Equal Day and Night, By Aparna Kher". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Definition of equator". OxfordDictionaries.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Equator". National Geographic - Education. 6 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. William Barnaby Faherty; Charles D. Benson (1978). "Moonport: A History of Apollo Launch Facilities and Operations". NASA Special Publication-4204 in the NASA History Series. د کتاب پاڼې Chapter 1.2: A Saturn Launch Site. مؤرشف من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۹. Equatorial launch sites offered certain advantages over facilities within the continental United States. A launching due east from a site on the equator could take advantage of the earth's maximum rotational velocity (کينډۍ:Cvt) to achieve orbital speed. The more frequent overhead passage of the orbiting vehicle above an equatorial base would facilitate tracking and communications. Most important, an equatorial launch site would avoid the costly dogleg technique, a prerequisite for placing rockets into equatorial orbit from sites such as Cape Canaveral, Florida (28 degrees north latitude). The necessary correction in the space vehicle's trajectory could be very expensive - engineers estimated that doglegging a Saturn vehicle into a low-altitude equatorial orbit from Cape Canaveral used enough extra propellant to reduce the payload by as much as 80%. In higher orbits, the penalty was less severe but still involved at least a 20% loss of payload. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Millions of Years Ago, the Poles Moved — and It Could Have Triggered an Ice Age". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Luzum, Brian; Capitaine, Nicole; Fienga, Agnès; Folkner, William; Fukushima, Toshio; Hilton, James; Hohenkerk, Catherine; Krasinsky, George et al. (2011). "The IAU 2009 system of astronomical constants: the report of the IAU working group on numerical standards for Fundamental Astronomy". Celest Mech Dyn Astr 110 (4): 293–304. doi:10.1007/s10569-011-9352-4. Bibcode2011CeMDA.110..293L. http://www.sai.msu.ru/neb/rw/CelMech110.pdf. 
  8. "General definitions and numerical standards" (PDF). IERS Technical Note 36. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)