رابعه بلخي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په څلورم قرن کي مېرمن رابعه بلخي لمړۍ ښځه ده چې زموږ په هيواد کي يې په شعر ويلو شروع کړې ده.

دا مېرمن د ملک زاده گانو له کورنۍ څخه وه د پلار نوم يې کعب چې په بلخ، قزدار ، بست او د سيستان په شا و خوا کي يې حکمراني کړې ده. دا مېرمن په ښکليتوب، حسن، جمال، کمال، او معرفت کي د خپل وخت يوه نوموړې او مشهوره ښځه وه.

د حقيقي او مجازي عشق لمبې يې په زړه کي بلي شوي وې او د زړه جام يې له محبته ډک و.

مولانا جامي د نفحات الانس په خاتمه کي دا مېرمن يوه عارفه او با سلوکه ښځه بللې ده.

شيخ عطار په خپله "الهى نامه" کي د دې مېرمني مفصل حال په يوه حکايت کي نظم کړى دى چې تقريباً پنځه شوه بيتو ته رسيږي، څنگه چې هغه گرده نسو را وړاى نو خلص مطلب يې د پښتو په نثر لاندي ترجمه کوو. دى وايې:

په بلخ کي يو پاچا و، چې پلرونه يې هم پاچاهان تېر شوي وو، او نوم يې کعب و د دوى پلرونه د ابو مسلم خراساني په وختونو کي دلته راغلي وه، يو زوى يې درلود چې په ښه خوى کي يې سارى نه و، "حارث" نومېده، او يوه لور يې درلوده چې لقب يې (زين العرب) و، ډېره ښکلې وه او هر څه چې يې له خلکو اورېدل دستي يې نظم کول، پلار چې يې مړ کېدى خپل زوى يې را وغوښت او لور يې ور وسپارله ورته وې ويل: "ډېرو نامدارانو دا زما لور را څخه غوښتې ده مگر ما ور نه کړه، که دي ښه مېړه ورپيدا کى ور يې کړه. دا پر ما گرانه ده ښه يې ساته."

د پلار تر مرگ وروسته حارث پر تخت کښېناست، حارث يو ښکلى مريى درلود چې "بکتاش" نومېده. رابعه پر مينه شوه او د ميني له رنځه رنځوره شوه ډاکتران يې په علاج نه پوهېده، دې هم خپل درد پټ ساته، پټ پټ به يې خپل اشعار د مينځي په لاس ورلېږل او هغه به په خپل مخصوص صندوق کي ساتل. (ټول تذکره نويسان وايې چې دا مېرمن په ښکاره پر مريي مينه وه، مگر په حقيقت کي يې د حقيقي ميني اور په زړه کي لمبې وهلې) ځکه نو يوه ورځ چې مېرمن رابعه دباندي و باغ ته وتلې وه بکتاش وليدله لاس يې ور واچاوه دا په قهر ځني تېره شوه او وې ويل: "فقط دغه زما د ميني نسبت تاته بس نه دى چې لاس هم اچوې، زما په زړه کي بل اور دى ته محض بهانه يې!"

هاتفي ويل: "کم اشعار چې د دې مېرمني له خولې راوتل هغه هـيڅکله د داسي ناوړو کارو په اثر نه وه بلکه د ميني له حقيقي دنيا څخه يې حکايت کاوه." کمه ورځ چې حارث پر دې لږ څه بد گمانه شو مگر څه يې و نه ويل، بله ورځ چې حارث د جنگ په ميدان کي و، بکتاش ټپي سو، نژدې و چې د غليمانو په لاس کښېوزي په دې وخت کي مېرمن رابعې خپل مخ پټ کړى و، ميدان ته راغله د لسو دښمنانوسرونه يې پرې کړه او بکتاش يې خلاص کړ حارث چې ښار ته راغئ په دې مخ پټي سپاره پسي يې خلک واستول مگر هيچا و نه موند، بله ورځ رودکي شاعر پر لاري تېرېدئ رابعه لاري ته نژدې وه رودکي څو اشعار وويل. مېرمن رابعې يې دستي ځواب ووايه، رودکي د دې اشعار په ياد کړه او د دې له ميني خبر سو. بخارا ته چې ولاړئ د پاچا په دربار کي يې چې حارث هم ناست و، د دې مېرمني اشعار ولوستل څنگه چې يې حارث نه پېژانده نو وې ويل: "چي دا د کعب د لور اشعار دي چې پر خپل مريي مينه سوې ده او بې شعر ويلو بل کار نه لري."

حارث چې کله خپل ښار ته راغئ پر خپل خور نور هم ښه بدگمانه سو، بله ورځ د بکتاش يو ملگرى په دې خيال چې د بکتاش په صندوق کي جواهر دي په لاس به ورسي، د دې مېرمني اشعار په لاس ورغله او حارث ته يې يو وړه حارث د خور د وژلو قصد وکړ، لمړى يې مريى په څاه کي واچاوه او بيا يې حمام تود کړ، رگ وهونکي يې را وغوښت ورته وې ويل: "چي د مېرمن رابعې رگ خلاص کړه او مه يې بندوه چې ټولي ويني يې تمامي سي" رگ يې ور خلاص کړ او په حمام کي يې ننه يستله د حمام ور يې په گچو او خښتو پسي وتاړه دې بېوزلي مېرمني په کاسه کي خپلي ويني نيولې او پر دېواله يې په خپلو وينو اشعار ليکل څو چې يې آخري څاڅکى وينه هم تمامه شوه او ولوېده له دنيا ولاړه !"دې ته وايي د ميني قرباني!

دا خبره بکتاش ته ورسېده، هغه له څاه څخه په ډېر زحمت ځان را و يوست او سهار په شنه خړه يې د حارث سر پرې کړ او د خپلي محبوبې مزار ته راغئ او د هغې د مزار په څنگ کي يې چاړه په نس کي ووهله، دى هم مړ شو او هلته د محبوبې و څنگ ته په خاورو کي پرېوت. . .

له دې داستانه څخه دا څرگنده شوه چې دا مېرمن د رودکي معاصره او د څلرم قرن په ابتدا کي او سېدله، ځکه چې رودکي خو په (329 هـ) کي وفات سوى دى. نو يقيناً به د دې مېرمني هم دا د ژوند وروستنۍ ورځي وي او له اشعارو څخه يې معلومېږي چې پخه شاعره ده او ويل يې که څه هم په څلرم قرن کي وه مگر ډېر روان او خواږه دي.