انساني کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

انساني کډوالي په یوه نوي ځای (جغرافیایي سیمه) کې د دایمي یا لنډمهاله مېشتېدو په نیت له یو ځای نه بل ځای ته د خلکو تګ ته وايي. داسې کډوالي زیاتره له یو هېواد نه بل هېواد ته په اوږده واټن کې تر سره  کېږي، خو داخلي کډوالۍ (د هېواد دننه) هم ممکن دی، چې په حقیقت کې دا د نړۍ په کچه د انساني ک‌ډوالۍ نامتوبڼه ګڼل کېږې. سن هم د کاري او غیر کاري ک‌ډوالۍ لپاره اړین ده. خلک ممکن په انفرادي توګه په کورني واحدونو کې یا په لویو ډلو کې کډوال شي. د کډوالۍ څلور لوی ډولونه؛ یرغل، فتح، استعمار او مهاجرت دی.[۱][۲][۳][۴]

پېژندونه[سمول]

د کډوالۍ پېژند د ځای پر ځای کېدو په موخې او دلیل پورې اړه لري، هغه خلک چې کډوال کېږي په درېیو کټګوریو، لکه مهاجر، کډوال، او پناه غوښتونکو وېشل کېږې. هره کټګوري هغو شرایطو ته په کتوتعریف شوې چې یو شخص هڅوي، چې خپل موقعیت بدل کړي. په دې توګه مهاجرپه دودیز ډول هغو کسانو ته ویل کېږي، چې د عمومي دلایلو او موخو، لکه:  د غوره کاري فرصتونو لټون یا د روغتیایې پاملرنې اړتیاوو  لپاره د خپلې هستوګنې هېواد پرېږدي. دا اصطلاح په عمومي ډول داسی تعریف شوې ده، چې هر هغه څوک چې د تل لپاره خپل جغرافيايي موقعیت له یو هېواد نه بل هېواد ته بدلوي، کډوال ګڼل کېدای شي.[۵]

برعكس هغه كسان د كډوال په توګه نه دي تعریف شوي، چې په خپله خوښه په بل هېواد کې ځاى پر ځاى نه شي. د کډوالو د کډوالۍ لاملونه د هېواد دننه جنګي فعالیتونه یا تېری وي چې له دولت یا نادولتي سرچینو نه رامنځ ته کېږي. کډوال هغو وګړوته ویل کېږي چې په ناخوښۍ سره ګړندي ځای پر ځای کېږي. له دې امله، دا ډول مهاجرین زیاتره په غیر مستند ډول ځای پر ځای کېږې. پناه غوښتونکي بیا هغه کسان دي چې په خپله خوښه خپل هېواد پرېږدي. دغه کټګوري وګړي، د سختو شرایطو، لکه جګړې یا د مرګ ګواښونو له امله دا کار نه کوي، بلکې د پناه غوښتونکو لپاره د هېواد پریښودو هڅونه ممکن یو بې ثباته اقتصادي یا سیاسي وضعیت یا د جرمونو لوړه کچه وي. په دې توګه پناه غوښتونکي په عمده توګه د خپل ژوند د کیفیت له خرابوالي نه د خلاصون لپاره په نورو هېوادونو کې مېشت کېږي.[۵]

د کوچیانو خوځښتونه له یوځای نه بل ځای ته معمولا د کډوالۍ په توګه نه ګڼل کېږي، ځکه چې دا ډول حرکت په عمومي توګه موسمي وي، په نوي ځای کې د اوسېدو هېڅ اراده نهلري. د سفر، ګرځندویۍ، حج یا تګ راتګ لپاره لنډمهاله حرکتونه هم د کډوالۍ په توګه نه ګڼل کېږي..[۵]

د انساني کډوالۍ اقتصادي اغېزې[سمول]

نړیوال اقتصاد[سمول]

د نړۍ په اقتصاد باندې د انسانانو د کډوالۍ اغیزې تر ډېره بریده مثبتې دي. په ۲۰۱۵ز کال کې چې کډوالو د نړۍ ۳.۳سلنه نفوس جوړاوه، د نړۍ په غیر خالصو کورنیو تولیداتو (GDP) کې یې ۹.۴ سلنه زیاتوالی راوستی. د نړیوالې پراختیا د مرکز په وینا د ټولو پولو پرانیستل کولای شي، نړۍ (GDP) ته ۷۸ ټریلیون ډالر اضافه کړي.[۶][۷][۸]

