غازي محمد ايوب خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير محمد ايوب خان
د افغانستان امير
هديرهپېښور, ۱۹۱۴ ز
کورنۍبارکزي
پلارامير شېر علي خان
غازي محمد ايوب خان
ايوب خان

امیر محمد ایوب خان (۱۸۵۷ زېږديز کال، کابل - د ۱۹۱۴ ز کال د اپرېل ۷، لاهور) چې انگرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال فرېدرېک رابرټس سره په کندهار کې جگړه وکړه، خو د جگړه ييز تاکتيک په کارولو سره يې شاتگ وکړ او داهوډ يې وکړ چې دا ځل خپل لښکر لا پياوړی او سمبال کړي او له انگرېزنو سره د جگړې ډگر ته ورووځي، خو انگرېزانو ونه غوښتل چې په کندهار کې نور تم شي. هغه وو چې د افغان او انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ ز کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.

مخينه

سردار محمد ايوب خان د انگرېزانو په مقابل کې د افغان او انگليس په دويمه جگړه کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی دی. نوموړی له دې کبله د افغانستان ملي اتل هم يادېږي. دی د امير شېر علي خان زوی وو. مور ېې دننگرهار د لالپورې د سعادت خان لور وه .

دامير شېر علي خان څخه خپگان

غازي ايوب خان له خپل مشر ورور سردار محمد يعقوب خان سره، چې د پلار له خوا د هرات حکمران مقرر شوی وو اوسېده. کله چې سردار محمد يعقوب خان په ۱۲۵۲ لمريز (۱۸۷۳ ز) کال کې کابل ته ولاړ، د خپل پلار له خوا د مخکيني بغاوت په جرم بندي شو او تر سختو جسمي او اروايي ربړو او کړاوونو لاندې ونيول شو، نو سردار ايوب خان په دې کار له خپل پلار څخه ډېر خپه شو. سره له دې چې امير شېر علي خان د هرات د حکمران په توگه د هغه د مقررۍ فرمان د مستوفي حبيب الله وردگ او محمد عمر خان په لاس هرات ته ولېږه، خو نوموړي ونه مانه او د خپل پلار په وړاندې ېې پاڅون وکړ. امير شېر علي خان د دغه پاڅون د ارامولو لپاره د سر لښکر حسين علي خان او مستوفي حبيب الله وردگ تر مشرۍ لاندې خپل لښکر هرات ته ولېږه. محمد ايوب حان چې د هغه د مقابلې ځواک په ځان کې ونه ليد، نو له ډېر لږ مقاومت څخه وروسته اوسني ايران ته ولاړ. هلته ېې پناه واخيسته او په مشهد کې دېره شو. کله چې امير شېر علي خان د ۱۸۷۸ زېږيز کال په ډسمبر مياشت کې له کابل څخه تېښتې ته اړوت او بلخ ته ولاړ، څو مياشتې وروسته يعقوب خان چې له زندان څخه آزاد او د کابل والي وټاکل شو د واکمنۍ اعلان وکړ. په همدغه مهال سردار ايوب خان له مشهد څخه هرات ته راستون شو او د نايب الحکومه (والي) په توگه ېې د چارو په سمبالښت لاس پورې کړ.

امير ته د بښنې ليک لېږل

کله چې غازي ايوب خان له ايران څخه راستون شو او د لوېديځې سيمې د چارو واک يې خپل کړ، نو پلار ته ېې له هرات څخه مزار شريف ته د بښنې يو ليک واستاوه. امير شېر علي خان د ۱۲۵۸ لمريز کال چې د ۱۸۷۹ زېږيز سره سمون خوري د هماغه کال د کب مياشت په ۳ مه په مزار شريف کې ومړ او افغانستان يو ځل بيا د انگرېزي ښکېلاک تر بريد لاندې راغی.

د افغان انگليس دوهمه جگړه

د ۱۸۷۸ زېږيز کال په نومبر مياشت کې انگرېزي ښکېلاکگرو ځواکونو د دويم ځل لپاره پر افغانستان تېری وکړ. کابل او کندهار ېې ونيول، چې پر ضد ېې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه پيل شول. امير يعقوب خان د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشت په ۲۴ مه له يرغلگرو انگرېزانو سره د گندمک تړون لاسليک وکړ. دا هماغه تړون وو چې افغانان يې د شرمېدلي تړون په نامه يادوي. دا تړون د انگرېزانو د سفير پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې سره شوی وو. تر دې وروسته د کابل خلک د دغه سفير په پرضد راپاڅېدل او هغه ېې د کابل په بالاحصار کې وواژه. انگرېزانو د خپل سفير کېوناري د غچ اخيستو په موخه د خيبر ، کرمې او کندهار دريو لوريو څخه پر افغانستان يرغل وکړ. امير محمد يعقوب خان چې د انگرېزانو د مخنيوي په خاطر د لوگر خوشي ته د انگرېزانو قرارگاه ته ورغلی وو، ونيول شو او بيا څو مياشتې وروسته انگرېزانو هغه د واک له گدۍ څخه گوښه او په ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ېې د يوه پوځي ټولگي په ملتيا برتانوي هند ته جلاوطن کړ.

ملي پاڅون ته د ولس چمتو کول

سردار ايوب خان دغه وخت په هرات کې وو. له دغه ځايه ېې د ملي مشرانو په مشورې د انگرېزانو پر ضد د جهاد او پاڅون هوډ وکړ. له يوې خوا په هرات کې د لښکرو په ترتيب، نظم او چمتووالي بوخت شو، له بلې خوا ېې امير عبدالرحمان خان ته بلنه ورکوله چې د برتانوي هند د يرغلگر پوځ پر وړاندې له ولسي پاځون سره يو څای شي. امير عبدالرحمان خان دا مهال يانې د ۱۸۸۰ زېږيز کال په مارچ کې د انگرېزانو له منگولو څخه د هېواد د ژغورنې په تکل د هېواد په شمالي سيمو کې د پاڅون خبرتياوې ځړولې او په دې نوم ېې پر ځان خلک راټولول چې له ده سره د انگرېزانو پر ضد پاڅون او جهاد کې ملگري شي تر څو له دوو خواوو څخه پر دوښمن مرگوني گوزارونه وکړي. خو عبدالرحمان خان د نوموړي دا بلنه رد کړه او هغه ته ېې په ځوابيه ليک کې وليکل چې:«اوس له انگرېزانو سره دوښمني کول د افغانستان په گټه نه ده. امير شېر علي خان همدغه تېروتنه وکړه، ځکه له منځه ولاړ، تاسو هم له انگرېزانو سره د سولې لار ونيسۍ» نږدې دوه مياشتې وروسته په هرات کې ملي مجاهدينو ته د امير عبدالرحمان خان له خوا د دوی رد ځواب ورسېد. هغوی ډېر خواشيني شول او غوسه شول نو هوډ ېې وکړ چې په يوازې ځان به دغه ملي او اسلامي دنده ترسره رسوي ، نو هم هغه و چې د هرات افغاني لښکرې د سردارغازي ايوب خان په مشرۍ د فراه او گرشک پر لارو کندهار ته د تللو له پاره چمتو شوې. د لښکر شمېر او د چارو سپارل سردار ايوب خان د هرات د حکومت چارې د امير محمد يعقوب خان زوی او وليعهد موسی جان او لوی نايب خوشدل خان ته وسپارلې او په خپله ېې د چمتو کړي لښکر سره چې شمېره ېې په ځينو تاريخونو کې دولس زره ۱۲۰۰۰ ، ځينو کې اته زره ۸۰۰۰ ، او په ځينو نورو کې بيا ۵۵۰۰ تنه سپارو ، پلي او په توپخانه سمبال پوځونه ښودل شوي دي له هرات څخه د کندهار پر لور روان شو .

