د افغانستان ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان تر ۴۲ ډېرې ژوندۍ ژبې لري، چې ويونکې يې په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نورې ټولې ژبې لږکۍ او سيمه ييزې ژبې دي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي. او پښتو د افغانستان يوازينۍ ملي ژبه ده ، چې د کلونو راهيسي په همدې ژبې ملي سرود ويل کېږي او دا د افغانستان پر پيسو هم لیکل شوې. پښتو د افغانستان لومړنۍ رسمي او ملي ژبه ده. د هېواد اکثريت وګړي په دې ژبې خبرې کوي او نور اقوام هم په دې ژبې ښه پوهېږي. خو دري ژبه هم د پښتو ترڅنګ اهمیت لري، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه وګړي پرې خبرې کوي.

په افغانستان کې د پښتو او دري ترمنځ سيالي يو ترټولو مهمو موضوګانو څخه ده، په تېرو څو لسيزو کې د دري ژبې ويونکیو تل د هېواد سترې رسمي او ملي ژبې د تخريب هڅه کړې ده. چې تر ډېره د بهرنيانو لاسوهنې هم د پام وړ دي.

پښتو د افغانستان په شرق، غرب، جنوب کې مطلق اکثریت ده، چې پکې د هېواد ترټولو لوی ښارونه؛ کابل، کندهار، ننګرهار، لوګر، لغمان، کونړ، پکتيا، پکتيکا، بلخ، هلمند، فراه، نیمروز، بغلان، کاپيسا، غزني، ارزګان، زابل، بادغيس او ډېر نور ولايتونه شامل دي.

دري ژبه يوازې په بدخشان او پنجشير ولايتونو کې اکثريت وګړي جوړوي.

ژبې او د ويونکو شمېر

     پښتو ژبه      دري ژبه      اوزبکي ژبه      د دري ژبې هزاره ګي لهجه

د ۲۰۲۱ زېږديز کال د نړيوالې وګړشمېرنې رسمي احصايې پر اساس ، پښتو د افغانستان ترټولو لويه ژبه ده

کتار نوم نفوس (2021) د افغانستان د ټول نفوس سلنه (۲۰۲۱)
اريائي ژبې
1 پښتو 27,000,000 70%
2 دري ژبه 8,000,000 18%
3 اوزبکي ژبه 1,200,000 6%
4 بلوڅي ژبه 900,000 2.98%
5 پشه يي ژبه 800,000 2%
6 تورکمني ژبه 1،000،000 1.24%
8 نورې اريايي ژبې نامحدوده 1%
ټول اريائي ژبې 47,000,000 91,2%
غیر اريائي ژبې
1 هندي ژبه 70،000 0.98
2 ترکي ژبه 6،000 ‌ 0,20
3 قزاقي ژبه 5,000 0.19
4 عربي ژبه 4,600 0,18
5 ارمنی ژبه 1،000 0.12
6 پامیري ژبه 1،000 0,12
7 نورې غير اريايي ژبې نامحدود 0,10
ټول غیر اريائي ژبې 3,000,000 8,8%
ټول مجموعه په افغانستان کې ټولې عامې ژبې 50,000,000 100%

افغانستان دا مهال لږ تر لږه ۴۷ ميليونه نفوس لري، که څه هم دا نفوس د نړيوالې وګړشمېرنې لخوا نه دی اعلان شوی، خو د افغانستان اسلامي جمهوريت د اټکل له مخې د افغانستان نفوس ۴۷ ميليونه دی.

