د بارکزیو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بارکزیو لړۍ چې د محمدزیو د لړۍ په توګه هم پېژندل کېږي له ۱۸۲۳ زکال څخه یې تر ۱۹۷۸ زکال پورې هغه مهال چې د محمد ظاهرشاه او د هغه د تره زوی سردار محمد داوود خان واکمني په عملي بڼه پای ته ورسېده په افغانستان واکمني وکړه. د بارکزیو لړۍ، احمدشاه دراني ته د اړوندې دراني لړۍ د واکمنۍ له راپرځولو وروسته واک ته ورسېده. [۱][۲][۳][۴]

د بارکزیو د لړۍ له خوا د دراني سترواکۍ له تسخیر وړاندې لوی کندهار د دل وروڼو؛ سردار پردل خان، سرادر کهن دل خان، سردار شیردل خان، سردار میردل خان او سردار رحیم دل خان له خوا په ۱۸۱۸ زکال کې ونیول شو او د خپلواکۍ اعلان یې وکړ؛ په دې سره په کندهار کې تر ۱۸۵۵ زکال پورې، هغه مهال چې امیر دوست محمد خان کندهار له کابل سره یوځای کړ یوې جلا ادارې شتون درلود. د ۱۸۲۳ زکال په مارچ میاشت کې په کابل کې بارکزیانو ته اړوند د افغانستان امارت رامنځته شو. د دغه حکومت په پیل کې افغانانو د رنجیت سنګ تر مشرۍ لاندې سک ځواکونو سره د نوښار جګړه وکړه او له امله یې په پېښور دره کې خپل سنګرونه له لاسه ورکړل. په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو مشري د دوست محمد خان میرني ورور سردار محمد عظیم خان کوله. د بارکزیانو د حکومتولۍ پر مهال افغانستان په سویل او ختیځ کې خپل پریمانه قلمرو بریتانیا، په لویدیځ کې فارس او په شمال کې روس ته بایلود. له دې سره دغه مهال په معاصر افغانستان کې دننه هم پریمانه جګړې وشوې چې په دغو جګړو کې د افغان او انګلیس دوه مهمې جګړې او له ۱۹۲۸ زکال څخه تر ۱۹۲۹ زکال پورې کورنۍ جګړه شاملېږي. [۵]

سیاسي مخینه[سمول]

د بارکزیانو لړۍ په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په افغانستان واکمني وکړه. په ۱۸۲۳ زکال کې د دراني سترواکۍ له سقوط وروسته د افغانستان د سترواکۍ په قلمرونو کې یو شمېر ګډوډۍ رامنځته شوې، ځکه چې د تیمورشاه زامنو د واک پر سر له یو بل سره لاس او ګرېوان شول. له همدې امله د افغانستان سترواکۍ د یو ملي دولت په توګه شتون نه درلود او د لنډ مهال لپاره د کوچنیو واحدونو په یوې ټولګې واوښته. دوست محمد خان له خپل ورور سلطان محمد خان سره یوځای په ۱۸۲۳ زکال کې د واک ګدۍ ونیوله. هغه د ۱۸۳۷ زکال په شاوخوا کې د بارکزیانو لړۍ تاسیس کړه. له دغه مهال را وروسته د هغه اولادې تر ۱۹۲۹ زکال پورې په افغانستان باندې په مستقیمه بڼه حکومت وکړ؛ تر هغه مهاله چې غازي امان الله خان له واکه لاس واخیست او د هغه د تره زوی محمد نادر خان منتخب پاچا شو. د بارکزیو پښتنو تر ټوله پام وړ او پیاوړې کورنۍ محمدزیان و چې له ۱۸۲۳ زکال څخه تر ۱۹۷۳ زکال پورې یې په افغانستان واک وچلاوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

محمدزیان[سمول]

محمدزیان د بارکزیانو قبیلې ته اړونده تر ټولو مخکښه او پیاوړې کورنۍ وه چې دراني ټبر ته اړوندېږي او اصلي مرکزیت یې په کندهار کې دی. دغه کورنۍ ته اړوند وګړي د افغانستان په ټولو ولایتونو او همدارنګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شتون لري. [۱۶]

د تیمورشاه دراني او شاه زمان دراني د واکمنیو پر مهال بارکزیو ته د اړوندو محمدزیانو مشر پاینده محمد خان و چې پاینده خیل د هغه له اولادې څخه دي؛ دوی د سدوزیانو د واکمنۍ له پاشل کېدو وروسته د افغانستان واکمنان شول. طرزیان له مشهورو پاینده خېلو څخه دي چې د غازي امان الله خان مېرمن ملکه سریا طرزۍ هم له دغې کورنۍ څخه وه.

