ثريا طرزي

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ثريا طرزي
ثريا طرزي
ثريا طرزي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ نومبر ۱۸۹۹
د مشق  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 20 اپرېل 1968 (69 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره جلال اباد  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه امير امان الله خان  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار محمود طرزي  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خاندان بارکزي  د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملکه ثريا طرزي

ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي.[۱]

د کورنۍ مخينه

ملکه ثريا طرزي د امير امان الله خان سره يوځای

ملکه ثريا طرزي د سردار غلام محمد طرزي لمسۍ او د نامتو افغان لارښود او د افغان ژورناليزم پلار، سردار محمود طرزي لور ده. نوموړې په دمشق کې زېږېدلې او هماغلته يې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار نه ترلاسه کړي.

د افغانستان ملکه

د ښځو حقونه

ملکه ثريا طرزي د امير امان الله خان سره په کابل کې په يوه شاهي مېلمستيا کې سره يوځای ليدل کېږي.

د ژوند وروستۍ شېبې

په ۱۹۲۹ زېږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه گوښه شو چې په هېواد کې د خپل منځي جگړې د پېښېدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هېواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په اېټاليې کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې اېټاليا کې هم پاچاهي وه.

ملکه ثريا په ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ زېږيز کال کې د اېټاليې هېواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډېره درنه سترگه د اېټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لېږدولو پر مهال د اېټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډگره پورې د هغې مړی بدرگه کړ. بيا وروسته کله چې د هغې تابوت افغانستان ته راورسېد نه هلته يې هم په ډېر درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننگرهار ولايت په پلازمېنه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل خاوند تر څنگ چې تر دې ۸ کاله دمخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه.

انځوریز البوم

سرچينې


کينډۍ:Afghanistan-bio-stub