کولمبيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کولمبيا چې رسمي نوم يې د کولمبيا جمهوريت دی، په سويلي امریکا کې پروت هېواد دی چې په شمالي امريکا کې ټاپو ته ورته سيمه لري. شمال ته يې کرابيين سمندر، ختيځ ته يې وينزويلا، سويل ختيځ ته يې برازيل، سويل ته يې ايکوادور او پيرو، لويديځ تهيې ارام سمندر او شمال لويديځ ته يې پاناما موقعيت لري. کولمبيا له ۳۲ سيمو جوړ هېواد دی، مرکزي ولسوالۍ يې بوګوټا ده، دا د دې هېواد تر ټولو ستر ښار هم دی. مساحت يې ۱،۱۴۱، ۷۴۸ کيلو متر مربع (۴۴۰،۸۳۱ ميل مربع) دی، د وګړو شمېر يې پنځوس ميليونه دی. د کولمبيا شتمن کلتوري ميراث د بېلا بېلو امریکايي مدنيتونو، اروپايي مېشتېدنو، افريقايي مريانو او له اروپا او منځني ختيځ څخه د کډوالۍ ښودنه کوي. اسپانوي يې د هېواد رسمي ژبه ده، د دې تر څنګ پکې له اويا ژبو څخه په زیاتو ژبو خبرې کېږي.[۱]

له لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ مخزېږديز راهيسې په کولمبيا کې بېلا بېل اصلي اوسېدونکي ژوند کوی چې په دوی کې ميوسکا، کويمبایا او ټيرونا شامل دي. اسپانويان په لومړي ځل په ۱۴۹۹ز کال کې  « La Guajira»  ته ورسېدل او د شپاړسمې پېړۍ تر نيمايي پورې يې د دې سيمې ځينې برخې ونیولې، د ګراناډا نوې پاچايي يې جوړه کړه چې پلازمېنه يې « Santa Fé de Bogotá » و. په ۱۸۱۹زکال کې يې له اسپانوي سترواکۍ څخه خپلواکي تر لاسه کړه، له کوم څخه چې اوس کولمبيا د نويو ګريناډا د متحدو ولايتونو په توګه منځ ته راځي. دا نوی ملت د ګريناډايي کانفدراسيون (۱۸۵۸ز کال او بيا د کولمبيا متحدو ايالتونو (۱۸۶۳) له تجربو څخه تېر شوی دی، او دا مخکې له هغې چې په ۱۸۸۶ز کال کې د کولمبيا د جمهوريت اعلان وشي. په ۱۹۰۳ز کال کې ورڅخه پاناما جلا شوه او د کولمبيا اوسنۍ پولې منځ ته راغلې. د ۱۹۶۰ز لسيزې په پيل کې، دا هېواد د يو څه وسله وال ټکر او سياسي تاوتریخوالي سره مخ شو چې دواړه په ۱۹۹۰ز کال کې خورا زيات شول. له ۲۰۰۵ز کال څخه راهيسې، د امنيت، ثبات او قانون د حاکميت په برخه کې د پام وړ پرمختګ او بې مخينې اقتصادي وده او پرمختګ شوی دی.[۲][۳]

کولمبيا د نړۍ يو له اولسو هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر تنوع لري، په نړۍ کې د ژونديو موجوداتو د تنوع پر بنسټ دويم ستر هېواد دی. د دې هېواد ځمکه د امازون ځنګلي ورښتونو، غره ييزو سيمو، شنو ځمکو او ساراګانو نيولې ده، دا په سويلي امریکا کې یواځينی هېواد دی چې هم له اتلانتيک او هم له ارام سمندر سره ساحلي سيمې او ټاپوګان لري.[۴]

کولمبيا د «United Nations, the WTO, the OECD, the OAS, the Pacific Alliance, the Andean Community, and a NATO Global Partner» په ګډون د سترو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو غړی هېواد دی. د دې هېواد متنوع اقتصاد په سويلي امريکا کې درېم ستر اقتصاد دی، په داسې حال کې چې ميکرو اقتصاد يې ثبات او د اوږدې مودې ودې لپاره يې غوره شونتياوې شته.[۵][۶]

رېښه[سمول]

د «کولمبيا» نوم د ايټالوي ماڼو (سمندري سياح/سمندر يونی) کروسټوفر کولمبس د نوم له وروستۍ برخې څخه اخستل شوی دی. دا ټولې نړۍ ته د اشارې په توګه تصور کېږي. په ۱۸۱۹ز کال کې دا نوم د کولمبيا جمهوريت له خوا خپل کړای شو، کومې چې د نوې ګراناډا د پخواني نائب السلطنة له سيمو څخه جوړه شوې وې (اوسنۍ کولمبيا، پاناما، وينزويلا، ايکواډور او شمال لويديځ برازيل).[۷][۸]

