وحدة الوجود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انسان چې د خپل فکري يون کوم یادونه کړې، له هغې څخه په روښانه توگه مالومېږي، چې دې (انسان) تل د [یووالي] په لور یون کړې، او همدا یووالې (وحدت) دده موخه ده. ده تل په ډول، ډول تجلیانو کې د (یو) لټه کړې.

انسان ددې نړۍ انواع و اقسامو شیان او ډول، ډول محسوساتو ته خو په ښکاره داسې گوي چې دا په رنگ، جوړښت او ځانگړتیاوو کې سره بېل، بېل دی، مگر کله چې یې له یوې بلې زوایې څخه نظر وکړ، نو یو څیز په بل باندې اغیز اچوونکې، مشابه او مربوط په نظر راغې.

ددې اریانوونکي نظم و ضبط په لیدو سره دې پایلې ته ورسېد، چې د اشیاو انفرادي او ذاتي وجود استحکام تصور له یو وهم څخه نور څه نه د، او دا موجودات یواځې د یوې لمحې رڼا ده، .... همدا د یووالي (وحدت) کشش دی، چې بالاخره دا موجودات لومړنۍ سرچینې، د وجود لامل یا د مادی لومړني صورت اړخ ته راکاږل، او ددې کوښښ یواځې مادي وجود پیدا کولو پورې محدود نه دی، بلکه دا د تصوف په علومو کې (چې لارې گودرې یې ډېرې ستونزمنې او صبرغوښتونکي دی) لاس و خپې وهل پیل کړل، او له خپل کوښښ څخه دې پایلې ته ورسېد، چې دده جزیي او متفرق مالومات د یو وحدت او کلیت غوښتنه کوي.

وحدة الوجود او د طبعیاتو ماهران

د طبیعیاتو څېړونکي وایي، چې د اجسامو او اشیاوو بډوالې (اختلاف) یواځې ظاهري دی، او په حقیقت کې هغه د ذات او طبیعت لمخې یوډول دي، او د عناصرو بډوالی د اجزاو د لږوالي او ډېروالي له وجې دی، او هېڅ یو جز (الکترون) له خپل ځای څخه نشي لرې کولای.

ددوي په خیال هېڅ څیز د عالم له یووالي (وحدت) څخه بهر نه وځي، هر کار چې کېږي، د هغې وجه (علت) له مخکې څخه شتون لري. او په خپل وخت سره په راتلونکیو پېښو باندې اغیزمن ثابتېږي. د کوم څیز ورکېدل (معدوم کېدل) په اصل کې د هغې د اجزاو شننه (تیت و پرک کېدنه) ده، چې په نوي ترتیب او نوي شکل سره مخې ته راځي. خوځښت (حرکت) له تودوخې (حرارت) څخه منځته راحي تودوخه په خوځښت بدلېږي، ان تردې چې روښنایي او غږونه هم د خوځښت زېږنده ده.

سپنسر وایي چې: ((قوت هم د بدلون وړ دی، څرنگه چې برښنايي قوت څخه تودوخه او تودوخې څخه برېښیز (برقي) قوت دواړه روښنایي پیدا کوي، او خوځښت چې په اشیاو کې بدلون پیدا کوي خپله قوت او (توانايي) ده. او جسم هم له قوت څخه جوړېږي، نو په روښانه توگه ټول قوتونه د یو قوت تجلیات دي او د (یوه مطلق امر) پورې اړوند دي)).

د نولسمې پېړۍ الماني فیلسوف هرمان لتسې وایي: ((موږ د اشیاو ډېوالې یواځې په ظاهري سترگه گورو، حال دا چې دا اشیا په یو بل د اغیزې کولو سره د ایجاد او تخلیق سبب کېږي، او لدې څخه دا پایله په لاس راځي، چې دا شیان په انفرادي ډول نشي قایمېداي. انفرادي ډول قایم شی په کوم بل انفرادي ډول قایم شي باندې نه اغیز اچولې شي، او نه له هغه څخه اغیزمن کېدای شي. ددې شیانو ترمنځ یوه ژوره اړیکه وي، یا په بله مانا چې د یوه وجود مختلف انځورونه دي، څرنگوالي یې دي، او دې ټولو هماغه یو مبدا وي)).

