Jump to content

ممبای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ممبای
Mumbai (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
Mumba (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
  لړۍ...
ستر ښار[۲] (۲۰۰۱ – )
state capital (en) ژباړل
ښار[۳]
metropolis (en) ژباړل
business cluster (en) ژباړل
locality (en) ژباړل ( القرن 14 – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وګړو شمېر
۱۵٬۴۱۴٬۲۸۸ — ۱۲٬۴۴۲٬۳۷۳[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځايي ژبې
د حکومت مشر
وګړنوم
Mumbaikar[۵]Bombayan ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
Creative Cities Network (en) ژباړل (۲۰۱۹ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
مهاراشترا[۶] (۱۹۶۰ – ۱۹۹۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۶۰۳ كيلومتر مربع[۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
Konkan (en) ژباړل[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
پوسټ‌کوډ
400001 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۱۹°۰۴′۳۳″شمال ۷۲°۵۲′۳۹″ختیځ / 19.0758°شمال 72.8775°ختيځ / 19.0758; 72.8775[۱۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ممبۍ د هند د مهاراشترا ایالت پلازمېنې ښار دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې، ممبۍ په هند کې له ډیلي وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی او د شاوخوا ۲۰  میلیون نفوس سره د نړۍ اووم ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار پېژندل شوی. د هند حکومت د ۲۰۱۱ ز کال نفوس سرشمیرنې سره سم، ممبۍ د هند ترټولو نفوس لرونکی ښار و چې د اټکل شوي ښار مناسب نفوس ۱۲.۵ میلیون وګړو د ممبي ښاروالۍ تر نظر لاندې ژوند کاوه. ممبۍ د ممبۍ سیمې مرکز او د نړۍ په کچه شپږم لوی نفوس لرونکی ښار دی چې ۲۳ میلیون وګړي په کې مېشت دي. ممبۍ د هند په لویدیځ د کانکن په  څنډه کې موقعیت لري او د یوه ژور طبیعي بندر لرونکی دی. په ۲۰۰۸ کال کې ممبۍ د الفا نړیوال ښار په نوم و نومول شو. دغه ښار کې د هند د ټولو ښارونو په پرتله، د دغه هېواد ډېری میلیونران او میلیاردران مېشت دي. ممبۍ د یونسکو د درېو نړیوالو میراثي ځایونو کور دی: د الیفنتا غارونه، د چترپتي شیواجي مهاراج ټرمینس، او د ویکتوریا او ارټ ډیکو ودانیو ځايي ځانګړی جوړښت چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو طراحې شوې دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اوه ټاپوګان چې ممبۍ تشکیلوي په اصل کې د مراټي ژبې د کولي خلکو د ټولنو کور و. د پیړیو لپاره، د بمبۍ اوه ټاپوګان د ځایي واکمنانو تر کنټرول لاندې و چې له هغه وروسته د پرتګالي امپراتورۍ ته وسپارل شو او بیا له هغه وروسته په ۱۶۶۱ز کال کې د ختیځ هند شرکت ته د کاترین براګانزا د مهریې په توګه د انګلستان له چارلس II سره د واده له لارې ورکړل شو.  د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې، بمبۍ د هورنبي ویلارډ پروژې له خوا له سره پلان شو، چې د بحر څخه د اوو ټاپوګانو تر منځ د سیمې بیا رغونه ترسره شوه. د لویو سړکونو او ریل پټلیو جوړولو سره، د بیا رغونې پروژه، چې په ۱۸۴۵ کې بشپړه شوه، بمبۍ د عربي بحیرې په یوه لوی بندر بدله کړه. په نولسمه پیړۍ کې بمبۍ د اقتصادي او تعلیمي پرمختګ مرکز و. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې دا د هند د خپلواکۍ غورځنګ لپاره یو پیاوړی مرکز شو. په 1947 کې د هند له خپلواکۍ وروسته دا ښار په بمبي ایالت کې شامل شو. په 1960 کې، د سمیوکت مهاراشترا غورځنګ په تعقیب، د مهاراشترا نوی ایالت د بمبۍ د پلازمینې په توګه رامنځته شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ممبۍ د هند مالي، سوداګریزه او تفریحي پلازمېنه ده. دا د نړیوال مالي جریان له مخې، د نړۍ سوداګرۍ له لسو غوره مرکزونو څخه هم دی چې د هند د نا خالصه تولیداتو ۶.۱۶ سلنه تولیدوي او د صنعتي تولید بیا ۲۵٪  جوړوي او همدا رنګه د هند سمندري سوداګرۍ ۷۰٪ سلنه یې ځانته ځانګړې کړې ده. ممبۍ پورټ ټرسټ او JNPT، د هند اقتصاد ته د پانګې لیږد ۷۰ سلنه را نغاړي. ممبۍ په نړۍ کې د میلیاردرانو د لرلو له امله په اتم ځایګي کې دی. د ممبۍ میلیاردرانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د هر ښار په پرتله ترټولو د منځنۍ کچې لوړه شتمني درلوده. دغه ښار، د مهمو مالي مؤسسو او هندي شرکتونو او څو ملیتي شرکتونو درلودونکی دی. دغه ښار د هند د مخکښو ساینسي او اټومي مؤسسو کور هم دی. دغه ښار د بالیووډ او مراټي سینما صنعتونو کور هم دی. د ممبۍ سوداګریز فرصتونه له ټول هند څخه کډوال ور جذبوي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ایتمولوژي

