نړېواله سوداگري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بين المللی تجارت انګلیسي: International trade، د مختلفو هيوادونو په منځ کي د شيانو او خدمتونو له تبادلې څخه عبارت دى. په بنسټيزه توگه بين المللي تجارت له يو ښار نه بل ښار ته د راکړي ورکړي او يا له يوي منطقي نه بلي منطقي ته چي مشابهت ولري، يوازې ځني وختونه سخت تجارتي قوانين شتون لري چي بين المللي تجارت نسبت ښاري او منطقوي تجارت ته گرانوي.

هر يو هيواد د بين المللي تجارت په برخه کي ځانگړى يا مستقيل نظر او فکر لري. هرکله چي د نړۍ له نورو هيوادونو سره تجارت معاملات صورت نيسي بايد چي زياتي موضوع گاني او کتني په نظر کي ونيول شي مثلا:د يوه هيواد امنيت. هريو هيواد کوښښ کوي ترڅو چي د خپلو خلکو لپاره د ساتنې او مصونيت ډاډ حاصل کړي. همدارنگه نوري مسلي يا مسايل لکه: له دواړو لورو څخه همکار کول، د پولي بيلانسونه، اقتصادي نمو يا رشد، اقتصادي انکشاف او تخنيکي پرمختگ.

تاریخچه[سمول]

Roman trade with India according to the Periplus Maris Erythraei, 1st century CE.

فايده او گټه[سمول]

د بين المللي تجارت ترټولو لويه فايده او گټه دا ده ترڅو چي انساني قوه په موثره او گټوره توگه وساتل شي. بين المللي تجارت په هغه توگه چي تاسې خپل اکمالات ځانته کوي ددي لپاره چي تاسې کولى شۍ چي په څلور خواوو کي د نرخونو له مقايسي يا پرتلي نه وروسته ممکن چي ترټول ښکته نرخ يا قيمت واخلۍ. که چير بهرنى رقابت شتون ونه لري، ډيرى شيان به قيمته وي نسبت لپاره ورکوۍ.

د بين المللي تجارت بله فايده يا گټه عبارت له دى څخه ده چي ځني محصولات کوم چي مونږ نسبت د نورو اقليمي شرايطو او نورو شرايطو ته په خپله منطقه کي نه شو توليد کولى ولي د بين المللي تجارت له لاري هغې ته مونږ لاسرسى درلودلى شو لکه:روغنيات يا غوړ باب، بنزين، ميوه جات، سبيزيجات او نور توليدات. شايد چي ځني توليدات زمونږ هيواد ته ددي لپاره راوړل شي چي زمونږ هيواد د مارکيټ غوښتنه نه شي پوره کولى. د هيوادونو لپاره غوره شيان دا دي ترڅو چي د مشخصو ياځانگړو توليداتو په محصولاتو کي تخصص پيدا کړي. محصولات ښه اقتصادي توليد کړي.

د مصرف کونکو لپاره گټي[سمول]

د بين المللي تجارت په خاطر، تجارتي هيوادونه د خپلو مصرف کونکو لپاره له څو ناحيو څخه فايده رسوي:

  • په پراخه پيمانې سره د کمو پيداکيدونکو منابعو توزيع کول.
  • نسبي غوره والى او د تقوې تخصص ته ترويج او ترقي ورکول، چي دا کار په خپل ذات کي قيمت او د توليد مصارف ښکته راوړي او د مصرف کونکو لپاره توليد هم په ټیټ قيمت سره تماميږي.
  • گډ يا شريک ژوند کول په صلح آميزه ډول سره تقويه کيږي، ځکه چي هيوادونه د تجارت په اساس يو له بل سره افهام او تفهيم لري.
  • اصلاح شوى تکنالوژي د هيوادونو په منځ کي تبادله کيږي او په دي ترتيب سره په چټکۍ سره انکشاف کوي، په داسې حال کي چي هريو هيواد د خپل ځآن لپاره وخت په موجوده تکنالوژۍ باندې په بل هيواد کي ضايع کوي د هغې په عوض کولى شي چي له موجوده تکنالوژۍ څخه په نورو هيوادونو کي د بين المللي تجارت د شتوالى په اساس استفاده وکړئ.

سرچینې[سمول]

  • Gibson, Jerry D., et al. Agribusiness: Management, Marketing, Human Resource Development, Communications, and Technology. Danville, Illinois: Interstate

Publishers, Inc., 2001. (Textbook, Chapter 14)

  • Lee, Jasper S., Leising, James G., and Lawver, David E. Agrimarketing Technology. Danville, Illinois: Interstate Publishers, Inc., 1994. (Textbook, Chapters 13 and 14)
  • Finley, Eddy and Price, Robert. International Agriculture. Albany, New York: Delmar

Publishers, Inc., 1994.