د فیلسوفانو او ساپوهانو نظره

د فیلسوفانو او ساپوهان پدې گروهه دي، چې د انسان شخصیت په دوه ارکانو ولاړ دی، ۱- یووالې (وحدت)، او ۲- هویت په لاندې توگه به دواړه لږ وڅېړو:

وحدت

دا خبره له مختلفو لارو څخه په زبات رسېدلې، چې د انسان باطني احوال په خپلمنځ کې یو ډول اړیکې او تلسل لری. انساني ژوند په اروايي او عقلي توگه له خپل تېر (ماضي) سره په بشپړ ډول تړلې دی. یانې انسان خپلې تېرې کیسې په یاد لري، او دا شعور لري، چې دا سوچ وکړي چې دې (انسان) په ماشومتوب کې څرنگه و، او خپل گډوډ افکار او تصوراتو د راغونډولو او منظمولو وړتیا لري، او د تېر او راتلونکي حساب د راټولو یو واحد حکم په کار په کار اچوي، نو د احوالو او مقاماتو اړیکه او ژوره خپلوي ددې خبرې دلیل دی، چې هغه د خپلې مبدا او اصلیت کې له یو بل څخه نشي بېلېدای، او د یو وحدت په تړاو سره تړلي دي.

دویم دلیل دا دی، چې هغه تضادات

هویت

وحدت او وجود

وحدة الوجود د صوفیانو او عارفانو له نظره

و موجود یووالې یا هرڅه همهغه دی

بشپړه فنا في الله او بقا في الله

حلول او اتحاد

په نورو ولسونو کې د وحدت الوجود گروهه

د وحدت الوجود گروهه ډېر اوږد پېښلیک (تاریخ) لري، چې ان تر زېږدو کلونو اخوا ور اوړي. موږ به کوښښ وکړو چې دا پېښلیک په لنډ ډول راواخلو:

لومړی د وحدت الوجود گروهه په لرغوني هند کې:

څرنگه چې لرغونې هند د ډېرو ډلو، ټپلو لکه: مادیت، ثنویت، لمر و ستورو لمانځونکو، بُت لمانځنې او تناسخ ارواح (د ارواو بېرته راگېدنې) په څېر گروهو منځنۍ (مرکز) و، او په هند کې د دارنگه گروهو (عقیدو) او اندواند (افکارو) هېڅ کوم برید نه و، په وحدت الوجود کې د باریکو ټکو لټه پیل شوه. پدې توگه د اسلام له را ښکاره کېدا څخه وروسته هم ډېرې گروهې له هندي گروهو څخه اغیزمن شول، لکه، غیبي هویت، چې د ادراک څخه ور اخوا دی، او بلا تعین وجود، په وحدت کې ډېرښت (کثرت)، منبسطه فیض، جان کل او دارنگه نور ډېرې گروهې د هندي اندواندو (افکارو) سره نږدې پاتې شوې، او ددې ولس له عرفاني (تصوفي) ویناوو سره ډېر ورته والې (مشابهت) لري، چې موږ به یې دلته یو څو یاد کړو:

اوپنېشاد:

د هندي څلورو سترو مهمو کتابونو څخه یو دی، چې هندي ریشیانو (ملایانو) لخوا د لیکنو او اشعارو په ډول دی راټولې کړي دی. په دې کتاب کې لیکلي دی چې: (ټول شیان، یانې بشري، حیواني او نباتي صورتونو څخه نیولې تر اجرام علوي (اسماني مخلوقاتو) او مجردو ارواو پورې، ټول د وحدت په دریاب کې ډوب دي، او د [وحدت په عالم] له محسوساتو څخه پورته، ناټاکلې (غیر محدود) او قایم بالذات [په ځان ولاړ] دی، او هغه حق [برهما] دی او بس، هغه له هېڅ څیز څخه زېږېدلې ندې، او هغه حد په عقل کې نه ځایږي، او همهغه دی، چې نړۍ یې په نه پای ته رسېدونکې (غیر متناهي) تشه (فضا) کې وپنځوله. حال دا چې دا (نړۍ) د خیالاتو یو ډېرې و، چې بالاخره به په همهغه کې ور ورک شي. مگر ثابت وجود یواځې [برهما] دی، او نور سراب یا دوکه ورکوونکي نظرونه دي، او یا هم د هغه د بشپړښت (کمال) ښکارندویه دي.) دا فلسفه د ثنویت سره بډوالی لري، د رېگوېدا په یوه لرغوني پاڼه کې داسې لیکل شوي: [نه خو وجود و، او نه هم عدم، نه تشه (فضا) وه او نه هم اسمان، هغه کوم څیز و چې په خوځښت راغې، په کومه لور او د چا تر پام لاندې؟ ایا سمندر او غرونو او غرونو شتون درلو؟ نه خو مرگ و، نه هم ژوند. ورځ و شپه یو له بله جدا نه ول.بس سره یو ول، او لدې پرته هېڅ هم نه ول او هېڅ څیز ددې پته او نښه ویلو والا هم نه و. په لومړي ځل دې کې دا غوښتنه پیدا شوه او د ښکاره کېدو خیال یې پیدا شو.]

