د افغان-انگرېز دويمه جگړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د افغان-انگرېز دويمه جگړه
Second Anglo-Afghan War
Kandahar 92nd Highlanders.jpg
تاريخ ۱۸۷۸ - ۱۸۸۰
هېواد افغانستان
پوځونه
Flag of the United Kingdom.svg بریتانوی امپراطوری Flag of Afghanistan (1880–1901).svg افغانستان
قوماندان
Sir Donald Stewart, 1st Baronet
Frederick Roberts, 1st Earl Roberts
Sir Samuel James Browne
امیر شېر عليخان
غازي محمد ايوب خان

د افغان - انګلیس دویمه جګړه (په دري: جنګ دوم افغان و انګلیس، په پښتو د افغان - انګریز دویمه جګړه) له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ ز کال پورې د بریتانیا د راج او د افغانستان د امارت ترمنځ یوه پوځي نښته وه، چې په وروستیو کې یې مشري د بارکزیو له کورنۍ څخه د پخواني امیر دوست محمد خان د زوی امیر شیرعلي خان پر غاړه وه. دا جګړه د بریتانیا او روسیې د سترواکیو تر منځ د لویې لوبې یوه برخه وه.

جګړه په دوږ لښکرلېږدونو ووېشل شوه، لومړی د ۱۸۷۸ز کال په نومبر میاشت کې له هند څخه پر افغانستان د بریتانیا له یرغل سره پیل شو. انګریزان په چټکۍ سره بریالي شول او امیر شیرعلي خان یې تېښتې ته اړ کړ. د علي ځایناستي محمد یعقوب سملاسي د سولې غوښتنه وکړه او وروسته د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشتې په ۲۶ د ګندومک تړون لاسلیک شو. انګریزانو د ښاغلي لوئیس کاواناري په مشرۍ کابل ته یو استازی او پلاوی ولېږه، خو د سپټمبر په درېیمه دا ماموریت په ټول‌وژنه بدل شو او نښتې د ایوب خان له خوا زور واخیست، چې د هغه د ورور یعقوب د ګوښه کېدلو لامل شو.   [۱]

دویم لښکر لېږد د ۱۸۸۰ ز کال په سپټمبر کې، کله چې بریتانیا له کندهار څخه بهر ایوب خان ته غوڅه ماته ورکړه، پای ته ورسېده. نوی امیر عبدالرحمن خان چې د بریتانیا له خوا وټاکل شو، د ګندمک تړون بیاځلي تاييد او تصویب کړ. کله چې انګریزي او هندي پوځیانو شاته تګ وکړ، افغانانو موافقه وکړه چې انګریزانو ته اجازه ورکړي، تر څو خپلو ټولو جیوپوليتيکي موخو ته ورسېږي او هم د بریتانیا د راج او د روسیې د سترواکۍ تر منځ یو بفر (حایل هېواد) رامنځته کړي. [۲]

مخینه

په اروپا کې د  ۱۸۷۸ ز کال په جون کې د برلین په کنګره کې د روسیې او بریتانیا تر منځ کړکېچ تر پای ته رسېدو وروسته، روسیې خپل پام د منځنۍ اسیا خواته واړوه. په هم‌هغه اوړي کې روسیې یو نابللی دیپلوماتیک پلاوی کابل ته ولېږه. د افغانستان امیر شیرعلي خان د هغوی د اخراج لپاره نابریالۍ هڅه وکړه. د روس استازو د ۱۸۷۸ ز کال د جولای په ۲۲ کابل ته د ننه شول او د اګست په ۱۴م بریتانیا له شیرعلي څخه وغوښتل چې د بریتانیا ماموریت هم ومني.  [۳]

امیر نه یوازې دا چې د نویل بولز چمبرلین په مشرۍ يې د بریتانیا د ماموریت له منلو څخه انکار وکړ، بلکې ګواښ يې وکړ، که چېرې بریتانیا خپل ځواکونه راولېږي، نو مخه به یې ونیسي. لارډ ليتون د هند وایسرای (په مستعمره کې د واکمن هېواد استازی) د ۱۸۷۸ز کال په سپټمبر کې یو دیپلوماتیک پلاوی ته امر وکړ چې کابل ته روان شي، خو د خیبرختیځې ورودي ته په نږدې کېدو سره ماموریت شا تګ وکړ او د افغان- انګلیس دویمه جګړه یې پيل کړه. [۴]

