ابن رشد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابن رشد

ابن رشد (په عربي کې یې بشپړ نوم: أبو الوليد محمد ابن احمد ابن رشد، په رومي ژبه: Abū l-Walīd Muḥammad Ibn ʾAḥmad Ibn Rušd؛ د ۱۱۲۶ د اپریل ۱۴مه – د ۱۱۹۸ ز د د سمبر ۱۱مه) چې په لاتیني تورو Averroes (انګلیسي: /əˈvɛroʊiːz/) پېژندل کېږي، یو مسلمان اندلسی بحرالعلوم او فقیه و چې د فلسفې، الهیاتو، طب، ستورپوهنې، فزیک، ارواپوهنې، ریاضي، اسلامي فقهې او قانون او ژبپوهنې په شمول یې د زیاتو موضوعاتو په اړه لیکل کړي دي. نوموړی تر ۱۰۰ د زیاتو کتابونو او رسالو لیکوال و او په ​​فلسفي آثارو کې یې د ارستوپه اړه ډېرې تبصرې شاملې دي، چې له امله یې نوموړی په ​​​​لویدیځه نړۍ کې د مبصر او د عقلیت یا عقل‌پالنې د پلار په توګه پېژندل شوی دی. ابن رشد د الموحدینو د خلافت (Almohad Caliphate) په دولت کې، د مشر قاضي یا مفتي  او د محکمې د معالج (court physician) په توګه هم دنده ترسره کړې.[۱][۲][۳][۴]

ابن رشد د ارستو د نظریاتو سرسخت پلوی و. هغه هڅه وکړه چې د ارستو اصلي تعلیمات او لارښوونې بېرته راژوندۍ کړي او د الفارابي او ابن سینا په څېر پخوانیو مسلمانو مفکرینو له نوو-اپلاتوني (Neoplatonist) تمایلاتو سره یې مخالفت وکړ. هغه د الغزالي په څېر اشاعره پوهانو د تنقید پرضد د فلسفې د پیروۍ دفاع وکړه. ابن رشد استدلال وکړ چې:  فلسفه په اسلام کې جواز لري او ان د مشخصو غوره کسانو(نخبه ګانو) ترمنځ اجباري او لازمي ګڼل کېږي. هغه استدلال وکړ چې: مقدس متون که د عقل یا منطق او فلسفې له مخې ترلاسه شوو او له پایلو سره په ټکر کې وي، نو باید باید په تمثیلي توګه تشرېح او تفسیر شي. په اسلامي فقه کې يې د مذهبونو ترمنځ د اختلاف او د هغو اصولو په اړه چې د اختلاف لامل شوي دي، (بداية المجتهد) كتاب ليکلی دی. په طب کې بيا هغه د مغزي سکتې د یوې نوې تیوري وړاندیز وکړ، د لومړي ځل لپاره یې د پارکینسن یا د اندامونو د لړزې ناروغۍ نښې نښانې بیان کړې او ښایي لومړی کس و، چې د سترګې د یوې برخې په توګه یې د سترګې شبکیه؛ ریټینا (retina)، چې د رڼا د تشخیص مسؤلیت لري، معرفي کړه. د هغه طبي کتاب( الكليات في الطب) چې لاتیني ژبې ته ژباړل شوی او د کولیګیټ (Colliget) په نوم یادېږي، د پېړیو پېړیو لپاره په اروپا کې یو درسي کتاب و.

په اسلامي نړۍ کې د هغه میراث د جغرافیایي او فکري دلایلو له امله ډېر نه و. په لویدیځ کې بیا ابن رشد د ارستو په اړه د خپلو پراخو تبصرو او تفسیرونو له امله شهرت موندلی، چې ډېری یې لاتیني او عبري ژبو ته ژباړل شوي دي. د هغه د آثارو ژباړې د ارستو او یوناني مفکرینو په اړه د لویدیځې اروپا لېوالتیا بېرته راژوندۍ کړه، د څېړنو او مطالعې هغه ډګر چې د روم د سترواکۍ له سقوط وروسته په پراخه کچه هېر شوی او پرېښودل شوی و. د هغه افکار په لاتیني عیسویت کې د مناقشو او اختلافاتو لامل هم شول او د هغه د لیکنو پربنسټ یې د ابن رشدیزم (Averroism) په نوم یو فلسفي خوځښت رامنځته کړ. د هغه د عقل د یووالي (unity of the intellect) نظریه، چې وایي ټول انسانان یو شان عقل لري، په لویدیځ کې یوه له خورا مشهورو او جنجالي ابن رشدي نظریاتو نه وه. د هغه آثار په ۱۲۷۰ز او ۱۲۷۷ز کلونو کې د کاتولیکې کلیسا له خوا وغندل شول. که څه هم لاتیني ابن رشدیزم د توماس اکیناس (Thomas Aquinas) لوري د غندنې او پر له پسې نیوکې له امله کمزوری او پیکه شو، خو بیا یې هم تر شپاړسمې پیړۍ پورې د پیروانو جلبولو دوام درلود.