د ميوند پر دښته جگړه تودېدل

غازي محمد ايوب خان

د ميوند پر دښته د ايوب خان په مشرۍ افغاني لښکر له زرگونو انگرېزي لښکر سره چې په ډول ډول وسلو سمبال و جگړه پيل کړه . له څو ورځو پرله پسې جگړې وروسته له ټول انگرېزي پوځ څخه ۶۰۰ تنه د جگړې له ډگر څخه په تېښته بريالي شول او نور ټول ووژل شول. دا چې د انگرېز وسايل په خيبر ، کابل ، جلال اباد او کوېټه کې ډېر و نو ېې د ځينو مخبره کړېو په لاس د کابل قرارگاه ته د انگرېز يو جنرال ته چې نوم ېې جنرال ستورات و تلگراف ولېږه چې جگړه د لوی کندهار د ميوند په سيمه کې سخته ده او انگرېزي لښکر ټول تباه شوی نو جنرال هک پک او غوسه ورغله نو ېې د يو بل جنرال ته چې نوم ېې رابرټس و امر وکړ چې په چټکۍ سره دې مرسته کندهار ته ورسوي څو نور افغانان وځپي . په ځپل شويوکې د افغان ولسي وگړو هم ډېره مرگ ژوبله ليدلې وه . انگرېز په افغانانو بيا يرغل وکړ او خپلو پاتې شوو ځينو پوستو ته ېې مرستې ورسولې يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسايلو سمبال شول له بله خوا افغانان په ډېرو لږو وسلو خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال و د هغوى مقابلې ته راوتلي و او په دې نيت او تكل و چي دغه كفري لښكرې له خپلې خاروې څخه وباسي .هلته د غازيانو د جگړې د پای شپو ورځو څخه يوه ورځ دمخه ۱۸۸۰ م ز کې د جولای مياشت په ۲۶مه امير عبدالرحمان خان د کابل په پلاز کېناست او دېخوا د هيواد د ازادي غوښتونکو پاڅون څه نا څه ټکنی و . د تاريخپوهانو له اړخه داسې وايي: د افغاني غازيانو سره په دغه جگړه كې افغانې ميرمنې هم شاملې وې چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځينو له خپلو پلرونو ، ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته راوتلې وې، يوه له دغو نومياليوښځينه و څخه پېغله ملاله ميوندۍ هم وه. چې وروسته بيا د انگرېزانو لخوا شهيده کړای شوه . د افغانانو تر منځ د ملالې ميوندۍ او د ميوند د جگړې ياد د هغې اتلې له ټپې څخه څرگندېږي .

كه په ميوند كې شهيد نسوې خدايږو لاليه بې ننگۍ ته دې ساتينه

د پښتنو خويندو، ميندو مرستوله کبله هم د انگرېز د ډېرو تمو سره چې کندهار ته به د پوځ مرستې بشپړ پړاؤ پر مخ بيايی او يا به هغوی له افغان جنگياليو څخه خلاسوي بېرته به کوټې ته مخه کوي يو ارمان پاتې شوی و خو بيا د ځينو کورنيو جاسوسانو له خوا گټلې جگړه د انگرېزانو په دسايسو ټکنۍ شوه او د غازي ايوب خان سره ېې د هغه تره امير عبدالرحمان خان په جگړه ښکېل کړ. هلته د ميوند فاتح غازي ايوب خان لس ورځې د شهيدانو د تدفين او د انگرېزي يرغلگر پوځونو د زرگونو مړو د ښخولو او د لښکر د تنظيم په چارو کې بوخت پاتې شو.

