منځپانگې ته ورتلل

حبيب الله کلکاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حبیب الله کلکاني مشهوره په بچه سقاو (۱۸۹۰ ـ اکتوبر ـ ۱۹۲۹) د ۱۹۲۹ کال د جنوري له ۱۷مې څخه د اکتوبر تر ۱۳مې پورې د افغانستان واکمن و چي تر څنګ يې د خپل ژوند په دوران کي د سقاویانو تر ټولو غټ مشر هم و. نوموړي د ۱۹۲۸ او ۱۹۲۹ کلونو پر مهال د افغانستان د کورنۍ جګړې په جریان کې، د افغانستان پراخي سیمې ونیولې او د لنډ مهال لپاره يې پر افغانستان حکومت وکړ. افغان تاریخ لیکونکو د کلکاني حکومتي دورې ته "د سقاویانو دوره" ویلې او په همدې نامه يې پیژني. د نړۍ هیڅ هیواد هم حبيب الله کلکاني د افغانستان د واکمن په توګه په رسمیت ونه پیژندی.

حبيب الله کلکاني
حبیب الله کلکانی (پارسي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹ جنوري ۱۸۹۰[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲ نومبر ۱۹۲۹ — ۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
مړينې لامل
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
ځایناستی

لمړنی ژوند

حبیب الله کلکانی په ۱۸۹۱ یا ۱۸۷۰ ز کال کي د کابل شمال ته د کلکان په کلي کي وزېږېدی. د نوموړي پلار عبدالرحمن نومېدی، او د دویمې انګلیس-افغان جګړې پر مهال به یې په کابل کي د افغان پوځیانو لپاره اوبه چمتو کولې، چي له همدې امله خلکو ورته بچه سقاو (اوبه وړونکی شخص) وایه. کلکاني پخپلو یاداښتونو کي په ادې اړه ویلي دي، چي ده له دغه ډول حالت او فقیرانه ژوند څخه "ژوره کرکه" درلوده.

کلکاني په ۱۴ کلنۍ کي د خپلو ملګرو نور او جمال سره پر آس کابل ته تللی وو، او هلته د شاه امان الله خان په پوځ کي شامل سو. نوموړي په درېیمه انګلیس_افغان جګړه او د ۱۹۲۴ کال د خوست په بغاوت کي برخه واخیستل، او په دې وروستۍ جګړه کي یې د افغان پوځ د افسر په توګه د باغیانو په ټکولو کي د پام وړ خدمت ترسره کړ. کلکاني تر یادو پیښو وروسته د یو دلیل له مخي برتانوي راج ته وتښتېدی، او څه عمر یې په پېښور او بیا په پاړه چینار کي تېر کړ، خو هلته هم د ځینو جرمونو له کبله د انګریزانو له خوا بندي او په یوولس میاشتي بند محکم سو.

د تاریخي معلوماتو پر بنست کلکاني په اصل کي د لوټمار ژوند کاوه، او د کوهدامن او شمال ترمینځ یې لوی شمېر خلک قتل او مالونه یې چور کړل. نوموړي د سید حسین او ملک محسن په ګډون نور ملګري هم پیدا کړه، او شمېر یې ټولټال ۲۴ کسانو ته ورسېدی. یاده ډله د غلا او لوټمارۍ پر مهال په غرونو کي اوسېدل، او له شمال څخه تر تګ وروسته یې په پېښور کي هم په ښکاره د یو چای والا سره شاګردي، خو په اصل کي لوټماری او غلاوي ترسره کولې.

حبیب الله کلکاني سره ددې چي چنداني سیاسي پوهه یې هم نه درلوده، خو بیا یې هم د ابراهیم بېګ (په مرکزي اسیا کي د شورویانو په وړاندي مسلمان مبارز) ملاتړ کاوه. کلکاني او د هغه لوټمار ملګري په اخر کي دومره زړه ور سول چي د غازي امان الله خان په حکومت کي یې د چاریاکار (پروان ولایت) والي غلام غوث خان وواژه، او په دې توګه یې د عوامو ترڅنګ افغان حکومت هم د ځان دښمن کړ.

واک ته رسېدنه

کله چې په افغانستان کې امان الله د وخت د پر مختللو هیوادونو لکه ترکیه، ایران او تونس په څیر د مطلق شاهي نظام پر ځای د ډیموکراټ او پرمختللي افغانستان لپاره هلي ځلي پیل کړې، ورسره سم د هیواد په ختیځو ولایاتو کي دده په وړاندي پاڅون پیل او غازي یې په بې دینۍ تورن کړ.

په داسي حال کي چي افغان پوځ د هېواد په ختیځو ولایتونو لغمان او ننګرهار کي د پښتنو پاڅون کوونکو او قبايلي مشرانو سره په جګړه بوخت وو، د کلکاني په مشرۍ سقاویانو له شمال څخه پر کابل باندي بريد وکړ، او په دې توګه د هېواد په کچه کورنۍ جګړه پیل سوه. د اړو ودوړ په دې جریان کي له وزیرستانه راتلونکي ځنګلي قبايل د کابل سویلي برخي او د کلکاني ځواکونه شمالي برخي ته راورسېدل او د هیواد پلازمېنه تر ګواښ لاندي سوه.

