د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلامي دولت د ډلې له خوا په ۲۰۱۴ زکال کې د عراق په شمالي برخې باندې د برید په پایله کې د چټکو قلمروي لاسته راوړونو، په نړیواله بڼه د غندل شوو اعدامونو، د بشري حقونو څخه د سرغړونو د راپورونو او نورو سیمو ته د سوریې د کورنۍ جګړې د خپرېدو له وېرې ډیری هېوادونه د سوریې په کورنۍ جګړه او د عراق په جګړه (۲۰۱۳- ۲۰۱۷ زکال) کې د مداخلې په موخه لاس په کار شول. وروسته بیا په نایجریا او لیبیا کې هم داعش ته د اړوندو ډلو پر وړاندې یو شمېر جزيي اقدامات ترسره شول. [۱]

د امریکا او بریتانیا د اطلاعاتو پر بنسټ د ۲۰۱۴ زکال د جون میاشتې په نیمايي کې ایران هم د عراق پر خاوره د بې پیلوټو الوتکو الوتنې پیل کړې؛ د رویټرز په خبره ایراني سرتېري په عراق کې له داعش سره په جګړه کې بوخت و. ورته مهال متحده ایالاتو هم عراق ته د کم شمېر سرتېرو د لېږلو امر ورکړ او د عراق په هوايي حریم کې یې الوتنې پیل کړې. د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتیوت په خبره د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې ایران عراق ته سوخو-۲۵ الوتکې ولېږلې او ظاهرا حزب الله هم خپل یو شمېر روزونکي او سلاکاران عراق ته ولېږل څو په عراق کې د داعش ډلې پر چارو باندې د څارنې په برخه کې له شیعه ملیشه وسله والو سره مرسته وکړي. د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې متحده ایالاتو او ایران په جلا بڼه په عراق کې د داعش پر اهدافو باندې هوايي بریدونه پیل کړل. له دغه مهال راوروسته د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د څوارلس هېوادونو ائتلاف په عراق او سوریه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړل. د ۲۰۱۴ زکال په سپټمبر میاشت کې متحده ایالاتو له سعودي عربستان او اردن سره په نږدې همکارۍ د همغږې هوايي بمبارۍ عملیات پیل کړل څو په ټول عراق او سوریه کې د داعشي اهداف په نښه کړي. [۲]

د ۲۰۱۵ زکال په سپټمبر میاشت کې روسي ځواکونو له خپل متحد بشارالاسد څخه په ملاتړ په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې جګړه پیل کړه. په داسې حال کې چې مسکو دغه مداخله د داعش ضد عملیات وبلل او په ښکاره توګه یې د سوریې له ملت پاله اپوزیسیون څخه ملاتړ اعلان کړ، خو په خپلو بمباریو کې یې تر ډېره د سوریې د پوځ د مخالفو وسله والو، د آزادې سوریې د پوځ او سویلي جبهې (د سوریې یاغي ډله) سنګرونه په نښه کړل. بل پلو متحده ایالاتو او د هغو لویدیځو متحدینو له ترهګرۍ څخه د ملاتړ، په تاوتریخوالي سره د سوریې د انقلاب د ځپلو او همدارنګه په پراخه کچه له کیمیاوي وسلو څخه د ګټنې (د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ بنسټ د خپلو څېړنو په راپورونو کې د کیمیاوي وسلو د کاروونکي اړخ نوم نه دی یاد کړی) د دلیل په وړاندې کولو سره له بعثي رژیم (د بشارالاسد له حکومت) سره مخالفت وکړ. د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف د اسد له رژیم سره په مخالفت د ازادې سوریې او کردانو ملیشه وسله وال د داعش ضد عملیاتو پر مهال و روزل، هغوی یې سمبال کړل او ملاتړ یې ترې وکړ. د دواړو هېوادونو (روسیې او امریکا) د هوايي عملیاتو له پیل څخه وروسته میاشتو کې داعش په عراق او سوریه کې خپل پریمانه قلمرو له لاسه ورکړ. ورته مهال د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زکال په هوايي بریدونو سره د ملکي وګړو تلفات زیات شول. د ۲۰۱۶ زکال په نیمايي کې متحده ایالاتو او روسیې هوکړه وکړه چې خپل هوايي بریدونه به په همغږۍ ترسره کوي، خو هېڅکله دغه همغږي رامنځته نه شوه. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

پخلی شوی چې د دغه اوږد مهاله پوځي اقداماتو وروسته د ۲۰۱۷ زکال د ډسمبر میاشتې راهیسې داعش په عراق کې هېڅ قلمرو نه دی لرلی او همدارنګه یې د سوریې د خاورې له ۵ سلنه زیاته برخه په خپل کنټرول کې نه ده لرلې. د ۲۰۱۷ زکال د ډسمبر په ۹مه عراق د داعش پر وړاندې مبارزه کې د بریا اعلان وکړ او څرګنده یې کړه چې د عراق جګړه پای ته رسېدلې. د ۲۰۱۹ زکال د مارچ په ۲۳مه دغې ډلې د باغوز فوقاني په جګړه کې له ماتې خوړلو وروسته له ارضي پلوه په سوریه کې ماته وخوړه او اړ شول څو د سوریې په ختیځ کې پاڅون وکړي. د داعش ډلې رهبر ابوبکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د سوریې په شمال کې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شو او پر ځای یې ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د دغې ډلې مشر وټاکل شو. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې اټکل وکړ چې په سوریه او عراق کې د داعش ۱۰۰۰۰ جنګیالي د ویدو حجراتو په ډول شتون لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د اسلامي دولت پر ضد نړیوال ائتلافونه[سمول]

د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلافونه[سمول]

په ولز کې د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۵مه نېټه د ناټو مشرانو د ناستې په څنډه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ترکیې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران یوې جلا ناستې ته راوبلل؛ په دغه غونډه کې نوموړی د دغو هېوادونو پر وزیرانو باندې له داعش سره د مبارزې په برخه کې د پوځي او مالي مرستې په کولو فشار راووړ. همدغه ورځ د جان کري او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر هېګل له خوا په ګډه خپره شوې اعلامیه کې وویل شول چې دغو نهو هېوادونو ژمنه کړې چې په عراق او سوریه کې به له داعش ضد ځواکونو سره د تجهیزاتو مرستې کوي او له هغوی څخه به هوايي ملاتړ وکړي. د ۲۰۱۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د اردن او عربستان هوايي ځواکونو هم له متحده ایالاتو سره مرسته پیل کړه او په عراق او سوریه کې یې د دغې ډلې په مرکزونو باندې په هوايي بریدونو کې ونډه واخیسته.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۴ زکال د اکتوبر په ۱۷مه د متحده ایالاتو دفاع وزارت په رسمي ډول «په عراق او سوریه کې د داعش د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې پوځي اقداماتو ته د رسمیت ورکولو په موخه» یوه ضربتي ډله (Combined Joint Task Force – Operation Inherent Resolve) جوړه کړه. د ۲۰۱۴ زکال د ډسمبر په ۱۳مه په بروکسل کې د ناټو په عمومي قوماندانۍ کې د ۵۹ هېوادونو دیپلوماتان او د بهرنیو چارو وزیران راغونډ شول څو د داعش د ګواښ پر وړاندې نقشه جوړه کړي. په دغه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې د دغه بحث اصلي موضوع باید د داعش د «ایډیالوژي، مالي امکاناتو او د ځواکونو د استخدام» له منځه وړل وي، چې د هر ډول هوايي برید او پوځي اقدام څخه مهم دي. [۲۱][۲۲][۲۳]

د ډسمبر د دریمې نېټې په غونډه کې د سپټمبر په ۵مه په ولز کې دپورته یاد شوي ائتلاف ۹ غړی هېوادونه؛ له روسیې او چین پرته د سپټمبر په ۱۵مه د فرانسې په پاریس کې د فرانسې په مشرې د ائتلاف غړي هېوادونه (لاندې یې یادونه شوې) او ۳۳ نور هېوادونه شامل وو: البانیا، اطریش، بوسنیا هرزګوینا، بلغاریا، کرواسیا، قبرس، استونیا، فنلنډ، ګرجستان، یونان، هنګري، ایسلنډ، ایرلنډ، کوسوو، لتویا، لتوانیا، لوکزامبورګ، مقدونیه، مولداویا، مونټینګرو، موراکو، نیوزلنډ، پرتګال، سویلي کوریا، رومانیا، سربیا، سنګاپور، سلواکیا، سلوانیا، سومالیا، سویډن، تایوان او اوکراین. [۲۴]

