غني خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Ghani Khan
غني خان
د غني خان انځور
د غني خان انځور
د غني خان انځور

د شخص معلومات
پيدايښت 1914
اشنغر, برتانيوي هند
مړینه مارچ 1996
چارسده، پښتونخوا
هيواد غړيتوب افغان
نور نومونه عبدالغني خان، لېونی، غني بابا، غني دادا او غني ملنگ
نسل پښتون
پلرنی ټاټوبی اتمانزي، چارسده
مذهب اسلام
پلار خان عبدالغفار خان  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عبدالغني خان (زوکړه ۱۹۱۴ ز کال-مړينه ۱۹۹۶ ز کال) (په انگرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان مشر زوی وو.

مخينه[سمول]

د ۱۹۱۴ زېږيز كال په ډسمبر مياشت كې د پښتونستان د اشنغر په كلي كې د خان عبدالغفار خان چې په فخر افغان هم پېژندل کېږي، په كور کې يو ماشوم وزېږېد چې نوم يې پرې عبدالغني خان کېښود. دغه ماشوم د پښتو ادب يو ځلېدونكى ستورى شو. د ښاغلي غني يو ملگرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى وو، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والۍ وه، خو د قدرت اراده نه وه چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له سختيو او ربړو سره هغه وخت لاس او گرېوان شو، چې کله د پېنځو كلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا ناروغۍ له لامله وفات شوه. دى او كشر ورور يې عبدالولي خان د درې نيمو كلونو او يوه خور يې سردارو د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفار خان د پېرنگيانو د حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د دريو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان مور ته ورتر غاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له روزونکو مشرانو څخه بې برخې پاتې شول.

زده کړې[سمول]

عبدالغني خان

غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه دوستانو د غريبو هلكانو لپاره په اتمانزو كې جوړ كړى وو. هلته زده كړې د ټولو لپاره په وړيا ډول وې. باچا خان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستول چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي. خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته لېږي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته هڅوي.

په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال وو چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت په جېل كې بندي وو او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنگ د تبليغ لپاره په دوره وتلى وو. غني خان لسم ټولگى په بري سره پای ته ورساوه، وروسته د ډېلي جامعه مليه مدرسې ته ولاړ او دا هغه وخت وو چې په افغانستان كې د سقاؤ زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه. په دې پلاوي كې اووه ډاكټران او دېرش نورو مرستیال زليمانو گډون درلود چې غني خان هم ورسره مل وو. خو انگرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول تر څو د افغانستان پاچا امیر امان الله خان گوښه کړای شو او د کندهار له لارې بهر ته ولاړ.

غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په ممبای كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخاته او په نوموړې ورځ يې خپل د تسلي په نامه خپل لومړى شعر وليكه.

د انگلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان بې جوړې ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو. دی به چې چېرې هم ته، نو انگرېزې نجونې به ورپسې تلې او سبق ته به يې نه پرېښوده، تر هغه چې د لندن يوه ښكلې فلمي لوبگره هم پرې ميینه شوه. کله چې باچا خان خبر شو نو سم دلاسه ېې ده ته د امريكې په لور د تگ امر وکړ. د امر سره سم غني خان امريكې ته ولاړ او د امريکې په لويزيانا ايالت كې په زده كړو بوخت شو. عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره گډوډي راغله. په ځانگړې توگه د اقتصاد لخوا ډېر راولوېد. غني خان د خپلې سيمې په هکله په يو شعر کې داسې وايي:

د سيند د سپينو شگو نه مې جوړ كړو يو محل
دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران كتل
قالين مې په كې خور كړو د سرو پاڼو د گلاب
اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب
يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم
په خوا كې مې دلبره وه موسكۍ سترگې پُر نم

رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى وو، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډگر ته تله او بله هم لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته. هغه په ۱۹۴۵ زېږيز كال د سياست ډگر ته ودانگل، په مركزي پارلماني انټي بيرو لپاره ودرېد او ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې. باچا خان د زلمي پښتون غورځنگ وځنډاوه. د ۱۹۴۸ زېږيز كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاکستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال د پاکستان له لوري په پښتونستان كې سخت تشدد او ظلم روان وو. ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل. دى د هريپور په جېلخانه كې بندي وو. ده د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكلي: «دوراشې کامه كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا به چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى.»

وايي چې تر بند وروسته کوم چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد گير كړي يۍ. د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو. انسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري. دى آن د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان گڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني:

څنگه ملامته زه په گناه شم
چې وس ، قسمت او تدبير د بل دى
څنگه ستومانه زه په خندا شم
خوب دى د بل او تعبير د بل دى

غني خان كور گڼي او د يوه مفكر انسان په توگه خپل د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې، بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي:

په جومات كې مې و نه موند، په کعبه كې رانه ورک شو
خداى مې زړه كې راپيدا شو، چې مې مخ د يار كړ ښكل

غني خان خپل فكري مشكلات داسې بيانوي:

خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راكړ؟
په يو ملك كې دوه خودسره پادشاهان
پادشايي او فقيري دې ولې يو كړه
د ژوندون په هره ساه كې مرگ پنهان

د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه:

ما به شمع شمع كړله
تا كه جوړ رانه پتنگ
ما د قصده وې ملنگ يم
تا رښتيا كړمه ملنگ
ما پېښې كړې د تورزنو
تا مې كور له راوړو جنگ
زه خو غږ كولاى نه شم
په گيلو ته خپه كېږې.

د پښتو ادب کې د هغه د شعري ژبې ځانگړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده او په شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه يې منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.

غني خان او كورنۍ[سمول]

غني په خپله كورنۍ كې تر هر چا زيات د ننگيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض گڼي، كله چې يې پلار د انگرېزانو په جېل كې پروت وو او غني خان ته يې يو له گيلو ډك ليك ليكلى وو، غني خان په ځواب كې دا بيتونه ورولېږل:

غني خان خپل كتاب چې په انگرېزۍ ژبه يې ليكلى، خپل گران پلار ته داسې ډالۍ كوي: I dedicate this book to the first pathan I knew and the first I have know my father. ?زه دا كتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ كوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته.

قوم او غني خان[سمول]

غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. هغه په دې چې په پښتون ولس كې پيدا شوى، د خداى شكر داسې پرځاى كوي:

خدايه! شكر چې پيدا دې له دې قام كړم
د پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام كړم

او چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي:

سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قام
نر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قام

په بل ځاى بيا وايي:

ستا دا لاس د قسمت لاس دى
ورانول، جوړول دوى كا
د فرعون د كور په شانې
دا حصار خاورې ايرې كړ
پاڅه وښيه دنيا ته
د پښتون د بچو ننگ
پاڅه واوروه شغال ته
د ويستلو تورو شرنگ


غني خان او هېواد[سمول]

غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له كومې مينه لري، نو ځكه وايي:

ما ليدلي محلونه د لندن دي
جينكۍ مستې ازادې گلبدن دي
ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلې
په كردار گفتار خوږې لكه بلبلې
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د گلو
د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو
خو چې ووينم زه خپل د خټو كور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنگې كوڅې زما د كلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښكلي
چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي
درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي

باندنۍ تړنې[سمول]


مسلمان فیلسوفان
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي