ایراني ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ايراني ژبو لړلیک کې د سيمې شمال لوېديځې ژبې راځي، چې د افغانستان، اېران، عراق او تاجکستان هېوادونه ژبې پکې شاملې دي. اېراني ژبې: دا په دې معنا نه ده چې دا ژبې د اېران دي، بلکې د ایران معنا يعني (آریایي) آريايي او اېراني هېڅ کوم توپير نه لري. دا چې اوس د اېران نوم له اريايانو څخه غلا شوی، او ايرانيانو ځانونه په اريايانو پورې تړلي، په همدې ډول غواړي چې د اريائي کورنۍ نورې ژبې هم په ځان پورې وتړي.

اريايي کورنۍ درې لويې رسمي ژبې لري ، پښتو په افغانستان کې رسمي ده، فارسي په اېران کې، او کوردي په عراق کې.

ایراني ژبې
3000×1695
3000×1695
آريايي/ایراني ژبې
د ژبې کوډونه
آيسو 639-3

د اريايي کورنۍ ژبې[سمول]

اريايي کورنۍ چې زياتره کسان يې يې د اېراني کورنۍ په نوم پېژني، څلور ژوندۍ ژبې لري. پښتو د اريايي کورنۍ لومړنۍ او فارسي دويمه ژبه ده، خو ایرانیان په دې باور دي چې فارسي لومړۍ او پښتو دويمه ده، چې دا باور تر ډېره ناسم ګڼل شوی.

۱: پښتو د افغانستان رسمي ژبه، د اريايي کورنۍ لومړنۍ ژبه ده. چې لږ تر لږه 120 ميليونه ويونکې لري. افغانستان او پاکستان کې ترټولو ډېر ويونکي لري.

۲: فارسي د اېران هېواد رسمي ژبه، د اريائي کورنۍ دويمه لويه ژبه ده. چې حد اکثر 60 ميليونه ويونکي لري.

۳: کوردي د اريايي کورنۍ درېيمه ژبه ده ، چې نږدې 40 ميليونه ويونکې لري. او همدا راز کوردي ژبه د عربي ترڅنګ په عراق کې رسمي ژبه ده.

۴: بلوڅي ژبه، د اريايي کورنۍ وروستۍ غیر رسمي ژبه ده چې هېڅ هېواد کې رسميت نه لري، په داسې حال کې چې د دې ژبې الفباء هم څرګنده نه ده. خو تاریخي څېړونکي په دې اند دي چې بلوڅي ژبه د پښتو ژبې څخه زېږېدلې، او تر ډېره د پښتو لغاتونه پکې کارول شوي.