غازي امان الله خان پورته حالاتو ته په کتو او د جګړې څخه د مخنیوي له امله د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په ۱۴ نېټه د افغانستان واکمني خپل ورور عنایت الله خان ته وسپارله، او خپله د کورنۍ سره د کندهار په لور ولاړی. دده تر تګ دوې ورځي وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په ۱۶ نېټه حبیب الله کلکاني نوي پاچا عنایت الله خان ته لیک واستاوه ترڅو یا تسلیم او یا هم د جګړې لپاره چمتو سي. عنایت الله خان سمدستي ځواب ورکړ چي ما مخکي هم د پاچهۍ تمه نه درلوده او په دې توګه یې کابل د کلکاني ځواکونو ته پرېښاوه.

پاچهي

کندهار ته تر تګ وروسته امان الله خان یو ځل بیا هم هڅه وکړه ترڅو هیواد له ګډوډۍ وژغوري، او د کابل واک بیرته په لاس کي واخلي خو دې هڅي کومه پایله ورنکړه او ډګر په بشپړه توګه کلکاني ته پاته سو. د نوموړي له تګ سره د کلکاني په وړاندي یوازینۍ شاهي کورنۍ د مصاحبان وروڼه وه، چي د افغانستان له پخواني واکمن دوست محمد خان د مشر ورور سره یې تړاو درلود.

د مصاحبان له پنځو وروڼو څخه نامتو شخص نادر شاه نومېدی، چي د امان الله خان د جګړې وزیر وو. نوموړی دا وخت په فرانسه کي اوسېدی او چي څنګه یې د حبییب الله کلکاني د بغاوت او غازي امان الله خان د پرځېدو واورېدل، سمدستي یې افغانستان ته د راتګ چمتووالی پیل کړ ترڅو هیواد له ګډوډۍ وژغوري.

د نادرشاه د راتګ او غازي امان الله خان د جلاوطنۍ پر مهال حبیب الله کلکاني د افغانستان حالت ډېر سخت کاواکه کړ او په دې ترڅ کي یې د پوهنیزو بنسټونو د نړولو ترڅنګ د ښځو په وړاندي ټول علمي مرکزونه په دې بهانه وتړل، چي ګواکي دا کار له اسلام سره په ټکر کي دی. نوموړی د کورني سیاست په هاخوا د بهرني سیاست سره هم بلد نه وو، او په لوی لاس یې د مرکزي اسیا له باسماچي غورځنګ څخه په ملاتړ افغانستان له شورویانو سره په اختلافاتو او جګړه کي ښکېل کړ. د کابل او شاوخوا خلک د کلکاني د ملګرو له لوټمار څخه دومره په تنګ سول چي ټولو یو نوي انقلاب ته شېبې شمارلې.

مړينه

د بچه سقاو د اعدام انځور

له فرانسې څخه د راتګ سره سم نادر خان تر څو پرله پسې هڅو وروسته وتوانېدی ترڅو د برتانوي هند له لاري په ختیځ افغانستان کي په کافي اندازه ځواک راغونډ او تر یوې لنډي جګړې وروسته پلازمېنه کابل د ۱۹۲۹ د اکتوبر پر ۱۳ نېټه ونیسي.

د کابل تر فتحي وروسته نادر خان وغوښتل ترڅو کلکاني ته د هغه د کړو جرمونو بخښنه وکړي، خو دده سره شته جنګیالیو ددې کار مخالفت وکړ او کلکاني ته یې د مرګ سزا وغوښته. د افغانستان ځیني تاریخ پوهان وایي چي نادر خان کلکاني ته قسم هم ورکړی وو چي څه به نه ورته وایي، خو د جنګیالیو فشار دې ته اړ کړ ترڅو هغه او ځیني ملګري یې د ۱۹۲۹ کال د نومبر په ۱ نېټه اعدام کړي، او په دې توګه د ګډوډۍ مرحله پای ته ورسېدل.

د کلکاني جسد تر مرګ وروسته د یوه غره پر سر په کوم قبر کي دفن سو، او نژدې ۸۷ کاله پروت وو؛ څو چي په ۲۰۱۶ کال کي د شمالي ټلوالي اړوند زورواکانو په یوه غوره ځای کي د هغه د بیا دفن کولو غوښتنه وکړه. دوی د وخت د ولسمشر اشرف غني څخه په دې اړه ټینګه هیله وکړه، ترڅو ددوی غوښتنه خامخا ومني، خو د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم ددې کار مخالفت وکړ، ځکه یاده سیمه د ازبکانو میراث بلل کېدی. د کلکاني ملاتړو د نوموړي جسد د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲ نېټه په ذکر سوې سیمه کي په زوره دفن کړ، او ددې ترڅنګ یې د د دوستم له ملاتړو سره نښته هم وکړه چي یو کس پکښي قتل او څلور نور ټپیان سول.

انځورتون

بچه سقاو
بچه سقاو

سرچینې

  • افغانستان در مسیر تاریخ (میر غلام محمد غبار) (قیام بچه سقاو سقوط دولت) ( قوس و جدي ۱۳۰۸ ـ ډسمبر و جنوري ۲۸ـ۱۹۲۹)


Lua error in Module:Navbox at line 885: table index is nil.

  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 11921203X. بياځلي سمون: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ويل شوي په: Library of Congress Authorities. بياځلي سمون: ۲۶ می ۲۰۲۰. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: nr94001898. خپروونکی: کانګرس کتابتون. اثر ژبه: انګليسي ژبه.