پښتو سيند
ونگبڼه
| ليکوال | محمد گل خان مومند |
|---|---|
| خپرېدو ځای | پاکستان، پېښور |
| ژبه | پښتو |
| سکالو | د پارسي ژبو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې قاموس |
قاموس افغاني يا پښتو سيند د يو ستر لغوي کتاب دی چې لومړی ځل په ۱۳۱۶ ل. کې د پوهنې وزارت په امر د کابل په عمومي مطبعه کې په لويه کچه چاپ شوی دی. دا سيند د محمد گل خان مومند په قلم ليکل شوی. د دې کتاب موضوع د پښتو رسم الخط ښودلو او پښتو لغاتو پرتله کولو په باب مردف بحث لري، په دې کتاب کې د پښتو ابېڅې، تهجي توري رموز او اشاراتو دپاره قاعدې پرانيستل شوي دي چې د پښتو قاموس لومړنۍ مسوده او د پښتو لغاتو د راټولولو او چاپولو په لار کې لومړنی اثر دی چې په افغانستان کې چاپ شوی. همدا ډول دا کتاب د پښتو ژبې د علمي هڅې لومړنۍ زېرمه او د پښتو ژبې د لغوي آثارو لومړنی پوړ دی.
سرچينې
- پښتو کتابونه - راز محمد ويښ
