د افغانستان جغرافيه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان په وچه کې ايسارغره ييزهېواد دی چې د مرکزي او سويلي اسيا په څلور لاري کې موقعيت لري. کله نا کله دا هېواد د منځني ختيځ برخه بلل کېږي. د پراختيا له اړخه د نړۍ څلوېښتم ستر هېواد دی. کابل د افغانستان پلازمېنه او ستر ښار دی چې د کابل په ولايت کې پروت دی. دا چې افغانستان د سترو سوداګريزو لارو پر سر پروت دی، له زېږد مخکې له شپږمې پېړۍ راهيسې يې د يرغلګرو پام ځآن ته را اړولی و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هندوکش ډېرې برخې په افغانستان کې دي. دا هېواد څلور ستر سيندونه لري چې هغه دا دي: امو سيند، هري سيند، کابل سيند او هلمند سيند. په دې هېواد کې ځينې کوچني سيندونه، جهيلونه او ويالې هم شته دي.

اقليم[سمول]

په افغانستان کې بارانونه ډېر کم دي، يوازې شمالي لوړې سيمې د باران تر اغېز لاندې راځي چې په مارچ او اپريل مياشتو کې پيليږي. په ټيټو وچو ځمکو کې يې بارانونه کم او د اټکل وړ نه دي. ټاکلې ځانګړتياوې يې د دوبي او ژمي د اوبو او هوا تر منځ توپير او د شپې او ورځې د تودوخې بدلون، په ورته ډول د ځای په لږ بدلون سره يې اقليم د بدليدو وړ دی. د افغانستان اقليم وچ دی. د کال له څلورو برخو په درې برخو کې لمر وي، د ورځو په پرتله يې شپې روښانه دي.[۷]

د افغانستان د ټولو لوړو برخو په نظر کې نيولو سره، د افغانستان د منځنۍ تودوخې او هماليا د ټيټو ځمکو د تودوخې تر منځ ډېر توپير نه شته. په هر حال، د افغانستان د اقليم د پام وړ يوه ځانګړنه دا ده چې، د زياتې تودوخې لړۍ يې په محدودو پړاوونو کې ده. په شمال کې د ورځې تر ټولو کوچنۍ اندازه په يخ موسم کې وي او زياته يې په ګرمۍ کې وي. د کال په اوو مياشتو کې (له مۍ نه تر نومبر مياشتې پورې) دا اندازه په ورځنۍ اندازه له اولس درجې سانتيګراد (۳۱ درجې فارنهايت) نه لوړېږي. د زياتې يخنۍ څپې د څو ورځو لپاره دوام کوي او يو څوک کولای شي چې د منفي څلور ويشت سانتيګراد (۱۱ درجې فارنهايت) يخني وزغمي چې تر زيات نه زيات تر اته درجې سانتيګراد (۱۸درجې فارنهايت) ته لوړېږي. غزني د ډېرې مودې لپاره د واورې پاتې کېدو له امله پېژندل کېږي، چې ان د پسرلي له معتدل موسم نه وروسته هم؛ د تودوخې درجه له منفي پنځه وېشت سانتيګراد (منفي ديارلس فارنهايت) نه هم کمېږي. د شفاهي روايتونو له مخې، د غزني ټول نفوس د واورينونو توپانونو له امله، څو ځلې له منځه تللی دی. له بلې خوا، د دوبي تودوخه ډېره لوړه ده، په ځانګړي ډول، د سیند په حوزه کې، چېرې چې تر ټولو ډېر سيوري د ۴۵-۵- سانتيګراد (۱۱۳-۱۲۲ فارنهايت) ناعادي نه دی.  

د سيستان په حوزه، جلال اباد او ترکستان کې د دوبي تودوخه ډېره زياته ده. په دوبي کې په کندهار کې د سيمون (بروو) بادونه لګېږي. تود موسم د بيا بيا ګردجن توپان او تېزو بادونو له امله نور هم سختيږي، په داسې حال کې چې د غونډيو هغه لغړې لړۍ چې له دې هېواد نه تېرېږي، د ورځې له مخې ګرمي جذبوي او د شپې تر مخې يې د وړانګو په بڼه پرېږدي او په دې توګه د دوبي شپې ځوروونکي ګرځي. په کابل کې ګرمي د هندوکش له يخ نرم شمال سره معتدلې کېږي او شپې يې په عمومي توګه يخې وي. په کندهار کې ډېر کم وخت په اوارو ځمکو يا ښکته غونډيو واوره اوري، کله چې هلته واوره وشي، يو دم وېلې کېږي.

د افغانستان د تود دوبي او ډېر يخ ژمي يوځای والی د متحده ايالاتو د وايومينګ ايالت سره د پرتله کېدو وړ دی. [۸]

د دوبي بارانونه چې د هندوستان له سويل لويديځ د مونسون سره هممهالي وي، د هماليا غرونو په سويلي پېچومو پرېوزي، د کابل درې ته رسېږي او ان تر لغمان پورې وړاندې ځي، خو له هندوکش لاندې په باجوړ او پنجګوړه او د سپين غره په ختيځو څنډو کې زيات محسوسيږي. په دې موسم کې د کورمې درې په څوکو هم باران اوري. د دې سويل لور ته د سليمان غرونه، د دې موسمي عمل لويديځ حد بلل کېدای شي. دا حالت په نور افغانستان کې نه محسوسيږي، لکه: د نورې لويديځې اسيا په څېر په کومو سيمو کې چې د ژمي بارانونه او واورې زيات اوري. د پسرلي بارانونه که څه هم کم وي، د کرنې لپاره د ژمي د بارانونو په پرتله زيات مهم دي، خو که چېرته په ژمې کې واوره و اوري، دا بيا د پسرلي د بارانونو په پرتله زيات اهميت لري. د موسمي هواګانو د اغېزو په نه شتون کې، د هندوستان په نسبت، په افغانستان کې د ثابت اقليم نښې شته دي. په شمال لويديځ کې واورين توپانونه په ژمي او پسرلي کې زيات رامنځ ته کېږي او اغېزې يې په هندي پولو کې په څرګند ډول محسوسېږي.