داوطلبانه او جبري کډوالي[سمول]

کډوالي په داوطلبانه او جبري کډوالۍ وېشل کېږي. د غیر ارادي (سیاسي شخړو یا طبیعي پیښو نه تېښته) او داوطلبانه کډوالي (اقتصادي یا کاري کډوالۍ) ترمنځ توپیر کول ستونزمن دي او یو څه موضوعي دي، ځکه چې د کډوالۍ انګېزې زیاتره له یو بل سره تړاو لري. نړیوال بانک اټکل کړی و، چې تر ۲۰۱۰ز کال پورې ۱۶.۳میلیونه یا ۷.۶سلنه مهاجر د کډوالۍ وړ وي. دا شمېره په ۲۰۱۴ز کال کې ۱۹.۵میلیون ته لوړه شوه. په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍ په نفوس کې د شاوخوا ۳سلنې په کچه د کډوالو برخه ثابته پاتې ده.[۹][۱۰][۱۱]

داوطلبانه کډوالي[سمول]

داوطلبانه کډوالي د یو کس په نوښت او آزادې ارادې پورې اړه لري او له ځینو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فکټورونونه هم اغېزمن کېږي.[۱۲][۱۳]

جبري کډوالي[سمول]

د جبري کډوالۍ په اړه متضاد تعریفونه شتون لري. په هر حال په دې اړه د یوې مخکښې ساینسي مجلې مدیرانو بیاکتنه کړې او لاندې پېژند یې وړاندې کړی دی: جبري کډوالي د کډوالو حرکتونو، داخلي بې ځایه شوو (د جګړو له امله بې ځایه شوي)، د طبیعي یا چاپېریالي آفتونو، کیمیاوي یا اټوميپېښو، لوږې، یا پرمختیایي پروژو له امله بې ځایه شوو ته اشاره کوي. د کډوالۍ بېلابېل لاملونه وګړي دې ته اړ کوي، چې نوی چاپېریال ځان ته غوره او خپل کورونه پرېږدې او په کمپونو او په پناه ورکوونکو هېوادونو کېمېشت شي. د۲۰۱۸ز کال تر پایه د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې ۶۷.۲میلیون جبري کډوال وو چې له دی جملې یې۲۵.۹ میلیونه خپلو هېوادونو نه بې ځایه شوي او ۴۱.۳میلیونه یې داخلي بې ځایه شوي کسان وو، چې د مختلفو دلایلونو له امله په کور دننه بې ځایه شوي وو.[۱۴][۱۵][۱۶]

د کډوالۍ اداره[سمول]

نړیواله کډوالي او بې ځایه کېدل د خپل ماهیت له مخې د اصلي، د موخې هېوادونو او د هغو هېوادونو په اړه نړیوالې مسئلې دي چې کډوال کولای شي ترې ولاړ شي (زیاتره د ټرانزیټ هېوادونو په نامه یادېږي) او بیا هم یو څه په تناقض سره د کډوالۍ ډېری ادارې په تاریخي توګه له انفرادي دولتونو سره پاتې دي. د کډوالۍ په اړه د دوی تګلارې او مقررات په ملي کچه جوړېږي. په ډېرو برخو کې، د کډوالۍ اداره د دولت له حاکمیت سره نږدې تړاو لري. دولتونه د غیر اتباعو د ننوتلو او پاتې کېدو په اړه پرېکړې واک لري، ځکه چې مهاجرت په مستقیم ډول د دولت ځینې ټاکلي فکټورونه اغېزمنوي. کډوالي دوه اړخیزې او څو اړخیزې ځانګړتیاوې لري. د نړیوالو تړونونو په بڼه ډېری نړیوال تنظیمات شتون لري، چې په هغه کې هېوادونه د بشري حقونو د پلي کولو او په ځانګړو برخو کې د دولتونو اړوندو مسؤلیتونو په اړه موافقې ته رسېدلی دي.[۱۷][۱۸]

د مدني او سیاسي حقوقو په اړه د ۱۹۶۶زنړیوال میثاق او د ۱۹۵۱ز کال کنوانسیون چې د کډوالو حالت پورې اړه لري (د کډوالو کنوانسیون) دوه اړینې بېلګې دي چې په پراخه کچه تصویب شوې دي. د کډوالۍ نور کنوانسیونونه په پراخه کچه نه دي منل شوي، لکه د کارګرو کډوالو او د هغوی د کورنیو د غړو د حقوقو د ساتنې نړیوال کنوانسیون. له دې هاخوا، په څو لسیزو کې د کډوالۍ په اړه بې شمېره څو اړخیز او نړیوال نوښتونه، خبرې اترې او بهیرونه شته دي. د خوندي اومنظمې کډوالۍ لپاره نړیوال تړون یو بل مهم ګام دی، ځکه چې د کډوالۍ د حکومتولۍ د موخو په اړه په نړیواله کچه د خبرو اترو لومړنۍ وینا ده، چې د کډوالو د حقوقو او د دوی په خاوره کې د دولتونو د حاکمیت د اصولو ترمنځ توازن رامنځته کوي.

