افغانستان ته د اسلام راتگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په افغانستان کې د مسلمانانو فتوحات د مسلمانانو له خوا د فارس له فتحې وروسته پیل شول. هغه مهال چې مسلمانانو ختیځ خوا خراسان، سیستان او ماورالنهر یا فراه رود ته کډه وکړه. له نهاوند جګړې ۱۵ کاله وروسته، دوی له افغانستان پرته ټول ساساني قلمرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي و. په بشپړ ډول د افغانستان مسلمان کول، د ۱۰مې او ۱۲ مې پېړۍ په منځ کې د غزنویانو او غوریانو د سترواکۍ تر مهاله، چې له مذهبي ډلو نه یې ملاتړ کاوه، نه و ترلاسه شوي.[۱][۲]

خراسان او سیستان، چېرې چې د زردشت دین رامنځته شوی و، فتح شول. عربو د فارس ختیځو خواوو ته حرکت پیل کړ او په ۶۵۲ ز کال یې د هرات ښار ونیو او همدلته یې عربي واکمني جوړه کړه. د افغانستان د سیمو د نسبي کم اهمیت له مخې له لومړۍ هجري پېړۍ وروسته د مسلمانانو پوله له معاصر افغانستان سره تثبیت شوه. د تاریخي شواهدو له مخې داسې ښکاري چې توخارستان (باختر) یا بلخ لومړنۍ سیمه وه چې په شدت سره د عربو له خوا ونیول شوه، هغه چې بودیزم په کې غوړېدلی و. بلخ د وروستي ځل لپاره د قطیبه بن مسلم له خوا په ۷۰۵ ز کال کې فتح شو. های چوا، هغه چې بلخ یې په ۷۲۶ ز کال کې لیدلی و، څرګندوي چې ډېری اوسېدونکي یې بودایان و او عربو ورباندې حکومت کاوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د افغانستان ختیځې برخې چې هغه مهال له سیاسي پلوه هند ته اړوندې بلل کېدلی، بودیزم او هندویزم د مسلمانانو د فتوحاتو ترمهاله هلته واکمن وو. کابل او زابلستان چې د بودیزم او نورو هندي مذهبونو کورونه وو، د دوو پېړیو لپاره د مسلمانانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د صفویانو او غزنویانو د فتوحاتو تر مهاله زنبیلیانو ته اړوند کابل شاهي و نه نیول شو. د زون او د هغه د واکمنانو زنبیلیانو اهمیت په دې کې و چې په سیند دره یې د عربو د برید مخه نیولې وه.[۹][۱۰]