جګړه

لومړی پړاو

لومړنی لښکرلېږد، د ۱۸۷۸ ز کال په نومبر کې کله چې انګریزانو د ۵۰۰۰۰ کسیزه جنګیالی پوځ چې ډېری يې هندیان وو، په درېیو پوځي پایو ووېشل شو، چې د درېیو بېلابېلو لارو یې پر افغانستان برید وکړ، په علی مسجد او پیر کوتل کې د بریتانیا بریا په دې معنا وه چې کابل ته نږدې کېدل په عملي توګه د افغان ځواکونو له خوا بې دفاع پاتې شول. [۵]

شیرعلي اندېښمن شو او هڅه يې وکړه چې شخصاً د روسیې له تزارامپراتور څخه مرسته وغواړي، خو هغوی پر دې ټینګار کاوه چې نوموړی باید له بریتانیا څخه د تسلیم شرایط وغواړي. هغه بېرته مزار شریف ته راستون شو او د ۱۸۷۹ ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه مړ شو. [۶][۷]

تړون

په داسې حال کې چې بریتانوي پوځ د هېواد ډېره برخه ولکه کړې وه، د شیرعلي زوی او ځای ناستي محمد یعقوب خان د ۱۸۷۹ ز کال په مې میاشت کې د ګندومک تړون لاسلیک کړ، تر څو د هېواد په ګڼو نورو برخو کې د بریتانیا د یرغل مخنيوی وکړي. د دې پرېکړه ‌لیک پر بنسټ او د کلنیو ګڼو مالي مرستو او تضمینونو په بدل کې محمد یعقوب، د افغانستان د بهرني سیاست واک بریتانیې ته په لاس ورکړ. انګریزي استازي په کابل او نورو ځایونو کې ځای پر ځای شول، د انګریزانو کنټرول تر خیبر او میچني لارو وغځول شو او افغانستان د شمال لویدیځ سرحدي ولایتونه بریتانیا ته پرېښودل. بریتانوي پوځیانو وروسته شاته تګ وکړ.  [۸]

په دې توګه، د ۱۸۷۹ ز کال د سپټمبر په درېیمه د کابل پاڅون د بریتانیا د استازي لوئیس کواناري او د هغه د ساتونکو او کارکوونکو د ټول وژنې لامل شو، چې د افغانستان د جګړې دویمه پړاو ته یوه ټونګاره وه.  [۹]

دویم پړاو

ستر جنرال فریدریک رابرتز د کابل ځمکنی پوځ، د افغانستان په مرکز کې د شترګردن پر لار په  مخه کړ، د افغانستان پوځ ته يې د ۱۸۷۹ ز کال د اکتوبر په ۶ مه ماته ورکړه او دوه ورځې وروسته يې کابل اشغال کړ. غازي محمد جان خان وردک او ۱۰۰۰۰ کسیز افغان پوځ پاڅون وکړ او په ۱۸۷۹ ز کال کې یې کابل ته څېرمه د شیرپور د کانتون په محاصره کې پر انګریزي ځواکونو برید وکړ. دا بغاوت د ډېسمبر په ۲۳ مه د رابرتز پر ځواکونو د مستقیم برید په ترڅ کې تر ماتې وروسته له منځه لاړ. یعقوب خان د کاوناري او د هغه د کارکوونکو په ټول‌وژنه د لاس لرلو په تور له واک څخه لاس په سر کېدو ته اړ شو. انګریزانو یو شمېر سیاسي تړونونه په پام کې ونیول، چې له ډلې يې د بېلابېلو واکمنو تر منځ د افغانستان وېشل یا د تاج او تخت پر سر د یعقوب پر وړاندې د هغه د ورور ایوب خان ولاړول وو، خو په پای کې يې پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان د امیر په توګه وټاکي. [۱۰][۱۱][۱۲]

ایوب خان چې د هرات د والي په توګه خدمت کاوه، بغاوت ته ولاړ شو او د ۱۸۸۰ ز کال په جولای کې يې یوه ډله بریتانویان ووژل او کندهار یې محاصره کړ. وروسته رابرتز له کابل څخه د اصلي بریتانوي پوځیانو مشري وکړه او د کندهار په جګړه کې يې ایوب خان له غوڅې ماتې سره مخامخ کړ، چې د سپټمبر په لومړۍ يې بغاوت پای ته ورساوه.  