د ممبۍ نوم د ممبا یا مها -امبا څخه اخیستل شوی - د اصلي کولی ټولنې د سرپرست خدای (کولادیوتا) ممبادیوي نوم دی او په مراټي ژبه کې د "مور" معنی لري چې د کولي خلکو مورنۍ ژبه او د مهاراشترا ایالت رسمي ژبه ده. د کولي قوم اصلیت د کاتیاوار او مرکزي ګجرات څخه ده او د ځینو سرچینو له مخې دوی خپل خدای مومبا له کاتیاوار (ګجرات) څخه له ځانه سره راوړ، چېرته چې لا اوس یې هم عبادت کېږي. په هرصورت، نورې سرچینې بیا له دې خبرې سره همغږه نه دي چې ګواکې د ممبۍ نوم یې د مومبا له الهې څخه را اخیستل شوی وي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

دغه ښار لپاره تر ټولو پخواني نومونه کاکاموچي او ګالاجنکجا دي. دا نومونه لا اوس هم کارول کېږی. په ۱۵۰۸ ز کال پرتګالي لیکوال ګاسپر کورییا په خپل لینډاس دا انډیا ("د هند افسانې") کې د "بومبیم" نوم کارولی دی. دغه نوم ممکن د ګالیشین - پرتګالي جملې څخه سرچینه اخیستې وي چې معنی یې "ښه کوچنۍ خلیج" ده او بوم بایم لاهم په پرتګالي کې کارول کیږي. په ۱۵۱۶ ز کال کې، پرتګالي سپړونکي Duarte Barbosa د Tana-Maiambu نوم وکارولو. داسې ښکاري چې تانا د تانې ښار ته نږدې ښارګوټی او میامبو ممبادیوي ته اشاره کوي.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې ثبت شوي نور تغییرات دا دي: ممبۍن (1525)، بمبۍ (1538)، بمبۍین (1552)، بمبۍم (1552)، مونبای (1554)، مومبای (1563)، مومبای (1644)، بامبای (1666) ، بومباین (1666)، بومبیي (1676)، بون بي (1690) او بون باهایا.  وروسته له هغې چې انګریزانو په ۱۷ پېړۍ کې د ښار واک ترلاسه کړ، دا پرتګالی نوم د انګریزې په بمبۍ نوم بدل شو. علي محمد خان، د ګجرات ایالت شاهي دیوان یا د عوایدو وزیر و چې په میرات احمدي کې په کال  (۱۷۶۲)  دغه ښار د منبای (Manbai) په نوم یاد کړی دی. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

