عبدالصمد خان اڅکزی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


عبدالصمد اڅکزی


خان د جواهر لعل نهرو او شيخ عبدالله سره په 1946 کال کی..
خان د جواهر لعل نهرو او شيخ عبدالله سره په 1946 کال کی..
خان د جواهر لعل نهرو او شيخ عبدالله سره په 1946 کال کی..

د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا. جولای 1907
عنایت الله کاریز، ګلستان, بلوچستان, برتانوي راج
مړینه 2 December 1973
کوټه (ښار)،پاکستان
د مړینې لامل وژنه
هيواد غړيتوب  پاکستان خو پاکستان یی نه مانه
نور نومونه خان شهيد
نسل پښتون
پلرنی ټاټوبی کوټه (ښار)
مذهب اسلام
ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند‎
ښځه (دوي ښځي)
اولاد محمود خان اڅکزی, احمد خان, بي بي خور, محمود خان اڅکزی, حمید خان اڅکزی
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
مورنۍ ژبه پښتو   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عبدالصمد خان اڅکزی (د ۱۹۰۷ ز کال د جولای ۷ -د ۱۹۷۳ ز کال د ډيسمبر ۲) (په انگرېزي: Abdul Samad Khan Achakzai) د سويلي پښتونخوا يو نامتو ولسي مبارز، سياسي او ملي شخصيت او ليکوال وو.


مخينه او زده کړې

خان شهيد

عبدالصمد خان اڅکزی د نور محمد خان اڅکزي زوی د ۱۹۰۷ ز کال د جولای پر ۷ په گلستان نومې سيمه کې زېږېدلی دی. نوموړي، چې د خان شهيد په نامه هم شهرت لري، خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولگي پورې په منظمه توگه ترسره کړې وې. بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توگه د سيمې له ديني عالمانو څخه وکړې. کله چې په ۱۹۲۹ ز. کال کې په سياست کې د ښکېلتيا له لامله په ۱۴ کاله بند محکوم شو، نو بيا يې په بنديخانه کې په غير رسمي ډول د فاضل پښتو، فارسي، مېټرک او اېف اې په ازموينو کې گډون وکړ او د برياليتوب سندونه يې ترلاسه کړل. عبدالصمد خان اڅکزی په پښتو دري، اردو او عربي ژبو ښه پوهېد او احاطه يې پرې درلوده. هغه خپل ټول عمر په زده کړه، فرهنگي او سياسي فعاليتونو کې تېر کړی او د سياست په ډگر کې له هېواد سره د مينې په گناه يې د مچ، هري پور او ملتان په زندانونو کې سختې شپې او ورځې تېرې کړې دي.

سياسي فعاليتونه

اڅکزی په ۱۹۳۰ ز. کال هند ته ولاړ او د لاهور د کانگرېس په کلنۍ غونډه کې يې گډون وکړ. په دې غونډه کې يې د ښکېلاک ضد شعارونه او خبرې واورېدې، کله چې بېرته کور ته راستون شو په حال او احوال کې يې بدلون راغلی وو. دغه حال يې محمد ايوب خان اڅکزي او خپل ورور عبدالسلام خان ته بيان کړ، چې دوی درې واړو د يوې ملي سياسي ټولنې په جوړېدو لاس پورې کړ. کله چې انگرېزان د دوی له فعاليت څخه خبر شول، د دوی دغه گوند يې غير قانوني وباله او درې واړه يې بنديان کړل. کله چې هغوی له بنده خوشې شول، نو پر ۱۹۳۲ ز. کال يې په سوېلي پښتونخوا کې د يوه سياسي مرکز په جوړولو لاس پورې کړ، چې د همدغه کال په ډېسمبر کې د سند او سوېلي پښتونخوا په پوله په يعقوب آباد نومې سيمه کې د انجمن وطن په نامه د خان عبدالصمد خان په مشرۍ د يوه ولسي تحريک بنست کېښود. دغه انجمن د هند د کانگرېس او د خدايي خدمتگارو لخوا په رسميت وپېژندل شو. نوموړي په ۱۹۳۶ ز. کال کې په خپل شخصي لگښت يوه چاپخونه هم رانيوله او د ۱۹۳۸ ز. کال په جنوري کې يې په پښتو او اردو ژبو د استقلال اخبار چاپ او خپور کړ. دغه اخبار په ۱۹۵۰ ز. کال کې د پاکستان د حکومت لخوا مصادره او ضبط شو او په خپله عبدالصمد خان زندان ته ولاړ. کله چې هغه له بند نه خلاص شو نو بيا يې دوه نور گوندونه هم جوړ کړل چې يو يې د ورور پښتون او بل د اسمان گل په نامه يادېده. د لومړي گوند مشري پخپله د صمد خان پر غاړه وه او د دويم مشري يې شهزاده عبدالکريم خان بلوڅ کوله.