رتبیل شاه، خلیفه مامون الرشید (واکمني. ۸۱۳-۸۳۳ ز کال) ته دوه چنده باج ورکاوه. هغه په کابل او زابل باندې د عربو له خوا وروستی برید وکړ. د کابل پاچا یې ونیو او هغه په اسلام مشرف شو. وروستی زنبیل، د یعقوب بن لیث او د هغه د ارباب صالح بن الندر له خوا په ۸۶۵ ز کال کې ووژل شو. په ورته مهال د کابل هندو شاهي د محمود غزنوي له خوا ونیول شوه. د غزنوي په ځواکونو کې یو شمېر هندي ځواکونه هم و. بیهقي څرګندوي چې: هندو افسران د مسعود غزنوي له خوا استخدام شوي و. د ۱۴ مې پېړۍ مسلمان عالم ابن بطوطه تشرېح کوي چې: د هندوکش معنا «د هندوانو وژونکی» دی، ځکه ګڼ شمېر هغه غلامان چې له هنده راوړل شوي و، د دغه ځای د سختې سړې هوا له امله مړه شول.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د جغرافیې عالم محمد الیعقوبی څرګندوي چې: د بامیانو واکمنان شېر بلل کېدل، چې په اتمه پېړۍ کې په اسلام مشرف شول. یعقوب څرګندوي چې: هغوی په ۸۷۰ ز کال کې خپل بتان په غارت یووړل چې ډېر وروسته بل تاریخ لیکونکی شبانکارايي ادعا کوي چې :الپتګین په ۹۶۲ ز کال کې خپل واکمن هم اسلام ته اړولی و. په غور کې د عربو تلپاتې کنترول ترلاسه نه شو او دغه ځای د غزنوي فتوحاتو پر مهال اسلام ته واړول شو. د بهرام شاه د واکمنۍ پر مهال، غور اسلام ته واوښت او له سیاسي پلوه یو موټی شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۵ مې پېړۍ په وروستیو کې د مغولي سترواکۍ بنسټ اېښودونکی بابر، له فراغنې نه راغی او کابل یې له ارغون کورنۍ ونیو. د ۱۶ مې او اتلسمې پېړیو ترمنځ مغولي پاچا یانو شاه جهان او اورنګزیب د ختیځ قلمرونو په یو شمېر برخو واکمني وکړه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د کافرستان (اوسني نورستان) خلکو د لرغوني هندویزم چارې، چې په سیمه ییزه توګه یې بدلونونه په کې راوستي و، ترسره کولې. له نورستان نه تر کشمیر پورې سیمه د پراخ شمېر «کافر» کلتورونو کوربه وه. هغوی ته په تلپاتې ډول د بتانو د عبادت کولو له امله کافران ویل کېدل او تر هغه مهاله له سیاسي پلوه خپلواک و، کله چې امیر عبدالرحمن خان له ۱۸۹۵-۱۸۹۶ ز کال پورې، په هغوی په زور دین بدل کړ، هغه مهال چې نورو هم د جزیې له ورکولو نه د خلاصون په موخه خپل دین بدل کړ.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د افغان – پښتنو وګړو د دین بدلون

د افغانستان نوم د لومړي ځل لپاره د سیفي هروي له خوا په ۱۴ مه پېړۍ کې په سیاسي ډګر کې وکارول شو. دا نوم ان د دراني سترواکۍ پر مهال هم نه و کارول شوی. یوازې وروسته له هغه چې د ډېورنډ فرضي کرښه رامنځته شوه، د هغه معاصره کارونه د آکسوس سیند او د دغې فرضي کرښې ترمنځ سیمې ته معمول شوه. هغه وګړي چې تر ډېره یې د افغان پاچهۍ په بنسټ اېښودو کې ونډه لرله پښتانه وو، هغه چې ورته «افغانان» ویل کېږي. [۳۲]

د لسمې پېړۍ په فارسي جغرافیا (حدود العالم )کې افغانانو ته د لومړي ځل لپاره اشاره شوې ده. د دغې جغرافیې لیکوال د هندوستان هېواد او د هغه د ښارونو په اړه څرګنده کړې، «شائول، د غرونو په سر ښکلی کلی، چې په کې افغانان اوسېدل». ابن بطوطه شائول داسې تشرېح کوي چې: د ګردیز او حسینان ترمنځ مشترک سوداګریز ځای و، د حسینان کره ځای نه دی معلوم. اخوند درویزه څرګندوي چې: د دوی اصلي ځای کندهار و چې د محمود غزنوي په غوښتنه د هغه سره په فتوحاتو کې د مرستې کولو په موخه یې په ۱۱ مه پېړۍ کې کډه کړې. افغان کلتور «کاشغر» د سلیمان غرونو په اوږدو کې د هغوی اصلي ځای بولي. (حدود العالم) نغوته کوي چې: د ننهار (ننګرهار) پاچا ګڼ شمېر «مسلمانې، افغانې او هندو» مېرمنې لرلې.[۳۳][۳۴]

د پښتنو کلتور د خالد بن ولید په واسطه د حضرت محمد(ص) پر مهال کې د مسلمانېدو خبره کوي. ویل کېږي چې قیس عبدالرشید د افغانانو فرضي نیکه د خالد بن ولید له احضار کولو وروسته له غور نه مکې ته د پلاوي لېږلو رهبري وکړه. ولید اسلام ومانه او د محمد (ص) په خدمت کې یې هم له نورو توپیر درلود. قیس خپل نوم عبدالرشید ته بدل کړ، د هغه درې زامن سړبن، غرغښت او کرلاڼي و چې کرلاڼي او سړبن د افغان اصلي لښکرو مولدین بلل کېږي.[۳۵][۳۶]

