Jump to content

ابن عربي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مسلمان عالمان
د اسلام زرين پېر
نوم: ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي
لقب: ابن عربي, محيي الدين او الشيخ الأکبر
زېږېدنه: 1165 CE [۱]
مړينه: 1240 ED in دمشق [۱]
مذهب: سني صوفي
اهمې لېوالتياوې: تصوف
د يادولو وړ اندونه: وحدةالوجود
کارونه: The Seals of Wisdom(Fusus al-hikam), The Meccan Illuminations(al-Futuhat al-Makkiyya), Ruh al-quds, etc
اغېزمن کړي: Sadruddin al-Qunawi, al-Jandi, Da'ud al-Qaysari, Haydar Amoli, شاه نعمت الله, Mulla Sadra او ډېر نور [د کره سرچينې اړتيا]

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (عربي: أبن عربي)، د اسلامي نړۍ له سترو فلسفيانو، صوفيانو او عالمانو څخه دى. په تصوف کې د شيخ اکبر مقام ته رسېدلې. هغه په 1165 کال کې په مورسيا کې زېږېدلی وه او په 1240 کال کې په دمشق کې مړ شو.[۲]

نوم

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (Script error: The function "lang" does not exist.)

چې په غربي نړۍ کې د ډوکټور ماکزيموس په نامه يادېږي او په اسلامي نړۍ کې د محيي الدين "Revivifier of religion" او الشيخ الأکبر ("لوی استاد") په لقبونو هم ياد شوی. ابن عربي په عقيدوي لحاظ دوحدة الوجود دعقيدې قايل دي او اکثر کتابونه يې له خرافاتو ډک دي چې داسلام داصيلي عقيدي ضد او د عيسويت او بوديزم له عقايدو څخه اخيستل شوي. ابن عربي دخپل کتاب فصوص الحکم په اړه وايې چې : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم د٦٢٧م کال دمحرم په وروستۍ لسيزه کې په دمشق (سوريه) کې وليد چې دهغه په لاس کې يو کتاب ؤ ، ما ته يې وويل : د دفصوص الحکم کتاب دى دا کتاب واخله او خلکو ته يې ورسوه ترڅو ترې گټه واخلي ، ما ورته وويل : په سترگو ... او په آخر کې زياتوي چې دا همغه کتاب دى چې رسول الله ماته راکړى ؤ پرته له څه کمښت او زياتواي !!!! ابن عربي پخپلو ليکنو کې داسي واضح کفر ويلى چې داسلامي تاريخ په اوږدو کې هيڅ انسان هم دهغې جرئت نه و کړى . ابن عربي ځان له ټولو پيغمبرانو غوره گڼي او ځکه چې هغه وايي چې څه خاتم الاولياء يم لکه څنگه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم النبيين دى او ولي ځکه په پيغمپر غوره دى چې پيغمپر دوحى پواسطه دالله پيغام انسانانو ته راوړي او ولي مخامخ له الله سره اړيکې لري. ابن عربي دصليبي نړي او په ځانگړى توگه دمستشرقينو له خوا ډير مشهور کړاى شو او دهغه کتابونه مختلفو ژبو ته وژباړل شول . ابن عربي دقرآن په تفسير او ترجمه کې داسې تحريف او غلطۍ کړي چې يو عادي مسلمان هم دهغه دعقيدې په خرابۍ پوهيږي . ابن عربي دخپل عصر او له هغه وروسته دډيرو علماؤ له لوري تکفير شو چې دلته دځينو عالمانو نومونه وړاندې کوو :

  1. برهان الدين البقاعي
  2. شيخ الإسلام زين الدين العراقي
  3. بدر الدين بن جماعة
  4. شيخ الإسلام بن حجر العسقلاني
  5. ولي الدين العراقي
  6. الإمام أبو علي السکوني
  7. علاء الدين البخاري الحنفي
  8. قاضي القضاة زين الدين التفهني
  9. قاضي القضاة محمود العيني الحنفي
  10. الشيخ يحي السيرامي الحنفي
  11. قاضي القضاة محب الدين أحمد بن نصر الله الحنبلي
  12. زين الدين أبو بکر القمني الشافعي
  13. بدر الدين محمد بن الأمانة الشافعي
  14. شهاب الدين أحمد بن تقي المالکي
  15. شمس الدين محمد البساطي المالکي
  16. شهاب الدين أحمد بن يحي التلمساني الحنفي
  17. الإمام سيف الدين عبد اللطيف بن بلبان الصوفي
  18. عماد الدين أحمد بن إبراهيم الواسطي
  19. شمس الدين محمد بن يوسف الجزري
  20. برهان الدين الجعبري
  21. زين الدين عمر بن أبي الحرم الکتاني الشافعي
  22. تقي الدين علي بن عبد الکافي السبکي
  23. تقي الدين الفاسي المکي
  24. بهاء الدين السبکي
  25. الکمال الدميري
  26. التقي الحصني
  27. شرف الدين عيسى بن مسعود المالکي
  28. نور الدين علي بن يعقوب البکري الشافعي
  29. نجم الدين محمد بن عقيل الشافعي
  30. العلامة محمد بن علي بن النقاش المصري
  31. جمال الدين بن هشام النحوي
  32. قاضي القضاة عبد الرحمن بن خلدون
  33. شمس الدين محمد العيزري الشافعي
  34. عز الدين بن عبد السلام
  35. أبو عمرو بن الصلاح
  36. أبو الفتح بن دقيق العيد
  37. شيخ الفقهاء الزين الکتاني
  38. شيخ الإسلام ابن تيمية الحراني
  39. عماد الدين ابن کثير الدمشقي
  40. الحافظ شمس الدين أبو عبد الله الموصلي
  41. الإمام أبو حيان الأندلسي
  42. سراج الدين البلقيني
  43. برهان الدين السفاقيني
  44. شمس الدين الذهبي
  45. القاضي عضد الدين
  46. أبو بکر بن محمد بن صالح المعروف بابن الخياط
  47. شهاب الدين أحمد بن علي الناشري الشافعي
  48. بدر الدين حسين بن عبد الرحمن الأهدل اليمني
  49. شرف الدين إسماعيل بن أبي بکر المقرئ
  50. أبو عبد الله محمد بن عرفة التونسي
  51. الملا علي القارئ
  52. جلال الدين السيوطي
  53. إبراهيم بن محمد الحلبي

الله تعالى دې مونږ ته دصحيح دين پوهه راپه برخه کړي .