د هندي ولس د نورو لیکنو څخه د یو بلې لیکنې ټوټې ته پام وکړﺉ:

[هغه موجود چې پر زمکه قیام هم لري، او له هغې جدا هم. او هغه موجود چې اور هم دی، اوبه، هوا، خاوره، ډبره، سپوږمۍ، لمر، ستورو او د تندر په برېښنا او د ټولو موجوداتو کې هم قایم دی، او له هغو جدا هم. همهغه وجود تل تر تله (ابدي) او په ټولو اجسامو کې نفوذ هم لري. هغه د توري په څېر دی، چې په تېکي کې وي. دا موجود له ازله دارنگه دی، چې ټول موجودات په همغه کې پټ دي او له همغه څخه پیدا شوي هم دي، او پدې ډول اور .... فروزان... کې په زرگونه شکلونه ښايي او ورکېږي هم. اشخاص هم په همدې ډول له تل ترتله وجود څخه پیدا کېږي او بیا همدې خوا ته ور درومي.

نروانا

د هندي تصوف کومې گروهې چې ډېر مشهوره شوې هغه د نروانا گروهه ده. دا گروهه د ژوند له غمونو او خواشینیو څخه د خلاصون عمليې ته وایی، هغه که دا خلاصون په اختیاري ډول وي، نفس په ولکه کې راوستلو سره (اختیاري مرگ څخه) یا طبیعي مرگ څخه. او نروانا څخه موخه هغه ډاډ دی، چې له ژوند سره د اړیکو پرېکونې څخه ترلاسه کېږي، چې دا ترلاسه کونه له مرگ څخه مخکې هم شونې ده. دارنگه دا گروهه د فنا فی الله (په څښتن کې د پنا کېدا) گروهې سره ورته والې لري، مگر توپیر دا دی، چې په فنا فی الله کې بقا باالله هم شامل وي. لیکن د نروانا معراج له دې څخه ډېرو تشرېحاتو کې یواځې ورکېدل دي. او ډېری خلکو ددې خبرې تعبیر داسې کړې، چې د نفس پیوستیا له کلي نفس سره. د هندي صوفیانو په وینا جزیي نفس یو ځړوبې دی، چې د بې کرانه چاپېریال څخه جدا ده، او بیا هم د هغه پر لور را درومي، او په همهغه کې ورکېږي، او برهما (حق) او آتا (نفس او ناطقه) کې یووالې (وحدت) برقراره دی. د حلول گروهه هم په هندي تصوف کې رواج ده. داسې ویل کېږي، چې یوه ورځ یو هندي فیلسوف خپل نوي زده کوونکي ته وویل چې: څښتن په هر څه کې شته، ان تردې چې په تا کې هم. دا زده کوونکې د خپل ښوونکي له دې وینا څخه دومره په جذبه کې راغې، چې داسې و انگېرل شوه، چې دده د اروا سره جسم په نامه د کوم څیز تړاو هومره هم نشته. پدې حال کې دې له خپل ښوونکي څخه بهر را ووت، تردې چې د یوه غټ پیل سره مخامخ شو. پیلوان پرې راغږ کړ، چې هلکه ړوند خو نه یې، یو اړخ ته شه. زده کوونکي په خپل زړه کې تېره کړه، چې زه خو څښتن یم، نو بیا له پیل څخه ولې وډار شم. ناڅاپه پیل دا هلک په خپل خرتوم کې را ونیوه او په زمکه یې را وویشت. پیلوان په خواریو زاریو له پیل څخه خلاص کړ. زده کوونکې په مات گوډ ځان د ښوونکي پر لور روان شو او هلته یې هغه ته وویل، چې ستا وینا ناسمه وه، چې په هرڅیز کې څښتن وي. هسې بې هیڅه به دې اوس مړ کړې وم. ښوونکي ورته وویل، ما سمه خبره کړې وه، ته څښتن یې، خبره دومره ده، چې پیل هم څښتن دی او پیلوان هم. او د هغه غږ هم څښتن غږ و، چې ته په له ناسمه لارې تگ څخه منه کولې.