که څه هم دا په قانوني توګه لازمي نه دی، خو د کډوالۍ لپاره نړیوال تړون د ۲۰۱۸ز کال په ډسمبرکې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د موافقې له مخې تصویب شو، چې د ملګرو ملتونو له ۱۵۰نه زیاتو غړو هېوادونو په کې برخه اخیستې وه.[۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. World Migration Report 2020. International Organization for Migration, 2019. "The great majority of people in the world do not migrate across borders; much larger numbers migrate within countries (an estimated 740 million internal migrants in 2009)" (p. 19). "In 2019, there were an estimated 272 million international migrants globally (3.5% of the world’s population) .... it is evident that the vast majority of people continue to live in the countries in which they were born" (p. 21).
  2. Coxhead, Ian; Cuong, Nguyen Viet; Vu, Linh Hoang (2015). "Migration in Vietnam: New Evidence from Recent Surveys". SSRN Electronic Journal. doi:10.2139/ssrn.2752834. https://mpra.ub.uni-muenchen.de/70217/1/MPRA_paper_70217.pdf. 
  3. "Migrations country wise". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼي 461. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415252256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Migration vs. Immigration: Differences and Similarities". thewordpoint.com (په انګلیسي ژبه کي). 27 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. People on the Move: Global Migration's Impact and Opportunity. McKinsey Global Institute. 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2017-07-13 باندې). A world of free movement would be $78 trillion richer.
  8. Clemens, Michael A. (September 2011). "Economics and Emigration: Trillion-Dollar Bills on the Sidewalk?" (in en). Journal of Economic Perspectives 25 (3): 83–106. doi:10.1257/jep.25.3.83. ISSN 0895-3309. http://www.aeaweb.org/articles.php?doi=10.1257/jep.25.3.83. 
  9. "Migration and Remittances Factbook 2011" (PDF) (الطبعة 2nd). Washington, D.C.: World Bank. د کتاب پاڼې 18. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Migration and Remittances Factbook 2016" (PDF) (الطبعة 3rd). Washington, D.C.: World Bank. د کتاب پاڼي 19–20. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) As noted on p. xiii, the report presents migrant stocks for 2013, refugee numbers for 2014, remittance outflows for 2014, and remittance inflows for 2015.
  11. Mathias Czaika Hein de Haas (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Globalization of Migration: Has the World Become More Migratory?"]. International Migration Review 48 (2): 283–323. doi:10.1111/imre.12095. 
  12. "More Armenian Border Villages Eligible For Tax Breaks, Subsidies". «Ազատ Եվրոպա/Ազատություն» ռադիոկայան (په آرمینیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tataru, Georgiana (2020-01-14). "Migration – an Overview on Terminology, Causes and Effects". Logos Universality Mentality Education Novelty: Law 7 (2): 10–29. doi:10.18662/lumenlaw/24. https://www.researchgate.net/publication/338590488. 
  14. Forced Migration Review, see https://www.fmreview.org/
  15. Journal article on forced migration, see http://web.mnstate.edu/robertsb/308/forced%20migration%20and%20the%20anthropological%20response.pdf
  16. IOM's World Migration Report 2020, see https://publications.iom.int/books/world-migration-report-2020
  17. For example, a permanent population and a defined territory, as per article 1 of the 1933 Montevideo Convention on the Rights and Duties of States.
  18. McAuliffe, M. and A.M. Goossens. 2018. Regulating international migration in an era of increasing interconnectedness. In:Handbook of Migration and Globalisation (A. Triandafyllidou, ed.). Edward Elgar Publishing, Cheltenham/Northampton, pp. 86–104.
  19. IOM. 'Chapter 11: Recent developments in the global governance of migration: An update to the World Migration Report 2018.' World Migration Report 2020. p. 291. https://www.iom.int/wmr/2020/chapter/11