Jump to content

بېړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بېړۍ د تګ راتګ یوه لویه وسیله ده چي د نړۍ په لویو سمندرونو او بېلابیلو سمندري لارو کي سفرونه کوي. یاده وسیله کارګو یا مسافرین لیږدوي، او یا د ځانګړو ماموریتونو لکه دفاع، پلټنه او کب نیولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. بېړۍ یا کښتۍ په عمومي توګه د اندازې، بڼي او بار ځایولو د ظرفیت او موخي پراساس له یو بل څخه توپیر لري. بېړیو د تاریخ په اوږدو کي د اکتشاف، سوداګرۍ، جګړې، مهاجرت، استعمار او ساینس په برخه کي لویي چوپړتیاوي ترسره کړي دي. د کښتۍ ټرانسپورټ د نړۍ د سوداګرۍ تر ټولو لویه برخه په ځان کي رانغاړي.

تر 2016 پوري له 49,000 څخه زیاتو سوداګریزو کښتیو شتون درلود، چي ټولټال یې 1.8 ملیارده ټنه وزن لاره. له دې څخه 28٪ د تیلو ټانکرونه، 43٪ بار وړونکي او 13٪ کانټینر کښتۍ وې.

د کښتیو ترټولو لومړني تاریخي شواهد په مصر کي تر زیږد مخکي د څلورمي زریزي پر مهال موندل سوي دي. [۱]

  1. Britannica - History of ships