ميرزالي خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ايپي فقير نه مخ گرځېدلی)

د غازي ميرزالي‌خان وزیر‎ يا مرزا علي خان بل نوم فقير ايپي وو. ايپي د يو کلي نامه ده چې د ميرعلي ښارگوټي سره نژدې په شمالي وزيرستان کې د بنو او رزمک په واټ باندې پروت دی او دغه د ميرزالي خان د اوسيدنې ځای وو- بعد کې ميرزالي خان گوروېک ته ولاړو چېرې يې چې د پښتونستان تحريک بنسټ کښېښدو.

مخينه[سمول]

د لوی افغانستان ملی اتل ستر مجاهد مسلح ريښتونې پښتون او د پښتونستان بنسټګر حاجي ميرﺯا علي خان يعني "اېپي فقير" پهٔ ۱۸۹۷ ﺯېږېديز کال کې د شمالي وﺯيرستان د اېپي پهٔ کلي کې ﺯېږېدلې دې د ميرﺯاعلي خان پلار نوم ارسلا خان وو، چې يو روحاني اسلامپال قبائلي قدرمن پښتون سړې وو ميراﺯاعلي خان لومړنۍ ديني ﺯدهکړې پهٔ خپل کور او ځاى دينى ښوونځي کې کړې وې اېپي فقير پهٔ ۱۹۲۳ کې مکې مکرمې ته حج لپاره لاړو هلته يې حج وکړ هېواد ته بېرته له راستنېدو يې د اېپى پهٔ کلي کې چې د بنو او رﺯمک سره موقعيت لري، خپل ژوند ته دوام ورکړ د ديني پوهې، د قام رهبرى اصولو لهٔ وجې پهٔ خپلې سيمې کې ورو پهٔ ورو مشهور کېدو، وروسته له حج فريضې څخه ځاى خلکو د دهٔ نوم سره د حاجي نوم اضافت سره دئ د حاجي صاحب او يا د حاجي ميرﺯعلي خان پهٔ نوم سره بلل شروع کړل

فيرنګيانو خلاف جهاد[سمول]

کله چې پهٔ شلمې پېړۍ پهٔ دېرشمو کلونو کې وﺯيرستان او شاوخوا قبائلي سيمو کې قبائلي پښتانهٔ د لويې برطانيه ښکېلاک ښکار شول دهٔ قبائلى پښتانهٔ پهٔ خپلې مشرۍ کې د برطانيې ښکېلاک پرضد وسلوالې مبارﺯې يعنى جهاد ته راوبلل او لويې برياوې يې پهٔ برخه شوې د دهٔ پهٔ مشرۍ کې پښتنو تر څلوېښ کلنې خپلې مقدسې جګړې ته دوام ورکړ، د دهٔ مشرۍ کې قبائلي پښتنو د اللّٰه تعالى پهٔ نصرت سره داسې تکتيکي بريدونه ترسره کړل چې انګریزان يې تر دوه پوﺯو راوستل او حېران ول چې ورسره وکړي

پاکستان خلاف جهاد اؤ پشتونستان[سمول]

حاجي ميرﺯا علي د پاکستان رياست سخت خلاف وو، پهٔ ۱۲ مۍ ۱۹۴۸ کې حاجي ميرﺯعلي خان د پاکستان پرضد له‌ ګروېک، شمالي وﺯيرستان څخه رسالې چاپ کړې، چې پهٔ هغه کې هغه وئيلى وو چې پاکستان د برطانيه پهٔ خوښه جوړ شوې دې او قائد اعظم جناح د برطانيه اېجنټ دې