کله چې وينزويلا، ايکوادور او کنډينامارکا د خپلواکو دولتونو په توګه منځ ته راغلل، نو د کنډيمارکا پخوانۍ برخې د «نوي ګرناډا جمهوريت» نوم خپل کړ. په ۱۸۵۸ز کال کې نوې ګراناډا خپل نوم په رسمي ډول په ګرناډايي کنفدراسيون بدل کړل. په ۱۸۶۳ز کال کې دا نوم يو ځل بيا بدل شو، دا ځل يې د کولمبيا متحده ايالات نوم خپل کړ، دا په ۱۸۸۶ز کال کې د خپل اوسني نوم – د کولمبيا جمهوريت -  له خپلولو مخکې وه.[۸]

د دې هېواد د يادولو پر مهال د کولمبيا حکومت د کولمبيا او « República de Colombia» اصطلاحات کاروي.[۹]

تاريخچه[سمول]

له کولمبيايي پړاو مخکې[سمول]

د دې موقعيت له امله، د کولمبيا اوسنۍ سيمه د ميسوامريکا او کرابيين څخه نيولې تر اينډيز او امازون حوزې پورې د لومړي انساني تمدن لپاره يو دهليز و. تر ټولو پخواني لرغوني اثار له بوګوټا څخه سل کيلو متره (۶۲ ميله) لرې سويل لويديځ د مګدالينا په Pubenza او El Totumo سيمو کې شته. دا سيمې د پاليوانډين پړاو (۱۸،۰۰۰ – ۸۰۰۰ مخزېږېديز) پورې ا ړه لري. په پورټو هورميګا او نورو سيمو کې، د لرغوني پړاو (۲۰۰۰ – ۸۰۰۰ مخزېږديز) اثار موندل شوي دي. دا اثار ښيي چې په کنډيمارکا کې د El Abra او Tequendama په سيمو کې هم لومړی نيواک منځ ته راغلی دی. په امريکاګانو کې تر ټولو لرغوني موندل شوي د خاورې لوښي، په سان جيکنټو کې موندل شوي، کوم چې د ۴۰۰۰ – ۵۰۰۰ مخزېږديز څخه دي.[۱۰][۱۱]

په هغه سيمه کې چې اوس د کولمبيا په نوم پېژندل کېږي، اصلي اوسېدونکو يې تر ۱۲۵۰۰مخزېږديز پورې ژوندی کړی. د اوسنۍ بوګوټا سره نژدې په ال ابرا، تبيټو او ټيکونډاما په سيمو کې کوچي ښکاري راټولېدونکې قبيلې یو له بل سره او د ميګډالينا د درې د نورو کلتورونو سره سوداګري کوله. یوه سيمه په کومه کې چې اته ميله (۱۳ کيلو متره) انځوريز کګراف شامل دی، کوم چې په « Serranía de la Lindosa» کې تر څېړنې لاندی دی، د ۲۰۲۰ز کال د نومبر په مياشت کې وموندل شو. په دې سيمه کار کوونکي د بشري حقوقو پوهانو له منځه تللیو انځور شويو زونديو موجوداتو له امله د هغې عمر ۱۲۵۰۰ (له زېږد مخکې شا اوخوا ۱۰۴۸۰) کاله پخوانی  اټکل کړی دی. دا به په دې سيمه د تر ټولو لرغوني انساني نيواک د پړاو پر مهال شوي وي، کومې سيمې ته چې اوس کولمبيا وايي.[۱۲][۱۳]

له زېږد مخکې د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰ کرونو تر منځ، ښکاري راټولېدونکې قبيلې په کرنيزو ټولنو بدلې شوې؛ ټاکلي استوګنځايونه منځ ته راوړل شوي وو او د خټينو لوښو جوړېدل راڅرګند شول. له زېږد مخکې د لومړۍ زريزې په پيل سره، د مويسيکا، زنو، کويمبایا او تايرونا په ګډون امريانډين دلو د cacicazgos سياسي نظام جوړ کړ، کوم چې د ځواک يو اهرامي جوړښت و او مشري يې caciques کوله. ميوسکا په بنسټيز ډول په هغه سيمه کې اباد و چې اوسمهال د «Boyacá » برخه او د کواندینامارکا لوړې سیمې بلل کېږي (Altiplano Cundiboyacense)، چېرته چې دوی د ميوسکا کانفدراسيون جوړ کړ. دوی جوار، الوګان، کوينو او پمبه کرل او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د سرو زرو، زمردو، شړيو، سراميکي لاسي جوړو توکو، کوکا او په ځانګړي ډول د ډبرينو مالګو سوداګري کوله. ټايرونا په شمالي کولمبيا کې د «Sierra Nevada de Santa Marta» د يو منزوي غره غرونو په لړۍ کې اباد وو. کويمبیا د کولمبیا د اينډيز لويديځې او منځنۍ لړۍ منځنۍ سمندري کاکا درې سيمه کې ژوند کاوه. ډيری امرياينډینز په کرنه کې مصروف و او د هرې اصلي ټولنې ټولنيز جوړښت يو له بل څخه بدل و. د کارايب په څېر د ځينو اصلي اوسېدونکو ډلې د هميشنۍ جګړې په حالت کې ژوند کاوه؛ خو ځينو نورو يې بيا کم جنګي سلوک درلود.[۱۴][۱۵][۱۶]