مصاحبین یا طلایي خېل د دوست محمد خان د ورور سلطان محمد خان طلایي له اولادې څخه دي چې د پېښور واکمن و. د نادر خان او ظاهرشاه کورنۍ هم د امان الله خان له کورنۍ سره د خېښیو لرلو له امله نږدې اړیکې لرلې. د طلایي خېلو بله ډله چې د افغانستان په پوځ کې یې ډېر زیات قدرت درلود اعلیحضرت سردار عبدالعزیز خان طلایي او د هغه اولادونه و. شاهزاده عبدالعزیز طلایي د سلطان محمد خان طلایي زوی و او د افغانستان د پوځ د سپهسالار او همدارنګه یې د کندهار او بدخشان د والي په توګه فعالیت کاوه. [۱۷][۱۸][۱۹]

د هغه مشر زوی شاهزاده عبدالقیوم خان و چې د افغانستان د ګڼ شمېر مرکزي ولایتونو د والي په توګه یې کار کاوه. د شاهزاده عبدالقیوم خان زوی شاهزاده عبدالخالق خان طلایي د سفیر په توګه فعالیت کاوه چې اولاده یې د دقیق یا دکیک کورنۍ په نوم یادېږي. د شاهزاده عبدالعزیز خان بل مشهور زوی جنرال سردار امیرمحمد خان و چې د غازي امان الله خان پر ضد کودتا کې یې د افغان انګلیس د دریمې جګړې پر مهال له بریتانویانو سره لاس یو کړ او ځان ته یې خپله د امیر لقب وټاکه. د هغه زوی اسدالله چې مستعار نوم یې شرزا و، د امریکا په هوايي ځواک کې جنرال شو او په واشنګټن کې یې د طلایي کورنۍ د ګټو استازولي کوله. د شاهزاده عبدالعزیز بل پېژندل شوی زوی برید جنرال سردار عبدالغفار نومېده چې د خپل تربور نادرخان د شخصي سلطنتي ګارد د قوماندان په توګه یې دنده ترسره کوله. دا شهزاده عبدالغفار خان و چې امانېست (اماني پلوه) څرخي کورنۍ یې اعدام کړه هغه چې د نادر خان پر ضد یې په توطئه کې لاس درلود. په دغه اعدامونو کې شاهزاده عبدالغفار خان د غلام نبي خان چرخي لور هم اعدام کړه چې له امله یې یو بل امانېست عبدالخالق هزاره اړ شو د څرخي کورنۍ غچ د نادرخان په ترور سره واخلي.

له ۱۹۷۳ زکال وروسته د بارکزیانو مشران[سمول]

  • سردار محمد داوود خان چې دافغانستان لومړنی ولسمشر و او واک ته له رسېدو (۱۹۷۳- ۱۹۷۸ زکال) وروسته یې د پاچا لقب ځانته وه نه ټاکه.
  • محمد ظاهر شاه (زوکړه: د ۱۹۷۸ زکال د جولای ۱۷مه – مړینه: د ۲۰۰۷ زکال د جولای ۲۳مه)
  • ولیعهد سردار احمد شاه خان (د ۱۹۶۴ زکال د اساسي قانون له مخې ولیعهد)

ژبې[سمول]

د بارکزیانو اصلي ژبه پښتو ده. له دې سره هم له دري ژبې څخه د رسمي او مکاتباتي ژبې په توګه ګټنه کېدله؛ آن تر دې چې د ۱۹مې پېړۍ تر وروستیو پورې د قبرونو ډبرې یې هم په دري ژبه لیکل کېدلې. په پښین، کوټه، ګلستان او دوکي (د لورلایي سیمه) کې استوګنې بارکزیي کورنۍ د پښتو ژبې په کندهارۍ لهجه خبرې کوي. له پښین لرې نورو میشتو بارکزیانو بیا له پښتو سربېره په نورو ژبو، لکه په ملتان کې یې په ملتاني او سرائیکي، په هزارستان کې په هندکو، په بوپال کې په اردو او سند کې په سندي خبرې کولې. [۲۰][۲۱]