د پښتو ژبه

پښتو د افغانستان له ټولو لوی ژبه ده او دا د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانگړي ډول د افغانستان په شمال ختيځ بلخ شاوخوا سيمو کې په ۳۵۰۰زره کاله مخزېږدي کې رامنځته شوې . دا ژبه يوازې سمتي نده بلکې د پخوا څخه د افغانستان ملي ژبه وه،ځکه چې د سمت له پلوه په ټولې اسيا کې د پښتو ژبې ويوونکي په افغانستان کې اکثریت جوړوي او دافغانستان کې هرې برخې او هر گوټ کې ويونکي خواره واره مېشت دي . همدارنگه د افغانستان د تر ټولو ډېرکي قام ژبه ده . دغه ژبه برسېره پر ټول افغانستان کې په ځانگړي توگه سوېلي او ختيځو سیمو کې ډېر ويوونکي لري. پښتو تقریبًا ۵۰ گړدوده لري . د دغو گړدودونو څخه درې گړدوده په درېو سيمو کې ډېر ويونکي لري . په دغه درې سيمو کې د کندهار گړدود، د ننگرهار گړدود او د پکتیا گړدود د يادولو وړ گړدودونه دي ، خو په رسمي لحاظ په درېو سمتي ليکو يادېږي ، لکه سوهيلي گړدود ، سوېلي گړدود ، او منځينی گړدود. او د مهمو گړدودونو په کتار کې شمېرل کېږي. پښتوابېڅې له عربي توروڅخه جوړې شوي ، چي د تورو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي. په دې کې اته غږونه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ژ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) دپښتو خپل ځانگړي فونيمونه دي. دپښتوداوسنۍ ابېڅې په باب عام روايت دادی، چې دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کې دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته رامنځته شوه. په عين حال کې د هندي ليکوالو له خوا داسې روات دی چې د محمود غزنوي په وخت کې د پښتو ژبې سره سخت حسايستونه رامنځته شوه او حساسيتونه دې پولې ته ورسېدل چې د ځينو سيمه ييزو شاعرانو په خولو کې به ېې سکروټې ورکولې او د ظلم لاندې به ېې نیولي و . په هماغه پیر کې د پښتنو ډېر علمي اثار له منځه تللي. عام روايت داسې دی چې د پښتنو روحاني مشر د قلم او تورې خاوند بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) د ژبې لیکدود او ليکبڼه د عربي ابېڅو په مرسته ورغوله .په پښتوالفبې کي د پير روښان بايزيداورمړ، داخونددروېزه ننگرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، دخوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي دوزيرمحمدگل خان مومند ، خان عبدالصمدخان اوقلندرمومند له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل شوی اوعام شوی دی ، چي دکابل د پښتو ټولنې په نوښت دافغانستان اوپښتونخواپوهانو تر گډو غونډواوپرېکړو وروسته ومنل. زموږ دپښتنومعاصر ې ليکنې له ځينو بدلونونوسره په همدې ابېڅو ليکل کېږي. د پښتو د ژبې اهمیت په ۱۷۴۷ زېږدي کال کې راوچت شو او په ۱۹۳۶ ز ېږدي کال کې پښتو د افغانستان رسمی او ملي ژبه منل شوې.

د دري ژبه

دري د عصري فارسي د ژبو د فورمونو څخه ده چي په افغانستان کې د دري په نوم رسمي شوې . دغه ژبه د سرشمېرنې او وگړشمېرنې له اړخه سمتي ژبه ده ځکه چې د پښتنو پر پرتله د افغانستان په ځینو سیمو کې د دري ژبو شتون لږ دی او يا هم وگړي يې په ټول افغانستان کې تیت او خواره واره ندي ، يوازې غټو ښارونو کې او په شمال کې يې شمېر ډېر دی . د دري ابېڅې له عربي توروڅخه جوړه شوې ده ، چې د تورو ( فونيمونو )شمېر يې ۳۲ ته رسېږي. په دې کی څلور غږه ( پ، چ، گ، ژ ) د دري يا پاړسي ځانگړي توري دي. د ۱۰مې پېړۍ څخه ویل او لیکل شوې ده. دغه ژبه د ساسانیانو پاړسي څخه جوړه شوه. د ژبپوهانو په نظر د دري نوم د دربار د کلمې څخه اخیستل شوی دی. همدا رنگه د تاريخ لومړني مخکښ هېروډوټس خپل هيستېريه کتاب کې د دري ژبې او ويوونکيو په هکله دا وايي چې دغه خلک د ننني افغانستان د شوهيلي غرونو لمنو کې استوگنه درلوده او په غرونو کې ايسار ېې د کډوالۍ ژوند کاوه ځکه ېې خلک د درې خلک ياد شوي چې ښايی د ژبې نوم هم د درې څخه رامنځته شوی وي . د دري ژبه تقریبًا ۲۰ میلیونه ویونکی لري چی پکې تاجیکیان،هزاره گان او ایماقان شامل دي. همدا ژبه د ډېرو شاوخوا گړدودونه لري چې په دې کې هزاره گي ، ايماقي ، تاجيکي ، ايراني ، يا پاړسي او هم فارسي د يادولو وړ دي . دغه ژبه په ځانگړي ډول په کابل، مزار شریف، بدخشان، هرات او بامیان کې ډېره ویل کېږی. دري ادبیات په افغانستان کې د ۱۰ مې پېړۍ څخه رواج شوې ده . په ۱۱ مې پېړۍ کې د محمود غزنوي په پاچایۍ کې مشهورو شاعرانو ابوالقاسم حسن عنصري بلخي، ابوالحسن علي بن جولوغ فرخي سیستاني او حکیم ابوالقاسم فردوسي توسي خپل اثرونه رامنځته کړل. په ۱۵ مې پېړۍ کې د تیموریانو د حکمرانانو په وخت کې دري ادبیات اوج ته ورسېده.په دې وخت کې نورالدین عبدالرحمن جامي او بدرالدین هلالي مشهور شاعران و. په ۱۹ مې پېړۍ کې حمید کشمیري یو مهم اثر ولیکه چی د اکبرنامه په نوم یادېږي.