غره ييز نظام[سمول]

د هندوکش غر لړۍ د نوشاق په څوکه کې ۷۴۹۲ متره (۲۴۵۸۰ فوټه) لوړووالي ته رسېږي چې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ده. له هندوکش نه د سويل لويديځ پر لور د غرونو غځېدلې لړۍ کې د بابا غرونو لړۍ (کوه بابا) کې د پولادي لوړه څوکه (شاه فولادي) ۵۱۴۲ متره (۱۶۸۷۰فوټه) لوړوالی لري. د سفيد کوه د غرنو لړۍ (سپین غر) چې توره بوړه سيمه هم دلته ده، د کابل سويل ختيځ لور ته سرحدي سيمې نيولې دي.

له سپین غره نه په تېرېدونکو مهمو تنګيو کې د اونۍ کوتل دی، په هندوکش کې د کوشان او سالنګ تنګي دي او د خيبر تنګی دی چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي. د خيبر تنګي لوړه څوکه چې ۱۰۷۰ متره (۳۵۱۰ فوټه) او د پاکستان په لنډي کوتل کې موقعيت لري، له سرحدي ښارګوټي تورخم نه پنځه کيلو متره (درې ميله) لرې ده. د پاکستان له غره ييزې پولې نه تېرېدونکې نور مهم تنګي دوه يې له پکتيکا ولايت نه د پاکستان وزيرستان سيمې ته تېرېږي: يو په انګور اډه کې او بل د لرې سويل خوا ته د ګومل سيند پر لاره، د افغانستان د خوست په سويل کې د چرکۍ سيند تنګی، د پاکستان د غلام خان کلي نه شمالي وزيرستان ته رسېږي. د افغانستان- پاکستان تر ټولو مصروفه پوله وېش، د افغانستان په اواره او وچه سیمه کې ده، خو په دې لاره کې د پاکستان  خواجک تنګی شامل دی چې ۲۷۰۷ متره (۸۸۸۱ ميله) اوږدوالی لري او له پولې نه يوازې څوارلس کيلو متره (نهه ميله) لرې دی. دا پوله افغانستان د کندهار د سپين بولدک له لارې د پاکستان له کويټې سره نښلوي.

د هېواد په شمال ختيځ کې د واخان دهليز د پنجشير ولايت ختيځ لور د هندوکش او پامير غرونو تر منځ پروت دی، چې په پايله کې د چين د سينکيانک د واخچير تنګي ته رسېږي. په کابل او د هېواد په ټولو شمالي برخو کې تر ښکته ګندمک پورې، ژمې ډېر سخت دی، په ځانګړي ډول د اراکوزیا تر لوړو او پراخو سطحو پورې.

که څه هم هرات له کندهار نه ۲۴۰ متره (۷۸۷ فوټه) ټيټ دی، د کلني اقليم تر څنګ د هرات د دوبي اقليم معتدل دی. له مۍ نه د سپتمبر تر مياشتې پورې، له شمال لويديځ نه سخت بادونه لګېږي او همدا بادودنه په ټول هېواد کې تر کندهار پورې رسېږي. ژمی يې تړم دی، له اورېدو سره سم واوره وېلې کېږي او ان په غرونو باندې د ډېر وخت لپاره نه پاتې کېږي.

تاریخي موقیعیت[سمول]

نننی معاصر افغانستان چي د ستر احمدشاه بابا له لوري په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي رامنځ ته سو اصلي پولي یې هغسي نه دي پاته سوي لکه څنګه چي باید په حقوقي او اصلي بڼه ټاکل سوي وای، بلکي ددې هیواد لویه برخه د لوی افغانستان تر کاواکه کېدو وروسته د انګریزي یرغل په پایله کي پرلپسې له منځه تللې ده چي مهمي برخي یې د اوسني پاکستان بلوچستان او پښتونخواه ایالتونه دي او د نولسمي پېړۍ په پای کي د انګلیسي ښکيلاکګرو له لوري په زوره له افغانانو څخه د یو تړون ( ډیورنډ تړون ) په پایله کي غصب سول. همدارنګه د افغانستان په شمال کي د پنجده سیمه هم په ذکرسوې پېړۍ کي د روسي کمونیزم له لوري د یرغل په پایله کي وپرځېدل. ورپسې کله چي د داوودخان واکمني ړنګه سول او په هیواد کي خونړي کورنیو جګړو زور واخیست د افغانستان پر کلتوري تاریخ باندي د ګاونډي هیواد ایران له لوري پراخ یرغلونه پیل سول او لوی شمېر مخوري څېرې، مهم موقیعیتونه، تاریخي او ویاړلي پیښي یوپه بل پسې له افغان تاریخ څخه جلا او ایران پخپل نامه نړیوالو لیکنو ته ور زیات کړل.

سرچینې[سمول]

  1. (په 18 February 2020 باندې). A new strategy for Central Asia. TheHill.
  2. Afghanistan | meaning in the Cambridge English Dictionary. Cambridge University. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107619500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. * "U.S. maps". Pubs.usgs.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Composition of macro geographical (continental) regions, geographical sub-regions, and selected economic and other groupings". UNdata. 26 April 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "20th-century international relations". Britannica.com. (8 December 1987). 
  6. "Country Profile: Afghanistan" (PDF). United States: Library of Congress Country Studies on Afghanistan. August 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 8, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Archived copy" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. "آرشیف کاپي" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)