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړني پړاوونه او زده‌کړې[سمول]

محمد بن احمد بن محمد ابن رشد د ۱۱۲۶ز کال د اپریل پر ۱۴مه (۵۲۰ هـ ق) په قرطبه کې زېږېدلی دی. د هغه کورنۍ په دغه ښار کې د عامه خدماتو په ځانګړې توګه په حقوقي او مذهبي ډګرونو کې مشهوره وه. د هغه نيکه ابو الوليد محمد (مړ ۱۱۲۶ز) د قرطبې مشر قاضي یا مفتي او د المرابطینو تر واکمنۍ لاندې د قرطبې د ستر جومات امام و. د هغه پلار ابو القاسم احمد د هغه د نيکه په څېر مشهور نه و، مګر بیا هم تر هغه وخته چې الموحدین په ۱۱۴۶ز کې د المرابطینو ځایناستي شول، نوموړی دغلته مشر قاضي و.[۵][۶]

د نوموړي د روایتي ژوند لیکونکو په وینا: ابن رشد "عالي" زده‌کړې لرلې. هغه د خپلې زده‌کړې په حدیث (د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم روایات)، فقهې، طب او الهیاتو کې پیل کړي. مالکي فقه يې له الحافظ ابو محمد ابن رزق نه ولوستله او د حديثو زده کړه یې د خپل نيکه له شاګرد ابن بشکوال نه وکړه. د هغه پلار هم هغه ته د فقهې زده کړه ورکړه، چې په کې د امام مالک د ستر اثر الموطا زده کړه شاملېږي او ابن رشد دغه اثر حفظ کړ. هغه له ابوجعفر جریم التجیل نه طبي زده کړې وکړې، چې ښایي فلسفه یې هم ورته تدریس کړې وي. هغه د فیلسوف ابن باجه (د ایومپیس په نوم هم پېژندل شوی) په آثارو هم پوهیده او ښایي هغه یې په ​​شخصي توګه پېژانده یا یې ځانګړې زده کړې ورکړې وي. هغه د هسپانیا په ​​سویل (Seville) ښار کې د فیلسوفانو، طبیبانو او شاعرانو په هغه غونډه کې هم ګډون درلود، چې په کې مشهور فیلسوفان ابن طفیل او ابن زهر او راتلونکي خلیفه ابو یوسف یعقوب هم ګډون درلود. هغه( د ​​اشعریه مکتب) د کلام پوهه هم زده کړه، چې وروسته یې بیا د ژوند په اوږدو کې نیوکې هم پرې وکړې. د هغه د ۱۳مې پېړۍ بیوګرافي لیکونکي ابن الأبار وايي چې: هغه د حدیث په پرتله د قوانینو او د هغه د اصولو له مطالعې سره ډېره علاقه لرله او هغه په ​​ځانګړې توګه په خلاف (په اسلامي فقه کې اختلافاتو) کې خورا برلاسی او تکړه و. ابن الأبار د لرغونو علومو په برخه کې د هغه د لېوالتیا یادونه کړې، چې ښایي اشاره یې یوناني فلسفې او علومو ته وي.[۷][۸][۹][۱۰]

آثار[سمول]