دغو ټولو هېوادونو ځان د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) پر وړاندې نړیوال ائتلاف وباله او په داسې یوې ستراتیژي هوکړې ته ورسېدل چې لاندې موارد په کې شامل و:

  • د داعش د واقعي ماهیت افشا کول؛
  • د داعش د مالي او بودیجوي منابعو له منځه وړل؛
  • د داعش پر ضد له پوځي عملیاتو ملاتړ. [۲۵]

د فرانسې پر مشرۍ ائتلاف[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۱۵مه د ۲۶ هېوادونو په ګډون د عراق د سولې او امنیت په نړیوال کنفرانس کې چې کوربه توب یې په پاریس کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر غاړه اخیستی و او له اسټرالیا او پولنډ پرته د سپټمبر په ۵مه په ولز کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د جوړ شوي ائتلاف غړو هېوادونو؛ سربېره پر دې بحرین، مصر، عراق، اردن، کویټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بلجیم، چین، د چک جمهوریت، جاپان، هالنډ، ناروې، روسیې او هسپانیا په کې ګډون کړی و ژمنه یې وکړه چې له عراقي دولت سره به د پوځي مرستو په کولو د داعش پر وړاندې مبارزه کې د هغو ملاتړ وکړي او د اګست ۱۵مې نېټې ته اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۱۷۰مه ګڼه پرېکړه لیک (له داعش سره د هر ډول سوداګرۍ د محکومیت او همدارنګه له داعش سره د هر ډول مرستې او هغوی ته د باج د ورکړې څخه د مخنیوي اړوند پرېکړه لیک) ته یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.[۲۶][۲۷]

د روسیې پر مشرۍ ائتلاف[سمول]

د ۲۰۱۵ زکال د سپټمبر په وروستیو کې روسیې، عراق، ایران او سوریې د سوریې او عراق پولې ته څېرمه د داعش ډلې اړوند د اطلاعاتو د راغونډولو او د هغو د تجزیې او تحلیل په موخه په بغداد کې د اطلاعاتو یو مشترک مرکز جوړ کړ. د ۲۰۱۵ زکال د سپټمبر په ۳۰مه روسیې د داعش ډلې پر ضد خپل هوايي عملیات د سوریې د دولت په ملاتړ پیل کړل. [۲۸]

ورته مهال داسې راپورونه خپاره شول چې روسیه د عملیاتو د همغږۍ اړوند له سوریې، اردن او اسرائیلو سره هم هوکړې ته رسېدلې وه. [۲۹][۳۰][۳۱]

د اسلامي هېوادونو ائتلاف[سمول]