د انگرېز درغلي

په کندهار کې د انگرېزي ځواکونو مشر جنرال پرايمروز وکړای شول چې له يوې خوا د پاتې پوځيانو له پاره اذوقه او اکمالات وربرابر کړي او له بلې خوا د ښار دفاعي مورچلې ټينگې او ځان د اوږدې دفاع له پاره چمتو کړي . په همدغه وخت کې له کابل څخه په کندهار کې د انگرېزي پوځ قوماندانۍ ته دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې که تر يوې مياشتې پورې د غازيانو په وړاندې مقاومت وکړای شي د دوی ځواکونه به له کابل څخه د هغوی ژغورنې ته ورورسېږي . کله چې افغاني غازيان د ميوند له فتحې لس ورځې وروسته د کندهار ښار ته ورسېدل ، نو له بېلا بېلو خواؤ څخه ېې پر دښمن بيا بريدونه پيل کړه . ځای په ځای ېې هغوی ته د مرگ ژوبله او مالي زيانونه ورواړول ، تر دې چې د ښار نیول بيخي نږدې شوي و . په همدغه وخت کې د انگرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله (دوکه) په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه او په ټوله کورنۍ کې ېې ډېر نفوذ هم درلود ، انگرېز بولندوی هغې ته مور ويلي و ، هغه ېې د زړه سوي او څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انگرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي ، چې له مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي . نو بيا به د کندهار ښار غازيانو ته پوره پرېږدي او انگرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی . انگرېزانو ته د مهلت غوښتلو لپاره سردار ايوب خان د بوډۍ دغه خبره ومنله . له دې نه و خبر چې هلته په کابل کې انگرېزي ځواکونو له امير عبدالرحمان خان سره موافقې ته رسېدلي دي چې څه پوځونه به ېې د بت خاک په لاره د جلال اباد او بيا پېښور ته درومي او ځينې به کندهار ته خپل کلابند پوځونو د ژغورنې لپاره ځي . وروسته به کندهار امير عبدالرحمان خان ته سپاري او دوی به له کندهار څخه روغ رمټ کوېټې ته اوړي . د همدې موافقې له مخې رابرټ سل له خپلو پوځيانو سره د ۱۸۸۰ م زېږيز د اگست په اتمه ، په داسې حال کې چې د امير عبدالرحمان خان فرمان او ساتونکي د سردار شمس الدين خان زوی سردار عزيز خان ورسره و ، له کابل څخه حرکت کوي . نوموړي په لاره کې د امير هغه فرمان چې خلکو ته ېې په کې د خپلې پاچايۍ او د انگرېزانو د وتلو ډاډ او مبارکي ليکلې وه . ځای په ځای خلکو ته د ډاډ په موخه ښکاره کواوه او دغسې انگرېزي ځواکونه روغ رمټ د اگسټ په ۲۷ مه نېټه کندهار ته ورسېدل . په سبا ېې په ناڅاپه توگه د غازيانو پر مورچلونو بريدونه پيل کړل . دلته ېې د پښتنو قبايلو تر منځ او په تېره د اکا او وراره اعتبار هم تر سوال لاندې راوست چې له مخې ېې عبدالرحمان خان مجبور پر دې شو چې د انگرېز سره د ايوب خان پر ضد ودرېږي . لدې سره غازيان له لږو او ډېر مقاومت څخه وروسته خواره واره او مجبوره شول چې بېرته د هرات په لور ولاړ شي .

پاتې ژوند او مړينه

انگرېزانو د کندهار ښار د امير عبدالرحمان خان ځواکونو ته وسپاره و پاتې پوځونه ېې له موقع څخه په استفادې سره روغ رمټ د افغانستان له پولو واوښتل او برتانوي هند ته ولاړل . تر هغه چې د سردار غازي ايوب خان ځواکونه او لښکرې بيا راټولېدې او هرات ته رسېدلې د امير عبدالرحمان خان ځواکونه د عبدالقدوس خان اعتمادالدوله په مشرۍ د هزاره جات پر لار هرات ته رسېدلې او هغه ېې نيولې و. سردار ايوب خان مجبور شو چې له خپلو څو ملگرو سره اوسيني ايران ته بيا ولاړ شي . څه موده ايران کې و ، بيا برتانوي هند ته ولاړ . د ژوند تر پايه ېې په لاهور او راولپنډۍ کې د بېوزلۍ او جلا وطنۍ په حال کې شپې ورځې تېرولې . بالاخره دغه نوميالي غازي د ۱۹۱۴م زېږيز کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه لاهور کې د ۵۷ کالو په عمر وفات شو او د هغه د خپل وصيت له مخې چې وېلي ېې و د افغان په خاوره کې بايد خښ شي . د پېښور ښار د سيد حبيب په هديره کې خاورو ته وسپارل شو . د غازي ايوب خان پاتې ټبر نيم په ننگرهار کې اوډېره په پېښور کې مېشته ده .

سر چينې

  • د اريانا دايره المعارف ۸۲۳ ــ ۸۲۴ ــ ۸۲۵ مخونه
  • د افغانستان نوميالي د بېنوا اثر

باندنۍ تړنې

د مېوند فاتح دلته پروت دی - د علي جان ليکنه