سردار محمد اکبر خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير اکبر خان
هديرهشين جومات, مزار شريف, افغانستان
پلارامير دوست محمد خان
مورمېرمن خديجه پوپلزۍ
مذهبي ګروهېسني مسلمان

وزير محمد اکبر خان د امير دوست محمد خان زوی پر (۱۸۱۷) زېږدي زیزیدلی دی . د امیر دوست محمد خان په لومړۍ دوره کې محمداکبر خان د جلال آباد حکمران وو ، په همدې وخت کې (۱۸۳۷) ز کال سکانو د خيبر په دره کې د جمرود کلا ونیوله ، غازي محمداکبر خان له سکانو سره په جگړه پيل وكړ . د جگړې په بهير كې غازي محمداکبر خان د سکانو د جگړې بولندوی هری سنگ د تورې په گوزار ټپي کړ او نوموړی له دغه ټپ څخه مړ شو. یو افغان شاعر د غازي محمد اکبر خان په اړه وایي :

ستاکور که وران نوی په حسد او په نفاق تاشانی قوم نشته هرگز په دې افاق

کله چه انگرېزانو پر افغانستان له دریو خواوو یرغل وکړ او غازی محمداکبر خان د یوې دسیسې په وجه د انگریزانو له خوا مسموم کړل شو ، دوستانو یې هغه کابل ته واستاوه . د انگریزانو لښکرې چې شاه شجاع ورسره وو د کابل په لور مخ په وړاندې ولاړې . په غزني کې د غازی محمد اکبر خان ورور غلام حیدر خان د انگریزانو په لاس کېوت او وروسته بیا جگړه د کابل په ارغندي کې وشوه . امیر دوست محمد خان او غازي محمد اکبر خان چې ټپي شوی وو ، بخارا ته ولاړل . د بخارا امیر هلته بندیان کړل ، انگریزانو شاه شجاع په کابل کې پاچا کړ . د بوتخاک حضرت صاحب عبدالشکور په شفاعت چې د بخارا امیر یې مرید وو ، غازي محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشي کړ او هغه کابل ته راغی . په کال ۱۴۸۱ ز د نوامبر په میاشت کې د روژې د میاشتې په (۷) نیټه په کابل کې د غازي عبدالله خان اڅکزي په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته برنېس په یوه پاڅون کې ووژل شو.

مکناټن چې د انگریزانو له خوا په کابل کې سفیر وو ، غوښتل یې چې د ملي مبارزينو په منځ کې بې اتفاقي واچوي او هيڅکله یې پخپلو وعدو وفا نه کوله او نه یې غوښتل چه خپلې لښکرې د افغانستان څخه وباسي . په کال ۱۸۴۱ ز د دسامبر پر ۲۴ د کابل د بي بي مهرو شمالي غونډۍ ته څېرمه چې دانگریزانو د لښکرو اډه وه ، مکناټن د خپلې اډې څخه راووت اوغښتل یې چې د ملي مبارزینو په غونډه کې گډون وکړي . په دې غونډه کې د ملي مبارزینو له خوا غازي محمداکبرخان ، سردار سلطان احمد خان ، محمدشاه بابکرخېل ، غلام محي الدین غلجی او غلام بخش ، او د انگرزانو له خوا مکناټن ، تریور ، مکنزي او لارنس گډون درلوده .

د مجلس ترتیت داسې وو ، چې مکناټن تريور او مکنزی ناست وو او لارنس له کښلې توپانچې سره د مکناټن تر شا ولاړ وو . لومړی غازي محمد اکبر خان خبرې پيل کړې او هغه لیک یې مکناټن ته ورښکاره کړ ، چې د وزیر اکبر خان د وژلو په سر یې (۰ ۱۰۰۰) روپۍ پکې انعام ياد کړی وو او مکناټن یې ملامت کړ . په دې وخت وزیر محمد اکبر خان مکناټن په هغه توپانچه ووشت چې څو ورځې مخکې مکناټن ورکړې وه . همدارنگه نورو ملي مبارزینو په تريور ، مکنزی حمله وکړه او هغه يې ووژل او د لارنس نه یې توپانچه او توره واخيستل او وروسته هغه په تېښته بریالى شو . هغه و چې د ۱۸۴۲ ز کال د جنوري پر شپږمه نېټه د انگریزانو لښکر چې شمیر یې (۱۶۰۰۰) وه د کابل څخه د جلال اباد په لور حرکت وکړ او په لاره کې د غلجیو مجاهدینو له خوا ټول تار او مار شو او يوازې ډاکتر وېليم برايډن جلال آباد ته ورسید. بیا امیر دوست محمد خان په کابل کی پاچا شو او وزیر محمد اکبر خان غازي د ۲۹ کالو په عمر وفات شو او جنازه یې د خپل وصیت سره سم په مزارشریف کې خاورو ته وسپارل شوه .

انځورتون