هغه ﺯياته کړه چې هغه د پاکستان رياست پر ضد وسلواله مبارﺯه پيل کړي پهٔ جون ۱۹۴۸ کې هغه د شمالي وﺯيرستان د دته خېلو خاصه دارو چېک پوسټ باندې يرغل وکړ، د پاکستان هوايى ځواک ته چې دا خبر ورسېد، نو هغه خپلې جنګي الوتکې هغه ځاى ته ولېږلى او د شربي خېل محسود يې سخټ بمبار کړل پهٔ ۱۲ م اګست ۱۹۴۹ کې د افريديو قبائلي مشرانو او د هغه ګوند پهٔ تيراګ باغ کې سره وليدل، هغه ځاى يې د پښتونستان بېرغ ورپاوهٔ او د پشتونستان د تيراه څانګې پرانيسته يې وکړه هغوى پهٔ خپل بيان کې د پښتونستان، افغانستان او د نړۍ ګوټ ګوټ پښتنو ته دغه بيان جاري کړ " ﺯمونو د تيراه څانګې د قامي اسمبلۍ د پشتونستان يو خپلواک او مسلمان دموکراتيک حکومت جوړکړ چې د اللّٰه تعالى پهٔ نصرت او قبائلى اولس پهٔ ملاتړ به دغه نوې ونه برياوې لاسته راوړي چې د دې ثمرات به يواځې پشتونستان يعني چترال نه تر بلوچستان او خيبر نه تر بولان او اباسين سند څېرمې پښتنو ته نهٔ رسى بلکې د نړۍ امن به هم ضامن وي " چې دغه بيان پهٔ مختلفو مطبوعاتو او راډيو ګانو کې نشر شو، پهٔ همدې مياشتې کې د حاجي ميرﺯعلي خان پهٔ مشرۍ کې د قبائلي مشرانو يوې جرګې د کابل سفر وکړ چې د هغه وخت افغان حکومت د هر قسم مرستې ډاډ ورکړ

د پشتونستان نظريې پراختيا لپاره حاجي صاحب پهٔ ګروېک د پښتو ژبې کې بېنرې او د پښتو رسالو او اخبارونو بهير پيل کړ چې يو پکې مشهوره د "غاﺯي" پهٔ نوم وه پهٔ ۹م دسمبر ۱۹۴۹ کې غاﺯي رسالې کې لاندېنې ليک نشر شو " وروسته له‌ٔ ۱۵ اګست ۱۹۴۷ چې کله پاکستان جوړ شو او قائد اعظم د پاکستان ګورنر جنرال جوړ کړلې شو، پير مانکي، پير ﺯکوړي، ډاکټر خان صاحب، عبدالغفار خان او نور قبائلي مشرانو د يو اسلامي او خپلواک پښتونستان لپاره خپل غږ پورته کړ، د دې غورځنګ پرخلاف د هغه وخت تش پهٔ نوم اسلامي حکومت د برطانيه پهٔ مرسته د قاديانيانو ميرﺯا غلام احمد قادياني ته تقويه ورکول پيل کړل پښتانه لکه يو وجود چې هيڅ کله خپلو کې نشي سره بېلېدلې، پښتانه د ايماندارۍ او د احترام سمبول دي، دوى پهٔ خپل کې تر هر چا توره تېره لري، پرلپسې د ۱۴ کلونو د برطانيې بمباريو د وﺯيرستانيانو حوصلې پڅې نکړې او نه‌ٔ يې د هغه غلامۍ پرځان ومنله پهٔ دې ۱۴ کلنې جګړې دورانيې کې اېپي فقير دښمن ته د جنګ ډګر پرېنښود هغه د انسانانو د لاسه جوړ قانون او د پښتنو د حقوقو غصب کولو باندې غلې پاتې نشو، د هغه پهٔ نظر د قرآن حکم قتال ضروري او پهٔ دې لارې کې وژل شوې شهيد دې موږ يا خپلواکي راوړ او يا به ټول وطن ويجاړو پشتونستان ﺯنده باد پشتونستان ﺯنده باد"

پهٔ ۱۱م، ۱۲م، ۱۳م او ۱۵م جنورۍ ۱۹۵۰ کې د دۀ پۀ مشرۍ کې د وﺯيرستان مختلفو قبائلو خټکو، مروتو، بېټنيو، محسودو، وﺯيرو او بنوڅيو د پشتونستان قامي اسمبلۍ د "وﺯيرستان څانګې" انتخاباتو لپاره بېلا بېلې غونډې وکړې اسمبلۍ اېپي فقير خپل لومړنئ ولسمشر وټاکهٔ د اېپي فقير لومړنۍ غوښتنه هم دا وه چې د ۷ مليونه د پښتنو له وطن به د پاکستان اشغالګر پوځ وځي، کوندې دوى به بيا د خپل انجام پهٔ خپله ﺯمه وار وي، پهٔ دې لړ کې هغه لهٔ ملګرو ملتونو څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه وکړه او له‌ افغان حکومت يې په‌ دې لړ کې مرسته وغوښته