د ۲۰۱۵ زکال د ډسمبر په ۱۴مه د سعودي ولیعهد او د دفاع وزیر محمد بن سلمان اعلان وکړ چې ۳۴ هېوادونه به له اسلامي سخت دریځۍ سره په مبارزه کې یو بل ته لاس ورکړي؛ ده دغه سخت دریځي «ناروغي» وبلله. دغه ائتلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د بحرین، بنګلادېش، بنین، چاد، د قمر جمهوریت، عاج ساحل، جیبوتي، مصر، ګابن، ګینه، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، مولداویا، مالي، مالیزیا، مراکش، موریتانیا، نیجر، نایجریا، پاکستان، قطر، سینګال، سیرالیون، سومالیا، سوډان، ترکیې، توګو، تونس، عربي متحده اماراتو او یمن په ګډون جوړ شو. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 7 August 2014 باندې). Not Just Iraq: The Islamic State Is Also on the March in Syria.
  2. "FAQ on the Syrian Civil War" (PDF). Constitutional Rights Foundation. د کتاب پاڼې 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 26 October 2015 باندې). Syrian rebels to Russia: Stop bombing us. Reuters.
  4. "FAQ on the Syrian Civil War" (PDF). Constitutional Rights Foundation. د کتاب پاڼي 4–6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 1 June 2016 باندې). Report: ISIL losing in Iraq, Syria; gaining in Libya. Al Jazeera
  6. (په 27 June 2016 باندې). Airstrikes in Syria kill scores of civilians. CNN
  7. "Airwars". airwars.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 13 July 2016 باندې). Obama's Syria plan teams up American and Russian forces.
  9. (په 14 July 2016 باندې). U.S., Russia Working on a Plan To Coordinate Bombing in Syria. NPR
  10. McKay, Hollie; Trump, Mattis turn military loose on ISIS, leaving terror caliphate in tatters; Fox News Channel; 8 December 2017; http://www.foxnews.com/world/2017/12/08/trump-mattis-turn-military-loose-on-isis-leaving-terror-caliphate-in-tatters.html
  11. Iraq declares war with Islamic State is over; BBC News; 9 December 2017; https://www.bbc.com/news/world-middle-east-42291985
  12. Iraq declares victory in its war against ISIS; CBS News; 9 December 2017; https://www.cbsnews.com/news/iraq-declares-victory-in-its-war-against-isis/
  13. "ISIL defeated in final Syria victory: SDF". Al Jazeera. 23 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په October 28, 2019 باندې). How U.S. Commandos IDed a 'Mutilated' Baghdadi So Quickly.
  15. (په 25 August 2020 باندې). Over 10,000 Islamic State fighters active in Iraq, Syria as attacks 'significantly' increase: UN. Military Times.
  16. ‘NAVO veroordeelt unaniem ‘barbaarse daad’ van Islamitische Staat’ [NATO unanimously condemns ‘barbaric act’]. NRC Handelsblad, 5 September 2014. Retrieved 13 June 2015.
  17. ‘Verenigde Staten passeren Nederland voor alliantie tegen IS’ [US pass over the Netherlands for alliance against ISIL]. NRC Handelsblad, 9 September 2014. Retrieved 13 June 2015.
  18. ‘U.S. Forms Anti-ISIS Coalition at NATO Summit’. Time, 5 September 2014. Retrieved 14 June 2015.
  19. ‘U.S. Forms Anti-ISIS Coalition at NATO Summit’. Time, 5 September 2014. Retrieved 14 June 2015.
  20. "FAQ on the Syrian Civil War" (PDF). Constitutional Rights Foundation. د کتاب پاڼې 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Combined Joint Task Force - Operation Inherent Resolve: APO AE 09306 // HISTORY" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ‘US-led coalition to battle IS group for ‘as long as it takes’. France 24, 4 December 2014. Retrieved 16 June 2015.
  23. ‘High Representative/Vice President attends Global Coalition to Counter the Islamic State of Iraq and the Levant (ISIL)’. EEAS (European External Action Service), 5 December 2014. Retrieved 13 June 2015.
  24. ‘Joint Statement Issued by Partners at the Counter-ISIL Coalition Ministerial Meeting’. United States Department of State, 3 December 2014. Retrieved 16 June 2015.
  25. ‘Joint Statement Issued by Partners at the Counter-ISIL Coalition Ministerial Meeting’. United States Department of State, 3 December 2014. Retrieved 16 June 2015.
  26. UNSC Resolution 2170 (15 August 2014). UN. Retrieved 14 June 2015.
  27. ‘International Conference on Peace and Security in Iraq (Paris, 15 September 2014)’. France Diplomatie (undated). Retrieved 14 June 2015.
  28. Grajewski, Nicole (17 November 2021). "The Evolution of Russian and Iranian Cooperation in Syria". www.csis.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Russia, Jordan agree on military coordination on Syria. Reuters.
  30. . Israel, Russia to coordinate military action on Syria: Netanyahu. Reuters.
  31. "Vladimir Putin orders Russian military pullout from Syria". NBC News. 14 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Ed Payne and Salma Abdelaziz (په 15 December 2015 باندې). 34 Islamic nations form coalition to fight terrorism. CNN