محمد گل خان مومند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
محمد گل خان مومند بابا

محمد گل خان مومند (په انگرېزي: Muhammad Gul Momand) د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسې، د عبدالكريم كړوسې، په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په ۱۳۰۳ هجري سپوږميز كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى.

زده کړې

لومړنۍ زده كړې يې په ځانگړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولگي كې شامل شو. په پينځه كلو كې يې خپل عسكري ښوونه سرته ورسوله.

دندې او پوځي ماموریتونه

د عسکري ښوونې وروسته د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولگي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توگه وټاكل شو او بيا د شاهي گارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توگه خپله دنده ترسره كړه. محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړې، چې د دفاع د وزارت لخوا خپرېده. دې په ۱۳۰۳ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توگه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توگه او بيا د ننگرهار د عسكري قومندان په توگه وټاكل شو. د سقوي انقلاب په وخت كې يې لومړې له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې د سردار محمد نادرشاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول.
د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړې په ننگرهار ولايت كې او بيا د پروان په ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې يې چې پوره كلاري راوستله، نو په ۱۳۱۱ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. په هرځاى كې يې خپله اسلامي او پښتني دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله، او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دې په ۱۱۹ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل شو او پس له دغه وخت نه يې نور عمل په خپل كال كې د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ.
مومند بابا تر ۱۳۲۷ل كاله پورې په سمنگان كې اوسېده. بيا په دغه كال د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنگ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي (گولايي) كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينگه ساتله. مومند بابا په ۱۳۳۴ل كال د لويى جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله پښتنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه.

ادبي ژوند او ليکنې

  1. پښتو سيند(پښتو قاموس)
  2. د پښتو د ژبې لياره (پښتوصرف او نحوه )
  3. لنډه كۍ پښتو(نظرياتو مجموعه )
  4. پښتني روزنه (تعليم او تربيه )
  5. پښتو او پښتونواله ( پښتني فرهنگ )
  6. د پښتو لويه نحوه(معاني او بيان)
  7. د پخلي ډولونه(د پخلي ښوونه)

محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په قندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه ، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور .

اخلاق او شخصيت يې:

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمدگل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن و، پر مذهبي آرونو ټينگ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين و، د پښتون له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته و، د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي و، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوگي يې بده گڼله، د ده په وجود كي عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول را يو ځاى سوي وو، او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه له همدې امله نو په هيواد كي د يو ستر ملي شخصيت په توگه پيژندل شوي دي. مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي گروهي خاوند و، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننگ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينگ ولاړ وو، ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندي د پيسو پر ځاى كيسې گټلې. او په دولت او پيسو پسې دومره نه گرځېدى، همدا لامل و چي تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېدئ او تر مرگه هم په كابل كي د كوم كورگي خاوند نه شو، تر دې چي سا يي هم په بل كور كي وختله، او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز گڼل كېداى شي. مومند بابا پر نورو ښېگڼو سر بېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت، زيات جرئت او ځواكمن منطق شته وو هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دي اړولى. پوهنيز او ادبي خدمتونه: مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سر بېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى_لوى كارونه كړي دي. كله چي د كندهار تنظيمه رئيس و، نو هلته د محمدنادر شاه شهيد په اراده په 1311 لمريز كال كي د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چي بيا همدغه انجمن كابل ته را وغوښتل شو او دكابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چي وروسته بيا (پښتو ټولنه) ځني جوړه شوه. مومند بابا په كندهاركي هم رسمي دفترونه هم په پښتو اړولې وه، چي وروسته بيا چا دغه لار ټينگه نه كړاى شوه. په كندهار كي يې ډېر زلميان و روزل، او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډگر ته را وايستل، د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت، د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختگ سره زياته مرسته كړې وه، او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده. دده لومړى پوهنيز چوپړ له (پښتو سيند) څخه پيلېږي د دې قاموس د ليكلو لپاره يې له ډېرو د لغتونو په را غونډولو له پخوا څخه بوخت و، خو د كتاب په بڼه په 1316 لمريز كال كي د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو، دغه قاموس دوه ټوكه دى، اوټول مخونه يې 765 ته رسېږي، په دې قاموس ډېر زيار كښل شوى دى، او په پارسي باندي د پښتو يو ارزښتمن سيند گڼل كيږي. (پښتو ليار) دا د پښتو ژبي يو نوى گرامر دى، چي په پښتو ليكل شوى دى، او په 1317 لمريز كال په لاهوركي د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى په دې گرامر كي داسي نوي څېړني راغلي دي چي په پخوانو هغو كي نه وې، په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چي ټول مخونه يې 400 ته رسيږي. د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو، مومند بابا ځيني نور كتابونه هم لري، لكه (پښتني روزنه)، د پښتو پښتونواله، (د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان) (د پخلي كتاب په 400 مخونو كي) خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي كه نه. د مومند بابا زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كي وه تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نا اشنا لغاتو پوښتني كولې، تل به قلم او كاغذ ور سره و چي نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، گډه وډه اوناوړه پښتو يې نه خوښېده، چا چي به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كي يې پوره ملكه در لوده، او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي لكه خج= د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، و توځى، مخرج، ننوتوځى، ايرنۍ، خاكستردانۍ او نور خو ځيني يې د سختۍ له امله دود شوي نه دي، لكه اڅل= گيلاس، هڅوب= كلچر. په پښتو ليكدود كي يې هم ځيني بدلونونه را وستلي دي، لكه (شا) (سړه ى) خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه (ۍ) پښتو ليكدود ته را ننوته، ارواښاد پوهاند رښتين وايي چي زه د ده تر مړيني درې ورځي مخكي د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چي رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لگيا و، قلم ور سره و او نوي لغاتونه يې په كتابچه كي ليكل، په دغه ورځ يې پوښتنه را څخه وكړه چي د (بې وزلي او اسكېرلي) تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل: چي زه نه پوهېږم نو ويې ويل چي دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ما ته ووايه. د مومند بابا زياته پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چي په كابل مجله كي خپاره سوي دي.

نثر

مومند بابا نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چي د پښتو د سوچه لغتونو او رڼي محاورې په گاڼه به پسوللى و، په نثركي د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانگړې ډول ټينگ پلوى و، د (پښتو ژپي ليار) په سريزه كي يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چي هم د مانا او هم د عبارت له مخي د پښتو خورا ځواكمن نثر دى. څو جملې يې داسي دي: "هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، مليته پوري او ملت او يووالي د ملي ژبي پوري اړه لري، كه ملي ژبي خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محوه شو نو ټول محوه كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخه څخه وركيږي".

مړينه

دغه ننگيالي، توريالي، خبرلوځ او جرگه مار پښتون آخر د ۱۳۴۳ل كال د زمري د مياشتې په ۲۷مه نيټه د سه شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د ۸۰كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې لدې فاني نړۍ سترگې پټې كړې او په پوره درناوي او عزت د كابل شهداى صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د كابل لوى، لوى خلك، ملكي او نظامي جگپوړي مامورين او نور ډېر علاقه مندان راغلي ول.
د مومند بابا فاتحه د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ۲۸مه، ۲۹مه د شېرپور په جامع جومات كې واخيستل شوه. په دې فاتحه كې د وخت واكمن ظاهرشاه هم گډون كړې و. اولادونه: مومند بابا اولاد نه درلود، يواځې يوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند يې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه.

انځورتون