دین[سمول]

بارکزیان د سني اسلام د صوفيانو د څانګې پیروان دي چې تر ډېره پورې د حنفي فقهي مکتب او د ماتریدي الهیاتي مکتب څخه پیروي کوي. په تاریخ کې راغلي چې د سلطان محمد خان طلایي بل ورور سردار عطا محمد خان بارکزايي چې د شاه شجاع د واکمنۍ پر مهال د کشمیر والي و د صوفي روحاني نوند ریشي په ویاړ یې سکه ووهله او د هغه زیارت یې ورغاوه. یو شمېر بارکزیانو له دې ډلې دقیق کورنۍ د حنبلي فقهې او اطهري الهیاتي مکتب څخه په پیروۍ د اسلامي علماوو په توګه عمل کړی دی. د دقیق کورنۍ د تصوفي چارو د ترسره کولو او همدارنګه روحانیونو ته د پام وړ درناوي له کبله د قادریې او نقشبندیې صوفيانه سلسلو د لویو استادانو په توګه پېژندل کېږي. [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Ende in Islam in the World Today: A Handbook of Politics, Religion, Culture, and Society, p. 259
  2. Herbe in All in the family, Absolutism, Revolution, and Democracy in Middle Eastern Monarchies, p. 199
  3. Ahmed in Afghanistan Rising Islamic Law and Statecraft Between the Ottoman and British Empires, p. 23
  4. Martin, Mike (2014). An Intimate War: An Oral History of the Helmand Conflict, 1978–2012. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199387984. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۶. In Pushtun folklore, Barak, Alak and Popol were brothers who went their separate ways to found tribes in their own namesake with the addition of the—zai (son of) suffix, for example, Barakzai. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Trousdale, William B. (2021-03-08). Kandahar in the Nineteenth Century (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-44522-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kharnam, Encyclopaedic ethnography of Middle-East and Central Asia 2005, publisher Global Vision, کينډۍ:Isbn, page 20
  7. Socio-economic Behaviour of Pukhtun Tribes By Dipali Saha, Dipali Saha – 2006 – 282 pages – Page 124
  8. The people of India By Herbert Risley, W. Crooke – 1999 – 472 pages – Page 64.
  9. Illustrations of prophecy, By Joseph Lomas Towers – 1796 – 799 pages – page 590.
  10. Tadhkirat al-Muluk: A Manual of Safavid Administration, Translated by V. Minorsky, Publisher: Gibb Memorial Trust; 2nd edition (December 1, 1980) Language: English, ISBN 978-0906094129, Paperback: 360 pages.
  11. Niamatullah’s history of the Afghans , Volume 1, Niʻmat Allāh, Nirod Bhusan Roy, Santiniketan Press, 1958.
  12. Settling the frontier: land, law and society in the Peshawar valley, 1500-1900, Robert Nichols, Robert Nichols (PhD.), Oxford University Press, 2001 – 321 pages.
  13. Imperial gazetteer of India , Volume 5, Sir William Wilson Hunter, Great Britain. India Office, Clarendon Press, 1908.
  14. Alikozai in a Conside History of Afghanistan, p. 355, Trafford 2013
  15. "Afghanistan". CIA. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Balland, D. "BĀRAKZĪ". Encyclopædia Iranica (Online). United States: Columbia University. 
  17. Hadi in Afghan Experiences, Greenville 2016
  18. Buyers in Royal Ark, Chapter: Telai III
  19. Adamek in Who is Who in Afghanistan
  20. Pakistan and the emergence of Islamic militancy in Afghanistan By Rizwan Hussain Page 16
  21. page 64 India and Central Asia By J. N. Roy, J.N. Roy And B.B. Kumar, Astha Bharati (Organization)
  22. Suri, Sohan Lal, `L/mdat-ut-Twankh. Lahore, 1885-89
  23. David Damrel in Forgotten Grace
  24. "Official website of Prince Sayyid Raphael Dakik". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)