اروپايي يو ځای کېدل (ضميمه کول)[سمول]

الونسو ډي اوجيدا (چا چې له کولمبس سره سمندري سفر کړی و) په ۱۴۹۹زکال کې د ګوجيرا ټاپوزمې ته ورسېد. د «Rodrigo de Bastidas» په مشرۍ  اسپانوي مکتشفينو په ۱۵۰۰ز کال کې د کراباين ساحل په لومړي خل کشف کړ. کرسټوفر کولمبس په ۱۵۰۲ز کال کې د کرابيين سره نژدې سفر وکړ. په ۱۵۰۸ز کال کې، «Vasco Núñez de Balboa» په يو  پلاوي په ملګرتيا د اورابا خليج له سيمې څخه تېر شو او هغه به ۱۵۱۰ز کال کې «Santa María la Antigua del Darién» د نيولو بنسټ کېښود، کومه چې د دې لويې وچې لومړی باثباته مېشت ځای و.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EPD
  2. Historical Memory Group (2013). "Enough Already!" Colombia: Memories of War and Dignity (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). The National Center for Historical Memory's (NCHM). د کتاب نړيواله کره شمېره 9789585760844. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Colombia's GDP growth". World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Luis Fernando Potes. "Colombia is the second most biodiverse country in the world" (په هسپانوي ژبه کي). prodiversitas.bioetica.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cuentas Trimestrales – Producto Interno Bruto (PIB)" (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). dane.gov.co. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "IMF Executive Board Concludes 2018 Article IV Consultation with Colombia". imf.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. República, Subgerencia Cultural del Banco de la. "La Red Cultural del Banco de la República". www.banrepcultural.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Carlos Restrepo Piedrahita (February 1992). "El nombre "Colombia", El único país que lleva el nombre del Descubrimiento". Revista Credencial (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Helena Guedes, Maria. A Grande Colômbia!. Clube de Autores. د کتاب پاڼې 141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Correal, Urrego G. (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nuevas evidencias culturales pleistocenicas y megafauna en Colombia"]. Boletin de Arqueologia (8): 3–13. 
  11. Hoopes, John (1994). "Ford Revisited: A Critical Review of the Chronology and Relationships of the Earliest Ceramic Complexes in the New World, 6000-1500 B.C. (1994)". Journal of World Prehistory 8 (1): 1–50. doi:10.1007/bf02221836. https://zenodo.org/record/848786. 
  12. Van der Hammen, Thomas; Urrego, Gonzalo Correal (September 1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prehistoric man of the Sabana de Bogotá: Data for an ecological prehistory"]. Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology 25 (1–2): 179–190. doi:10.1016/0031-0182(78)90077-9. Bibcode1978PPP....25..179V. 
  13. (په 29 November 2020 باندې). Sistine Chapel of the ancients' rock art discovered in remote Amazon forest.
  14. "Historia de Colombia: el establecimiento de la dominación española – Los Pueblos Indígenas del Territorio Colombiano" (په هسپانوي ژبه کي). banrepcultural.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Álvaro Chaves Mendoza; Jorge Morales Gómez (1995). Los indios de Colombia (په هسپانوي ژبه کي). 7. Editorial Abya Yala. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9978-04-169-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Broadbent, Sylvia (1965). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Los Chibchas: organización socio-polític"]. Serie Latinoamericana 5. 
  17. Nicolás del Castillo Mathieu (March 1992). "La primera vision de las costas Colombianas, Repaso de Historia". Revista Credencial (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Alonso de Ojeda" (په هسپانوي ژبه کي). biografiasyvidas.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Rodrigo de Bastidas" (په هسپانوي ژبه کي). biografiasyvidas.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Cristóbal Colón" (په هسپانوي ژبه کي). biografiasyvidas.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Vasco Núñez de Balboa" (په هسپانوي ژبه کي). biografiasyvidas.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)