فرانسوي مسافر لوئس روسلیټ چې په ۱۸۶۳ او ۱۸۶۸ کلونو کې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړه او په خپل کتاب L'Inde des Rajahs کې چې په لومړي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې خپور شو وايي: "ایتیمولوژیسټانو دغه نوم په غلط ډول د پرتګالي بوا بهیا، یا (فرانسوي: "bonne bai) څخه اخیستی دی. "انګریزي:" Good bay")، نه پوهېدل چې د دې ټاپو ټیټیلر دیوي د لیرې پرتو لرغونو زمانو څخه، بمبا، یا ممبا دیوی او دا چې هغه اوس هم معبد لري".[۵۲]

د شلمې پیړۍ په وروستیو کې دغه ښار په مراټي، کونکني، ګجراتي، کناډا او سندي کې د ممبۍ یا ممبای په نوم او په هندي کې د بامبۍ په نوم یادیږي. د هند حکومت په رسمي ډول د ۱۹۹۵ کال په نومبر میاشت کې د انګریزي نوم ممبۍ ته بدل کړ. دا د مراټي ملتپال شیو سینا ګوند په اصرار کې راغی چې د مهاراشترا ایالت ټاکنې یې ګټلې وې او په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په مهاراشترا کې ورته د نوم بدلول یې وښودل. د سلیټ مجلې ته په پام، "دوی استدلال کولو چې 'بمبۍ' د 'ممبۍ' فاسده انګریزي نسخه او د بريټانوي ښکېلاکي واکمنۍ یو ناغوښتل شوی میراث دی." سلیټ دا هم ویلي "د بمبۍ د نوم بدلولو فشار د لوی غورځنګ برخه وه څو د مهاراشترا په سیمه کې د مراټي هویت پیاوړي کړي." په داسې حال کې چې ځینې اوسېدونکي او د نورو سیمو هندیان دغه ښار د ممبۍ په نوم یادوي. د دغه ښار نوم له غیر بمبي سره ذکر شوی چې په پایله کې احساساتي پاڅونونه کله ناکله د تاوتریخوالي سیاسي بڼه غوره کړې ده. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

د ممبۍ خلک

د ممبۍ اوسیدونکو ته په مراټي ژبه کې ممبۍکار ویل کیږي چې په کې د kar وروستاړی د ښار اوسېدونکو په معنی دی. دغه اصطلاح د څه مودې لپاره کارول کېده خو د ممبۍ رسمي نوم له بدلولو وروسته مشهوره شوه. زړې اصطلاح ګانې لکه بمبایټ هم کارول کیږي.[۶۲][۶۳][۶۴]

