آرام سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غلی سمند
آرام سمندر
حداکثر ژوروالی متره
اوسطی ژوروالی متره
وچې آسیا امریکا اسټرالیا انټارکټيکا

ارام سمندر د ځمکې د سیارې له پنځو سمندرونو نه تر ټولو لوی او ژور سمندر دی. له شمال لوري نه تر شمالي منجمد سمندر او په سویل کې تر سویلي سمندر (یا د هغه د تعریف له مخې تر سویلي قطب «انترکتیکا») رسېږي، د لویدیځ له خوا د آسیا او اسټرالیا لویو وچو او له ختیځ لوري د امریکا لویې وچې په واسطه محدود کېږي.

د ۱۶۵ میلیونه ۲۵۰ زره کیلومتر مربع (۶۳ میلیونه ۸۰۰ زره مایل مربع) سطحې په لرلوسره (هغه ډول چې د تعریف له مخې یې د سویلي قطب یا انترکتیکا له سویلي پولې سره نښلي)، د نړۍ د سمندري وېش دغه لویه برخه  او په نوبت سره، دغه هایدروسفیر د ځمکې د اوبو د سطحې ۴۶٪ سلنه او د ځمکې د ټولې سطحې ۳۲٪ پوښي، چې د ځمکې د ټولو وچو له مساحت نه ( چې ۱۴۸ میلیون کیلومتر مربع کېږي) لوی دی. د اوبو د دواړو نیمو کرو او لویدیځې نیمې کرې مرکز په ارام سمندر کې دی. د سمندر څرخېدل (د کورلیوس اغېز له مخې دی) دغه اوبه په دوو لویو خپلواکو برخو وېشي چې د استوا په کرښه کې سره یوځای کېږي: شمالي ارام سمندر او سویلي ارام سمندر. د ګالاپاګوس او ګلیبرت ټاپوګان په داسې حال کې چې د استوا په کرښه کې موقعیت لري، په بشپړ ډول په سویلي ارام سمندر کې بلل کېږي.[۱][۲]

په منځنۍ کچه یې ژوروالی ۴۰۰۰ متره (۱۳۰۰۰ فوټه) ته رسېږي. تر ټولو ژوره نقطه یې (Challenger Deep) په لویدیځ شمالي ارام سمندر کې په ماریانا خندق کې موقعیت لري، چې د نړۍ تر ټولو ژوره نقطه ده او ژوروالی یې ۱۰۹۲۸ مترو (۳۵۸۵۳ فوټه) ته رسېږي. د دغه سمندر په سویلي نیمه کره کې د هاریزون ژوره نقطه په ټونګا خندق کې موقعیت لري چې ژوروالی یې ۱۰۸۲۳ مترو (۳۵،۵۰۹ فوټه) ته رسېږي. د ځمکې درېیمه ژوره نقطه هم په مارینا خندق کې د سیرینا ژوره نقطه ده.[۳][۴][۵]

لویدیځ ارام سمندر ګڼ شمېر لوی سمندرګي لري چې چین سویلي سمندرګی، د چین ختیځ سمندرګی، د جاپان سمندرګی، اوخوستک سمندرګی، د فلیپین سمندرګی، کورال (مرجان) سمندرګی، جاوه سمندرګی او تاسمن سمندرګی په کې شاملېږي.

رېښه

په داسې حال کې چې د آسیا او اقیانوسیې وګړو له تاریخ نه وړاندې مهالونو کې په ارام سمندر کې سفر کاوه، د ارام سمندر لویدیځ د لومړي ځل لپاره په ۱۶ مه پېړۍ کې د اروپایانو له خوا ولیدل شوه، هغه مهال چې هسپانوي کاشف Vasco Núñez de Balboa له پاناما تنګي نه په ۱۵۱۳ ز کال کې تېر شو او لوی «سویلي سمندر» یې کشف کړ، هغه چې ده ورباندې نوم Mar del Sur  (په هسپانوي کې) کېښود. د دغه سمندر اوسنی نوم د پرتګالي کاشف فردیناند مګلان (Ferdinand Magellan) له خوا، په نړۍ کې د هسپانویانو د ګرځېدو پر مهال په ۱۵۲۱ ز کال کې کېښود، ځکه هغه دغه سمندر ته په رسېدو ښکلی باد احساس کړ. هغه ورته Mar Pacífico وویل، چې په دواړو پرتګالي او هسپانوي ژبو کې د «ارام سمندر» په معنا دی.[۶]