پهٔ اګست ۱۹۵۱ کې د قبائلو ځينو ملکانو مشرانو د دهٔ پېغام د افغانستان ولسمشر ظاهر شاه او مرحوم داود خان چې هغه وخت اېران او هند لپاره د افغانستان سفير وو، ته ورساوهٔ پهٔ ۱۹۵۲ کې د افريديو ځينو د پشتونستان قامى اسمبلۍ لپاره د جرګې جوړولو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان هوائي ځواکونو بريد ښکار شو او پښتنو مشرانو ته يې د ۱۸ کسانو پورې د مرګ ﺯيان واړوهٔ او همداراﺯ د جرګې مشر ملک ولى خان کوکى خېل د پاکستان هوايى پوځ ور ونړاوهٔ

پهٔ ۱۹۵۲-۵۳ کې په کابل کې مېشتو د پشتونستان مشرانو او د افغان حکومت بې بارۍ رامنځته کېدو لهٔ کبله پشتونستان ته د دولت/پيسو راتللو بهير ورو پهٔ ورو پهٔ کمېدو شو، بيا هم فيض محمد، د ختيځو ولايتونو لپاره د افغان والي د خپلو راکړو ورکړو هڅه کوله خو د اېپي فقير حکومت ورځ تر بلې ويجاړېدو سره مخ کېدو پهٔ نومبر ۱۹۵۴ کې د هغه نيژدې مرستيال لېفټننټ مهردل خټک د پاکستان پوځ او حکومت ته لهٔ خپلو اووو ۷ ملګرو سره سرنډر/ تسليم شو د ۱۹۵۵ د مارچ پهٔ ۲۷ مه د پاکستان حکومت د پاکستان پهٔ مغرب يعنى د پشتونستان برخو کې د "ون يونټ وېسټ پاکستان" ارډينېنس جارى کړ. د افغانستان واکمن حکومت دغه کار ده ختيز پختونستان د ماتولو پهٔ معنا وګاڼهٔ... پهٔ ۲۸ مارچ د افغانستان رياست الوﺯراء خپل موقف وړاندې کړ، بله ورځ د افغانستان حکومت پهٔ جلال آباد، کندهار ډپلومېټک مشن ودانيو او کابل کې د پاکستان سفارتخانې کې سفيران او قونسلران احضار کړل همداراﺯ پاکستان پهٔ پېښور کې د افغانستان قونسلېټ وتاړهٔ...چې د شخړه د پاکستان ولسمشر سکندر مرﺯا او د افغانستان حکومت د ظاهر شاه تر ولسمشرۍ دوامداره وه

پهٔ ۱۹۵۸ کې هغه لهٔ خپلو لېفټنانو سره د بېټنيو او مروتو سيمو ليدنو لپاره سفرونه وکړل، د محسودو پهٔ ساحه هغه لپاره بلها مالى او جنګي سامان را جمع کړلې شو

وفات[سمول]

ياد سفر وروسته هغه خپلې سيمې کې ژوند ته ادامه ورکړه چې وروسته د ۱۷ اپرېل ۱۹۶۰ کې يې ګروېک پهٔ سيمه کې خپل روح خپل حقيقي رب ته وسپارهٔ د حاجي رحمه اللّٰه جناﺯې لمونځ ﺯرګونو قبائلو پهٔ ګډون کې د مولوى پير رحمان تر امامت لاندې ادا شو

اېپي فقير رحمه ژوند ټول د دين اسلام ، شريعت او پښتنو لپاره پهٔ سهي معنا پهٔ وسله والې جهادى مبارﺯې کې تېر شو که څه هم اوسني حالت کې مبارزه په هغه ډول نه ده خو له هم وزیرستانې ځوانان د پښتون ژغورنې غورځنګ لاندې په سوله ییزه لاره د پاکستان او دهغو لاسپوڅو هدفونه ته لکه د غره په شان ولاړ دې. او انشاء الله د همدوې په مشره به سیمه کې دلي افغانستان یو اسلامې جمهوري نظام جوړيږي.

مړينه[سمول]

ميرزالي خان کال ۱۹۶۰ کښې مړ شو-