په ۱۹۳۹ ز. کال کې چې د ملي خوداراديت څپې څپڅپانده وې د پاکستان پوځي حکومت د هغو د آرامولو او له منځه وړلو په خاطر بنديزونه لگولي وو او خان يې د مارشل لا له قوانينو څخه د سرغړونې په تور ۱۴ کاله بندي کړ. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنگ مشر او بنسټگر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنگ د هند د کانگرېس گوند او خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت وپېژندل شو.

ادبي هلې ځلې

عبدالصمد خان اڅکزی يوازې يو سياسي او ټولنيز شخصيت نه وو، هغه يو هر اړخيز وگړی وو چې د رسنيو د چاپ تر څنگ په ادبي او علمي چارو کې هم بوخت پاتې شوی او گڼ شمېر فرهنگي خدمتونه يې کړي دي. ده برسېره پر دې چې په استقلال ورځپاڼه کې يې خپلې ليکنې خپرولې، د گلستان له مجلې او نورو ملي خپرونو سره يې هم همکاري کوله. د ده ليکنې په يوې سيمې پورې محدودې نه وې، بلکې د افغانستان، بلوچستان او پېښور په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپرېدلې.

چاپ شوي آثار

  1. صمد اللغات - د پښتو ژبې سيند چې په لسگونو زره لغتونه پکې راغلي دي. دا سيند پر ۱۹۵۳ ز. کال د کوټې په جېل کې ليکل شوی دی.
  2. زما ژوند - په دې اثر کې د خان صاحب ژوند پېښې په ۷۹۰ مخونو کې راغلې دي.
  3. پښتو ژبه او ليکدود - دا يوه کوچنۍ رساله ده چې پر ۱۹۵۶ ز. کال په کوټه کې چاپ شوې ده.

ژباړې

  1. گلستان - د شېخ سعدي د گلستان پښتو ژباړه - دا کتاب پر ۱۹۵۰ ز. کال د هري پور په زندان کې ژباړل شوی دی.
  2. ترجمان القرآن - دا د مولانا ابوالکلام آزاد، د ترجمان القرآن پښتو ژباړه ده چې پر ۱۹۴۷ ز. کال د مچ په زندان کې ژباړل شوی دی.
  3. کيميای سعادت - د امام غزالي د کيميای سعادت پښتو ژباړه ده.
  4. سيرة النبي - د شبلي نعماني د سيرة النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه.
  5. د آزادۍ پای - د چارلټ اوډايس مارټر د کتاب (Future of Freedom) پښتو ژباړه.
  6. آزادي کا افق - د همدې پورتني کتاب اردو ژباړه.

مړينه

عبدالصمد خان اڅکزی يو ټول منلی پښتون مبارز تر گڼ شمېر فرهنگي او ټولنيزو چوپړونو وروسته د ۱۹۷۳ ز کال د ډيسمبر پر ۲ د کوېټې په ښار کې د خپل کور په مېلمستون کې د لاسي بم په بريد کې شهيد شو.

سرچينې

  • د آريانا دايرة المعارف - ۲۲۱ او ۲۲۲ مخونه