نعمت الله هروي په (مخزن الافغانی) کې د هغوی تاریخ، د افغانه په نوم اسرائیلي ته اړوند بولي، کوم چې اقصی جومات جوړ کړی. په دې ترتیب سره د شاه سلیمان د واکمنۍ پر مهال، د بخت نصر په نوم یو کس «د اسرائیلي وګړو د لېږد مسئول و، کوم چې هغه د غور، غزني، کابل، کندهار، فیروزکوه او پنځه یا شپږ اقلیمه سیمو ته یووړل. په ځانګړي ډول آصف او افغانه ته اړوند وګړي چېرې چې دوی خپل استوګن ځایونه جوړ کړل، نسل یې زیات شو او په پرله پسې توګه یې کفارو سره جګړه کوله». قیس مدینې ته سفر وکړ، څو د محمد (ص) دعا واخلي او د مکیانو سره جګړه وکړي. خپله محمد(ص) د کلتور له مخې قیس او د هغه وګړو ته د پښتون لقب ورکړ. دوی غور ته راوګرځېدل، څو اسلام خپور کړي او له محمود سره یې وفاداري وکړه. د نعمت الله  هروي په خبره: غوري واکمن معزالدین لوېدیځ لوري ته چې اوسني شمال لوېدیځ پاکستان ته اړوندېږي، د خپلو پوځي مبارزاتو په ترڅ کې په کډوالۍ پیل وکړ.[۳۷][۳۸]

هغه عرب چې له کابل شاهانو سره په جګړه بوخت و، خپلې مبارزې یې د ګندهارا لور ته هدایت کړې. د معاویه د واکمنۍ پر مهال د سیستان اداره له خراسان نه جلا شوه او د وخت والي په سیمه او کابل شاهانو خپل کنټرول ساته. احمد حسن داني په دې باور دی چې: کېدای شي د عربو چارې د افغانانو د دین اوښتو لامل شوې وي او کېدای شي په یوځلي ډول یې دین منلي وي، ځکه دا د دغو وګړو طبیعت دی. ټولو افغان قبیلو په یوه واراسلام منلی دی.[۳۹]

