اسلامي دولت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بيرغ
عراق کې اسلامي ریاست او شام ولکه کې سیمې(جون 2014 مطابق)
عراق کې اسلامي ریاست او شام ولکه کې سیمې(جون 2014 مطابق)
نخشه
موقعيت عراق کې اسلامي ریاست او شام ولکه کې سیمې(جون 2014 مطابق)
حکومت
 -  امیرالمومنین ابوبکر البغدادی
جوړښت
 -  اعلان 15 اکتوبر 2006[۱] 
د وخت سيمه (UTC+3)

د عراق او شام اسلامي دولت (په عربي: الدولة الاسلامية في العراق والشام ) یا داعش (دغه توری د دوله الاسلامیه فی العراق و الشام مخفف دی) یو افراطي سني تنظيم دی. نوموړی تنظيم غواړي چې په عراق او سوریه کې د سنی مسلمانانو لخوا په آباد شويو سیمو کې سني اسلامي امارت جوړ کړي.

تاریخ[سمول]

تر دې وړاندې یې نوم تنظیم القاعده فی بلاد الرافدین وو. دغه مهال یې ابومصعب الزرقاوی مشر وو. په ۲۰۰۶ کې د زرقاوی تر شهادت وروسته ابوعمر البغدادی د دې ډلې مشر وټاکل شو . نوموړی په عراق کې گڼې نورې مقاومتی ډلې سره راټولې کړې او له هغوی نه یې د عراق او شام اسلامي دولت په نامه نوی تنظیم جوړ کړ. دغې ډولې منظم دولتی تشکیلات جوړ کړل او د دفاع د وزارت په گډون یې گڼ وزارتونه لرل. د دې تر څنگ د دولة الاسلامیة فی العراق په لومړنۍ غونډه کې یو ځل بیا له اُسامه بن لادن او نیابتاً له ایمن الظواهری سره بیعت وکړای شو. په ۲۰۱۰ کال د اپریل په میاشت کې ابوعمر البغدادی د امریکایی پوځیانو په یوه چاپه کې ووژل شو او پر ځای یې ابوبکر البغدادی مشر وټاکل شو.

ابوبکر البغدادی[سمول]

ابوبکر البغدادی په ۱۹۷۱ کال کې د بغداد په شمال کې د سامراء په سیمه کې په یوه عربی کورنۍ کې زیږیدلی دی. دلته له ورکړل شوی انځوره پرته یې تر اوسه بل انځور ندی خپور شوی او نه هم نوموړی چا په عامو غونډو کې لیدلی دی. د نوموړی د ژوند په اړه ډیر کم معلومات خپاره شوی خو داسې ویل کیږی چې هغه د عراقی پوځ افسر وو چې وروسته د اسلامی ذهنیت له امله له پوځی لیکو وتلی دی.

سرچینې[سمول]

  1. "The Rump Islamic Emirate of Iraq". Long War Journal. 16 October 2006. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)