اوزبکی ژبه

نظام الدین على شير نوایی

اوزبکي ژبه د لویدیځې تورکي ژبو څخه شمېرل کېږي، د اوزبکي ژبې يو گړدود افغانستان په شمال کې هم ویل کېږي. په افغانستان کې د اوزبکي ویوونکيو شمېر ۱يو میلیون تنو ته رسېږې. اوزبکان په افغانستان کې د اوزبکي لیکنې لپاره د عربي تورو څخه کار اخلی، خو اوزبکي ابېڅې د سیریلیک او لاتین ژبو د تورو څخه هم کار اخیستلای شي. اوزبکي ادبیات په افغانستان کې په ځانگړي ډول د گوډ تېمور حکمرانانو په وخت کې د هرات په ښار کی پراختیا ومومله. په ۱۵مې زېږدي پېړۍ کې هرات او سمرقند د سيمو د ژبو مهم ادبي او ثقافتي مرکزونه ول. نظام الدین علي شېر هروي د اوزبکانو تر ټولو مشهور شاعر و، چې د نوایي په نوم هم نومېدلی. نوایي خپل اثرونه په ځانگړي ډول په چغتايي ژپه ولیکل. خو څو ليکلي اثار ېې په فارسي، هندي او عربي ژبو هم ليکل شوي دي .



نورستاني ژبه

نورستاني ژبه د هندو- آریاني ژبو څخه يوه شمال ـ ختيځه ژبه ده چی د افغانستان په ختیځ کې د نورستان په ولایت کې ویل کېږي. په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنه د ژبې ویونکي شته.

تورکمني ژبه

تورکمني ژبه د تورکي ژبو څخه يوه شمالي مغلي ژبه ده چې د همدې ژبې يو گړدود د نن سبا افغانستان په شمال کې هم ویل کېږي. افغانستان په نننی وخت کې شاوخوا ۳۸۰،۰۰۰ تنه تورکمن وگړي لري چې په دغه ژبې غږېږي. په تورکمني ژبه کې تر ۱۹۲۹ زېږد کال پورې عربي توري کارېدل. اوس د ۱۹۲۹ زېږدي کال څخه تر ۱۹۹۱ زېږدي کال پورې د سیریلیک د تورو څخه کار اخیستل کېږي. مخدوم قلي فراغي د تورکمنانو تر ټولو مشهور روحاني مشر او شاعر و. هغه په ۱۷۳۳ زېږدي کال کې ایران کې وزېږېد. مخدوم قلي فراغي خپل اثرونه په ځانگري ډول په چغتايي ژبه ليکلي.






بلوڅي ژبه

بلوڅي ژبه د اریاني ژبو څخه يوه شما لوېديځه ژبه ده چې د افغانستان په سوېل، ايران او پاکستان کې ویل کېږي. د بلوڅي ژبې ابېڅې د عربي (اوردو) تورو څخه جوړه شوې. ، د تورو د ( فونيمونو )شمېر يې ۲۳ ته رسيږي. دغه ژبه شپږ گړدوده لري او د رقشاني گړدود، لشاري گړدود او لوټوني گړدود ېې د مهمو گړدودونو له کتاره گڼل کېږي. په افغانستان کې بلوڅي ژبه په ځانگړي ډول د نیمروز په ولایت کې او د هلمند په ولایت کې ويوونکي لري . دغه ژبه په ۱۹۷۸ زېږدي کال کې د افغانستان په سيمه ييزو ژبو کې رسمي ژبه شوه.

سرچینې

  • Jan Marek Dějiny Afghánistánu NLN 2006 (د افغانستان تاریخ)
  • Jiří Kepka Jazyky Afghánistánu NLN 2005 (د افغانستان ژبې، پراگ ۲۰۰۵)

http://afghanistan.saarctourism.org/language.html Archived 2014-02-20 at the Wayback Machine.