ابن رشد یو تکړه لیکوال و او د فخري په وینا د هغه آثار په ختیځ کې تر هغه وړاندې نورو پوهانو د آثارو په پرتله "ډېر ډول ډول مضامین تر پوښښ لاندې لري" لکه: فلسفه، طب، فقه یا هم حقوقي تیوري او ژبپوهنه. د هغه زیاتره لیکنې د ارستو د آثارو په اړه تبصرې یا فارافریزونه او تفسیرونه وو چې ؛ په ځانګړې توګه اوږده لیکنې یې، زیاتره د هغه اصلي افکار رانغاړي. د فرانسوي لیکوال ارنسټ رینان په وینا: ابن رشد لږ تر لږه ۶۷ اصلي آثار لیکلي دي، چې ۲۸ یې په فلسفه، ۲۰ یې په طب، ۸ یې په قانون، ۵ یې په الهیاتو او ۴ یې په ګرامر کې دي او دغه راز، د ارستو د ډېرو آثارو په اړه او د اپلاتون د (جمهوری)ت نومي کتاب په اړه د هغه تبصرې د یادولو وړ دي. په عربي کې د ابن رشد ډېری آثار ژوندي پاتې نه شول، مګر عبري یا لاتیني ژبو ته شوې ژباړې یې شته دي. د بېلګې په توګه: د ارستو په اړه د هغه له اوږدو تبصرو نه، یوازې "د عربي نسخو یوه کوچنۍ برخه پاتې ده".[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

فلسفي نظریات[سمول]

د دین او فلسفې ترمنځ اړیکه[سمول]

د ابن رشد د ژوند په اوږدو کې، فلسفه د سني اسلامي دودونو تر برید لاندې راغله، په ځانګړې توګه د عنعنوي مکتبونو: لکه: حنبلیت او اشعریه مکتبونو له لوري. په مشخصه توګه، اشاعره عالم الغزالي (۱۰۵۸-۱۱۱۱ز) د فیلسوفانو بې اتفاقي او تناقض (تهافت الفلاسفة) په نامه کتاب ولیکه، چې په اسلامي نړۍ کې د نوي اپلاتوني (Neoplatonic) فلسفې دود او په ځانګړې توګه د ابن سینا د آثارو پرضد یو ځپونکی او اغېزناک نقد و. د نورو پوهانو ترمنځ، الغزالي فیلسوفان پر اسلام د باور پر نه لرلو تورن کړل او هڅه یې وکړه چې، د منطقي دلیلونو په کارولو سره د فیلسوفانو تعالیم او لارښوونې غلطې ثابتې کړي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په فصل المقال (Decisive Treatise) کې ابن رشد استدلال کوي چې: فلسفه، هغه چې د نوموړي په نظر، د عقل او ځیرکانه ( دقیق) مېتود په کارولو سره ترلاسه شوو پایلو ښودنه کوي، په اسلام کې له وحې سره منافات نه شي لرلی، ځکه دا حقیقت ته د رسېدو دوه مختلف مېتودونه دي او "حقیقت له حقیقت سره په مخالفت کې نه شي واقع کېدای". کله چې د فلسفې له مخې ترلاسه شوې پایلې د وحې له متن سره په ټکر کې ښکاري، نو په دې حالت کې بیا د ابن رشد په وینا: وحې باید د تضاد د لرې کولو لپاره تفسیر یا منطقي او تمثیلي پوهېدنې او درک ته وړاندې شي. دا تفسیر باید د هغو کسانو له خوا وشي چې، "په پوهه کې ژورې رېښې ولري"؛ دا په حقیقت کې د قرآن کریم د درېیمې سورې له اووم آیت نه اخیستل شوی عبارت دی، چې د ابن رشد په اند: هغو فیلسوفانو ته اشاره لري چې هغه د ژوند په وختونو کې "د پوهې پر لوړو مېتودونو" برلاسي وو. هغه دا استدلال هم کوي چې، قرآن کریم مسلمانان د فلسفې زده کړې او مطالعې ته رابولي، ځکه چې د طبیعت مطالعه او انعکاس به د هغو د "صنعتګر" (خدای ج) په اړه د انسان پوهه زیاته کړي. نوموړی د قرآن کریم د آیتونو په حواله، مسلمانان په طبیعت کې تفکر کولو ته رابولي او په دې اړه یې د فتوا (قانوني نظر) ورکولو لپاره کاروي ،چې فلسفه د مسلمانانو لپاره جواز لري او ښایي یو مکلفیت وي، لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره چې وړتیا یې لري.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

زده کړې[سمول]