سرچینې

  1. "about-mumbai". نه اخيستل شوی 12 مې 2018.
  2. "Mumbai is the fifth most polluted megacity in the world, says WHO". نه اخيستل شوی 23 فبروري 2018.
  3. "Union territory of New delhi". نه اخيستل شوی 23 فبروري 2018.
  4. "Mumbai (Greater Mumbai) City Census 2011 data". Government of Maharashtra. Archived from the original on 22 مې 2018. نه اخيستل شوی 16 مې 2018.
  5. سرچينې تړی: http://www.bbc.com/travel/story/20180401-vada-pav-the-indian-burger-mcdonalds-cant-master. Retrieved: ۲ اپرېل ۲۰۱۸.
  6. "Municipal Corporation of Greater Mumbai (English)". Government of Maharashtra. نه اخيستل شوی 5 June 2020.
  7. "Municipal Corporation of Greater Mumbai". Government of Maharashtra. نه اخيستل شوی 5 June 2020.
  8. "Mumbai (bombay)". پوهنغونډ. Encyclopedia.com. نه اخيستل شوی 16 مې 2018.
  9. "Is Mumbai in Konkan?". نه اخيستل شوی 12 مې 2018.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ سرچينې تړی: https://portal.mcgm.gov.in/irj/portal/anonymous.
  11. "LATITUDE AND LONGITUDE". Government of Maharashtra. نه اخيستل شوی 16 مې 2018.
  12. "The World's Cities in 2018" (PDF). United Nations. October 2018. p. 4. Archived (PDF) from the original on 1 November 2018. نه اخيستل شوی 21 October 2019.
  13. "World Urban Areas" (PDF). Demographia. 2018. نه اخيستل شوی 21 October 2019.
  14. "The World According to GaWC 2008". Globalization and World Cities Study Group and Network (GaWC). Loughborough University. Archived from the original on 23 February 2011. نه اخيستل شوی 7 May 2009.
  15. "Mumbai | ISAC". Indiastudyabroad.org. Archived from the original on 12 May 2015. نه اخيستل شوی 29 May 2015.
  16. Bharucha, Nauzer (9 March 2015). "Thirty of India's 68 billionaires live in Mumbai". The Times of India. Mumbai. Archived from the original on 10 March 2015. نه اخيستل شوی 10 March 2015.
  17. "With 68 billionaires, India ranks 7th globally; Mumbai leads in India with 30". Daily News and Analysis. New Delhi. 10 March 2015. Archived from the original on 12 March 2015. نه اخيستل شوی 10 March 2015.
  18. Curzon, G.N. Complete book online – British Government in India: The Story of Viceroys and Government Houses. نه اخيستل شوی 22 March 2019.
  19. Douglas, James. Complete book online – Bombay and western India – a series of stray papers, with photos of Ajmer. London: Samson Low Marston & Co. Archived from the original on 25 February 2021. نه اخيستل شوی 22 March 2019. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  20. "Provisional Population Totals, Census of India 2011; Cities having population 1 lakh and above" (PDF). Office of the Registrar General & Census Commissioner, India. Archived from the original (PDF) on 7 May 2012. نه اخيستل شوی 26 March 2012.
  21. "Archived copy". Archived from the original on 2 December 2013. نه اخيستل شوی 23 November 2013.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  22. Munshi, Kanaiyalal M. (1954). Gujarāt and its literature, from early times to 1852. Bharatiya Vidya Bhavan. p. xix. The next immigrants into the islands of Bombay were the Kolis, who on all authorities continued to be their original inhabitants till Aungier founded the city of Bombay. Kathiawad and Central Gujarāt was the home of the Kolis in pre-historic times.
  23. Mehta, R. N. (1983). "Bombay – An analysis of the toponym". Journal of the Oriental Institute: 138–140. The kolis who succeeded the stone-age men on the island brought with them from Gujarat their patron goddess Mummai whom their descendants still worship in Kathiawar. The name of Bombay is derived from this koli goddess.
  24. کينډۍ:Cite ODNB
  25. Dwivedi & Mehrotra 2001, p. 28
  26. "Once Upon a Time in Bombay". Foreign Policy. 24 June 2011. Archived from the original on 9 January 2015. نه اخيستل شوی 22 February 2012.
  27. "Bombay: History of a City". British Library. Archived from the original on 13 February 2009. نه اخيستل شوی 8 November 2008.
  28. Lakshmi, Rama (14 April 2011). "New millionaires hope to serve as role models for India's lower castes". The Washington Post. Mumbai. Archived from the original on 23 June 2015. نه اخيستل شوی 23 June 2015.
  29. "Mumbai, a land of opportunities". The Times of India. 20 July 2011. Archived from the original on 4 August 2014. نه اخيستل شوی 22 July 2011.
