اجمل خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اجمل خټک
اجمل خټک

اجمل خټک (د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر ۱۵ - د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ ۷) (په انگرېزي: Ajmal Khattak) د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي شخصيت وو. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرگې غړی هم پاتې شوی دی.

مخينه

اجمل خټک د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر پر ۱۵ په اکوړه خټک کې زېږېدلی وو. له ماشومتوبه د خان عبدالغفار خان له شخصيت نه متاثره شوی او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعال ډول يې د هند د پرېښودلو د غورځنگ غړيتوب ترلاسه کړ. دی هغه مهال د پېښور د گورنمنټ هاي سکول زده کوونکی وو، خو خپلې زده کړې يې نيمگړې پرېښودې او د همدې سياسي غورځنگ له غړيو سره يوځای شو. دا د هغه د سياسي بوختيا پيل وو چې تر پينځو لسيزو پورې يې دوام وکړ او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي ژوند او زده کړو په پرمختگ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړې. که څه هم چې نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانگړو نوښتونو لاره هم درلوده او پښتو ادب يې د انگرېزي ادبياتو سره وتاړه او په دې ډول يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم خپل کړ.

زده کړې

اجمل خټک په خپل کلي کې تر اتم ټولگي پورې زده کړې وکړې او بيا د پيښور عالى ښوونځي ته ورغی. دا چي نوموړی په ځينو سېاسي چارو کې په کارنده توگه بوخت وو نو په دې تور، چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي، له ښوونځي نه وايستل شو. خو له پوهې سره مينې دى غلى نه کړ او په شخصي توگه يي زده کړې وکړې او عربى، پښتو او فارسي ىې ولوستلې، انگريزي ژبه يي زده کړه او پوهنتون ته يې د ازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خو له ازموينې يي راوايست او زندان ته يي وردننه کړ. ده په زندان کې هم لوست کاوه او له همغه ځايه يي ازموينې ورکړې، ځکه يوازې د ازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي او بيرته به يې زندان ته راوست.

اجمل خټک تر زندان وروسته د پيښور پوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيو او دا ځل يي د مچ مشهور زندان ته بوت، خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل او له همغه ځايه يې د فلسفې او ارواپوهنې ازموينه ورکړه.

له ١٩٤٢ ز نه تر ١٩٤٤ ز کاله ېې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډير مخامخ وو، خو پر ١٩٤٧ ز کال پاکستان جوړ شو او د دوى ستونزې د پخوا په پرتله په کمېدو شوې. هغه د نشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. د ښوونکي دنده يې هم ترسره کړې او په پېښور راډيو کې يې هم کار کاوه، پروگرامونه به يې ليکل، خو د ژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه.

چاپ شوي آثار

تراوسه يي ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوي دي.

  1. پښتو ادب کى تاريخ (اردو)
  2. پښتانۀ شعراء(پښتو)
  3. ژوند او فن (پښتو)
  4. د غيرت چيغه (پښتو)[۱]
  5. کچکول(پښتو)
  6. باتور(پښتو)
  7. دا زه پاگل ووم(پښتو)
  8. دوخت چغه(پښتو)
  9. گلونه تکلونه(پښتو)
  10. گل پرهر( پښتو)
  11. سرې غونچې(پښتو)
  12. ځنډ وخنډ(پښتو)
  13. عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
  14. جلا وطن کى شاعري(اردو)
  15. افغان ننگ(پښتو)
  16. دژوند چغه(پښتو)
  17. قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)

په دې وروستيو کالونو کې، چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه وو، نو د يوه نوي کتاب په ليکلو بوخت وو چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې راغونډې کړي. نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وو او ولې يې هلته شل کاله ژوند وکړ. د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همدا راز يې کتاب ته د ترخه وختونه او خواږه يادونه نوم ورغوره کړى وو.

انځورتون

د شعر يوه بېلگه

کينډۍ:غوږ شه

سرچينې

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/01/060123_im-studio7-ajmalkhattak.shtml

باندنۍ تړنې