سترسمندرګي په ارام اوقیانوس کې

لوی او پراخ سمندرونه

  • اسټرالزین مدیترانین سمندرګی - ۹.۰۸۰ میلیون کیلومتر مربع.
  • فلیپین سمندرګی – ۵.۶۹۵ میلیون کیلومتر مربع.
  • کورال سمندرګی – ۴.۷۹۱ میلیون کیلومتر مربع.
  • چیلین سمندرګی – ۳.۶ میلیون کیلومتر مربع.
  • د چین سویلي سمندرګی – ۳.۶ میلیون کیلومترمربع.
  • تاسمان سمندرګی – ۲.۳ میلیون کیلومترمربع.
  • بېرنګ سمندرګی – ۲ میلیون کیلومتر مربع.
  • اوخوستک سمندرګی- ۱.۵۸۳ میلیون کیلومترمربع.
  • د الاسکا خلیج – ۱.۵۳۳ میلیون کیلومترمربع.
  • د چین ختیځ سمندرګی – ۱.۲۴۹ میلیون کیلو مترمربع.
  • ماردي ګرو سمندرګی -۱.۱۴ میلیون کیلومترمربع.
  • د جاپان سمندرګی – ۹۸۷ زره کیلومترمربع.
  • د سولمون سمندرګی – ۷۲۰ زره کیلومترمربع.
  • بانډا سمندرګی – ۶۹۵ زره کیلومترمربع.
  • ارافورا سمندرګی – ۶۵۰ زره کیلومترمربع.
  • تیمور سمندرګی – ۶۱۰ زره کیلومتر مربع.
  • ژېړ (یلو) سمندرګی – ۳۸۰ زره کیلومتر مربع.
  • جاوا سمندرګی – ۳۲۰ زره کیلومتر مربع.
  • د تایلند خلیج – ۳۲۰ زره کیلومتر مربع.
  • د کارفینټریا خلیج – ۳۰۰ زره کیلومتر مربع.
  • سیلابس سمندرګی – ۲۸۰ زره کیلومتر مربع.
  • سولو سمندرګی – ۲۶۰ زره کیلومتر مربع.
  • بسمارک سمندرګی – ۲۵۰ زره ۴۰۰ کیلومترمربع.
  • انادیر خلیج – ۲۰۰ زره کیلومترمربع.
  • مولاکا سمندرګی -۲۰۰ زره کیلومترمربع.
  • کالیفورنیا خلیج – ۱۶۰ زره کیلومترمربع.
  • تونکین خلیج – ۱۲۶ زره ۲۵۰ کیلومترمربع.
  • هالماهیرا سمندرګی – ۹۵ زره کیلومترمربع.
  • بوهای سمندرګی – ۷۸ زره کیلومترمربع.
  • پاپوا خلیج – ۷۰ زره ۴۰۰ کیلومتر مربع.
  • کورو سمندرګی – ۵۸ زره کیلومتر مربع.
  • بالي سمندرګی – ۴۵ زره کیلومتر مربع.
  • ساوو سمندرګی – ۳۵ زره کیلومتر مربع.
  • سیتو انلنډ سمندرګی – ۲۳ زره ۲۰۳ کیلومتر مربع.
  • سالیش سمندرګی – ۱۸ زره کیلومترمربع.
  • سیرام سمندرګی – ۱۲ زره کیلومترمربع.

جغرافیه

ارام سمندر، اسیا او استرالیا له امریکا لویې وچې جلا کوي. کېدای شي د استوا کرښې په واسطه په دوو برخو شمالي (شمالي ارام) او سویلي (سویلي ارام) ووېشل شي. له  له انترکتیکا یا سویلي قطب نه تر شمال قطب پورې اوږدوالی لري. ارام سمندرګی د ځمکې نږدې یو په درېیمه سطحه جوړوي، چې ۱۶۵ میلیونه ۲۰۰ زره کیلومتر مربع (۶۳ میلیونه ۸۰۰ زره مایل مربع) مساحت لري او د ځمکې سیارې له ټولې وچې نه،  چې ۱۵۰ میلیون کیلومتر مربع (۵۸ میلیون مایل مربع) ښوول شوې، لوی دی.[۷]

ارام سمندر، چې د شمالي قطب له برینګ سمندرګي نه له نږدې ۱۵۵۰۰ کیلومترۍ (۹۶۰۰ مایله) د سویلي سمندر تر ۶۰ سویلي درجو پورې رسېږي (د پخوانیو تعریفونو له مخې هغه د سویلي قطب تر څنډې یا روز سمندرګي رسوي)، ارام اقیانوس د ۵ شمالي درجو په عرض کې ختیځ او لویدیځ لوی عرض لري، چې له اندونیزیا نه د کولمبیا تر سواحلو پورې ۱۹۸۰۰ کیلومتره (۱۲۳۰۰ مایله) ته رسېږي – د ټولې دنیا د چارچاپېر نیمايي او د میاشتې د قطر له پنځه چنده زیاته ده. د ځمکې تر ټولو ژوره نقطه هم په مارینا خندق کې ده چې ژوروالی یې د سمندر له سطحې ۱۰ زره ۹۱۱ متره (۳۵۷۹۷ فوټه، ۵۹۶۶ فاټومه) ده. په منځنۍ کچه د دغه سمندر ژوروالی ۴۲۸۰ متره (۱۴ زره ۴۰ فوټه؛ ۲۳۴۰ فوټومه) او د اوبو حجم یې نږدې ۷۱۰ میلیون کیلومتر مکعب (۱۷۰ میلیون مایل مکعب) ده.[۸]