سرچینې

  1. André Wink (2002). Al- Hind: The slave kings and the Islamic conquest. 2. Brill Publishers. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 0391041738. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nile Green (2017). Afghanistan's Islam: From Conversion to the Taliban. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520294134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Nile Green (2017). Afghanistan's Islam: From Conversion to the Taliban. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 44, 46–47. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520294134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Historic Cities of the Islamic World, ed. C.E. Bosworth, (Brill, 2007), 153.
  5. André Wink (June 1991). Al- Hind: The slave kings and the Islamic conquest. 2. Brill Publishers. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004095098. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Islam and Tibet - Interactions along the Musk Route. Routlegde. 2011. د کتاب پاڼي 46–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780754669562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. H.A.R. Gibb (2013). The Arab Conquests in Central Asia. Read Books Ltd. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781446545638. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Islam and Tibet - Interactions along the Musk Route. Routlegde. 2011. د کتاب پاڼي 51, 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780754669562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ramesh Chandra Majumdar (1951). The History and Culture of the Indian People: The Age of Imperial Unity. G. Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Al- Hind: The slave kings and the Islamic conquest - Volume I. Brill. June 1991. د کتاب پاڼي 119, 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004095098. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ramesh Chandra Majumdar. Readings in Political History of India, Ancient, Mediaeval, and Modern. B.R. Publishing Corporation. د کتاب پاڼې 223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ahmad Hasan Dani, B.A. Litvinsky (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750. UNESCO. د کتاب پاڼې 470. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789231032110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. William Bayne Fisher (1975-06-26). The Cambridge History of Iran, Volume 4. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521200936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Romila Thapar (2005). Somanatha: The Many Voices of a History. Verso. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844670208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Martin Ewans (2013). Afghanistan - A New History. Routledge. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-29826-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Christoph Witzenrath (2016). Eurasian Slavery, Ransom and Abolition in World History, 1200–1860. Routledge. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-14002-3. Ibn Battuta, the renowned Moroccan fourteenth century world traveller remarked in a spine-chilling passage that Hindu Kush means slayer of the Indians, because the slave boys and girls who are brought from India die there in large numbers as a result of the extreme cold and the quantity of snow. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Clifford Edmund Bosworth. Yohanan Friedmann; Raphael Israeli; Anthony Hearle Johns (المحررون). "The Coming of Islam in Afghanistan". Islam in Asia. Magnes Press. 1: 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Clifford Edmund Bosworth (1977). The Medieval History of Iran, Afghanistan, and Central Asia. Variorum Reprints. د کتاب پاڼي 143–144. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Satish Chandra (2004). Medieval India: From Sultanat to the Mughals-Delhi Sultanat (1206–1526) - Part One. Har-Anand Publishers. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788124110645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Clifford Edmund Bosworth (1977). Politics and Society During the Early Medieval Period: Collected Works of Professor Mohammad Habib. People's Publishing House. د کتاب پاڼې 141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dale, Stephen Frederic (2004). The garden of the eight paradises: Bābur and the culture of Empire in Central Asia, Afghanistan and India (1483–1530). Brill. د کتاب پاڼي 15, 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-13707-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ibn Battuta (2004). Travels in Asia and Africa, 1325–1354 (الطبعة reprint, illustrated). Routledge. د کتاب پاڼې 416. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-34473-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Muhammad Qasim Hindu Shah (1560). "Chapter 200: Translation of the Introduction to Firishta's History". The History of India. 6. Sir H. M. Elliot. London: Packard Humanities Institute. د کتاب پاڼې 8. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Samrin, Farah (2005–2006). "The City of Kabul Under the Mughals". Proceedings of the Indian History Congress. 66: 1303–1308. JSTOR 44145943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Percy Sykes (2014-07-10). A History of Afghanistan: Volumes 1 and 2. Routledge. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317845874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Harlan 1939:127
  27. Christine Noelle (1997). State and Tribe in Nineteenth-century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863). Psychology Press. د کتاب پاڼې 161. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700706297. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Alberto M. Cacopardo (2016). "Fence of Peristan - The Islamization of the "Kafirs" and Their Domestication". Archivio per l'Antropologia e la Etnologia. Società Italiana di Antropologia e Etnologia: 69, 77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. C. E. Bosworth; E. Van Donzel; Bernard Lewis; Charles Pellat (المحررون). The Encyclopaedia of Islam, Volume IV. Brill. د کتاب پاڼې 409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Nile Green (2017). Afghanistan's Islam: From Conversion to the Taliban. University of California Press. د کتاب پاڼي 142–143. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520294134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Hasun Kawun Kakar (2011-01-15). Government and Society in Afghanistan: The Reign of Amir 'Abd Al-Rahman Khan. University of Texas Press. د کتاب پاڼې xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780292729001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Joseph Theodore Arlinghaus, Duke University Dept. of History (1988). The transformation of Afghan tribal society: Tribal expansion, Mughal imperialism and the Roshaniyya insurrection, 1450-1600. Duke University. د کتاب پاڼي 133–134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Percy Sykes (2014-07-10). A History of Afghanistan: Volumes 1 and 2. Routledge. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317845874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Ahmed Hassan Dani (1995). Peshawar: Historic City of the Frontier. Sang-e-Meel Publications. د کتاب پاڼي 64–65. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Ludwig W. Adamec (2012). Historical Dictionary of Afghanistan. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810878150. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Robert D. Crews (2015). Afghan Modern: The History of a Global Nation. Harvard university Press. د کتاب پاڼي 11–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674286092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Christine Noelle (1997). State and Tribe in Nineteenth-century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863). Psychology Press. د کتاب پاڼې 160. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700706297. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Ahmed Hassan Dani (1995). Peshawar: Historic City of the Frontier. Sang-e-Meel Publications. د کتاب پاڼي 64–65. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)