د یوناني فیلسوفانو د وحدت الوجود آند

د یونان هېواد لومړي فیلسوف، چې د وحدت الوجود او تلوالي (ابدیت) ناره یې پورته کړه، او د نړۍ د یووالي (وحدت) یې د هغې تابع وگڼو، زینوفان ...... دی. چې ددې ښوونځي له سرخیلانو څخه هم گڼل کېږي. او چا چې له ده څخه مخکې په دې اړه څه ویلي ول، د هغوي وینا دومره روښانه نه وی. او نه یې هم دومره گرانښت ترلاسه کړ. اپلاتون او ارستو لیکلي چې وحدت الوجود بنسټگر زینوفان دی. ارستو وایي، چې هغه (زینوفان) د وحدت مبدا ... وجود د له د وجود له کلي وحدت سره یو گڼي. او ښکاره ده، چې د موجوداتو سرچینه یو وجود دی، نو د دوییز (ثنویت) پوښتنه هم نشي راپیدا کېدای. لیکن دې فیلسوف د نړۍ حقیقت هم منلې، او د ځينو نورو په څېر یې هغه د وهم و گومان سره تعبیر کړې. زېنوفان لومړی شخص و، چې د شرک او ډېرو څښتنانو د جهاد توغ پورته کړ، او یوه څښتن یې د نورو موجوداتو له صفاتو څخه پاک وگاڼه. دې وایي، چې انسان چې کوم څیز د ځان لپاره د کمال باعث گڼي، هماغه شې د څښتن لپاره د ثابتولو کوښښ کوي. دې دا سوچ نه کوي که چېرې په ژوو کې شعور واي او هغوي هم همدارنگه د ځان په څېر گڼلای، نو د څښتن څېره به داسې وه، چې پنجې او وېښتان او لکۍ به یې و. څښتن تعالی له جسماني نیمگړیتاوو او اخلاقي خامیو څخه پاک دی.

پارمینډس او وحدت الوجود

پارمینډس د خپل ښوونکي په څېر د هستۍ په وحدت گروهه درلوده. د وجود نه پیل شته او نه پای، هغه ازلي او ابدي او لا محدوده دی. او هېڅ د عقل څښتن د یو وجود پرته، چې ټول وجود دی، بل کوم حقیقت نشي منلای.

ده د وجود ازلیت او ابدیت باندې داسې استدلال وکړ، چې که چېرې وجود حادث وگڼل شي، نو دا پوښتنه راولاړېږي، چې وجود له وجود څخه پیدا شو که له عدم (هېڅ) څخه؟ که چېرې له وجود څخه راغې، بیا له خپل ځان څخه را پیدا شو، مانا دا، چې له مخکې څخه وجود و، او په دې توگه ازلیت ثابتېږي. او که چېرې وویل شي، چې له عدم (هېڅ) څخه منځته راغلې، نو دا مفروضه د عقل قرین نده.

رواقي فلسفه

راوقيان هم د وحدت الوجود قایله دي، لیکن ددوی وحدت، مادي وحدت دی، او څښتن د نړۍ ترتیبوونکې گڼي، نه د پنځوونکي (پیدا کوونکي) په توگه. رواقیان دوه څیزه مني. یوه ماده و بل توان و قوت. لیکن له قوت څخه د دوی موخه نه خو قدرت و توان دی، او نه هم هغه توان چې د خوځښت سبب گرځي. ددوي په خیال: انسان کې قوت (نفس) دی، او په نړۍ کې څښتن. او ماده په انسان کې جسم دی، او په نړۍ کې عنصري مواد. د رواقیانو په وړاندې داواړه (ماده و قوت) له یو بل سره تړلي دي. قوت فاعل دی او ماده منفعل ده. (دوي دا دواړه د یوه وجود دوه اړخه کڼي).

وحدت الوجود، لیکوال: فضل الله ضیاء نور. ۲۰۰۷ز کال، مقتدره قومي زبان- اسلام اباد-پاکستان

وحدة الوجود