ژوندليک

ابن عربي ته اکثراً د يو مرموز فيلسوف په سترگه کتل کېږي. د هغه د ژوند په مهال هغه ته په سوفيت کې يو ډېر اهم او لوړ سوفي ښوونکی او لارښود گڼل کېده.

ژوند او حالات

ابوبکر محمد بن علي بن احمد بن عبدالله بن حاتم طايي چې په ابن عربي سره مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه کال ۵۶۰ هجري لمريز د اندلس (ننني سپېن) په مشهورښار مرسيه کې زېږېدلې دى. له زده کړې څخه وروسته ۳۰ کاله په اشبېله کې واوسېده او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملکونو سفرونه يې وکړل، چې دمشق ښار ته ورسېد. ابن عربي د وحدت الوجود د نظريي لاروې ؤ، او د لومړي ځل لپاره دا نظريه همده وړاندې کړه. دده په نزد باطني روښنايي خپله لارښوونه کوي، او ځينو پوهانو دده دا نظريه د الحاد او کفر سره برابره ښوولې او دې يې زنديق گرځولې. مگر دده لارويان او نور صوفيان يې د شيخ الاکبر په نامه يادوي. دده ليکنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المکيه په نامه کتاب ډېر مشهور دى، دا کتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپرکيو وېشل شوې دى. دا کتاب د تصوف په علم کې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم ؤ، دده د عارفانه نظمونو ټولگه د ترجمان الشواق په نامه خپره شوې ده، چې ددې کتاب انگرېزي ژباړه د ډاکټر نکلسن کړې ده.

ليکلي آثار

اهمې ليکنې

  1. فصوص الحِکم
  2. فتوحات مکيه في معرفة أسرار المالکية والملکية
  3. عنقاء مغرب في معرفه ختم الاولياء وشمس المغرب
  4. العقد المنظوم والسر المختوم
  5. محاضرة الابرار ومسامرة الاخيار
  6. مشاهد الاسرار القدسيه ومطالع الانوار الالهيه
  7. ترجمان الاشواق في غزل والنسيب (عارفانه کلام ابن عربي)
  8. تنزل الاملاک في حرکات الافلاک
  9. کتاب العقائد
  10. جامع الاحکام في معرفة الحلال والحرام
  11. الدرة الباضعة من الجفر الجامعة
  12. کتاب مواقع النجوم ومطالع أهلة الأسرار والعلوم

رسالې

ابن عربي گڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توگه دي:

  1. شجرة الکون
  2. الکبريت الاحمر
  3. الامر المحکم والمربوط
  4. کتاب الاخلاق و الامر
  5. کتاب الجلال والجمال
  6. کتاب الوصيۃ
  7. حليۃ الابدال
  8. نقش الفصوص
  9. رسالۃ الفناء في المشاهده
  10. الاسرا إلى المقام الاسرى
  11. مشکاة العقول المقتبسة من نور المنقول
  12. حرف الکلمات وحرف
  13. رسالة الأزل
  14. رسالة الأنوار
  15. رسالة الحجب
  16. رسالة روح القدس
  17. الرسالة الغوثية
  18. الرسالة القدسية
  19. رسالة القسم الإلهي
  20. رسالة کنه مما لا بد منه
  21. رسالة الميم والواو والنون
  22. کتاب الياء وهو کتاب الهو الخ
  23. رسالة انشاء الدوائر
  24. رسالة الأنوار فيما يفتح على صاحب الخلوة من الاسرار
  25. قصيدة عظيمة للشيخ محي الدين بن عربي
  26. حلية الأبدال
  27. رسالة الحجب
  28. السبحة السوداء
  29. شجون المسجون
  30. الأمر المحکم المربوط فيما يلزم أهل طريق الله تعالى من الشروط
  31. کتاب الفناء في المشاهدة
  32. کتاب بلغة الغواص في الأکوان إلى معدن الإخلاص (تحت الطبع)
  33. کتاب الجلال والجمال
  34. کتاب الألف و هو کتاب الأحدية
  35. کتاب الجلالة و هو کلمة الله
  36. کتاب القربة
  37. کتاب الشأن
  38. کتاب الشاهد
  39. کتاب التراجم
  40. کتاب منزل القطب و مقامه و حاله
  41. رسالة الانتصار
  42. کتاب الکتب
  43. کتاب المسائل
  44. کتاب التجليات
  45. کتاب الإسفار عن نتائج الأسفار
  46. کتاب الوصايا
  47. کتاب نقش الفصوص
  48. کتاب الوصية
  49. کتاب اصطلاح الصوفية
  50. رساله الي امام الرازي


سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Sufism and Taoism, by Toshihiko Izutsu (California 1983) [۱] Archived 2006-01-11 at the Wayback Machine.
  2. "The Meccan Revelations". World Digital Library. 1900–1999. لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: نېټې بڼه (link)


دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې

مسلمان فیلسوفان
يعقوب کندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي