رزمک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رزمک
رزمک
د رزمک انځور
د رزمک انځور
د رزمک انځور

Map
کورډېناټونه: ۳۲°۴۱′۲۳″شمال ۶۹°۴۹′۴۸″ختیځ / 32.689722222222°شمال 69.83°ختيځ / 32.689722222222; 69.83  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هيواد کينډۍ:Pakistan
پراخوالی
لوړوالی ۲٬۰۱۰ ميټره (۶٬۵۹۰ فوټ)
وروستي مالومات
وخت زون PST (ه.ن.و+5)

رزمک (انګرېزي: Razmak) د خیبر پښتونخوا د ضلع شمالي وزیرستان په دریو تحصیلینو کې یو دی، د نورو دوو تحصیلونو نومونه میرانشا او میرعلي دي. د رزمک ډېری اوسېدونکي اتمانزي وزیر دي.

د ضلع شمالي وزیرستان رزمک تحصیل په دریو ذیلي برخو وېشل شوی، رزمک، دوسالي او ګړیوم. دوسالي کوزه پرته زمکه ده چې اقلیم یعني آب و هوا يې ګرمه او وچه وي. ګړیوم غره ییز او یخ وطن دی. له سطحې زیات لوړوالي له امله رزمک تر ګړیوم هم زیات یخ دی او بارانونه هم پرې زیات کېږي. په اوړي کې موسم خوندور وي، خو په ژمي سخت یخ او واورین وي.

  1. "POPULATION AND HOUSEHOLD DETAIL FROM BLOCK TO DISTRICT LEVEL: FATA (NORTH WAZIRISTAN)" (PDF). www.pbscensus.gov.pk. 2018-01-03. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)