د ځمکې د جوړښتي اغېزو له امله ارام سمندر له درېو خواوو نه په کال کې ۲.۵ سانتي متره (یو انچ) کوچنی کېږي، چې په کال کې ۰.۵۲ کیلومتر مربع (۰.۲۰ مایل مربع) مساحت کېږي. په مقابل کې اتلانتیک سمندر بیا لوېږي.[۹][۱۰]

د ارام سمندر نامنظمې غربې څنډې ګڼ شمېر سمندرګي لري چې تر ټولو لوی یې سیلابس سمندرګی، کورال سمندرګی، د چین ختیځ سمندرګی (ختیځ سمندرګی)، فلیپین سمندرګی، د جاپان سمندرګی، د چین سویلي سمندرګی (سویلي سمندرګی)، سولو سمندرګی، تاسمان سمندرګی، یلو (ژېړ) سمندرګی (د کوریا لویدیځ سمندرګی)، د اندونیزیا سمندرګي لاره (مالاکا تنګی او توریس تنګی په کې شاملېږي) له لویدیځ نه له هند سمندر او ارام سمندر سره نښلي او ډرېک تېرېدونکې لار او مګلان تنګی ارام سمندر له اتلانتیک سمندر سره په ختیځ کې نښلوي. په شمال کې بېرېنګ تنګی ارام سمندر له شمالي منجمد قطب (ارکتیک سمندر) سره نښلوي.[۱۱]

له ارام سمندر سره په پوله هېوادونه او قلمرونه

خپلواک هېوادونه:

آسټرالياآسټراليا، برونایبرونای، کمبودياکمبوديا،کاناډا کاناډا، چيليچېلي ،چین چین، کولمبياکولمبيا، کوسټاريکاکوستاريکا،اېکوادور اېکوادور،کينډۍ:SLV السلوادور، د مایکرونیزیا فدرال ایالتونه،کينډۍ:Country data Fiji فیجي، ګواتیمالا، هندوراس، اندونیزیا، جاپان، کیرباتي، مالیزیا، مارشال ټاپوګان، مکسیکو، نائورو، نیوزلنډ، نیکاراګوا، شمالي کوریا، پالو، پانامه، پاپانیو ګینه، پیرو، فلیپین، روس، سمائو، سنګاپور، سولمون ټاپوګان، سویلي کوریا، ټایوان، تایلنډ، ختیځ تیمور، ټونګا، توالو، متحده ایالات، وانواتو او ویتنام.

قلمرونه : امریکايي سمائو(متحده ایالات)، بیکر ټاپو (متحده ایالات)، کلیپرټون ټاپو (فرانسه)، کوک ټاپوګان (نیوزلنډ)، د کورال سیند ټاپوګان (اسټرالیا)، فرانسوي پلنزی (فرانسه)، ګوام (متحده ایالات)، هانګ کانګ (چین)، هاولنډ ټاپو (متحده ایالات)، جارویس ټاپو (متحده ایالات)، جانسټون ټاپو (متحده ایالات)، کینګمن ریف (متحده ایالات)، ماکئو (چین)، ماکیوري ټاپو (اسټرالیا)، مېډوې مرجاني ټاپو (متحده ایالات)، نیو کلادونیا (فرانسه)، نورفولک ټاپو (اسټرالیا)، شمالي ماریانا ټاپو (متحده ایالات)، نیوي (نیوزلنډ)، پالمیرا مرجاني ټاپو (متحده ایالات)، پیکتارین ټاپو ګان (بریتانیا)، توکلاو (نیوزلنډ)، والیس او فوټونا (فرانسه) وېک ټاپو (متحده ایالات).

سرچینې

  1. "Pacific Ocean". Britannica Concise. 2008: Encyclopædia Britannica, Inc.
  2. International Hydrographic Organization (1953). "Limits of Oceans and Seas". Nature 172 (4376): 484. doi:10.1038/172484b0. Bibcode1953Natur.172R.484.. https://iho.int/uploads/user/pubs/standards/s-23/S-23_Ed3_1953_EN.pdf. Retrieved 28 December 2020. 
  3. Administration, US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric. "How big is the Pacific Ocean?". oceanexplorer.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Deepest Submarine Dive in History, Five Deeps Expedition Conquers Challenger Deep" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "CONFIRMED: Horizon Deep Second Deepest Point on the Planet" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Catholic Encyclopedia : Ferdinand Magellan". Newadvent.org. 1 October 1910. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Area of Earth's Land Surface", The Physics Factbook. Retrieved 9 June 2013.
  8. Nuttall, Mark (2005). Encyclopedia of the Arctic: A-F. Routledge. د کتاب پاڼې 1461. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57958-436-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Plate Tectonics". Bucknell University. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Young, Greg (2009). Plate Tectonics. Capstone. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7565-4232-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. International Hydrographic Organization (1953). "Limits of Oceans and Seas". Nature 172 (4376): 484. doi:10.1038/172484b0. Bibcode1953Natur.172R.484.. https://books.google.com/books?id=wD0dAQAAIAAJ.