پایلې(عواقب)

د ایوب خان له ماتې سره جګړه په رسمي توګه پای ته ورسېده او بریتانیې د یوه نوي امیر له ټاکلو څخه ملاتړ وکړ- عبدالرحمن خان د محمد افضل خان زوی او د پخواني امیر شیرعلي وراره و. رحمان د ګندومک تړون تايید کړ، په دې توګه بریتانیا د هغو سیمو کنترول ترلاسه کړ، چې د یعقوب خان په واک کې وې او هم يې بهرنی سیاست د مرستې او ملاتړ په بدل کې کنترول کړ. افغانو قبیلو داخلي حکومت، اداب اوسیمه‌ییز دودنه خوندي کړل او یو تلپاتې بفر (بېلوونکی) یې د بریتانیا د راج او د روسیې د سترواکۍ تر منځ وړاندې کړ. [۲][۳]

انګریزانو په کابل کې د پاتې کېدو پاروونکې پالیسي پرېښوده، خو خپلو نورو ټولو موخو ته له رسېدو سره انګریزان له سیمې څخه ووتل. د ۱۸۸۱ ز کال تر اپریل پورې ټولو بریتانوي او هندي ځواکونو افغانستان پرېښود، خو د بریتانیا هندي مامورین د دولتونو تر منځ د اړیکو د هواري لپاره شاته پاتې شول. د عبدالرحمان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او بریتانوي هند تر منځ هېڅ ستونزه رامنځته نه شوه او هغه د پولادي امیر په نوم شهرت وموند. روسانو د پنجدې له پېښې پرته چې تر لومړني ټاکلي وخت درې کاله وروسته په منځګړیتوب او مذاکره حل شوه، د افغانستان له داخلي چارو څخه په ښه توګه لرې‌والی وکړ. [۱۳][۱۴][۱۰]

په ۱۸۹۳ ز کال کې مورتیمور ډیورنډ د بریتانوي هند له خوا کابل ته ولېږل شو، تر څو له عبدالرحمان سره د حدودو او د خپل نفوذ اړوند حوزو د تعینولو په اړه موافقه وکړي او همدارنګه د سوداګریزو او دیپلوماتیکو اړیکو ښه‌والی لاسلیک کړي. د ۱۸۹۳ ز کال د نومبر په ۱۲ مه د ډيورند د کرښې پرېکړه لیک سرته ورسېده، چې په پایله کې يې يو نوی شمال لویدیځ سرحدي ولایت رامنځته شو.  

سرچينې

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Barfield 2010، ص. 145.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Barthorp 2002، صص. 85–90.
  4. Barthorp 2002، صص. 66–67.
  5. Afghanistan 1878-1880 The Build-Up to Conflict at britishempire.co.uk
  6. Sinhai, Damodar Prasad. "India and Afghanistan, 1876", p. 183.
  7. Hanna 1904، صص. 150–155.
  8. Barthorp 2002، ص. 71.
  9. Wilkinson-Latham 1977، ص. 15.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Wilkinson-Latham 1977، صص. 16–17.
  11. Barthorp 2002، صص. 81–85.
  12. Barthorp 2002، صص. 77–79.
  13. Conflict in Afghanistan: A Historical Encyclopedia By Clements, F. ABC-Clio, Santa Barbara, California, 2003 p. 198
  14. Prasad, Bisheshwar (1979). Foundations of India's Foreign Policy: Imperial Era, 1882-1914. Nayad Prokash. د کتاب پاڼې 25. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)