علامه ابن رشد د خپل پیر په ټولو علومو لاسبری وو. په رنځپوهنه کې د جالینوس ټول علم ده خپل کړې وو. دده فلسفه د ارستو د فلسفې شننه او لنډیز دواړه وو. دده ستورپوهنه له مجسطي څخه ترلاسه کړې وه. فقه یې د مالکي مسلک فقه وه، چې دده د هم پيرو(هم عصرو) څخه وو. پدې توگه ده داسې کوم نوی علم منځته ندې راوړی، او نه یې د کوم نوي شي بنست اېښې دی. البته دې په خپلو هم پيرو کې د تنقیدي قوت له لامله ډېر ستر ځای درلود، چې دده مثال نه د هغه په پیر کې لیدل کېده، او نه هم له هغې څخه وروسته پیدا شوې. ددې کار ښکارندوي د ابن رشد لخوا د بطلیموس د ستورپوهنې نقد دی. لدې څخه پرته هم ابن رشد د داسې بنسټونو او اصولو بنستیز افکار هم لیدل کېږي، چې د دارنگه لوړو افکارو پنځونه له غښتلي عقلونو څخه شونې ده او بس. (وگورﺉ، د ارستو مابعد الطبیعاتو د مقالاتو تلخیص،لومړی قسم، ۱۳مه برخه)

دندې[سمول]

ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېېرې مودې لپاره پاتې شوې.ابن رشد محمد بن احمد بن رشد اندلسی ۱۱۱۲هجری سپوږ میز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې دی . ابن رشد خپلې زده کړې د حقوق او رنڅپوهنې په ځانگو کې ترسره کړې. او د ډېرې مودې لپاره د سویل او کوردوبا\قرتبه په ښارونو کې پاتې شوې دی. ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېرې مودې لپارهپه غاره درلود . ابن شد ځینی ځانگړی فلسفی عقاید درلوده لکه دا چی هغوی د بقای ماده و د خدای تعالی سره د یو بل ابدی شی باندی اعتقاد در لوده. هغه ویله چی کله نا کله فلسفه د دین سره تضاد او تناقض پیدا کوی . ابن رشد یوه سنی مسلمان او مالکی مذهبه و خو دخپل د فلسفی عقایدو په جرم د دینی عالمانو له خوا په کفر با ندی تورن سوی و. د اروپای او عیسوی مذهبی عالمانو (پاپانو) له خوا هم په کفر تورن سوی و. په غربی هیوادنو کی د هغوی فلسفه د ( ابن رشدیسم ) او یا ( اوروئسیسم ) په نامه نو میالی سوی دی . هغه کوشش کوله چی د ارسطویی فلسفه پر اسلام با ندی تطبیق کری . خو هغه خپله د قران شریف په باب ځانگړی فکرونه در لو ده چی د هغوی د (فصل المقال )په کتاب کی را غلی دی . ځنی کسان وایی چه د اسلام له نظره دغه یوه کفر کونکی کتاب دی . په هره توگه ابن رشد په نړیوال کچه کی یوه نامتو او مشهور فیلسوف دی . د جرمنی مشهور لیکوال (دانته) په خپل نومیالی کتاب کی چی د ( الهی کمدی ) په نا مه مشهور دی ابن رشد نه په ډېره درناوی سره یا دونه کړی دی . او همدا رنگه د غربی هیوا دونو نومیالی نقاشان د هغوی لرغونی انځورونه جوړرکړی دی . چی دوه انځورونه یی هم دلته راوستل سوی دی . سربیره پر دا د هغوی د ژوند په باب ډېر کتا بونه او ناولی لیکل سوی دی او شاهین یوسف د هغوی د ژوند سینمایی فیلم هم جوړرکړی دی . په 8318 عیسوی کال کی په اسمان کی یوه کوچنی سیاره هم د دوی په نوم باندی نوماند سو . ( مهندس داود عطایی قندهاری )

د ابن رشد فلسفي تگلاره[سمول]

د ابن رشد په فلسفه کې په عمومي توگه دده له اسلافو او هم پیرو عرب فیلسوفانو تعلیمات لیدل کېږي. مگر یواځې دا اغیزې ندي، چې دده په فکري اړخ یې اغیزمن کړې، لکن د ارستو د فلسفې اغیز هم نشو ردولای، البته په دې افکارو کې یې د نوي اپلاتوي نظریاتو زیاتونه کړې. د عرب فیلسوفانو دا ځانگړتیا ده، چې دوي د ارستو په ښوونو کې د (عقول دوایر)یا کرویات ور زیات کړي، چې د عالم او لومړي متحرک ترمنځ لیدل کېږي، او د (انبثاق) نظریه یې هم عامه کړې ده. لدې خبرې څخه ددوي موخه دا وه، چې ټول کایناتو صدور د څښټن ذات دی، او ددې نظریې شننه یې داسې کړې، چې لومړې محرک د خوځښت اتصال لومړي ځل لپاره له ټولو نږدې کُری څخه کېږي. لدې څخه وروسته هغې ته نږدې کُرې څخه، په همدې توگه په تدریجي توگه عالم ارضي سره د هغې اړیکې...