  30. "Mumbai Urban Infrastructure Project". Mumbai Metropolitan Region Development Authority (MMRDA). Archived from the original on 26 February 2009. نه اخيستل شوی 18 July 2008.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link)
  31. "10 worst oil spills that cost trillions in losses : Rediff.com Business". Rediff.com. Archived from the original on 14 August 2010. نه اخيستل شوی 16 August 2010.
  32. "Development of Mumbai International Airport (NMIA)" (PDF). CIDCO. 2013. p. 7. Archived from the original (PDF) on 8 August 2014. نه اخيستل شوی 8 July 2015.
  33. Mahajan, Poonam (26 July 2014). "Poonam Mahajan explains why Mumbai is at the very heart of India story". DNA India. Mumbai. Archived from the original on 21 June 2015. نه اخيستل شوی 21 June 2015.
  34. Giacomo Tognini. "World's Richest Cities: The Top 10 Cities Billionaires Call Home". Forbes. نه اخيستل شوی 19 June 2020.
  35. "Cities Of The Billionaires". Forbes (په انګليسي). نه اخيستل شوی 14 May 2020.
  36. Coudriet, Carter. "Richest Cities In The World: The Top 10 Cities With The Most Billionaires". Forbes (په انګليسي). نه اخيستل شوی 14 May 2020.
  37. Mukund Kule (8 October 2010). "मुंबईचं श्रद्धास्थान" [Mumba'īcaṁ Shrad'dhāsthān]. Maharashtra Times (په مراټهي). Maharashtra. Archived from the original on 17 June 2015. نه اخيستل شوی 16 June 2015.
  38. Bapat, Jyotsna (2005). Development projects and critical theory of environment. Sage. p. 6. ISBN 978-0-7619-3357-1.
  39. Munshi, Kanaiyalal M. (1954). Gujarāt and its literature, from early times to 1852. Bharatiya Vidya Bhavan. p. xix. The next immigrants into the islands of Bombay were the Kolis, who on all authorities continued to be their original inhabitants till Aungier founded the city of Bombay. Kathiawad and Central Gujarāt was the home of the Kolis in pre-historic times.
  40. Mehta, R. N. (1983). "Bombay – An analysis of the toponym". Journal of the Oriental Institute: 138–140. The kolis who succeeded the stone-age men on the island brought with them from Gujarat their patron goddess Mummai whom their descendants still worship in Kathiawar. The name of Bombay is derived from this koli goddess.
  41. "Archived copy". Archived from the original on 2 December 2013. نه اخيستل شوی 23 November 2013.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  42. Patel & Masselos 2003, p. 4
  43. Mehta 2004, p. 130
  44. Shirodkar 1998, pp. 4–5
  45. Yule & Burnell 1996, p. 102
  46. Yule & Burnell 1996, p. 103
  47. Shirodkar 1998, p. 2
  48. Yule & Burnell 1996, p. 104
  49. Keay, John (2000). India, a History. New York, United States: Harper Collins Publishers. p. 348. ISBN 978-0-00-638784-8. Archived from the original on 1 January 2016.
  50. Greater Bombay District Gazetteer 1960, p. 6
  51. Shirodkar 1998, p. 3
  52. Rousselet, Louis (1877). L'Inde des Rajahs. Librairie Hachette et cie, Paris. p. 7. نه اخيستل شوی 11 October 2017.
  53. Christopher Beam (1 December 2008). "Why Did Bombay Become Mumbai? How the city got renamed". Slate. Archived from the original on 15 June 2015. نه اخيستل شوی 16 June 2015.
  54. Hansen 2001, p. 1
  55. Nitin Chavan (18 December 2009). "शिवसेना आमदाराची नामांतर एक्स्प्रेस" [Shivsēnā Âmadārācī Nāmāntar Express]. Sakal (په مراټهي). Mumbai, Maharashtra. Archived from the original on 24 September 2015. نه اخيستل شوی 16 June 2015.
  56. Beam, Christopher (1 December 2008). "Why did Bombay become Mumbai?". Slate. Archived from the original on 15 June 2015.
  57. Beam, Christopher (12 May 2006). "Mumbai? What about Bombay?". Slate. Archived from the original on 20 April 2013.
  58. Kumar, Ruchi (28 October 2013). "From Bombay to Mumbai: 24 ways the city has changed". Daily News and Analysis. Mumbai. Archived from the original on 2 June 2015. نه اخيستل شوی 31 May 2015.
  59. "Mumbai (Bombay) and Maharashtra". Fodor's. Archived from the original on 19 November 2009. نه اخيستل شوی 24 August 2009.
  60. "Mumbai vs Bombay". The Indian Express. 11 October 2009. Archived from the original on 4 September 2015. نه اخيستل شوی 15 September 2011.
  61. "Fruit And Nut: Another 'Bombay' controversy brewing?". India Today. Archived from the original on 5 October 2012. نه اخيستل شوی 15 August 2011.
  62. Hansen 2001
  63. Vir Sanghvi (2 April 2006). "The Angry Bombay-ite". Hindustan Times. نه اخيستل شوی 15 April 2019.
  64. "3 Mumbaikars Who Are Changing The City All By Themselves". HuffPost. نه اخيستل شوی 15 April 2019.