له مړينې وروسته اغیزې[سمول]

فرسک د آتن ښوونځې د رافائل اثر، د انځور هغه برخه چې ابن رشد پکې شتون لري
  • د ابن رشد مجسمه تر نن ورځې پورې د اسپانيا په کرتبې (قرتبه)‌ ښار کې شته.
  • رافائل، د اېټاليې نامتو انځورگر ابن سينا په خپلو انځورونو کې انځور کړې.
  • دانته په خپل مشهور کتاب "الهی کامډي" کې ده ته اشاره کوي.
  • خورخه لوئیس بورخس يو لنډه کيسه د "د ابن رشد لټون" کې ليکي: چې دده په لټه کې د کاميډي او تراژيدۍ په لټۀ کې دى.
  • جیمز جویس په خپل مشهور کتاب اولیس کې ده ته په لنډ ډول اشاره کوي.
  • او شخصیت اصلی فیلم "سرنوشت" به کارگردانی یوسف شاهین است.
  • دده په نامه په اسمان کې يوه سياره "۸۳۱۸ ابن رشد" نومول شوې ده.

اهم کتابونه[سمول]

  • د ارستو د کتابونو شرحې او لنډيزونه:

او د مهمو ليکنو څخه يې يو څو په لاندې ټول دي:

نور نامتو کتابونه[سمول]

  • کتاب الکليات.
  • کتاب "التحصيل" د علماو د مذهبونو د اختلاف په اړه.
  • کتاب "الحيوان".
  • کتاب "المسائل" په فلسفه کې.
  • کتاب "بداية المجتهد ونهاية المقتصد" په فقه کې.
  • کتاب "جوامع کتب أرسطاطاليس" په طبيعياتو او الهياتو کې.
  • کتاب "شرح أرجوزة ابن سينا" په رنځپوهنه کې.‏

سرچينې[سمول]

آی کتاب Archived 2006-03-09 at the Wayback Machine.

مسلمان فیلسوفان
يعقوب کندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي
  1. Tamer, Georges (1 February 2011). "Averroism" (in en). Encyclopaedia of Islam, THREE. https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/averroism-COM_24253?s.num=0&s.f.s2_parent=s.f.book.encyclopaedia-of-islam-3&s.q=averroes. "Averroism is a philosophical movement named after the sixth/twelfth-century Andalusian philosopher Ibn Rushd (Averroes, d. 595/1198), which began in the thirteenth century among masters of arts at the University of Paris and continued through the seventeenth century.". 
  2. Juan Eduardo Campo, Encyclopedia of Islam, Infobase Publishing, 2009, p. 337
  3. Caroline Stone (May/June 2003), "Doctor, Philosopher, Renaissance Man", Saudi Aramco World. Retrieved 9 April 2020.
  4. Gill, John (2009). Andalucía : a cultural history. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 108–110. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537610-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 10 December 2017 باندې). On this day in 1198: the Islamic philosopher Averroës dies in Marrakech. The Telegraph.
  6. Hillier، Biography.
  7. Arnaldez 1986، ص. 910.
  8. Iskandar 2008، ص. 1116.
  9. Dutton 1994، ص. 190.
  10. Wohlman 2009، ص. 16.
  11. Adamson 2016، ص. 180.
  12. Adamson 2016، صص. 180–181.
  13. Ahmad 1994.
  14. Taylor 2005، ص. 181.
  15. Fakhry 2001، ص. 3.
  16. Fakhry 2001، ص. 9.
  17. Fakhry 2001، صص. 8–9.
  18. Fakhry 2001، ص. 7.
  19. Fakhry 2001، صص. 6–7.
  20. Fakhry 2001، ص. 6.
  21. Leaman 2002، ص. 27.
  22. Leaman 2002، ص. 55.
  23. Hillier، paragraph 2.
  24. Hillier، Philosophy and Religion.
  25. Fakhry 2001، ص. 5.
  26. Adamson 2016، ص. 182.
  27. Guessoum 2011، ص. xxii.
  28. Adamson 2016، ص. 184.
  29. Guessoum 2011، ص. xx.
  30. Virani, Shafique N. (2011). "Taqiyya and Identity in a South Asian Community". The Journal of Asian Studies 70 (1): 99–139. doi:10.1017/S0021911810002974. ISSN 0021-9118. https://www.academia.edu/36996009.  pp. 131–132.